په ایران کې محصل -(مستعارنوم) رضا شاران
نه لیکوال یم، نه وکیل، نه حقوق پوه، نه ملا، نه طالب، یوازې یو محصل یم، د ایران په یوه پوهنتون کې د ریاضیاتو په برخه کې د ماسټرې د دورې محصل.
نن لیکم، نارې وهم، که څه هم دغه نارې مې د چا تر غوږونو ونه رسېږي، یوازې د خپل زړه لپاره، د هغه وجدان لپاره چې په سینه کې یې لرم، ښايي لږ آرام شم، ښايي تر دې هم توپاني شم.
ان که ما له پوهنتون څخه هم وشړي، ایران ته ممنوع الوردو شم، ویزه مې تمدید نه شي، مهمه نه ده، نور مهمه نه ده، یوازې حقیقت لیکم، د کډوالو د درنونو حقیقت، د هغه رنځ څخه چې خلک یې یوازې د افغان والي په جرم په اوږو وړي.
بسنه کوي وپوښتۍ« ځوانه د کوم ځای یې؟) کله چې ځواب ورکړې چې «افغان» څپېړه خورې، بیا چې درنه وپوښتي« د کوم ځای یې» بیا هم ورته و وايې چې افغان او بیا څپېړه وخورې، پوښتنه وکړي و دې وهي، پوښتنه وکړي وه دې وهي، پوښتنه وکړي وه دې وهي… یا هم د جاسوسۍ تور در پورې کړي، ښايي زموږ منځ کې یو جاسوس وي، خو د ټولو تورنول، عادلانه کار نه دی.
هر ځای ته چې ولاړ شې له سپکاوي ډګ کاته در سره مل دي، د موټر له تم ځای څخه تر قطار پورې، د نانوایۍ له کتاره تر هټۍ پورې، د بې سواده کارګر څخه د پوهنتون تر استاد پورې، له مذهبه نیولې تر بې دینۍ، د افراطي نیولې تر سکولار پورې.
یا موږ وژني، یا مو مثله کوي، جنازه دې بیا یوه میاشت وروسته د ډېران له سطل څخه راباسي، پرته له هېڅ غږه، پرته له هېڅ ډول مرستې، په کوڅه او بازار کې، په ځينو ښارونو کې، ځینې عقديي انسانان، بې فرهنګه، بې تربیې، په عام محضر کې کډوال وهي ډبوي، دلته یوازې د ښځې غږ تر غوږو کېږي، چې وايي«مه وهه هغه انسان دی» خو په ځواب کې یې اورې:«اغلې کار مه لره افغان دی.»
افغانانو ته کور نه ورکوي، د کار څېښتن مزدوري نه ورکوي، ادارې خدمات نه ورکوي، پولیس یې ملاتړ نه کوي، د پيسو په بدل کې کارت درکوي.
زموږ د ماشوم ورمېږ د نظامي مامور له خوا ماتېږي، له هېڅ ډول پوښتنې پرته، ځوان مو په ځان وژنې لاس پورې کوي، ځان سوځوي، نه مخ ته لار لري نه شاه ته.
په پوله مو کډوال د بدن د غړو د قاچاق کوونکو ښکار کېږي، په درواغجنو ژمنو سره چې ایران کې کار ښه دی، اروپا ته به لاړ شې، پانګونه به وکړې او ورته لسګونه نورې دوکې، وروسته یې د بدن غړي ترې چور کړي.
غواړم د بېلا بېلو ارګانونو له خوا په زور او ناحقه توګه د پیسو اخیستو په اړه خبرې وکړم، هم د هغه کسانو چې اسناد لري او هم د هغه کسانو چې اسناد نه لري.
دوه کیسې لرم، یوه زموږ د خپلوانو او یوه مې هم خپله تجربه.
وايي«موږ د سرشمرنې پاڼو سره په قانوني توګه له پولې واړول شو او افغانستان ته ولاړو.»
له هغه لحظې چې د خپلې کورنۍ سره اردوګاه ته ننوتو، ټول څه له زور او ظلم څخه ډک و، له ګران پلورنې نیولې د اردوګا د سرتېرو له خوا د ناحقه پیسو تر اخیستلو پورې، د غله، جاسو او یا بل هر هغه تور چې په خوله یې ورتله په بې ځایه پلمو.
له تهران نه تر مشهد پورې د ټیکټ بیه ۴۰۰ تومان ده، خو موږ له ۱ تر ۱.۵ میلیون تومان پورې ورکړې، که دې توکو پنډه د باندې کېږدې، له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ تومان جلا باید ورکړې، موتر چلوونکی د لارې په اوږدو کې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ پورې تومان جلا درنه اخلي.
کله چې مشهد ته ورسېدو، یوه بل موتر تر اردوګاه پورې یوړو، ۵۰۰ تومان یې نور رانه واخیستل، بیا مو تر پولې پورې یو میلیون نورې پیسې ورکړې، یعنې تر پولې رسېدو پورې مو په تولیز ډول له ۵ تر ۷ میلیون تومان ورکړل، ویل یې که نغدې پیسې نه لرۍ، د تلېفون غوږۍ لرۍ، ساعت لرۍ، هغه باید پټ کړې، که یې پیدا کړي در نه اخلي یې بیا یې نه شې پیدا کولی، ویل یې د شپې مو توکي د باندې پرېنږدۍ چې ورکېږي، څوک پوښتنه نه کوي.
دویمه مې خپله تجربه ده، یو کال په ایران کې وم، په نوي کال کې افغانستان ته لاړم تر څو مې ویزه نوې کړم، دویمه میاشت بېرته راوګرځېدم.
له تحصیلي وېزې سره، له پاسپورټ او قانوني پانې سره د مشهد ترمینال ته د ننه شوم، کله چې ورسېدم، راغلل او ویل یې تاسو باید د خپلو توکو د پڼوکي لپاره ۵۰۰ تومان نور ورکړی، په داسې حال کې، چې د ټیکټ بیه ۶۰۰ تومان وه، ما مخکې ویلي و، چې یو پنډکی لرم، باید خوشی ولېږدول شي، کله یې چې ونه منله، ټیکټ مې واخیست، خو اوس رانه پیسې غواړي ما پنډکی ورنه کړ.
کله مو چې حرکت وکړ سهار سویلي ترمینال ته ورسېدو موږ یې له موټره ښکته کړو، ځکه ویل یې چې د دوی لار کرج خوا ته ده.
لا له موټره نه و ښکته شوي، چې د پولیسو د ګزمې موټر راورسېده ویې ویل:افغاني! قانوني اسناد لرۍ؟
زه چې تازه راغلی وم وېزه مې درلوده پر ځان مې باور پورته وو، اسناد مې وروښودل، موږ څو تنه و، کله یې چې ولیدل موږ تازه راغلی یو، غوښتل یې له موږ څخه ګټه واخلي. ویل یې څه لرۍ؟ جېبونه مو راتش کړۍ، څرنګه چې تازه له افغانستان څخه راغلي وو، نغدې پیسې(افغانۍ او تومان) مو له ځان سره لرل.
اسناد او پیسې یې رانه واخیستې، زموږ سترګې یې راوګرځولې او پیسې یې تر زنګانه لاندې ټینګې کړې.
له چا یې زیاتې واخیستې او له چا کمې، ما اعتراض وکړ، په مخ یې درنده څپېړه راکړه او ویې ویل« څه وایې خیرن افغانه؟ پاسپورټ دې در څیرې ګړم؟»
ومې لیدل چې د دې ځای پولیس هم غله دي، مترو ته نېږدې وم او ترې وتښتېدم.
زموږ میندې د امیندوارۍ پر مهال له پولې اوړي، خو په روغتونونو کې یې نه اخلي، مړې کېږي، ان په ځينو رسنیو کې د ګډوالو د شنډولو خبرې هم خپرېږي.
په تلوېزیوني خپرونو، د پلازمنې په سریال، د مهران مودېره غونډه کې افغان ماشومان مسخره کوي، هغوی ته وايي، لاسي بمه.
موږ سیم کارتونه نه لرو، بانکي خدمات نه لرو، نه قانونی نه غیرقانوني.
کله چې قم ته ورسېدم او درسونه پیل شول، په لومړۍ ورځ چې یوازې وم د بانکي حساب پرانستو لپاره مې پنځو بانکونو ته مراجعه وکړه خو هر ځل یې راته ویل:«موږ د بهرنیو وګړو لپاره خدمات نه لرو» یا هم «بلې څانګې ته لاړ شه» یوه ورځ وروسته له خپل یوه ملګري سره ولاړم، بیا هم همغه ځواب وو، اونۍ وروسته مې هم همغه ځواب واورېده، څانګو یو بل ته پاس کولو.
سخته ماتې مې وخوړه، زه هغه څوک وم، چې په پلټلو سره به مې خپل کارونه سر ته رسول، خو دا ځل کار زما له لاسه وتلی وو، دا یوازې زما تجربه ده هغه هم د قانوني اسنادو په لرلو سره.
زموږ په خویندو له تېري څه نه وایم، کورنۍ یې وېره لري او پته خوله پاتې کېږي، په ښوونځيو کې زموږ د ماشومانو تر سپکاوي، د تحصیل اجازه نه ورکول، یا سختو کارونو ته د هغوی چمتو کول، له اردوګاګانو څخه د خلاصون لپاره له لس میلیوني تر دېرش میلیوني رشوت ورکولو پورې، د نن ورځې له خلاصون د سبا ورځې تر نیولو پورې.







