مرسل قیصاري
کله کله له ځان سره فکر کوم، ښایي تر ټولو دروند شی، چې یو کډوال یې له افغانستان څخه د ځان سره وړي، هغه بکس نه دی، چې له وطن نه یې راوړی دی، بلکې تر ټولو درندو بار یې خپل هویت دی.
زه په اسلام آباد کې د نړیوالو اړیکو د څانګې د دویم کال زده کړیاله یم، د نورو زده کړیالانو په څېر سهار ټولګي ته ځم، د شپې تر ناوخته پورې درس لولم، د ازموینو لپاره تر بل هر زده کړیال ډېره فشار راباندې راځي او ډېره هڅه کوم. خو په دې توپیر سره، چې په کورنۍ پسې زړه تنګون او لرې والی هم پر اوږو ورسره وړم.
کله کله داسې پېښې رامنځ ته کېږي، چې زموږ له لاسه وتلې دي، خو زموږ په روان ژور ټپونه پر ځای پرېږدي. څو میاشتې وړاندې له خور څخه لیلیې ته د راګرځېدو پر مهال د پولیسو یوه مامور زموږ ټکسی په یوه چک پانټ کې ودروله. د پولیسو مامور په لومړي سر کې له موټر چلوونکي سره خبرې کولې، چې سترګې یې پر ما پرېوتې. نه پوهېږم څه ډول، خو پوه شو، چې پاکستانۍ وګړې نه یم. هغه له ما وپوښتل، د کور ځای یې، پرته له دې چې زما ځواب ته په تمه شي خپله یې و ویل: «فکر کوم ته افغانه یې.»
په داسې حال کې، چې ټول قانوني اسناد مې له ځان سره درلودل، خو دا چې یوازې وم زړه مې لړزېده. وروسته یې له هغې یې اسناد یو یو را نه وغوښتل. په سر کې مې د محصلۍ او لیلیې کارتونه وروښودل، تر څو پوه شي زه یوه نړیواله او قانوني زده کړیاله یم. خو هغه ټينګار وکړ او ویې ویل، قانوني اسناد. موخه یې ویزه او د پولیسو ثبت پاڼه وه. ټول مې وروښودل.
پوهېږمو دا برخه د امنیتي ځواکونو مسوولیت دی او هېڅ هېواد له قانون پلي کولو پرته نه شي کولی خپل امنیت خوندي کړي. زه هم د نړیوالې زده کړیالې په توګه، هغې ته درناوی لرم. په هغو څو دقیقو کې مې احساس وکړ، مخکې له دې چې ما ته د یوې زده کړیالې په سترګه وګوري، د یوه «افغان» په توګه یې را ته وکتل.
له پاسه تر ښکته پورې د پولیس له کتو بشپړه ښکارېده. د ټولو اسنادو له څېړلو او د پولیسو یوه بل مامور ته چې هلته وو تر ورښودولو وروسته یې، زما له ټولو انسادو انځورونه واخیستل او ما ان ونه شوای کولی تر وپوښتم چې د څه لپاره یې زما له اسنادو انځور اخلي.
څو اوونۍ وروسته بیا دا تجربه تکرار شوه. په داسې حال کې، چې ډېره کمه له پوهنتون او لیلیې څخه وځم، دا ځل د خور د زوکړې کلیزې لمانځلو ته ورغلې وم. باید تر څنګ یې وايي تر څو د کمۍ او له کوره د لرې والي احساس ونه کړي. اړ وم چې د شپې بېرته راشم، ځکه د وروستي سمستر ازموینې مې وې.
د لارې په اوږدو کې بیا ټکسي ودرول شو او دا ځل بیا د پولیسو مامور له ما وپوښتل، چې د کوم ځای یې؟ لومړی مې ورته و ویل یوه نړیواله زده کړیاله یم. مانا لرونکې موسکا یې وکړه او بیا یې پوښتل، د کوم هېواد؟ یوه شېبه چوپ شوم، ځکه پوهېدم چې څه شی زما په انتظار دي. ورته و مې ویل د افغانستان.
د پولیسو مامور سملاسي اسناد وغوښتل. زما بد بخت دا و چې چې د تمدید کړې وېزې کاپي مې له ځان سره نه درلوده او یوازې د فایل په توګه په تلېفون کې راسره وه. کله چې د تلېفون په فولډرونو کې په فایلونو پسې ګرځېدم، لاسونه مې لړزېدل. نه په دې دلیل چې اسناد نه لرم، بلکې د هغه هویت په پار چې هېڅوک ورته درناوی نه لري، زما فشار دوه برابره کړ.
له هغې ورځې وروسته هر ځل له ځانه پوښتم، چې ولې موږ د افغان وګړو په توګه، تل د نورو په پرتله د ځان د وضاحت اړتیا احساسوو؟ ولې نور په موږ دومره شکمن دي؟ له څو کلونو راهیسې افغانستان د نړۍ په ذهنتونو کې د جګړې په نوم پېژندل شوی دی. په ځانمرګو، کډوالو، طالبانو او بحران.
دا تصور دومره تکرار شوی، چې کله کله هېرېږي، افغانستان یوازې جګړه نه ده. افغانستان هغه زرګونه زده کړیالان دي، چې د نړۍ په لیلیو کې درس وايي. افغانستان هغه نجلۍ ده، چې د ټولو سختیو سره سره لا هم د علم لپاره جګړه کوي. زما درد دا نه دی، چې له ما اسناد وغواړي، زموږ درد دا دی، چې قانون پلی شي، زموږ درد دا دی، چې زموږ هویت په تعصب او شک بدل شوی دی.
ښايي زما لویه موخه دا ويو چې کله یوه ورځ د نړۍ په هر ګوټ کې له ما وپوښتي، چې د کوم ځای یې. وکولی شم، په ویاړ ورته و وایم د افغانستان او یوازینۍ ځواب چې تر لاسه کوو یې، یوه موسکا او او معمولي چلند وي، نه مانا لرونکي کاته یا تعصب او شک.







