سیدعبدالکریم هاشمی
کله چې زما ورور د کانکور ازموینې د پایلو له اعلان سره په جوش او مستۍ کور ته راغی، له خوښۍ په جامو کې نه ځائیده، په خوشحالۍ یې ویل ملګری یې د کانکور عمومي اول نمره شوی او د پروان ولایت نوم یې پورته کړی دی.
هغه د دې خبر له اورېدو خورا خوشحاله وو او په سترګو کې یې د خوښۍ ځلا له ورایه ښکارېده. زه هم د دې خبر له اورېدو خوښ شوم، ځکه کلونه کېدل دا ډول ویاړ زموږ د ولایت نه وو په برخه شوی او طبیعي وه، چې دا بریا د پروان د خلکو لپاره د ویاړ ځای وي.
خو دې خواږه احساس یوازې څو شېبې دوام وکړ، کله مې چې په خور سترګې ولګېدې، پر شوندو په ترخه مسکا یې ژورې غم پټ کړی وی، د هغې نجلۍ غمو چې خپله یې پوهنتون ته د داخلېدو ارمان په زړه لري، خو کلونه کېږي، چې د دې هیلې د تر لاسه کولو فرصت یې له لاسه ورکړی دی.
مخ ته مې یې وکتل، پر غامبور مې یې د اوښکو پټ څاڅکي ولیدل، دا احساس مې وکړو چې په رګونو کې مې څه لاړل، ځان مې کمزوری وموند، چې وکولای شم له خور سره مې خواخوږي وکړم.
کله مې چې ځان د ورور د خندا او خور د اوښکو تر منځ وموند، په همغه شېبه په دې فکر کې ډوب شوم، چې زما د خور کیسه یوازې د یوې نجلۍ کیسه نه ده، بلکې د میلیونونه افغان نجونو د ژوند کیسه ده، چې سره له وړتیا، انګېزې او پراخې لېوالتیا د تحصیل د دوام امکان نه لري. هغه نجونې چې یو وخت یې د کانکور د ازموینې لپاره پلانونه جوړول، خپل درسي کتابونه یې په هیلو سره پاڼه په پاڼه اړول او روښانه راتلونکې یې انځوروله، خو نن ورځ ډېری د هغو د نورو د بریا نندارچیانې دي.
دې توپیر ته مې د مور غبرګون هم خورا راته دردونکی وو، هغه په پیل کې خوشحاله شوه، چې د سږ کال د کانکور عمومي اول نمره یې د زوی ملګری دی، خو کله یې چې زما د خور په معصومو سترګو کې اوښکې ولیدې، پام یې شو، چې د لور زړه یې تر کومې کچې مات شوی دی، نور د خوښۍ او خندا له هغه احساس خبر نه وو او یوازې ویې ویل: «کاش پوهنتونونه خلاص وای او خور دې هم کولی شوای تحصیل ته دوام ورکړي.»
زما خور د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط پر مهال د ښوونځي په یوولسم ټولګي کې وه، خو په خواشینۍ سره، چې د طالبانو د مشر د فرمان له صادرېدو وروسته یې نور ونه شوای کولای خپلې زده کړې ته دوام ورکړي، د روحي فشارونو او له ښوونځي د لرې پاتې کېدو د ناآرامۍ له امله یې پرېکړه وکړه، چې دیني مدرسې ته لاړه شي او په بریا سره وتوانېده، چې د مدرسې دوره او د قرانکریم حفظ تمام کړي. هغه اوس ۲۰ کاله عمر لري، لا هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو خلاصېدو ته په اتنظار ده او هیله لري، چې د کانکور د سیالۍ په ازموینه کې ګډون وکړي او د خپلې کورنۍ لپاره ویاړ تر لاسه کړي.
ورور مې چې له خوره یو کال کشر دی، وتوانېده، چې تېر کال په کانکور کې په بریا سره کابل پوهنتون ته داخل شي او د شرعیاتو په پوهنځۍ کې د فقې او قانون څانګه کې تحصیل ته دوام ورکړي. همدارنګه کشری ورور مې د ښوونځي په وروستي کال کې دی او ټاکل شوې راتلونکی کال پوهنتون ته د داخلېدو په ازموینه کې ګډون وکړي.
زموږ کورنۍ له پخوا راهیسې د نجونو او هلکانو له زده کړو ملاتړ کړی او کوي یې، ځکه بابا مې د پروان په یوه تر ټولو پخواني ښوونځي، د نعمان (رح) لیسه کې ښوونکی دی، همدارنګه تره مې څو کاله د پروان د پوهنې ریاست پر غاړه درلود او پلار مې هم نعمان لېسه کې ښوونکی وو.
د هغه ناآرامي او غم له امله، چې د خور په اړه مې درلود، له کوره ووتم. ومې لیدل، چې د کانکور د پایلو د اعلان خبر هر ځای خپور شوی او ډېری خلک ورته خوشحاله دي. خو زما ذهن د هغه پوښتنې سره لاس او ګرېوان وو، چې ځواب مې ورته ونه موند. څه ډول کولی شوی، د یوه ځوان د علمي بریالیتوب څخه خبرې وکړو، په داسې حال کې، چې زرګونه نجونې ان په داسې فرصتونو لکه کانکور کې د ګډون حق پیدا نه کړي.؟
له زده کړې د نجونو پاتې کېدل، یوازې د هغوی د فردي خوبونو له لاسه ورکول نه دي، بلکې پایلې يې ټوله ټولنه تر اغېز لاندې راولي. هغه هېواد، چې د خپلې انساني پانګې له نیمايي زیاته برخه له لوړو زده کړو او علمي فرصتونو محرومه کړي، خامخا به په بېلا بېلو برخو کې د متخصص کاري ځواک، له کمښت سره مخ کېږي.
نن مې د ورور مسکا او خور اوښکې د یوه واحده واقعیت دوه بېلا بېل انځورونه وړاندې کوي، هغه واقعیت چې په هغه د یوې علمي بریا خوښي، د میلیونونونه ارمانونو او ناتمامه هیلو په منځ کې نغښتې وي. ښايي د ډېری افغان کورنیو لویه هیله دا وي، چې یوه ورځ هېڅ نجلۍ یا هلک یوازې د جنسیتي توپیر په دلیل د زده کړې، ودې کولو او د خپلې راتلونکې جوړولو د حق څخه محروم نه وي.
هیله لرم، چې یوه ورځ د افغانستان د علمي بریاوو خبر به نه یوازې په کانکور کې د لوړو مقامونو، بلکې په ښوونځیو، پوهنتونونو، د آرموینو ځایو، روغتونونو او علمي مرکزونو کې د دې خاورې د ټولو ماشومانو د برابر حضور کیسه هم ورکړي، هغه ورځ چې د وروڼو موسکا د خویندو د موسکا سره مل وي او د افسوس اوښکې د ټولو لپاره امید او برابرو فرصتونو ته لار برابره کاندي.







