رها آزاد
په اوونۍ کې درې تر څلورو ورځو د خلکو کورونو ته ورځي او هر کار چې مخې ته ورشي تر سره کوي یې، له کالیو مینځلو نیولې تر ډوډۍ پخولو، پاکۍ او غالۍ مینځلو پورې. نه د کار سختي ورته مهمه ده او نه آساني، یوازې مهمه دا ده، چې کار وي. داسې ډېر کم پېښېږي، چې ګټه یې تر دوه سوه افغانیو ورسېږي، خو کله چې داسې ورځ راشي، نو ورته د مستۍ او خوښۍ ورځ شي.
دا د یوې ۳۵ کلنې حکیمې* او د افغانستان د مخکني حکومت د امنیتي ځواکونو د یوه سرتېري د ښخې کیسه ده، هغه سړی، چې د بدخشان له سقوط کېدو سره هممهاله، د دې ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د دې ډلې د ځواکونو سره په جګړه کې و وژل شو.
د حکیمې مېړه د ملي اردو د سرتېري په توګه د هېواد د آزادۍ په دفاع کې خپله سینه طالبانو ته سپر کړه. کله چې د طالبانو مرمۍ هغه پر ځمکه راوغورځاوه، ښايي هر څه یې هغه شېبه په فکر کې راتاو شوي وي، آیا د کورنۍ وږي پاتې کېدو ته یې هم فکر وکړ؟
خو د طالبانو په واکمنېدو سره دا برخلیک د دې کورنۍ پر سر راغی. حکیمه که یوه ورځ د خلکو په کورونو کې کار ونه کړي، خپله او اولادونه یې وږي پاتې کېږي. «که کار ونه کړم، وږي پاتې کېږو.»
طالبانو د ښځو د فعالیتونو او کار لمن په پراخو محدودیتونو سره راټوله کړې او د هغوی لپاره ډېری کارونه او ټولنیز فعالیتونه بند شوي دي.
حکیمه هر ورځ لږ تر لږه دوه تر څلورو ساعتونو پورې، دوه وړې لوڼه په کور کې یوازې پرېږدي او دروازه د باندې له خوا پسې قلفوي. کله یې چې خاوند و وژل شو، دویمه لور یې لا نړۍ ته نه وه راغلې. همدا یې میاشت وه، چې د خپل مېړه د وژل کېدو خبر یې واورېده.
له حکیمې سره مې هغه وخت خبرې وکړه، چې هغه د یوه کاوندي کره د غالۍ مینځلو لپاره راغلې وه. لاس یې په کار کې وو، د سترګو کاسې یې له اوښکو ډکې او د خپل ژوند سختۍ یې بیانولې. «له کله مې چې خاوند شهید شو، خوار زار شو، هم خپله او هم مې اولادونه.»
حکیمه د درې اولادونو مور ده. یو زوی او دوه لوڼه. «د مېړه له شهادت څو اوونۍ وروسته مې و ویل، ځم او ماشوم مې لرې کوم. ویل مې کله یې چې پلار نشته، ښه ده، چې خپله هم نه وي، ځکه د پلار له مینې پرته لویېږي.»
خو په پای کې یې دا جرآت ونه کړ چې په دا ډول کار لاس پورې کړي. تصمیم یې ونیوه، چې لور نړۍ ته راوړي.
حکیمې لا هم د مېړه انځورونه او تسبېح په کور کې ساتي. وايي، کله یې چې لور لویه شي، د پلار دا نښې به هغې ته ور وښيي. هغې ته به ښايي و وايي، پلار دې تر وروستۍ سلګۍ پورې ودرېد، چې طالبان پر بدخشان واکمن نه شي. «د وطن سره یې ډېره مینه وه. خو وطن پلورونکو هغه وپلوره او د هغه خاورې قرباني شو، چې پرې مئین وو.»
د حکیمې د خاوند له وژل کېدو وروسته، هغې ډېرې زیاتې سختۍ تېرې کړې دي. د لور نړۍ ته راوړلو له سختې پرېکړې نیولې، د نورو د دې پرېکړو په وړاندې تر درېدو پورې، چې باید د مېړه له وروڼو له یوه سره واده وکړي. د مېړه له مړینې وروسته د هغه له خپلوانو سره د واده کولو لپاره د ښځو مجبورول، د افغانستان په ځینو سیمو کې یو اوږدمهاله او تبعیضي دود دی، چې د ښځو اساسي حقونه او خپلواکۍ تر پښو لاندې کوي.
حکیمه دا مهال له خپلو دریو اولادونو سره د فیض آباد ښار په یوه بېوزله مېشتې سیمه کې په کرايي کور کې ژوند کوي. حکیمه هر میاشت دوه زره افغانۍ باید د کور کرایه ورکړي. کله کله په سختۍ توانېږي، چې د کور کرایه ورکړي. هغه هم د خپل ۱۳ کلن زوی په مرسته چې لاسي توکي پلوري.
دوه لوڼه یې پنځه او اووه کلنې دي. په هغه ورځو چې حکیمه د کار لپاره د خلکو کورونو ته ځي. هغوی په ساعتونو ساعتونو یوازې په کور پاتې وي. اووه کلنه لور یې چې کله په کور یوازې پاتې کېږي، ژاړي. هیله یې ده، چې ښوونځي ته لاړه شي. حکیم دا تصمیم نه لري، چې ۷ کلنه لور دې سږ کال هم په ښوونځي کې شامله کړي، ځکه څوک نه لري، چې له وړې لور یې پالنه وکړي.
کله مې چې له حکیمې سره خبرې پای ته ورسېدې، هغه همداسې په غالۍ مینځلو بوخته وه. لاسونه یې له کاره چاودې وو.
په افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره، د پخوانیو امنیتي ځواکونو کورنۍ د ژوند سختۍ لري. طالبان هغوی ته د دښمن په سترګه ګوري.







