سیدعبدالکریم هاشمی
د هغه کتابونو د ډالی کولو لپاره چې ما لوستي وو او فکر مې کاوه نوی خاوند ته اړتیا لري، هغه ښوونځي ته ولاړ، چې له څلورم ټولګي څخه له ښوونځي تر فارغېدو پورې هلته وم. کله چې ښوونځي ته د ننه شوم، د زده کوونکو خندا او شورماشور ما ته د ښوونځي د وخت خاطرې را ژوندې کړې.
خو واقعیت دا دی، چې د سترګو لیدلی حال مې هغه څه نه و، چې زما له خاطرو سره سمون ولري. ټولو زده کوونکو داسې بڼه درلوده، چې تر څو کالونو مخکې په ښوونځي کې بنده وه. داسې احساس مې وکړ، چې ګڼې کومې دیني مدرسې ته ننوتی یم. ماشومانو افغاني جامې اغوستې وې او هغه کسان چې له بدني پلوه لوی ښکارېدل، لنګۍ یې تر سر وې.
پر عکس دې ته مې پام شوم چې ماشومانو ما ته یو ډول کتل. هغوی حیران شول چې څه ډول له لونګۍ یا خولۍ پرته او په داسې جامو کې ښوونځي ته د ننه شوی یم. د ښوونځي سرښوونکي د کتابونو د ډالۍ کولو هرکلی وکړ. خو د زده کوونکو حیران کتلو زما ذهن بوخت کړی وو، دا مې له سرښوونکي وپوښتل. هغه لنډ ځواب راکړ: «بڼه دې» موخه یې زما جامې وې. ویل یې قوانینو بدلون کړی او څوک اجازه نه لري، چې له لونګۍ یا خولۍ پرته ښوونځي ته د ننه شي.
څو ورځې وروسته په کور کې د هغې ورځې یادونه وشوه. ورور مې چې د همغه ښوونځي د دولسم ټولګي زده کوونکی دی، ویل یې په وار وار یې ملګرو ته د ازموینې په ناسته کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې، ځکه هغوی خولی او لونګۍ نه درلودې. فکر مې شو، چې ښوونځي نور په داسې مدرسو بدل شوي، چې د طالبانو په خدمت کې دي. طالبانو په سیستماتیک ډول د هغو ښوونځیو مدیران چې د جمهوریت د دورې وو، په کور کېنولي او د جمهوریت د وخت ښوونکي یې د اضافه بستو تر نامه لاندې له کاره بې کاره کړي او ځایونه یې پر ملایانو ډک کړي دي. هغه کسان چې پاتې دي پرته له دې، چې د طالبانو د لارښوونو اطاعت وکړي، بله لار نه لري.
یوه ورځ مې په اتفاقي ډول یو له ښوونکو پیدا کړ، چې له اووم تر نهم ټولکي پورې زموږ د ریاضي ښوونکی وو. هغه طالبانو له کاره لرې کړی وو، له ناچارۍ یې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ تر مخې عریضې لیکلې.
د طالبانو د رژیم په لاس د افغانستان له سقوط وروسته، د ښوونځیو ښوونیز سیستم په بشپړ ډول بدل شوی دی. د زده کوونکو د جامو له ډول نه نیولې، بیا د هغوی د افکارو د جوړونې تر هڅو پورې. د بېلګې په توګه، د لوړو ټولګیو زده کوونکو ته د «امارت پېژندنې» او دې ته ورته نومونو سیمینارونه جوړوي. په دې اړه مې له یوه زده کوونکي سره خبرې وکړې چې ما ته یې و ویل، زده کوونکو ته د جمهوریت په څېر نظامونو په اړه خورا بد درسونه ورکول کېږي.
په ټیټو ټولګیو کې هم وضعیت دې ته ورته دی. په سیستماتیک ډول د ښوونځیو زده کوونکو ته طالباني افکار القا کېږي.
د خپل قوم له دوو تنو ماشومانو سره مې، چې په څلورم او پنځم ټولګي کې دي خبرې وکړې. یوه ماشوم و ویل، د پوهنې له وزارت نه امر راغلی، چې ماشومان دې د «ترانې» ټیمونه جوړ کړي.
ترانې د طالبانو لپاره یو ډول موسقي ده او البته د افغانستان خلکو ته، د طالبانو د جګړې، ځانمرګو بریدونو او خونړیو چاودنو د ورځو وریادول دي.
هغوی په لېوالتیا ویل چې غواړي په دې ټیمونو کې شامل شي، تر څو ترانه و وایي او د یوې ترانې یوه برخه یې راته و ویله، چې په هغې کې له جهاده یادونه شوې وه او هغه ډېر ستایل شوی وو. له هغه مې وپوښتل، چې د جهاد په اړه څه پوهېږي؟ هغه د جهاد په اړه یوازې دومره پوهېده، چې که و وژل شي، جنت ته د ننه کېږي او هر څه چې وغواړي په جنت کې ورته چمتو کېږي.
په رښتیا اندېښمن شوم، هغه یوازې په پنځم ټولګي کې وو. اندېښمن دې ته، چې ولې د پنځم ټولګي د یوه ماشوم ذهن په دا ډول موضوعاتو کې بند شي، چې د تاوتریخوالي له پنځولو پرته بله پایله نه لري.
د دې وضعیت په دوام سره، د افغانستان د راتلونکې په اړه ډېرې سناریوګانې تصور کېدای شي. تر ټولو بده سناریو یې دا، چې راتلونکی نسل به د طالبانو په تورو ښوونو کې رالوی شي. هغه نسل چې کولی یې شوای د افغانستان روښانه راتلونکې شي، په داسې شري قوتونو بدل شي، چې په ځانمرګي برید به ویاړ وکړي.
یادونه: د راغلو لیکونو د منځپانګې مسوولیت د هغوی د لیکوالانو په غاړه دی.







