بختیار*
د افغانستان د غرنیو سیمو په زړه کې، د غزني ولایت د جاغوري په «غوغه» سیمه کې، یو کوچینی لرې پروت او هېر شوی «سرخدیره» کلی شتون لري. هغه ځای چې اوسېدونکو یې پرلپسې نسلونه په محرومیت کې ژوند کړی. خدیجه مونس په داسې یو ځای کې سترګې نړۍ ته غړولې دي.
دا د هغې نجلۍ کیسه ده، چې هره ورځ یې له کوره تر ښوونځي پورې پنځه ساعته پلی مزل کړی وو. هغه نجلۍ، چې ګمان کېږي همځولې یې له زده کړو پاتې شوې، خو هغه ودرېده او وجنګېده. هغې ځان له هغه لرې پراته کلي، په امریکا کې تر «کرنل» پوهنتونه ورساوه.
۱۳۷۶ لمریز کال د جاغوري په «غوغه» سیمه کې د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو په ژوند کې د بدلون کال وو. په دې سیمه کې د «شهدای غوغه» په نوم یو ښوونځی جوړ شو. نجونو د لومړي ځل لپاره اجازه تر لاسه کړه، چې درسي ټولګي ته پښه د ننه کړي. د هغو نجونو منځ کې چې ښوونځي ته تلې، د ګوتو په شمار کسانې وې، چې کولی یې شوای لوړو زده کړو ته دوام ورکړي. ډېری د بېوزلۍ قرباني کېدې او ښوونځی یې پرېښود او ډېرو هم له وخته مخکې ودونو ته تن ورکاوه.
خدیجه کابو د دویمې ډلې له نجونو وه، چې فرصت یې درلود ښوونځی ولولي. هغه د دې ښوونځي له جوړېدو دوه کاله وروسته، نړۍ ته راغلې وه. خو د خدیجې نیکمرغي دا وه، چې د خپل استقامت ترڅنګ یې، نیکه هم چا ته اجازه ورنه کړه، چې د هغې د درس ویلو مخینوی وکړي.
خدیجه چې له هغې دورانه کومې خاطرې په یاد لري، په یوه لنډه جمله کې بیانوي: «سخته وه» د هغې نغوته د ښوونځي اوږدې لارې، بېوزلۍ او د نجونو لپاره د هغه وخت سخت ټولنیز وضعیت ته وه.
د ۱۳۸۱ کال په پای کې د خدیجې کورنۍ افغانستان پرېښود او د پاکستان کویټې ښار ته کډه شول. خدیجه په دې وخت کې شاوخوا دولس کلنه وه او په یوه نوې نړۍ یې پل ايښی وو. هغې په پاکستان کې هم د زده کړو د دوام فرصت درلود او په یوه خصوصي ښوونځي کې، چې د کډوالو لپاره ځانګړی شوی وو، نوم لیکنه وکړه.
د یوې کډوالې لپاره نوي ژوند ته د ننه کېدل آسانه نه وو. بېوزلي له یوه لوري او د استوګنې ستونزې له بل لوري د دې لامل شوې، چې خدیجه په هغه ښوونځي کې نوم لیکنه وکړي، چې کیفیت یې ټيټ وو. هغې له دویم لاس کتابونو کار اخیست او له ګڼې ګونې ډک ټولګي کې یې زده کړې پیل کړې.
له دولس کلنۍ تر اتلس کلنۍ پورې، هغه کلونه چې د خدیجې هویت په کې جوړ شو، په کوټه کې تېر شول. هغې هم مهاله په دې کلونه کې نوې ژبې لکه انګلیسي زده کړه، په ټولو ستونزو سره هغې ډېر ژر په یوه نوي چاپېریال کې ځان وموند. هم مهاله چې هم زده کوونکې وه په کډوالو پورې تړلو ښوونځیو کې یې، د ټیټو ټولګیو زده کوونکو د ښوونځي د مضمونونو درس ورکاوه.
د «نوي نسل» ښوونځي کې یې تدریس د پښتو ژبې په مضمون سره پیل کړ، وروسته یې په «افق» منځني ښوونځي کې د ریاضي، هندسې، بیولوژي، کیما او ادبیاتو تدریس وکړ. دا ټول فعالیتونه یې په داسې حال کې تر سره کړل، چې خپله هم زده کوونکې وه. خدیجې د ښوونځي په پای ته رسولو سره، د زده کړې د دوام لپاره د یوې بورسیې له لارې اسلام آباد کې د قابلګۍ څانګې ته ولاړه. دوه کاله یې درس و ویلو او په ورته وخت یې په یوه روغتون کې کار وکړ.
هغه څه چې تر دې ځایه یې اهمیت درلود دا وو، چې د یوې کډوالۍ نجلۍ په توګه یې ځان د کډوالۍ په سختیو، بېوزلۍ او ستونزو کې ورک نه کړ. استقامت یې وکړ او پل په پل مخکې ولاړه، په داسې حال کې، چې بې ځایه کېدو او کډوالۍ په ایران او افغانستان کې له ګڼ شمېر افغان ماشومانو د زده کړې فرصت اخیستی او د هغوی لپاره یې بېلا بېل برخلیکونه جوړ کړل.
کابل ته ستنېدل او بېرته تګ چې لنډ وو
په ۱۳۹۵ کال کې خدیجه کابل ته ستنه شوه. هغه کابل ته په ستنېدو لږ تر لږه به دوه ښوونیزو مرکزونو، «چمپین» او «عطارد» کې د انګلیسي ژبې په ښوونه پیل وکړ. خو په کابل کې پاتې کېدل، ډېر اوږده نه شول. بنګله دېش کې د ښځو لپاره د آسیا پوهنتون (AUW) ته داخلېدو، خدیجې ته یو نوی فرصت ورکړ. خدیجې د ښځو لپاره په آسیايي پوهنتون کې د نړیوالې او عامې روغتیا په څانګه کې زده کړې وکړې. هغه څانګه چې وروسته د هغې د مسلکي ژوند محور شو.
خدیجه د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې، کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، په افغانستان کې اوسېده. د افغانستان په تحولاتو هغې یو ځل بیا د کډوالۍ لار ونیوه. له اتو نورو نجونو سره د «څېړونکی تر ګواښ لاندې» پروګرام له لارې امریکا کې کرنل پوهنتون ته داخله شوه. خدیجه له کډوالۍ سره روږدې وه، خو د امریکا ټولنه ورته نوې وه. ژبه، کلتور، ټولنیز نظام، د کورنۍ لپاره لېوالتیا او د یوازیتوب احساسات، چې خپلوانو څخه د جلا کېدو له امله رامنځ ته شوي وو، بیا هم خدیجه د لوړو زده کړو تر لاسه کولو څخه را ونه ګرځوله.
په دې نوې لار کې د خدیجې په وړاندې بل خنډ، د علمي کچې توپیر وو، چې هغې له دې وړاندې په خپل تحصیلي مسیر کې تجربه کړی وو. «کرنل» پوهنتون د امریکا یو له ۸ خورا معتبرو او پخوانیو پوهنتونو دی. هغې د دې کمښت د جبران لپاره باید زیات هڅه کولی.
خدیجې هم خپلې کمۍ په زیات کار سره جبران کړې او هم یې پس له وخته کار باندې د خپل ژوند لګښتونه برابرول. خدیجه په کال ۲۰۲۵ کې له کرنل پوهنتون څخه د لیسانس په کچه فارغه شوه. خو سمدلاسه یې په همدې پوهنتون کې د ساري ناروغیو د اپیدمیولوژۍ ناروغیو د عمومي روغتیا په څانګه کې خپله ماسټري پيل کړه.
د هغې څېړنه د مور او ماشوم روغتیا باندې متمرکزه وهو چې په افغانستان کې د ښځو د زېږون روغتیا باندې ټینګار کوي. د هغې اوسنی کار د میاشتني عادت د حفظ الصحې زده کړې او د زېزون وروسته ژوندي پاتې کېدو باندې تمرکز کوي.
هغې په دې وروستیو کې د خپلې ماسټرۍ د فراغت جشن ونیو. اوس د نړۍ له معتبرو پوهنتونو د یوه هغه دوه سندونه لري. دا لاس ته راوڼه د هغې نجلۍ لپاره چې هره ورځ به پنځه ساعته ښوونځي ته په پلي تګ پیل کړ او ژوند یې په کډوالۍ او سختیو کې تېر شو، کوم آسانه کار نه دي.
خدیجه په امریکا کې یوازې زده کړیاله نه وه. د تحصیل او کار تر څنګ یې غیر انتفاعي سازمان One Woman’s Education یا «د یوې ښځې تحصیل» بنسټ کېښود. هغې د دې بنسټ له لارې د افغان ښځو لپاره د زېږون پوهې او د ژوند ژغورنې پاملرنې ته د لاسرسي پراخولو لپاره کار کوي. هغه په افغانستان کې د ځوانو نجونو لپاره، د میاشتي عادت د پوهاوي په اړه پټ روغتیايي ښوونیز ورکشاپونه جوړي.
خدیجه کله کله په فارسي شعرونه هم لیکي، شعر ویل یې رسمي نه دي، خو د یوې نجلۍ چې د افغانستان د مرکز له تر ټولو لرې غرنیو سیمو څخه یې سختې لارې د امریکا له زرق او برېښنا ډک ښار نیویارک پورې وهلې، د روح د تل کلمې دي. دا د هغه لنډ شعر یو بیت دی، چې هغې امریکا کې د کرنل پوهنتون څخه د خپلې ماسټرۍ دورې د پای ته رسولو لپاره ویلی دی.
خواهی که دانی کیستم؟
یک نمونه، شیردختر، زادگاهم کوه و سنگ
سخت کوش و سربلند، استوار و بی درنگ
یادونه: د رالېږل شویو مطالبو د منځپانګې مسوولیت د لیکوالانو تر غاړې دی. د دې کیسې د لیکوال نوم، د هغه د خوندیتوب په پار مستعار راغلی دی.







