امید امیني
د سهار کابو ۹ بجې وې او هوا هم سخته ګرمه شوې وه. پوهنتون ته د ننوتو پر مهال یوې ځوانې نجلۍ او د هغې مور زما پام ورواړه. دواړه د پوهنتون له دروازې نېږدې ۲۰ متره لرې، پوهنتون ته د ننوتو په انتظار وې.
د پوهنتون د دروازې په خوله کې د طالبانو یو کس، چې اوږده ږیره او کلاشنکوف یې پر غاړه وو، د ساتونکي په توګه ولاړ وو او ډلې ډلې محصیل هلکان له کومې پوښتنې پرته په آرامه د پوهنتون انګړ ته ننوتل.
په همغه سخته ګرمۍ کې، یوې ځوانې نجلۍ او د هغې مور چې اوږدې جامې یې اغوستې او تور ماسکونه یې اچولي وو، غوښتل د پوهنتون انګړ ته د ننه شي.
د پوهنتون د دروازې په خوله کې ساتونکي په ځیر دغه دوه ښځو ته کتل او د هغوی حرکات یې تر څار لاندې وو.
نجلۍ هم څو دقیقې وروسته پوهنتون ته د داخلېدونکې دروازې په لور په هلکانو پسې روانه شوه، تر څو پوهنتون ته د ننه شي، خو مور یې له لاسه ونیوه او د تګ اجازه یې ورنه کړه. څو دقیقې وروسته، ځوانه نجلۍ او مور یې هم پوهنتون ته د داخلېدونکې دروازې لور ته راغلې.
د دواړو پام شو، چې د پوهنتون د دروازې په خوله کې ساتونکي دوې سترګې ورته نیولې دي. مور او لور بېرته له خپلې پرېکړې پر شا شوې. په تلېفون کې له څو دقیقو خبرو وروسته، چې زه نه پوهېږم د څه په اړه به یې کولې، دا ځل مور د خپلې لور ټکرۍ لږ پرې رامخ ته کړ او څو تاره وېښتان یې چې له ټکري بېرون وتلي وو تر ټکري لاندې پټ کړل او لور یې په یوازې ځان د پوهنتون د دروازې په لور راغله.
مور یې له لرې ورته کتل چې لور یې د پوهنتون دروازې په خوله کې ساتونکي خوا ته د نېږدې کېدو په حال کې ده.
زه ساتونکي ته لنډ وم. ښه ترا مې د دوی خبرې اورېدلې. طالب ساتونکي ځوانې نجلۍ ته و ویل، له محرم پرته پوهنتون ته د ننوتو اجازه نه لري.
په همدې وخت کې یوه مېرمن له یوه سړي سره یو ځای د پوهنتون څخه راووته، طالب نجلۍ ته مخ ورواړاوه ویې ویل: «وګوره دا خاله هم له خپل مېړه سره راغلې ده.»
ځوانې نجلۍ هڅه وکړه، د خبرو له لارې طالب ته قناعت ورکړي او پوهنتون ته د ننوتو اجازه واخلي، خو طالب په غوسه او په خپل کلاشنکوف سره د پوهنتون د باندې وروښود او نجلۍ ته یې و ویل: «هله ځه له محرم پرته [ښځو] ته اجازه نشته ده.»
ځوانې نجلۍ په زاریو او هیله کولو بیا و ویل: «لطفآ اجازه راکړه، باید همدا نن د خپل دیپلوم سند تر لاسه کړم. څو ورځې وروسته له هېواده بهر ځم او سخته اړتیا ورته لرم.»
د نجلۍ مور چې له لرې یې د دې صحنې ننداره کوله، لږ مخکې راځي او لور ته یې وايي: «راځه چې کور ته ولاړې شو.»
مور او لور چې په کومه لار راغلي وې، تش لاس بېرته په همغه لار روانې شوې.
خو نجلۍ له څو ګامه وروسته، سترګې د هغه لوحې لور ته واړولې، چې پر مخ یې د «هرات پوهنتون» لیکل شوي وو.
ډاډه نه یم، چې هغه شېبه به یې څه فکر کاوه، د خوښۍ د هغو ورځو په اړه چې پوهنتون کې یې له خپلو ملګرو سره درلودې یا د هغه تورو ورځو په اړه، چې طالبانو د افغان ښځو او نجونو په ژوند کې د هغوی پر سر راوستې دي.







