هانیه فروتن
د کابل په دوړو ډکو او تنګو کوڅو کې وسله وال غله د خاموشو پیریانو په څیر پټ دي، د دې ګڼې ګوڼې ډک ښار څخه سوله غلا کوي. د کابل یو شمیر اوسیدونکي لږ تر لږه یو ځل د دې غلو لخوا په نښه شوي یا داسې څوک پیژني چې د دوی سره د مخ کیدو ترخه تجربه یې درلوده.
کابو دوه اوونۍ وړاندې د ماسپښین دوه بجې وې، چې ۲۱ کلنه شکیلا له کار ځای څخه د کور په لار روانه وه، چې ناڅاپه په افغاني اوږدو جامو پوښل شویو دوه کسانو چې په لاس کې یې چړې وې د هغې لار ونیوه، هغه یې په مرګ وګواښه او ترې ویې غوښتل چې څه لرې را یې کړه، کله چې شکیلا مقاومت ورسره وکړ، هغوی پرې برید وکړ، په چاقو یې زخمي کړه او ورسته یې ترې د تلېفون غوږۍ او لاسي بکس غلا کړل.
هغه چې د کابل په لوېدیځ کې په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې ده وايي:«له ښوونځي رخصت شوې او کور ته نېږدې وم، په داسې حال کې چې پر تلېفون مې له مور سره خبرې کولې دوه تنه چې اوږدې افغاني جامې یې اغوستې وې او چاقوګان یې په لاس کې وو لار مې یې ونیوله.»
غلو شکیلا په ورانه کې شدیده ټپي کړې ده. دا غلا د روان کال د کب میاشتې په ۲۰ مه نېټه د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د دوه اونیو په تېرېدو شکیلا لا هم نه ده ښه شوې، د پورته کېدو او کېناستو لپاره مرستې ته اړتیا لري. کار ته د تګ لپاره یې هم روحیه مناسبه نه ده او د باندې وتلو څخه وېره لري.
هغه د خپل ټپ په ښودلو سره چې اووه کوکه یې خوړلي دي و ویل:«دومره وېرېدلې وم چې غږ مې په ستوني کې بند وو او هر څومره نارې مې چې وهلې غږ مې نه راوت، کوڅه هم خالي وه او تر څو خلک له کورونو راوتل غله ډېر لرې تللي وو.»
غله توانېدلي و، چې د شکیلا تلېفون او د دوه میاشتو تنخوا چې ۱۰ سره افغانۍ وې او په همدې ورځ یې اخیستې وې له ځانه سره یوسي، د شکیلا مور ریحانه وايي:«په مال او دولت پسې دې بلا وي، نېږدې وه چې لور مې له ما واخلي.» هغه پېښه چې څو ځلې پېښه شوې ده.
ریحانه له دې چې یا خپله او یا یې نور اولادونه بیا له دې یوې تېروتنې سره مخ نه شي سخته په وېره کې ده.
هغې و ویل:«یو ډول مې ځان د کوڅې تر سره ورساوه، ومې لیدل چې شکيلا په داسې حال کې چې لاس او پښې یې په وینو سره دي په کوڅه کې لوېدلې، زړه مې سستي وکړه او په سختۍ مې ځان کابو کړ، هېچا جرات نه شوای کولی چې ورنېږدي او زموږ مرسته وکړي، اخر مې خپله او کوچیني زوی مې لور کور ته نېږدې کلېنیک ته یووړه.»
ریحانه په داسې حال کې چې له شکیلا سره مرسته وکړي تر څو پورته شي خپلو خبرو ته دوام ورکړ«کوم ځای او کوم چا ته شکایت هم نه شو کولی، چې طالبانو ته ورشو اصلآ زموږ خبرو ته غوږ نه ږدي ستونزې ته رسېدنه خو پرېږده. مجبور یو چې ډېر احتیاط وکړو، له هغې وروسته دا جرات نه شم کولی چې اولادونه مې یوازې کوم ځای ته روان کړم یا خپله له یو بل پرته د باندې ووځو. موږ ان په رڼا ورځو وېرېږو.»
د شکیلا له پېښې پنځه ورځې مخکې د کب په ۱۵مه ورته ځای ته نږدې وسله والو غلو د شپې د بس ګل پر کور برید وکړ او د هغې ټول شیان یې له ځانه سره یوړل.
۳۸ کلنه بس ګل هم د پلازمنې د ۱۳ مې ناحیې اړوند سیمه کې ژوند کوي. هغې رخشانې رسنۍ ته و ویل، چې پنځه تنه وسله وال کسان یې نیمه شپه کور ته ور د ننه شول، د کورنۍ ټول غړي یې په یوه کوټه کې بند کړل، ۲۰ زره افغانۍ، څلور ځیرک تلېفونونه او سره زر یې له ځان سره یووړل.
هغه دې هغې شپې ډېر څه په یاد نه لري ځکه وسله والو دا د ټوپک په کنداغونو بې هوښه کړې وه خو هغه لمحه چې له غلو سره مخ شوې وه په یاد لري او وايي:«د شپې کابو یوه بجه وه، چې د یوه شي د لوېدو په غږ له خوبه راپورته شوم، سالون ته ولاړ چې وګورم څه دي، ګورم چې طالبانو په جامه کې درې تنه وسله والو وسله راباندې را وایسته او په پښتو یې څه و ویل. دومره پوهه شوم چې ویل یې غلې شه او خبرې مه کوه، له وېرې مې نېږده وه زړه ودرېږي او د مېړه په نوم مې نارې کړې، خو په کلاشنکوف یې په سر و وهلم او بې هوښه شوم.»
بس ګل وویل:«کله چې په حال کې راغلم ګورم چې موږ ټول یې په څادر او تناو تړلي او په یوه کوټه کې یې زنداني کړي یو.» نوموړې چې هغه صحنه اوس هم ورته تازه ښکاري بیانوي:«د خاوند خوله مې وینې شوې وه، لور او ۵ کلن زوی مې له ډېرې وېرې لړزېدل. نېږدې څلوېښت دقیقې په کوټه کې په وېره او ترهه کې تېرې شوې، چې یو تن یې کوټې ته د ننه شو، ټوپک یې زما د زوی غوږ لاندې ونیوه او ویل یې ژر و وایه پیسې مو چېرته پټې کړې دي؟ نه په فارسي سم پوهېدل او نه یې هم سم خبرې کولی شوای. هر څو مو چې ورته ویل نورې پیسې نشته غوږ یې نه نیوه او بالاخره مېړه مې یې په کشولو کشولو تر سالونه ورساوه او د مرګ تر پولې یې و واهه.»
د بس ګل په وینا غلو یو ساعت په ډاډه زړه ټول کور وکاته او ورسته له کومې لارې چې راغلي و بېرته و وتل«د دروازې کلف یې خلاص کړی وو، دا کار یې دومره په مهارت سره کړی و چې ان د هغو غږ مو هم نه وو اورېدلی.»
طالبانو په وار وار ادعا کړې، چې د دوی په راتګ سره په افغانستان کې امنیت کابو شوی خو هېوادوال په ځانګړې توګه د کابل د لوېدیځ اوسېدونکي دغه ادعاوې دروغ او د جنایتونو د پټولو هڅه بولي چې ورځ تر بلې زیاتېږي.
د کابل ښار اوسېدونکو د طالبانو د امنیتي حوزو مسوولین په کم کارۍ او ان د کابل د ښار په کچه په غلو کې په لاس لرلو تورنوي.
طالبان د وسله والو او واټونو د غلو رسمي شمېرې نه رسنیزې کوي، ډېری داسې موارد شته چې د طالبانو له امنیتي ادارو سره هم ثبت شوې نه دي ځکه چې خلک له څېړنو څخه نا امید دي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی عبدالمتین د وسله والو غلو زیاتوالي ته په نغوتې سره رخشانې رسنۍ ته و ویل:غلې ډېرې زیاتې شوې دي خو امارت هېڅ د خلکو په قصه کې نه دی، په تېره «سلواغې» میاشت کې له یوې کوڅې په یوه شپه کې له شپږو کورونو غلا وشوه هغه هم ۱۸ مې امنیتي حوزې ته نېږدې.»
نوموړي همدارنګه زیاته کړه«یو له نېږدې خپلوانو مې چې په همغه کوڅه کې ژوند کوي خپله د دې پېښو شاهد وو، غله په راحت ډول کورونو ته ننوځي او امارت هېڅ په غلو خبر نه دی، دغه کار یې خلک په شک کې اچوي، چې داسې نه وي دوی خپله ورسره لاس ولري، که داسې نه وي نو څنګه امکان لري، چې غله دې راشي او د دوی تر غوږ لاندې د غلا وکړي او دوی دې پرې خبر هم نه شي.»
عبدالمتین ویلي، چې له دغه پېښې وروسته یې خپلوان اړ شول، چې دا ځای پرېږدي او بل ځای ته کډه وکړي.
۴۹ کلن خان علي هم د کابل په لوېدیځ کې د ناامنیو له زیاتېدو څخه سر ټکوي، هغه د دشت برچي په قلعه نو سیمه کې اوسي او وايي، چې د کب میاشتې په لومړیو کې د ده دوکان هم ولوټل شو.
هغه د دې موضوع په اړه نوره توضیح هم ورکوي وايي:«د شپې درې بجې وې چې څوکیدار راته زنګ وکړ او ویې ویل چې غلو د تا دوکان لوټلی دی زر ځان راورسوه، راغلم چې ګورم د دوکان دروازه خلاصه او مابین یې خالي دی، هغه شپه برېښنا هم نه وه، کمرې هم ګل وې، له حوزې سره مې اړیکه ونیوه او کیسه مې ورته بیان کړه، ویل یې چې نفر در لېږو، د سهار تر اتو بجو پورې انتظار وم تر څو د حوزې کسان راورسېږي، له حوزې پنځه شپږ تنه راغلل او د دوکان له ماتو ښيښو یې انځورونه واخیستل او څوکيدار یې هم له ځان سره بوت.»
خان غلي د خوراکي توکو یوه لویه هټۍ لري او هټۍ یې د کب د میاشتې په ۶ مه نېټه غلو وهلې وه، په دغه غلا کې له سل زره څخه زیاتې افغانۍ غلا شوې«یو لک لس زره نغدې افغانۍ یې ورسره وړې وې، تر اوسه نه له غله کوم خبر شته او نه هم له پیسو. څوکیدار هم بندي دی، په داسې حال کې چې ما رضایت وښود چې خلاص دې شي او ګناه یې هم تر اوسه نه ده ثابته شوې.»
کارپوهان باوري دي، چې بېوزلي او بېکاري په کابل کې د غلاوو د زیاتوالي اصلي لامل پېژندل شوی دی، ځکه ډېری کسان د کاري فرصت او کافي مالي سرچینو نه لرلو له امله غلا ته مخه کوي.
د پوهنتون استاد او ټولنپوه محمد زاهدي وايي د غلاوو زیاتوالی کېدای شي څو لاملونه ولري، چې یو یې هم بېوزلي او بېکاري ده، چې د طالبانو په واکمنۍ کې خورا زیاته شوې، کله چې خلک بې کاره او بېوزله وي، اړ دي، چې غلا او نورو جرمونو ته لاس واچوي.
ښاغلي زاهدي بله عامل د امنیت په ټينګښت کې د طالبانو ناکامي بولي وايي، چې د دغه ډلې ځواکونه خپله په فساد ککړ دي، د امنیت په خوندیتوب او خپلو کاري دندو کې غفلت کوي.
د دغه ټولنپوه په وینا کېدا شي ډېرې غلاوې خپله د طالبانو د کسانو له خوا تر سره شي، ځکه د طالبانو حاکمیت د نړیوال مشروعیت او داخلي منل توب څخه بې برخې دی او نړیواله ټولنه یې په رسمیت نه پېژني او نړیوالې مرستې پرې بندې شوې دي، چې په پایله کې یې طالبان د خپلو ځواکونو د تنخوا برابرولو څخه عاجز دي او دې ځواکونو غلا، رشوت او فساد ته مخه کړې ده.







