د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

له مبارزې وېره (لومړۍ برخه)

۲ زمری ۱۴۰۴
له مبارزې وېره (لومړۍ برخه)

Photo: AFP

۱۴۰۴ کال په داسې حال کې راورسېد چې په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ څخه نږدې څلور کاله په تېرېدو دي، که چېرې د دې حکومت شتون د خلکو د مختلفو ډلو لپاره بېلا بېلې ماناوې لري، نو د ښځو لپاره دا د «مطلق شر» واکمنۍ مانا لري. په هرصورت مسله دا نه ده چې «مطلق شر» څنګه په ټولنه کې د نږدې څلورو کلونو لپاره واکمن شو، اصلي مسله دا ده چې ټولې نښې نښانې ښیي چې دا واکمني د ټولو هغو شرونو سره چې په داخلي او بهرني ډول څرګندیږي دوام به وکړي او په ټولنه کې هېڅ داسې مقاومت نه تر سترګو کېږي، چې د هغې تنې ته کلک ګوزار ورکړي.

دا وضعیت باید د ښځو لپاره په ډېرو لارو فکر کولو وړ وي، په ځانګړې توګه د دې په اړه چې ایا د دې «مطلق شر» سره د مبارزې اوسني بڼې او طریقې اغېزمنې دي. د وخت تېریدل موږ ته څه درس راکوي او که دا وضعیت د بل کال یا څو کلونو لپاره دوام وکړي، زموږ د ټولنې، کلتور، ټولنیز او سیاسي تاریخ لپاره به څه پایلې ولري او دا به د افغانستان ښځې په کوم موقعیت کې ځای پر ځای کړي.

په دې لنډه لیکنه کې د ټولو اړخونو رانغاړل ستونزمن کار دی، خو د اوسني وضعیت د روښانه پوهاوي ترلاسه کولو لپاره ښه به وي ځینې هغه انګېرنې وڅېړو چې تر اوسه پورې د ښځو د مبارزې پر بنسټ ولاړې دي او په کولو سره یې ځینې هغه وېرې له منځه یوسو چې دغه مبارزه یې ځپلې ده.

لومړی – دا هیلي چې افغان ښځې د نړیوالې ټولنې لپاره لومړیتوب لري

که څه هم د ښځو فعالیت په افغانستان کې د ننه او بهر په بېلابېلو ځایونو کې شتون لري خو د بدلون لپاره د ښځو د مبارزو بنسټ اکثرا له افغانستانه بهر او په لوېدیځو هېوادونو کې دی. دا مبارزې د نورو هڅو سربېره ډېری وختونه د لوېدیځو هېوادونو په دهلېزونو، سالونونو او ډیپلوماتیکو کړیو او ځایونو کې ترسره شوې، د دې انګیرنې یا شک سره چې بشري حقونه او د ښځو مسلې د دې هېوادونو لپاره لومړیتوب لري او په دې دهلیزونو او کړی کې د وکالت له لارې لوېدیځ حکومتونه اړ ایستل کېدی شي چې د طالبانو په وړاندې اغېزمن ګامونه پورته کړي او په افغانستان کې د ښځو د حقونو دفاع وکړي.

دا انګیرنه یقینا د کابل د سقوط په لومړیو ورځو کې بې بنسټه نه وې، د افغانستان سره د لوېدیځو هېوادونو تړاو او هغه ګټې چې دوی په کې تصور کولې، د دوی په رواني او د دې ټولنو د عامه نظر ژوره اغېزه کړې وه، خو له هغه وخت نږدې څلور کاله تېر شوي، په دې څلورو کلونو کې لوېدیځې نړۍ لوی او د پام وړ بدلونونه تجربه کړي دي.

په امریکا کې واک ته د ډونالډ ټرمپ رسېدو لوېدیځه نړۍ په ژوره توګه په هغو مسلو کې ښکیل کړ چې پخوا لومړیتوب نه وو، ټولنیزې-سیاسي شخړې، اقتصادي بحرانونه، اقتصادي او نظامي ځواک ته لومړیتوب ورکولو عامه نظر او د حکومتونو تمرکز په داسې لوري بدل کړی چې د افغانستان په څېر هېوادونو کې د بشري حقونو او ښځو مسلې په لویه کچه څنډې ته شوې او ان ویل کېدای شي، چې سمبولیک ارزښت هم نه لري.

دا تصور چې د ۲۰۲۵ کال نړۍ به د ۲۰۲۱ کال په څېر وي، له یوه هیلې پرته بل څه نه وی. د بې کارۍ بحران، د اقتصادي رکود خطر، د تعرفو جګړه، د ښي اړخو غورځنګونو راپورته کېدل، د اروپا انزوا او د روسیې او چین ګواښ لوېدیځ حکومتونه په کورنیو مسلو کې خورا ښکېل کړي دي، اقتصادي وده او د کورنیو بحرانونو کنټرول اوس د دې حکومتونو لومړیتوبونه دي، د دې بدلونونو له پامه غورځول او دا فرض کول چې نن ورځ نړۍ د څلورو کلونو د مخه په څېر ده او نړیوال لومړیتوبونه نه دي بدل شوي د ویجاړونکي وهم او ځان دوکه کولو لامل کېږي. د دې وهمونو له منځه وړل او د بدل شوي واقعیتونو پوهېدل د دې وهم څخه د ځان خلاصولو لپاره اړین دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د ښځو په اړه د پوهاوي کمپاین، د ښځې ځپلو چلندونو جدول (څلورمه برخه)

د ښځو په اړه د پوهاوي کمپاین، د ښځې ځپوونکو چلندونو او باورو جدول (درېیمه برخه)

دویم – د ښځو د غوښتونو لپاره د طالبانو د سیاسي مخالف ځواکونو د ملاتړ وېره

په تېرو درې نیمو کلونو کې د طالبانو سره د مخالفت لپاره سیاسي هڅې په ځانګړې توګه د افغانستان څخه د باندې تر سره شوې دي، په دغه هڅو کې د ښځو مسایل د شعار په توګه مطرح شوې دي، خو واقعیت دا دی، چې په دغه ډېری هڅو کې د ښځو مسایل د کار توکو په توګه حیثیت درلود، د طالبانو سیاسي مخالفو ځواکونو په پراخه کچه هڅه کړې چې د ښځو د غوښتنو اخلاقي ملاتړ د خپلو ګټو لپاره د ښځو د مسلو په راپورته کولو سره ترلاسه کړي، پرته له دې چې په حقیقت کې د ښځو په استازیتوب کوم اقدام وکړي.

له دې حقیقت هاخوا چې د طالبانو مخالفین یو ګډ سیاسي چتر نه لري او په سیاسي ډګر کې ډېر اغېزمن نه دي، د ښځو د غوښتنو او مطالباتو د دریدو لپاره جدي اراده نشته. هغه څه چې دوی په دې موده کې کړي دي دا دي چې په خپلو ټولنو کې د ښځو شتون وښيي ترڅو وښيي چې دوی د طالبانو په څېر د ښځو مخالف نه دي.

د ښځو د غوښتنو ملاتړ کول سره له دې چې د دوی په وړاندې ټول ظلم او تبعیض شتون لري، یوازې د دې نندارو څخه ډېر څه ته اړتیا لري. د ښځو سره یووالي او پیوستون مبارزې، مقاومت او لګښت ته اړتیا لري؛ د «ښځې، ژوند، آزادۍ» غورځنګ په څېر یو څه چېرې چې نارینه او سیاسي ځواکونه د ښځو د حقونو د دفاع لپاره راټولېږي، مبارزه کوي او تر مرګه جنګېږي او کارنامې کوي.

د سیاسي ډلو او غورځنګونو په غونډو کې د ښځو شتون بده خبره نه ده. خو که داسې فکر وشي چې دا خوځښتونه او ورسره همغږي به د ښځو غوښتنو او مبارزو ته په جدي توګه وده ورکړي نو دا یوه وېر ده. دا ډول وهم د مبارزې لپاره د ښځو انرژي ضایع کوي او د فعالیت او د ځواک د تمرکز وړتیا له منځه وړي. «مطلق شر» واکمنه ټولنه دومره بده ده چې د دې ډول اقداماتو له لارې ماتې وخوري. ښځې یووالي او جدي تمرکز ته اړتیا لري او د بې اغېزې سیاسي ځواکونو د متحرک کولو پر ځای، دوی باید خپله انرژي په ټولنیز تحرک او د ټولنې او عامو خلکو ملاتړ راجلبولو مصرف کړي.

درېیم – د نندارې له لارې د مبارزې هیله

د سړکونو د لاریونونو له ځپلو وروسته، دا د ښځو لپاره دود ګرځیدلی چې په تړلو ځایونو کې راټول شي، بیانونه ولیکي، شعارونه ورکړي، عکسونه او ویډیوګانې واخلي او په ځینو مواردو کې د طالبانو ضد لاریونونه وکړي، په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې د دې انځورونو خپرولو د لاریون د چلند د دې نمونې په خپرولو کې مرسته کړې او دا وهم یې غوړولی دی چې دا کړنې کولی شي د اوسني وضعیت د ښځو پر وړاندې د کرکې او بې ثباتۍ سره مقاومت وکړي.

په داسې یو حالت کې چې د طالبانو حکومت د زرګونو امربالمعروف مامورینو، ظالمو امنیتي ځواکونو، د جومات ملایانو او حکومتي تبلیغاتي وسایلو سره په دوامداره توګه له ټولنې څخه ښځې حذفوي، دا ډول اقدامات نه یوازې د وضعیت په بدلون کې هېڅ اغېزه نه لري، بلکې د مبارزې لپاره پټه او ځپل شوې انرژي د ډراماتیک عملونو په لور بیايي. ډراماتیک عملونه کولی شي نسبي اغېزه ولري کله چې د مبارزې عملي جریان په ټولنه کې فعال وي او د اوسني حالت په وړاندې مقاومت د مجازي فضا او ننداریزه غونډو څخه هاخوا وي.

په ټولنه کې د داسې جریان پرته ننداریز چلندونه د مقاومت غلط تاثر رامنځته کوي او په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې د دې غلط مقاومت استازیتوب د نرگسیت، نندارې او د مبارزې وهم یوه دوره رامنځته کوي. په اوسني حالت کې، د ښځو اصلي مسله یوازې سیاست او سیاسي غوښتنې نه دي. له ټولنې څخه د ښځو ایستل، له یوې خوا، په ټولنه کې د «ښځو انسانیت» تر پوښتنې لاندې راوستی، او له بلې خوا، د ښځو خاموش وژنې او د دوی کلتوري نسل وژنې لامل شوی.

د ماسټرۍ کچې زده کړې یوې خوا ته پرېښودل، د ښځو لپاره د تعلیمي ادارو درې کاله تړل کیدو لږترلږه درې نسلونه د منځني ښوونځي، لیسې او لیسانس په دریو کچو کې د زده کړې له ډګر څخه په بشپړ ډول محرومې کړې دي. په دې دریو کلونو کې که سلګونه زره نه وي، لږترلږه لسګونه زره نجونې به له دې هرې کچې څخه فارغې شوې وای. له دې کچو څخه د دوی ایستل یو بشپړ «کلتوري نسل وژنه» ده.

د طبي زده کړو څخه د ښځو محرومیت، د مرستو بندول، د کور څخه د ښځو د وتلو محدودیتونه په عمل کې د ډېرو ښځو د مړینې په ځانګړې توګه په کلیوالي سیمو کې لامل شوي. له دې هاخوا په ټولنه کې اقتصادي بحران په کور کې په تاوتریخوالي بدل شوی، چې ښځې یې اصلي قربانیانې دي. په ټولنه کې د وژنې او خاموش تاوتریخوالي دا څپه چې غږ یې هېڅوک نه اوري او ابعاد یې هېڅوک نه ګوري، د تماشې سره نه مبارزه نه شي کېدای.

د ښځو نسل وژنې له دریو کلونو وروسته ژور او وحشتناک اړخونه خپل کړي دي او د هرې ورځې په تېرېدو سره ډېر دردناک او مهم کېږي. د دې وضعیت سره مبارزه داسې کړنلارو او اقداماتو ته اړتیا لري چې که په وضعیت کې بدلون نه راولي، لږترلږه د دې خاموش وژنې او نسل وژنې په ځینو اړخونو رڼا واچوي.

د هغه څه په رڼا کې چې ویل شوي، راتلونکی یادښت به د مبارزې په بڼو او نویو کړنلارو کې د بدلون اړتیا ته اشاره وکړي.

اړوندې لیکنې

د ښځو په اړه د پوهاوی کمپاین، آیا زه ښځه ځپوونکی یم؟ (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

د ښځو په اړه د پوهاوی کمپاین، آیا زه ښځه ځپوونکی یم؟ (دویمه برخه)

۱۵ كب ۱۴۰۴
د ښځو په اړه د پوهاوی کمپاین (لومړۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

د ښځو په اړه د پوهاوی کمپاین (لومړۍ برخه)

۱۳ كب ۱۴۰۴
جګړه ښځینه څېره لري
دسته‌بندی نشده

جګړه ښځینه څېره لري

۵ سلواغه ۱۴۰۴
د یوه ژوند کیسه، له پوهنتونه زما د خور شمسیې د فراغېدو په مناسب
دسته‌بندی نشده

د یوه ژوند کیسه، له پوهنتونه زما د خور شمسیې د فراغېدو په مناسب

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴
افغانستان کې د بشري حقونو د اعلامیې په وړاندې د جګړې اعلان
دسته‌بندی نشده

افغانستان کې د بشري حقونو د اعلامیې په وړاندې د جګړې اعلان

۲۰ ليندۍ ۱۴۰۴
د جنسیت پر بنسټ د ښځو ځورونه؛ اقتصادي فرصتونو او مدني قوانینو ته د لاسرسي برابري (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

د جنسیت پر بنسټ د ښځو ځورونه؛ اقتصادي فرصتونو او مدني قوانینو ته د لاسرسي برابري (وروستۍ برخه)

۵ ليندۍ ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه