حوا جوادي
عراق کې د قومي پاکونې دوسیه
په ۱۹۶۸ کال کې، کله چې بعث ګوند عراق کې واک ته ورسېد، د انقلابي شورا قومانداني Revolutionary Command Council یې جوړه کړه، یوه داسې شورا چې د نورو امنیتي- پوځي اقداماتو ترڅنګ یې په سمدستي توګه د عراق د خاورې د سیستماتیک او منظم «تعریب» یا «عربي کول» له یوه نارسمي سیاست څخه د دولت رسمي پالیسۍ ته واړول. دې شورا له ځنډ پرته د مخکنیو بنسټونو تر ځنډولو وروسته، د داسې امرونو او فرمانونو په صادرولو لاس پورې کړ، چې موخه یې له غیرو اعرابو د مالکیت اخیستل او کډوالو اعرابو ته لېږدول وو، هغه ډله چې له هغو د «راغلو کسانو» نوم یادېږي.
د انقلابي شورا قوماندانۍ سلګونه فرمانونه او موصوبې له هغې جملې ۳۶۹ مه او ۱۴۶۹ شمېر مصوبه صادره کړه. د دې فرمانونو او پرېکړو له مخې د کردانو او تورکمنانو سلګونه هکتاره خاصل خېزه یا نفت لرونکې ځمکې په کرکوک، دوزخورماتو، خانقین او جلولا کې د دولت په نوم مصادره او وروسته عرب ګډوالو ته وسپارل شوې.
دولت په کرد، تورکمن او آشوری مېشتو سیمو کې اداري واحدونه، له هغې جملې د ولایتونو پولې له سره تعریف کړې. د نفتو له پلوه د بډایه خو کرد او تورکمن میشتی ولایت یې د « التأمیم» د نفتو ملي کول، په نوم بدل کړ. د دې ولایت د وګړو د جوړښتي بدلون لپاره یې د کردانو او ترکمنانو ډېری سیمې له هغوی بېلې او له ګاونډیو ولایتونو سره یې یو ځای کړې.
بعث ګوند ان پر دې هم بسنه ونه کړه. په ۱۹۸۰ کې یو کال وروسته له هغې، چې صدام حسین په رسمي توګه د عراق ولسمشر شو «د ملیت د سمون Nationality Correction» قانون یې تصویب کړ. د دې قانون پر بنسټ، کرد، تورکمن او آشوری قومونه اړ کېدل، داسې فورمې لاسلیک کړي، چې په هغې کې خپل هویت «عرب» اعلان کړي.
له هغه کسانو چې د دې فورمو له ډکولو او لاسلیکولو یې سرغړونه کوله، د ملګ د پېر او پلور حق سلب کېده. له دندو او دولتي بنسټونو ایستل کېدل او په ډېری مواردو کې دې ته اړویستل کېدل، چې سیمه پرېږدي. د همدې قانون سربېره، غیر عرب قومونو حق نه درلود، چې خپل کورونه او ملکیتونه په کردانو، تورکمنانو او آشور یانو وپلوري او یوازې یې کولای شوای خپل ملکیتونه عرب کډوالو ته انتقال کړي.
د بشري حقونو د څار ډلې د تحقیقي راپورونو له مخې د اویایمې لسیزې په وروستیو کې لږ تر لږه ۲۵۰ زره کردان، ترکمنان او آشوریان د عراق د شمال پراخه سیمو کې له خپلو کورونو او ملکیتونو څخه په زور وشړل شول، له خانقین ولایت څخه چې د ایران سره په اوږدو کې پروت دی بیا تر سنجار ولایت پورې چې له سوریې او ترکیې سره ګډه پوله لري.
د دې کسانو د مالکیت اسناد غیر معتبر اعلان شول او پر ځای یې عرب کوچیانو ته چې الجزایر په دښته کې یې ژوند کاوه، مېشت ځایونه ورکړل شول.
د بعث ګوند د قومي پاکونې سیاست دلته هم ونه درېد. په کال ۱۹۸۸ کې د صدام حسین په مشرۍ د عراق حکومت د انفال عملیات په لاره واچول. دا عملیات د غیر عرب قومونو د بشپړه له منځه وړلو په موخه په لار واچول شول او لږ تر لږه ۶ میاشتې (د ۱۹۸۸ له فبرورۍ تر سپټمبر پورې) وغځېدل. د قربانیانو، وژل شویو او ورکو کسانو کره شمېره لا تر اوسه نه ده معلومه. ګڼ شمېر له شمال څخه جنوب ته ولېږدول شول او د بصرې په څېر ولایتونو کې ژوند ښځ کړای شول. حکومت د قتل عام اسناد له منځه یوړل، تر څو وروسته د جنایتونو تر سره کېدو او په محکمو کې د هغو د احتمالي څېړلو لپاره کوم شواهد پاتې نه شي.
د عراق او کردستان د جنايي جرمونو سترې محکمې د وژل شویو او ورکو شویو کسانو په ګډون د ټولو قربانیانو شمېر د ۱۰۰ تر ۱۸۲ زره پورې اعلان کړی دی. د بشري حقونو د څار سازمان هم د قربانیانو شمېر تر ۱۰۰ زره پورې اټکل کړی دي. ډېری قربانیان یې ملکي وګړي، هغه ښځې او ماشومان جوړوي، چې د غیر عرب مېشتو سیمو راټول کړای شوي او د مرګ کمپونونو ته وړل شوي.
په هغو ۸ پړاونو کې چې د انفال عملیات په کې تر سره شول، پراخ زیانونه غیر عرب مېشتو سیمو ته ورسېدل. د بشري حقونو د څار ډلې د څېړنو له مخې، د ۴۰۰۰ تر ۴۵۰۰ کلي په بشپړه توګه له خاورو سره خاورې شول. شاوخوا ۳۰ تر ۴۰ پورې ښارونه او ښارګوټي، په بشپړه توګه یا یې لویه برخه په بلډوزرو، ټانګونو او مهندسي شویو چاودنو ویجاړ کړل شول. [i]
په همدې راپور کې راغلي، چې له ۳ زره زیات جوماتونه او سلګونه کلیساوې هم ویجاړې شوې. څاګانې او کارېزونه په کانګرېټو ډک او کروندې تر ډېره وسوځول شوې. د انفال عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته، هغه بې ځایه شوي کسان چې له قتل عام روغ وتلي وو، اجازه یې تر لاسه نه کړه، چې خپلو ویجاړ شویو کلیو او سیمو ته بېرته ولاړ شي. حکومت د کردانو، تورکمنانو او آشوریانو د مالکیت اسناد باطل اعلان کړل.
برما کې د روهینګیا د پاکولو دوسیه
په معاصر تاریخ کې عراق یوازینۍ بېلګه نه ده، چې د قومي پاکونې شاهد دی. برما کې د روهینګیا برخلیک بله بېلګه ده، چې د ۲۱ مې پېړۍ په دویمه لسیزه کې رامنځ ته شوې او لا یې هم دوسیه پرانستې ده.
د برما هېواد په لوېدیځ، د بنګال خلیج په اوږدو کې، د راخین ایالت د یوه قوم د اوسېدو ځای دی، چې د هغې مذهب له نور اکثریت بودايي مذهب سره توپیر لري. روهینګیانان مسلمان دي. هغوی پېړۍ پېړۍ په دې ایالت کې ژوند کوي. خو په کال ۱۹۸۲ کال کې، کله چې نظامي حکومت د «تابعیت قانون» تصویب کړ، د روهینګیا قوم نوم د هېواد د ۱۳۵ قومي او رسمي ډلو په منځه کې نه وو.
یو ځل یوه لویه قومي ډله، چې سلګونه زره وګړي یې درلودل، تابعیت ترې واخستل شو او له خپلو لومړنیو حقونو، لکه زده کړه، روغتیا، مالکیت او تګ رتګ له آزادۍ څخه محروم شول.
هغوی د قانون د حکم له مخې، د قانون له چوکاټه د باندې وشړل شول او په یوه شپه په نړۍ کې د یوې لویې دولت نه لرونکې ډلې «stateless» په توګه بدل شول.
د تابعیت قانون تصویب، البته چې له پراخ نظامي تاوتریخوالي سره مل نه وو. روهینګیایانو کولی شوای په راخین ولایت کې پاتې شي او ژوند وکړي، خو د هېواد نورو ټولو برخو ته د تګ راتګ حق ترې واخیستل شو او د دوی لپاره دا ممکنه نه وه، چې د روهینګیا په نوم د پاسپورټونو په ګډون اسناد د دولت له خدماتو تر لاسه کړي.
البته د غمیزو او ناوړه پېښو بوی له همغه وخته تر سپږمو کېږي. تر دې چې دې پتو شخړو په ۲۰۱۲ کال کې خپل ځای ښکاره تاوتریخوالي ته پرېښود.
د یوې بودايي ښځې وژنه هغه سپرمېغی شو، چې د روهینګیا مسلمان قومي – مذهبي لږکي پر وړاندط یې د بودیانو د پخوانی او پټې غوسې اور بل کړ. د بودایانو غچ اخیستونکي بریادونه د سلګونه زره کسانو په وژل کېدو، د کلیو په ړنکولو او د ۱۲۰ زره څخه زیاتو یوهینګیایانو په کډه کولو تمام شول. د نړیوالو فشارونو له امله، دولت مداخلې کولو ته اړ شو او شخړې یې د لنډ وخت لپاره کمې کړې.
خو د ۲۰۱۷ کال په اوړي کې وروسته له هغې، چې په روهینګیایانو پورې یوې تړلې وسله والې ډلې د دولتي ځواکونو په څو پوستو بریدونه وکړل، هغه پلمه چې له اوږدې مودې یې د ګام اخیستو لپاره انتظار کېده برابره شوه. د برما دولت او پوځ د ملي حاکمیت د دفاع په پلمه د ترهګرو د ځپلو او له بلواګرو د دفاع په موخه پراخ عملیات پیل کړل، چې په پایله کې یې په معاصر تاریخ کې تر ټولو بې رحمه «قوم پاکونه» رامنځ ته شوه.
د دې بریدونو د قربانیانو کره شمېره تر اوسه معلومه نه ده. د بې پولې ډاکترانو د شمېرو له مخې، یوازې د ۲۰۱۷ کال د اګست له ۲۵ مې د سپټمبر تر ۲۴ مې پورې، لږ تر لږه ۹۴۰۰ تنه روهینګیایان و وژل شول. تر ډېره وژل شوي کسان ملکي وګړي وو، چې د برما د پوځ او بودايي وسله والو ډلو له خوا و وژل شول. [ii]
د ملګرو ملتونو د حقیقت موندونکي پلاوی د راپور له مخې، چې په راخین ایالت کې د روهینګیايي مسلمانانو په وړاندې پر ښځو د جنسي او ډلیزه تېرو ډېرې پېښې رامنځ ته شوې.
په دې راپور کې، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې شوی دی، د روهینګیا اړود لږ تر لږه ۴۰ زره او ۶۰۰ ودانۍ ونړول شوې. په دې منځ کې د ۴۱۶ په شمېر مېشت ځایونه او کلي په بشپړه توګه ویجاړ شول او یا له ۹۰ سلنې زیات په داسې ډول کنډواله شول، چې نور د اوسېدو وړ نه دي. [iii]
د بشري حقونو د څار سازمان له خوا چمتو شوي د سپوږمکۍ انځورونه، د روهینګیا د ۳۵۴ کلیو ویجاړول او سوځول ښيي. په ټول کې د روهینګیا لوی اکثریت له خپلو کورونو، ښارونو او کلیو وشړل شول او له یو میلیون زیات کسان د بنګال خلیج څخه په تېرېدو سره، ځانونه بنګله دېش ته ورسول او هلته یې پناه واخیسته.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د روهینګیا قومي پاکونه د نسل وژنې بېلګه اعلان کړه او د دې جنایت د هر اړخیزه څېړلو لپاره یې یو ځانګړی پلاوی وټاکه.
د هغه نظامي مشرانو د محکمې لپاره چې په دې بې رحمه وژنه کې یې رول درلود، د جرمونو په نړیواله محکمه کې دوسیه پرانستل شوه. لا هم په برما کې نظامي حکومت په واک کې دی او د روهینګیا کډوال نه دي توانېدلي، چې خپلو کورونو، سیمو، کلیو او مېشت ځایونو ته بېرته وګرځي.
په دې ځای کې په لنډه توګه د «قومي پاکونې» دوه دوسیو ته کتنه شوې ده. د قومي پاکونو بېلګې ډېرې دي. له روانډا نیولې تر سوډان، کانګو، بوسنیا، غزې او ان د لبنان تر سویلې پورې، هغه نورې بېلګې دي، چې هلته قومي پاکونه عملي شوې ده.
قومي پاکونه څه ځانګړنې لري؟ یو جرم باید څه ځانګړتیاوې ولري تر څو هغه قومي پاکونه وګڼو؟ او تر ټولو مهمه دا چې، آیا طالبان په افغانستان کې قومي پاکونه کوي؟ په کومه کچه؟ نښې یې څه دي؟ او څنګه کولی شو د قومي پاکونې مخنیوی وکړو او هغه کسان چې تر سره کوي یې څه ډول محاکمه او سزا ورکړو؟
دې پوښتنو ته به راتلونکو یاداښتونو کې ځواب ورکړل شي.
[1] https://repository.law.umich.edu/mjil/vol30/iss2/2/
[2] https://www.hrw.org/report/2004/08/02/claims-conflict/reversing-ethnic-cleansing-northern-iraq
[3] https://www.msf.org/myanmarbangladesh-msf-surveys-estimate-least-6700-rohingya-were-killed-during-attacks-myanmar
[4] https://www.ohchr.org/en/hr-bodies/hrc/myanmar-ffm/report-hr-c42th-session
[5] https://www.hrw.org/news/2017/12/18/burma-40-rohingya-villages-burned-october







