حوا جوادي
ځانګړنې او ځانګړتیاوې
قومي پاکونه (ethnic cleansing) په نړیوالو قوانینو او نړیوالو حقونو کې د یوه ځانګړي او بېل جرم په توګه نه ده تعریف شوې، بلکې د «بشریت ضد جرم» تر مفهوم لاندې طبقه بندي کېږي. په نویمه میلادي پېړۍ کې، کله چې بالکان کې قومي- مذهبي جګړو زور وموند، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک په تصویب سره د حقوقي کارپوهانو ۷۸۰ ډلې وګمارلې تر څو بوسنیا کې د تر سره شویو جنایتونو په اړه پلټنې وکړي.
د کارپوهانو دې ډلې له پراخو څېړنو وروسته ادعا وکړه، چې صربیانو په بوسنیا کې په «قومي پاکونې» لاس پورې کړی دی. هغوی په یوه راپور کې چې امنیت شورا ته یې وړاندې کړ، قومي پاکونه په دې ډول تعریف کړه:
د یوې قومي یا مذهبي ډلې قصدي سیاستونه چې د بلې ډلې ملکي وګړي د یوې ځانګړې جغرافیې سیمې څخه د تاوتریخوالي کړنلارو په کارولو او وېرې اچولو سره له منځه یوسي.
له هغه نېټې وروسته، قومي پاکونه د بشري حقونو ادبیاتو ته د ننه شوه، خو دا د «نسل وژنې»، «جنګي جنایت» او «د بشريت په وړاندې جرم» په څېر مفاهیمو کې څېړل کېږي. په دې سره دا مفهوم د عناصرو، ځانګړتیاوو او ځانګړنو لرونکی دی، چې هغه د بشريت په وړاندې جرمونو له ټولو هغو څخه ځانګړی کوي. د «بشریت پر ضد جرمونو» تر عمومي چتر لاندې د نسل وژنې ساتل، کولی شي د هغو جرمونو اړخونه پټ کاندي، چې په دې موده کې تر سره شوي دي.
د همدې لپاره مهمه ده، دا عناصر او ځانګړنې په دقت سره وڅېړل شي، تر څو پوه شو چې ولې «قومي پاکونه» د یوې جلا کټګورۍ په توګه مهم ده، دا جرم څه ډول رامنځ ته کېږي او د مخنیوي او سزا لپاره یې باید کوم تدابیر ونیول شي.
لومړی – ځمکه
په هغه تعریف کې چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو وړاندې کړی «ځمکه» Territory د هغو یو له اصلي عناصرو څخه ده. له همدې امله قومي پاکونه هغه مهال رامنځ ته کېږي، چې یوه ډله غواړي یوه مشخصه ځمکه او جغرافیه له یوې بلې قومي یا مذهبي ډلې پاکه کړي. لکه هغه څه چې په عراق کې د کردانو، ترکمنانو او اشوریانو په وړاندې تر سره شول، یا هغه اقدامات چې په برما کې حکومت د روهینیایانو په وړاندې په لاس کې ونیول.
هغه اصلي سیاست چې په دې لار کې تر سره کېږي، له هغې ځمکې چې د دوی په ولکه کې ده، د قربانیانو کډه کول دي. له خپلو ځمکو د قربانیانو کډه کولو لپاره بېلا بېلې لارې ګودرې شتون لري او په تاریخي تجربو کې د دې کړنلارو ترکیب ډېری وختونه د قومي پاکونې لپاره کارول شوی دی.
د قانوني چوکاټونو برابرول
تر ټولو مهم څه چې د قربانیانو د کډه کولو لپاره کارول کېږي، د هغو قوانینو تصویب دی، چې د هغې په چوکاټ کې د قربانیانو د ملکیتونو او ځمکو ملکیت غیرقانوني اعلان او ملکیت یې ترې واخیستل شي. په عراق کې د بعث ګوند د «ملیت د سمون» قانون په تصویبولو سره، د کردانو، ترکمنانو او آشوریانو د ایستلو لپاره لار هواره کړه. برما کې هم د «تابعیت قانون» په تصویب او له هغه څخه د روهینیایانو د قومي ډلو حذفولو سره دا قومي – مذهبي ډله په عمل کې له تابعیت څخه بې برخې او غیرقانوني اعلان شوه.
د دې ټول قوانینو تصویبول واکمنې ډلې ته دا اجازه ورکوي، تر څو د قانون پلي کولو په پلمه د قربانیانو ملکیتونه، پانګې او ځمکې مشروع وښيي. په دې ځای کې قانون هغه وسیله ده، چې د تاوتریخوالي د پلي کولو او قومي ځای پر ځای کولو لارې او په پای کې چاڼ د حکومت په واک کې ورکوي. دا ډول قوانین ان د سیاسي نظامونو له بدلون وروسته هم د مسلطو قومي – مذهبي ډلو له خوا د قربانیانو د ځمکو او سیمو لاندې کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي.
په افغانستان کې د دې بېلګه، د تاریخي په بېلا بېلو پړاونو په ځانګړې توګه د عبدالرحمن په دوره کې پښتنو ته د هزاره ګانو د ځمکو په واک کې ورکول دي. د هزاره ګانو د ملکیتونو لغوه کول او پښتون توکمه کوچي قبایلو ته د هغوی د ځمکو ورکول، هغه سیاست دی، چې له عبدالرحمن وروسته بېلا بېلو دورو کې یې هم دوام کړی دی. د هزاره ګانو او پښتون توکمه کوچیانو تر منځ هر کال شخړه په همدې سیاست کې ريښه لري.
دا موضوع به په راتلونکو یاداښتونو کې په تفصیل سره وڅېړل شي.
دویم – وحشت رامنځ ته کول او په تاوتریخوالي تکیه
د قوانینو تصویب او په ښکاره د قانوني چوکاټونو جوړول د قومي پاکونې یوازینۍ لار نه ده. بلکې په هغو تاریخي شرایطو پورې تړلې، چې په ټولنه کې ځای دي، په ډېری مواردو کې د وېرولو او تاوتریخوالي نورې طریقې هم کارول کېږي، تر څو وېره او وحشت رامنځ ته کړي او د قربانیانو لپاره ژوند تریخ او د نه منلو وړ کړي.
د موخې وړ ډلې عامه او ډلییزه وژنه یوه بله کړنلاره ده، چې په پای کې د قومي پاکونې لپاره ترې کار اخیستل کېږي. عراق کې د انفال عملیاتو پر مهال چې لږ تر لږه ۶ میاشتې یې دوام وکړ، له ۱۰۰ زره زیات کردان، ترکمنان او آشوریان و وژل شول. په برما کې د روهنیایانو عام وژنه هم په همدې موخه تر سره شوه.
د ټول وژنې تر څنګ د «سوځېدلې ځمکې» سیاست بله تګلاره ده، چې د قومي پاکونې لپاره کارول کېږي. د دې تګلارې په پلي کولو سرهو د قربانیانو ملکیتونه، کورونه، استوګنځایونه، سیمې او کروندې سوځول کېږي او یا یې په بشپړه توګه ویجاړوي. د «سوځېدلې ځمکې» سیاست پلي کولو د دې لباره دي، چې د قربانیانو لپاره د ژوند کولو طبیعي چوکاټونه له منځه یوسي تر څو هغوی د دې په ترڅ کې کډوالۍ ته اړ شي.
په ښځو جنسي تېری، د قربانیانو سیستماتیک وهل ټکول، د هغوی سپکاوی، د مذهبي او کلتوري بنسټونو نړیوال، د ډلییزو سزاوو پلي کول، لکه اقتصادي کلابندي او اوبو او خوړو ته نه پرېښودل، نورې هغه تګلارې دي، چې د قربانیانو د کډه کولو لپاره ترې کار اخیستل کېږي. د دې تګلارو ترکیب په عملي توګه قربانیانو ته ژوند غیر ممکنوي.
درېیم- سیستماتیک پلان او پروګرام
د جګړې په جریان کې «قومي پاکونه» کومه څنډې ته کړای شوې او غیر قصدي پېښه نه ده، بلکې د یوه سیستماتیک او پروګرام کړای شوي سیاست پایله ده، چې له یوې مشخصې جغرافیې څخه د یوې قومي یا مذهبي ډلې د حذفولو یا بشپړه پاکولو لپاره رامنځ ته کېږي. قومي پاکونه لکه څومره چې د جګړې په جریان او له جګړې وروسته شرایطو کې تر سره شي، کېدای شي په همغه کچه په عادي شرایطو کې هم عملي شي. اصلي مسله دا ده، چې د یوې قومي یا مذهبي ډلې د خپلو ځمکو څخه د شړلو او د هغوی د ملکیتونو، ځمکو او مېشت ځایونو د نیولو لپاره یوه پلان شوې ستراتېژي شتون لري. ان جګړه لا د دې ستراتېژۍ یوه برخه کېدای شي.
چهارم – تغییر بافت دموگرافیک و جمعیتی
د قومي پاکونې اصلي موخه په یوه هېواد یا جغرافیه کې د وګړو د جوړښت بدلون دی، له یوې اراضۍ څخه د یوې قومي ډلې شړل او پر ځای یې د بلې قومي ډلې ځای پر ځای کول دي. د دې په پایله کې باید یوه یا څو قومي یا مذهبي ډلې له خپلو ځمکو او اراضیو وژل شي. د بېلګې په توګه، په عراق کې کردان، ترکمنان او آشوریان، په برما کې روهینیایان، په لوېدیځه غاړه کې عربان، غزه او سویلي لبنان، بوسنیا کې بوسنیایان، په افغانستان کې هزاره ګان او شیعه ګان. هغه تګلارې او وسیلې چې یادې شوې د دې لپاره کارول کېږي، چې قربانیان له خپلو سیمو وځي او بالاخره د واکمنې ډلې خلک له خپلو ځمکو بې ځایه شي.
یو جنایت څه وخت «قومي پاکونه» بلل کېدای شي؟
سره له دې، چې په نړیوالو تړونونو او کنوانسیونونو، لکه د روم په اساسنامه یا کنوانسیون کې قومي پاکونه د جلا جرم په توګه نه ده په ګوته شوې، خو حقوقي کارپوهانو او نړیوالو محکمو د دې مفهوم سره سم د جرم لپاره حدونه او معیارونه ټاکلي دي. له همدې امله یو جرم باید له د «قومي پاکونې» په توګه د پېژندلو لپاره له دریو حدونو تېر شي. دا درې حدونه دا دي: د قربانیانو په وړاندې د تاوتریخوالي عملونه، تر څو دوی له خپلو ځمکو وباسي، د یوې سیمې د نفوس جوړښت بدلولو اراده او د قربانیانو سیستماتیک جبري بې ځایه کول.
په پایله کې قومي پاکونه هغه مهال پلي کېدای شي، چې د زور کډه کول، وژنې، د زغم نه وړ شرایطو رامنځ ته کولو او د یوې ځانګړې قومي یا مذهبي ډلې د ځمکې خالي کولو په موخه پلان شوی او سیستماتیک جبر او تاوتریخوالی په کار واچول شي. په همدې لحاظ که چېرې د جګړې په شرایطو کې ملکي وګړي له جګړیزو سیمو یا د جګړې له لومړۍ کرښې کډه کړای شي، نو دا د قومي پاکونې په مانا نه ده.
د ملګرو ملتونو کرپوهان، چې د عدالت نړیولې محکمې (ICJ) بنسټ هم جوړوي، په دې باور دي، چې قومي پاکونه په خپله «نسل وژنه» نه جوړوي، تر هغه چې دا ثابته نه شي، چې دا عمل د قربانیانو د بشپړ له منځه وړلو او فزیکي حذف په موخه تر سره کېږي. په دې سره «قومي پاکونه» د «بشریت په وړاندې د جنایت» یو له تر ټولو مهمو بېلګو څخه ده، چې د روم اساسنامې په چوکاټ او د نسل وژنې د مخنیوي کنوانسیون لاندې، په نړیوالو محکمو کې د تعقیب وړ ده.
د ملګرو ملتونو پخوني عمومي منشي بان کي مون د ۲۰۱۴ کال په جولای کې د «ناوړه جرمونو تحلیلي چوکاټ Framework for Analysis of Atrocity Crimes» معرفي کړ، چې د قومي پاکونې تعریف، پژندنه، مسوولیتونه او مخنیوي اقداماتو ته یې یوه جلا او مهمه برخه ځانګړې کړه. د همدې تحلیلي چوکاټ پر بنسټ، روښانه بېلګې شتون لري، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د هزاره ګانو او شیعه ګانو په وړاندې د قومي پاکونې زمینه برابره شوې ده. په راتلونکو یاداښتونو کې به په دې موضوعاتو رڼا واچول شي.







