د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

قومي پاکونه څه ده؟ (درېیمه برخه)

8 سپتمبر 2026
قومي پاکونه څه ده؟ (درېیمه برخه)

انځور: ټولنیزې شبکې

حوا جوادي

ځانګړنې او ځانګړتیاوې

دا چې د «قومي پاکونې» له جنایته روڼ پوهاوی ولرو، په دې برخه کې د قومي پاکونې د تشخیص او پېژندنې لپاره یو له خورا مهمو نړیولو سندونو  څخه څېړل کېږي.

د ناوړه جرمونو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو تحلیلي چوکاټ

د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي بانکي مون د ۲۰۱۴ په جولای کې د شاخصونو او نښو یوه ټولګه خپره کړه، چې د دې پر بنسټ کولی شو  په یوه ټولنه کې «قومي پاکونه» وپېژنو او وړاندوینه یې وکړو. په همدې برخه کې یوه ویب پاڼه هم جوړه شوې تر څو د ناوړه جرمونو، له هغې جملې د نسل وژنې، بشريت په وړاندې د جنایت او جنګي جرمونو د پېښېدو څخه مخینوی وشي. په دې تحلیلي چوکاټ کې د «قومي پاکونې» اړوند عواملو یوه ټولګه په څو برخو وېشل شوې ده.

د ناوړه جرمونو کډ لاملونه

په دې تحلیلي چوکاټ کې ۸ عام لاملونه چې کولی شي د هر ناوړه جرم د تحقق لامل شي، لېست شوي دي. دا عوامل عبارت دي له:

۱- وسله والې شخړې یا د بې ثباتۍ نور ډولونه

لاندې موارد د دې عامل د شاخصونو په توګه بیان شوي دي:

– نړیوالې وسله والې شخړې (د دولتونو تر منځ) یا غیر نړیوالې (non-international armed conflict).

– امنیتي بحران، له شا نه د سولې تړون په پښو وهل، په ګاوندیو هېوادونو کې وسله والې جګړې، د بهرنیو مداخلو ګواښ او ترهګریز فعالیتونه.

– د بشري حقونو بحران یا بېړنی حالت لکه طبیعي پېښې یا پراخه ناروغۍ (epidemics).

– د یوې ډلې ناڅاپه واک ته رسېدو څخه رامنځ ته شوې سیاسي بې ثباتي یا د سیاسي نظام غیر معمولي بدلون یا د واک غیر معمولي لېږد.

– د واک پر سر رامنځ ته شوې سیاسي بې ثباتي یا د مرکزي قدرت په وړاندې د پراخو ملتپالو، وسله والو ډلو یا بنسټپالو  غورځنګونو رامنځ ته کېدل.

– د استبدادي حکمتونو څخه رامنځ ته شوي سیاسي کړکېچونه او یا شدیده سیاسي ځپنه.

– د سرچینو د کمښت له امله خوره شوې اقتصادي بي ثباتي یا له دغو سرچینو د استخراج او د کارولو پر کړنلاره شخړې.

– د ملي لوی شدید اقتصادي بحران څخه خوره شوې اقتصادي بې ثباتي.

– بی‌ثباتی اقتصادی ناشی از بحران شدید در اقتصاد کلان ملی.

– له حادې بېوزلې، پراخې بېکارۍ یا ژورې مخ پورته کېدونکې نابرابرۍ څخه خوره شوې اقتصادي بې ثباتي.

– د حکومت د سیاستونو په وړاندې له ټولنیز مقاومت یا لاریونونو رامنځ ته شوې ټولنیزه بې ثباتي.

– له تبعیض او محرومیت څخه خوره شوې بې ثباتي یا له هویتي مسایلو او له هغو د افراطي انګېرنو خور شوی تاوتریخوالی.

۲- د نړیوالو بشري حقونو او نړیوالو بشردوستانه قوانینو څخه د جدي سرغړونو مخینه

د دې عامل شاخصونه عبارت دي له:

– په تېر او اوس کې د سختو محدودیتونو پلي کول یا له بشري حقونو یا د نړیوالو بشردوستانه قوانینو څخه سخته سرغړونه، په ځانګړې توګه که چېرې په تېر کې په ټاکلو (قومي او مذهبي» ډلو د برید بېلګې شتون ولري.

– د نسل وژنې، د بشریت په وړاندې د جنایت، جنګي جرمونه او د هغو د تر سره کولو لپاره د هڅونې مخینه.

د بشري حقونو او نړیوالو بشري قوانینو د جدي سرغړونو یا د ناوړه جرمونو د نورو ډولو او د هغوی د ترسره کولو په پار د هڅونې په وړاندې د خوندیتوب سیاست شتون.

– د ناوړه جرمونو د تحقق د مخنیوي لپاره نه لېوالتیا.

– له هغو ډلو او یا کسانو چې په ناوړه جرمونو لاس پورې کوي د ملاتړ دوام.

– د ناسمو راپورونو توجه کول یا د بشري حقونو او نړیوالو بشردوستانه قوانینو د فاحش نقض څخه انکار کول.

– د عدالت د ملي کړنلارو او بنسټونو نشتوالی.

– د ناوړه جرمونو په وړاندې د خوندیتوب سیاست په خاطر په حکومتي بنسټونو ژوره بې باروي.

۳- د دولت کمزوري جوړښتونه

د دولت د کمزور جوړښتونو شاخصونه عبارت دي له:

– د بشري حقونو د ارزښتونو د ملاتړونو جوړښتونو نشتوالی یا له دې ارزښتونو د ساتنې د وړتیا نشتون.

– د عدلي جوړښتونو او بشري حقونو د بنسټونو  نشتوالی.

– د خپلواکه او بې پرې قضاییه قوې نشتوالی.

– پر امنیتي ځواکونو د اغېزمن ملکي کنټرول نشتوالی.

– کمزوری حاکمیت او په حکومتي بنستونو کې پراخ فساد.

– د حکومت پر کړنو د څار لپاره د کورنیو او نړیوالو مېکانېزمونو نه شتون.

۴- انګېزې او هڅونې

د دې عامل شاخصونه عبارت دي له:

– سیاسي انګېزې په ځانګړې توګه د قدرت د یو لاس او متمرکز کولو لپاره هڅې.

– د یوې قومي یا د اشرافو د یوې ډلې د دریځ په لار کې د پیاوړتیا لپاره سیاسي انګېزې.

– نظامي او ستراتېژيکې ګټې، لکه د ځمکې او په هغې کې د شته سرچینو نیول.

– د یوې ځانګړې (قومي او مذهبي) ډلې له خوا د واکمنۍ ډلې او د سختو جرمونو د ترسره کوونکو د ګټو په وړاندې ریښتینی یا خیالي ګواښ.

– د وسله والو مخالفینو څخه د یوې ځانګړې (قومي او مذهبي) ډلې ریښتنی یا خیالي ملاتړ.

– د یوې ځانګړې قومي او مذهبي ډلې د غوره والي پر بنسټ ولاړه ایډیولوژي.

– د تېرو شخړو او اختلافونو سیاسي کول.

۵- د ناوړه جرمونو د تر سره کولو وړتیا (نسل وژنه، د بشري په وړاندې جنایت او جنګي جرم)

په دې اړوند مهم شاخصونه شتون لري.

– د انساني ځواک، وسلو او مهماتو لرل.

– د انساني ځواک د لېږد رالېږد او ځای پر ځای کولو وړتیا او همدارنګه د وسلو او مهماتو وېش او لېږد را لېږد.

د جنګیالیو د منسجم کولو او ګمارلو وړتیا.

– له قدرت څخه د اطاعت ځواکمن کتلور او فرمان منل.

– د غیر دولتي وسله والو ډلو شتون.

۶- د کابوکوونکو عواملو نشتون

په دې مورد کې هم مهم شاخصونه شتون لري:

– د بریدونو په وړاندې د ځان د دفاع لپاره د قربانیانو او زیان منونکو ډلو د وړتیا نشتوالی.

– د ځواکمنو مدني بنسټونو او خپلواکو او آزادو رسنیو نشتوالی.

– د نړیوالو بنسټونو او فعالانو د لېوالتیا نشتوالی او نړیوالو رسنیو ته د قربانیانو نه لاسرسی.

– د ملګرو ملتونو د استازي نشتون یا کمزوری شتون او د نورو نړیوالو لوبغاړو نشتوالی.

– په نړیوالو بشردوستانه او بشري حقونو په میثاقونو او تړونونو کې د واکمنې ډلې د غړیتوب یا جدي ګډون نشتوالی.

– له نړیوالې ټولنې او سیمه ییزو حکومتونو سره د اړیکو په جوړولو کې د دولت د متقابل عمل او انزوا نه شتون.

– د نړیوالو او سیمه ییزو بشري حقونو مېکانېزمونو سره د واکمنې ډلې محدوده او لږ همکاري.

– له مخالفو ډلو سره خبرو اترو ته نه لېوالتیا.

– د نړیوالې ټولنې له خوا په واکمنۍ ډلې د فشار راوړولو نه لېوالتیا، تر څو د بشري حقونو په ګډون نړیوالو مکلفیتونو له هغې جملې بشري حقونو ته غاړه کېږدي.

– د سیمې د هېوادونو نه لېوالتیا چې د زیان منونکو خلکو او ډلو ساتنه وکړي، چې د ظلمونو له ګواښ سره مخ دي.

– د نسل وژنې، د بشريت په وړاندې د جرمونو او جنګي جنایتونو د مخنیوي لباره د خبرداري مېکانېزم نشتوالی.

۷- د ناوړه جرمونو د ترسره کولو لپاره لومړني اقدامات او اسانوونکي شرایط

– د هغو قوانینو جوړول چې د زیان منونکو ډلو او وګړو له بنسټیزو حقونو د محرومیت لامل شي.

– د هغو بنسټونو په کارونو کې لاسوهنه یا مداخله چې د زیان منونکو ډلو د حقونو ملاتړ ګنل کېږي.

– د زیان منونکو ډلو او د ناوړه جرمونو د قربانیانو په وړاندې د امنیتي وسایلو منسجم کول.

– د ډلییزو ویجاړونکو وسلو تر لاسه کول.

– د ملېشو جوړول او له هغو ملاتړ.

– په ارتباطي چینلونو سخت کنټرول پلي کول یا هغو ته د لاسرسي مخنیوی.

– د غیردولتي بنسټونو او رسنیو ایستل یا د حضور نه لرولو اجازه.

– د ژوند له حق نه د سرغړونو زیاتوالی یا د هغو قوانینو او مقرراتو پلي کول، چې په زیان منونکو ډلو باندې د بریدونو لپاره اساس چمتو کوي.

– د زیان منونکو ډلو او قربانیانو د ژوند ګواښوونکو شرایطو رامنځ ته کول، ایستل، د ملکیت صبطول، راټولول، جلا کول، تخلیه کول، بې ځایه کول یا په زور کډه کول.

– د زیان منونکو ډلو د اساسي توکو یا حیاتي تاسیساتو او کلتوري ادارو ورانول یا لوټل.

– له یوې ډلې سره د تړاو  پر بنسټ د افرادو یا د هغوی د مالونو په نښه کول.

– د هویت یا تېرو پېښو سیاسي کول یا په تاوتریخوالي د لاس پورې کولو لپاره انګېزې.

– د پارونکو ادبیاتو یا خبرو زیاتوالی.

۸- پر انګېزه د پارېدو عوامل (triggering factors)

د دې عامل شاخصونه عبارت دي له:

په دې اړه نور ولولئ...

د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

– د امنیتي ځواکونو ناڅاپي استقرار یا د وسله والو نښتو پیل.

– ګاوندیو هېودونو ته د وسله والو نښتو یا سختو شخړو خورېدل.

– د بهرنیو لاسوهنو ګواښ.

د نظام ناڅاپي یا غیرمعمولي بدلونونه، د واک لېږد یا د ډلو په سیاسي قدرت کې بدلون.

– د زیان منونکو ډلو او د هغوی د اشرافو د ژوند د حق په وړاندې د بریدونو پیل.

– د مذهبي زغم نشتوالی.

– د زیان منونکو ډلو په وړاندې پراخ پارونکي او نفرت خورونکي اقدامات.

پر دې ګډو عواملو سربېره، د ملګرو ملتونو په تحلیلي چوکاټ کې څو نورو لاملونو ته هم نغوته شوې، چې له دې سره سره، کولی شو اټکل وکړو، چې په یوه ټولنه کې څه ډول جرم رامنځ ته کېږي. په راتلونکو یاداښتونو کې په دې عواملو رڼا اچول کېږي.

اړوندې لیکنې

قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)

5 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: افغان مرستندیه ښځې باید وکولی شي په خوندي او تګ راتګ کې له محدودیت پرته کار وکړي
خبر

ملګري ملتونه: افغان مرستندیه ښځې باید وکولی شي په خوندي او تګ راتګ کې له محدودیت پرته کار وکړي

2 سپتمبر 2026
«اوس باید پوهنتون کې وای او کال ته به فارغېدم» هغه ارمان چې فاضله یې د ځان وژنې تر بریده ورسوله
دسته‌بندی نشده

«اوس باید پوهنتون کې وای او کال ته به فارغېدم» هغه ارمان چې فاضله یې د ځان وژنې تر بریده ورسوله

2 سپتمبر 2026
یوناما: له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ په افغانستان کې له ۴۰ زرو زیات ملکی وګړي وژل شوی
خبر

یوناما: له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ په افغانستان کې له ۴۰ زرو زیات ملکی وګړي وژل شوی

2 سپتمبر 2026
تر دوو دردونو لاندې مور، زوی یې د ایران په پوله مرمۍ وخوړه او لور یې په زړه سورۍ ده
دسته‌بندی نشده

تر دوو دردونو لاندې مور، زوی یې د ایران په پوله مرمۍ وخوړه او لور یې په زړه سورۍ ده

1 سپتمبر 2026
جهانزېب ویسا د افغان ښځو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وکړه
خبر

جهانزېب ویسا د افغان ښځو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وکړه

31 اگست 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه