جاوید مالکی
طالبانو د اطلاعاتو خپرولو د مخنیوي او روایتونو د کابو کولو په موخه، په ځانګړې توګه د ناامنیو په اړه، افغانستان کې پر رسنیو پراخ محدودیتونه لګولي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) د طالبانو د پنځه کلنۍ واکمنۍ په اړه ویلي دي، پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو محدودیتونو افغانستان د معلوماتو په زندان بدل کړی دی.
د ۲۰۲۶ کال د مطبوعاتو آزادۍ د شاخص پر بنسټ، افغانستان لږ تر لږه پنځه کاله کېږي، چې تر ټولو په ټیټه کچه کې ځای لري. خو هغه څه چې خبریالان یې بیانوي، اندېښمنوونکي دي. په ځانګړې توګه په هغو مواردو کې، چې له امنیت څخه د طالبانو روایتونه داغي کوي. سره له دې چې طالبان پراخه سیاسي ناکامۍ لري، دا ډله د امنیت ټینګښت او د چاودنو غږ غلي کولو خپل تر ټولو لویه لاس ته راوړنه بولي.
وروستۍ پېښه د کابل لوېدیځ ته په «شمع هدایت» ښوونځي کې چاودنه ده. هغه پېښه چې تر اوسه یې په اړه زیات شکونه شتون لري. د عیني شاهدانو کیسې دا دي، چې چاودنه د لاسي بم غورځولو له امله رامنځ ته شوې، خو طالبان چاودنه د پخوانیو ناچاودو توکو د چاودنې له امله ګڼلې او اعلان یې کړی، چې کوم برید نه دی شوی.
د افغانستان د ننه خبریالانو لا هم د هرې ورځې په تعقیب سره تر اوسه د پېښې په اړه بشپړ او کره معلومات نه دي تر لاسه کړي. د رخشانې رسنۍ خبریالان وايي، طالبان د کیسو جوړولو تر څنګ، هر ډول معلوماتو ته د لاسرسي اجازه چا ته نه ورکوي.
په تېرو څو ورځو کې زموږ له همکارانو سره لسګونو سرچینو اړیکه نیولې ده. داسې عیني شاهدان هم حاضر شوي، چې په ډېر احتیاط سره د خپلو معلوماتو په اړه جزئیاتو ورکولو ته چمتو دي. خو په خبرو کې هېڅ یوه هم د چاودنې رامنځ ته کېدو د علت په اړه د تار سر نه دی موندلی. یا لږ تر لږه د معلوماتو پخلی ناممکن وو، طالبانو له همغه پیله ښوونځي ته تلوونکې لارې بندې کړې او هېچا ته یې اجازه ورنه کړه، چې د ښوونځي کوڅې او ورنېږدې کوڅو ته ننوځي، تر څو د چاودنې جزیات له رسنیو پټ پاتې شي.
ان ځینو عیني شاهدانو وروسته له رخشانې رسنۍ سره په اړیکه کې غوښتنه وکړه، چې د هغوی له خبرو په راپور کې کار وا نه اخیستل شي، هغوی په ښکاره و ویل، د پایلو او د طالبانو له تعقیب څخه وېره لري. د دې وضعیت په پایله کې، په شمع هدایت ښوونځي کې د چاودنې رامنځ ته کېدو یوه اوونۍ وروسته، تر اوسه د پېښې علت او د هغې عامل نه دی معلوم شوی. طالبانو له چاودنې یوه ورځ وروسته، د شمع هدایت ښوونځي مسوول، د دې ښوونځي یو ښوونکی، د کوڅې استازی او یو ډاکتر چې د ښوونځي د کوڅې په سر کې یې درملتون درلود ونیول.
طالبانو ته نېږدې یا د طالبانو له محدودیتونو اغېزمنې رسنۍ، هغه روایتونه خپروي، چې د طالبانو د تایید وړ دي.
دا یوازینی مورد نه دی، چې طالبانو هڅه کړې د یوه ناورین په اړه د کره اطلاع رسولو مخنیوی وکړي. د مثال په توګه، د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) په یوه راپور کې ویلي، طالبانو هڅه کړې نیمروز کې د تندې له امله د مړو کسانو اړوند خبرونه «په محدوده او کم رنګه توګه» خپاره شي.
د معلوماتو له آزاد جریان سره د طالبانو دښمني له یوې خوا تکتیکي او له بلې ایډیولوژیکي ده. له تکتیکي پلوه طالبان تمه لري، چې په خپلو تېرو جنایتونو او نننۍ ناکامۍ برغولی کېږدي، طالبان په دې حقیقت ښه پوهېږي، چې د معلوماتو په آزاده فضا کې دوی هېڅکله د خلکو او عامه افکارو په منځ کې ځای نه شي موندلی.
له ایډیولوژیکي پلوه هم طالبان د بیان په آزادۍ باور نه لري، هغه که د دوی د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې، کله چې د رسنیو مطلق استبداد پر ځای وو، یا په تېرو پنځو کلونو کې، کله چې دوی په دوامداره توګه د رسنیو د استبداد په لار ګام ایښی دی، دا روښانه ده، چې طالبان رسنۍ تر یوه بریده زغمي، چې د دې ډلې لپاره د تبلیغاتي وسیلې په توګه کار او دې ډلې ته خدمت کوي.
طالبانو اوس کابو د اطلاعاتو جریان په خپل واک کې اخیستی دی. دا کار یې د خبریالانو د نیولو او ربړولو او د جوړښتي سانسور له لارې تر سره کړی دی. د خبریالانو مرکز ویلي، په تېر یوه کال کې د خبریالانو او رسنیو د آزادۍ څخه د سرغړونې ۱۰۰ مورده ثبت کړي، چې دا د طالبانو له لوري د رسنیو د ځپلو د دوام ښوودنه کوي.
اوس د افغانستان د ننه د معلوماتو لپاره د امید څرک یو شی دی: هغه معلومات چې جلاوطنه رسنۍ یې د خلکو د سرچینو پر مټ چمتو کوي.
ښايي دا د افغانستان له د ننه د راپور ورکولو وروستۍ لاره چاره وي، خو وروستۍ او دې ته ورته پېښو ثابته کړه، چې طالبان د همدې معلوماتو په ستوني د پل اېښودو په حال کې دي او حقیقت یې چوپ کړی دی.
زموږ د خبریالانو تجربې ښيي، چې طالبان هڅه کوي د معلوماتو اصلي سرچینې، یعنې خلک هم له رسنیو سره له خبرو کولو راوګرځوي. په تېر کې لږ تر لږه دا مخینه نه وه، چې خلکو د له خبریالانو سره له خبرو اترو کولو مخ اړولی وي. یا یې هم د طالبانو له وېرې غوښتي وي، چې نوم او خبرې اترې یې خپرې نه شي. خو دا پېښه په دې وروستیو کې رامنځ ته شوه او دې وېرې عملآ د معلوماتو یوه برخه، مخکې له دې چې د رسنیو لاس ته ورسېږي، غلې کړه.
د بېلګې په توګه د «شمع هدایت» ښوونځي د ناورین څخه د یوې باخبره سرچینې ځواب زموږ خبریال ته: «لطفآ موږ درک کړی. د راپور له چمتو کولو لاس واخلۍ، چې زموږ ښوونځی او زده کوونکي په خطر کې دي.»
د رخشانې رسنۍ خبریال وايي: «د روان کال د زمري په ۳۱ مه له زده کوونکو سره د خبرو اترو لپاره د ښوونځي شاوخوا ته ولاړم او له څو کورنیو سره مې خبرې وکړې، تر څو د چاودنې د څرنګوالي او د دوی د اولادونو د ټپي کېدو په اړه راسره خبرې وکړي، خو یوه یې هم ونه منله.»
یا د رخشانې رسنۍ د بل خبریال له خوا د دې اوونۍ اوږده څېړنه، چې لیکلي یې دي: «هغه څه چې ما ته په لومړۍ ورځ د پام وو، د دې کیسو په بیانولو کې د سرچینو قاطعیت وو. له هغو کسانو سره مې چې خبرې وکړې. د بیان پر مهال یې هغه څه چې لیدلي یا یې له شاهدانو اورېدلي وو، نېږدې هېڅ ډول شک یې نه ښوده. د دوو موټر سایکل سپرو له خوا د نارنجک یا لاسي بم غورځول، د څو سرچینو په خبرو کې تکرارېده. خو پنځه ورځې وروسته، کله چې ځای ته ورغلم تر څو له سرچینو سره خبرې وکړم، فضا په بشپړه توګه بدله شوې وه. دا ځل خلکو په احتیاط او دوه زړه توب سره د چاودنې په اړه خبرې کولې او تر ډېره یې همغه کیسې تکرارولې، چې د طالبانو تر واک لاندې ځینو رسنیو له خوا خپرې شوې وې. هغه روایت چې ویل یې چاودنه د پخوانیو پاتې شونو ناچاودو توکو له امله رامنځ ته شوې او یو له زده کوونکو هغه ښوونځي ته د ننه وړې وه. ان ځینو کسانو چې په لومړۍ ورځ یې ویلي وو موټرسایکل سپاره یې ولیدل، دا ځل په شک او نه لېوالتیا سره، د پخوانیو ناچاودو توکو چاودنه بیانوله د سرچینو په چلند کې بدلون زما لپاره د کیسې په پرتله ډېر د پام وړ وو، کېدای شوی د ځینو په مخونو او سترګو کې وېره او شک وګورۍ.»
دا وضعیت په ځانګړې توګه د هغو لپاره رښتیا ده، چې د طالبانو د نیولو یا ځپلو سره مخ شوې دي. هغه قربانیان چې موږ مخکې ورسره خبرې وکړې، تر فشار لاندې وې، تر څو د هغه څه په اړه، چې په دوی تېر شوي له رسنیو سره خبرې ونه کړي. په ځینو مواردو کې، چوپتیا او د عامه فعالیت یا خبرو اترو څخه ډډه کول د هغو مکلفیتونو یوه برخه وه، چې د آزادۍ په پروسه کې له دوی غوښتل شوي دي. دا روایتونه ښکاروي، چې د طالبانو فشار یوازې خبریالانو ته متوجه نه دی، قرباني هم باید چوپ پاتې شي تر څو د هغوی کیسه عمومي افکارو ته ونه رسېږي.
د بشري حقونو د بنسټونو راپورونه هم همدا ډول بېلګې بیانوي. د بښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې د معترضو ښځو د نیول کېدو په اړه لیکلي، طالبانو ښخې او د هغوی کورنۍ په نیولو، ګواښلو او فشار سره چوپتیا ته لېواله کړې. په ځینو مواردو کې، کورنۍ د نیولو له وېرې یا د زیات زیانمېدو له امله، ان د خپلو خپلوان نیونه هم پټوله.
د افغان خبریالانو مرکز هم تر دې وړاندې مستنده کړې وه، چې طالبانو له رسنیو غوښتي، چې د دې ډلې له مخالفانو او نیوکه کوونکو سره مرکې ونه کړي. د ۲۰۲۴ په سپټمبر کې هم رسنیو ته ویل شوي وو، چې نه شي کولی د هغه کسانو سره خبرې اترې وکړي، چې د طالبانو د تایید وړ نه وي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تازه له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، اجازه نه ورکوي، چې رسنۍ د طالبانو د رژیم خلاف فعالیت ولري.
په عمل کې دا محدودیت د ټولنې د یوې برخې د افغان رسنیو له کیسو څخه د ایستلو مانا لري. یو خبریال یوازې هغه وخت خپلواکه کیسه تولید کړي، چې دوی وکولی شي د شاهدانو او قربانیانو سره خبرې وکړي. کله چې د مرکه کوونکي غوره کول هم باید د طالبانو د تایید وړ وي، نور نو رسنۍ له یوه ساده محدودیت سره مخ نه ده، بلکې دا د معلوماتو د سرچینو د کنټرول د هڅې سره مخ ده.
له بل لوري طالبانو ان هڅه کړې، چې د افغانستان د ننه خبریالانو او له هېواد بهر رسنیو تر منځ اړیکه پرې کړي. د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) په خپل وروستي راپور کې ویلي دي، د طالبانو استخباراتو له ځايي خبریالانو، د رسنیو له مسولینو او په کابل، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې د خبریالانو د ملاتړ له ځايي بنسټونو غوښتي، هغه خبریالان چې له جلا وطنه رسنیو سره همکاري لري، په نښه او دوی ته ور په ګوته کړي.
له همدې امله، د وېرولو له لارې د خلکو د معلوماتو ورکولو منع کول او د شاهدانو او قربانیانو لپاره د خپلواکه او جلا وطنه رسنیو محدودیت ته په پام سره، دا بیان چې طالبانو د معلوماتو په ستوني پل ایښی دی، مبالغه نه ده. ځکه طالبان په ورته وخت کې له څو اړخونو د خپلواکو معلوماتو د تولید او خپرولو په لارو فشار راوړي. دوی په خبریال فشار راوړي، رسنۍ محدودوي، سرچینې وېروي او قربانیان اړ باسي، چې غلي شي.
زموږ لپاره لږ تر لږه دا بې سارې ده، چې د «شمع هدایت» ښوونځي په څېر لویه غمیزه دومره دومره خاموشه او پرته له دې چې د چاودنې لامل ته لاسرسی ومومي او د قرباني ماشومانو په ناڅرګنده حالت پاتې شي. تر دې لویه اندېښنه دا ده، چې دا بېلکه تکرار شي، پرته له دې، چې طالبان نن یا سبا د دې لپاره ځواب ورکولو ته اړ شي.







