د اروپايي پارلمان غړې، هانا نیومن د آلمان د زرغون ګوند څخه ده، چې کاري تمرکز یې پر بهرني سیاست او بشري حقونو دی. هغې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له خپل دریځ څخه د افغان ښځو او نجونو د حقونو د دفاع لپاره جدي کار اخیستی دی. رخشانې رسنۍ د طالبانو د واکمنۍ د پنځه کلن کېدو په مناسبت ورسره ځانګړې مرکه کړې ده.
اشاره: دا مرکه د متن د لنډوالي، روڼتیا او همغږۍ ساتلو لپاره په جزوي توګه اوډل شوې ده.
رخشانه: د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله تېر شول، تاسو تر اوسه د هغوی په کړنو کې، څه شی ډېر اندېښمنوي؟
هانا نیومن: طالبان خپلې ایډیالوژۍ ته ژمن پاتې شول. دا د افغانستان د خلکو لپاره ناورین دی، خو که رښتیا و وایم د حیرانتیا وړ نه ده. هغه څه چې نن ما ډېره اندېښمنوي دا دي، چې د نړیوالې ټولنې یوه برخه ورو ورو له دې واقعیت سره جوړجاړی کوي، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په سیستماتیک او منظم ډول د ښځو او نجونو حقونه، آزادۍ او عمومي حضور له منځه وړی دی. دا همغه د دوی د واکمن نظام بنسټ دی. په ورته وخت نړیوالې پاملرنې هم بدلون کړی دی. نن ورځ تر ډېره د کډوالۍ، امنیت او دیپلوماتیک تعامل په اړه اورو، په داسې حال کې، چې افغان ښځې او بشري حقونه په یوې څنډې ته کړای شوې موضوع باندې بدلېږي. نن ورځ تر ټولو لوی ګواښ یوازې هغه څه نه دي چې طالبان یې کوي، بلکې دا ده، چې نړۍ د ښځو ځپنه د عادي وضعیت په توګه جدي ونیسي. دقیقآ همغه څه چې موږ یې باید په وړاندې ودرېږو.
رخشانه: داسې ښکاري تاسو، باوري یۍ چې طالبانو په افغانستان کې جنسیتي توپير رامنځ ته کړی. که داسې وي، ستاسو دلیل څه دی؟
هانا نیومن: هغه وضعیت چې طالبانو پر ښځو تحمیل کړی، له تبعیض څخه ډېر ور پورته دی. موږ یوازې په دې دلیل چې هغوی ښځې دي، د عمومي ژوند کابو له ټولو برخو د ښځو او نجونو د محرمولو شاهد یو. نجونې له منځنیو او لوړو زده کړو بې برخې کړای شوې دي. ښځې له ډېرو کارونو، سیاسي ګډون او ډېری عمومي ځایونو څخه څنډې ته کړای شوې دي. ان د هغوی لپاره له یوه نارینه محرم پرته روغتیايي خدماتو ته لاسرسی هم محدودی کړای شوی دی. هغه کسان چې مقاومت کوي، له ګواښ، سزا او تاوتریخوالي سره مخ کېږي.
دا ټول پاشلي او بېل اقدامات نه دي. دا یو منسجم نظام دی، چې له عمومي ژوند څخه د ښځو د حذفولو لپاره پلان شوی دی. په همدې دلیل ده، چې ډېری افغان ښځې خپله د خپل ژوند واقعیت د جنسیتي توپیر په توګه بیانوي. زه باور لرم چې موږ باید هغوی ته غوږ شو. زموږ سیاسي او حقوقي ژبه باید د هغو واقعیتونو بیانوونکې وي، چې هغوی په کې ژوند کوي.
رخشانه: ولې داسې فکر کوۍ، چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندولو کې پڅ عمل کړی دی؟
هانا نیومن: نړیوال قانون، تر ډېره د سیاسي واقعیت په پرتله ورو حرکت کوي. له بل لوري یو ډول شک هم شتون لري، ځکه چې جنسیتي توپیر تر اوسه د یوه خپلواک جرم په توګه په نړیوالو حقونو کې په رسمیت نه دی پيژندل شوی. ځینې حکومتونونه د پراخه حقوقي بحثونو یا نوښتونو له پرانستلو وېره لري. خو حقوقي ابهام نه شي کولی د سیاسي بې عملۍ لپاره پلمه شي. اپارتاید خپله هغه وخت د یوه نړیوال جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شو، چې نړیوالې ټولنې ومنله، شته حقوقي مفاهیم بسندویه نه دي.
رخشانه: خو، په افغانستان کې د جنستي توپیر د رسمیت پېژندولو لپاره کومې لارې شتون لري؟
هانا نیومن: په رسمیت پېژندنه کېدای شي هممهاله په څو کچو کې تر سره شي. دولتونه کولی شي، جنسیتي توپیر له سیاسي پلوه، د پارلماني پرېکړه لیکونو او حکومتي اعلامیو له لارې په رسمیت وپېژني. نړیوال سازمانونه هم کولی شي دا مفهوم په خپل کار او راپور ورکولو کې شامل کړي. تر ټولو مهمه دا چې، د بشریت په وړاندې جرم په اړه د یوه نوي نړیوال تړون رامنځ ته کول، دې ته زمینه برابروي، چې جنسیتي توپیر په ښکاره توګه په نړیوالو حقونو کې ځای کړل شي. په رسمیت پېژندنه یوازې لومړی ګام دی. دا کار باید د کډوالۍ پر سیاست، بندیزونو، دیپلوماتیکې ښکېلتیا او د ځواب وینې لپاره په هڅو اغېز وکړي. له دې پرته په رسمیت پېژندنه دا خطر لري، چې د مانا پر ځای تر ډېره سبمولیک پاتې شي.
رخشانه: آیا داسې کوم پروګرام شته، چې اروپايي ټولنه افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني؟
هانا نیومن: اروپايي پارلمان تل په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پېژندنې او د ښځو له حقونو د دفاع په ملاتړ غښتلی دریځ نیولی دی. د اروپايي ټولنې د بنسټونو تر منځ په افغانستان کې د بې ساري سیستماتیک محرومیت له امله، د ښځو د وضعیت په اړه پوهاوی مخ په زیاتېدو دی. په ورته وخت تر اوسه رسمي رسمیت پېژندنه نه ده رامنځ ته شوې. زه باور لرم، چې اروپايي ټولنه باید په دې برخه کې تر ټولو مخکې وي. اروپا له اوږدې مودې راهیسې ځان د ښځو د حقونو د نړیوال مدافع په توګه وړاندې کړی دی. له همدې امله د جنسیتي توپير د پېژندلو ملاتړ یوازې په افغانستان پورې اړه نه لري، دا د اروپا د خپلو ارزښتونو د اعتبار په اړه هم دی.
رخشانه: اروپايي ټولنه په عمومي ډول طالبانو څه ډول ګوري؟
هانا نیومن: اروپايي ټولنه، طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني. زموږ ښکېلتیا تل د پېښې د رامنځ ته کېدو د شرایطو پر اساس ده. د طالبانو له واکمنۍ لږ څه وروسته، اروپايي ټولنې پنځه معیارونه ټاکلي، چې بشري حقونه، د ښځو حقونه، پراخ بنسټه حکومتولي، بشردوستانه لاسرسی او د ترهګرۍ لپاره د خوندي پټنځای په توګه د افغانستان د بدلېدو مخنیوی په کې شامل دي. ځینې وخت اړینې عملیاتي اړیکې ښايي حتمي وي، په ځانګړې توګه د بشري مرستو د رسولو لپاره. خو تعامل هېڅکله هم باید په سیاسي عادي کولو بدل نه شي. له طالبانو سره هره اړیکه سیاسي مانا لري. په همدې دلیل، د روښانه سرو کرښو ساتل، لا هم اړین دي.
همدارنګه اروپايي ټولنه باید ومني، چې اروپا ته د خلکو په رسېدو سره له هغوی ملاتړ پای ته نه رسېږي. هغو ښځو چې د طالبانو له ځورولو او ځپنې تېښته کړې، نه باید دې اړ شي، چې د پاسپورټ د نوي کولو، د ماشومانو د زېږون د ثبت، یا اساسي اسنادو تر لاسه کولو لپاره بیا د طالبانو تر ولکې لاندې بنسټونو پورې وتړل شي. له دې پرته موږ هغه خطر رامنځ ته کوو، چې د طالبانو نفوذ د افغانستان له پولو د باندې پراخه شي.
رخشانه: د طالبانو د ځواب وینې لپاره د نړیوالو هڅو په اړه ستاسو ارزونه څه ده؟ آیا دا هڅې په کافي اندازه همغږې او اغېزمنې شوې دي؟
هانا نیومن: نه، نړیواله ټولنه د طالبانو د سیاستونو په غندلو کې د پام وړ یووالی لري. خو په دوامداره سیاسي فشارونو کې د دې غندنې په بدلولو کې یې خورا کم متحد عمل کړی دی. مهم نوښتونه شوي دي، د ملګرو ملتونو له تګلارو نیولې تر نړیولو محکمو کې د ځواب ویلو تر هڅې پورې، خو په ټولیز ډول فشارونه ناڅاپي او ډېر وخت غبرګوني دي. په ورته وخت طالبانو ښودلې چمتو دي، چې دیپلوماتیکې نیوکې تحمل کړي، خو که چېرې دا نیوکې مانا لرونکې پایلې له ځان سره ونه لري. ځواب وینه پایښت، همغږۍ او سیاسي ثبات ته اړتیا لري، نه وخت ناوخت اندېښنو څرګندولو ته.
رخشانه: څه ډول کولی شو طالبان د ښځو او بشري حقونو برخه کې ځواب ویوونکي کړو؟
هانا نیومن: هېڅ داسې واحد ابزار شتون نه لري، ځواب وینه د حقوقي، دیپلوماتیکو او سیاسي فشارونو یوه ګډوله ده. په دې کې د ځواب وینې لپاره د اوسنيو نړیوالو تګلارو ملاتړ کول او د هغو کسانو په وړاندې د هدفي بندیزونو لګول شامل دي، چې د بشري حقونو د جدي سرغړونو مسوول دي، د مستند کولو لپاره د خپلواکو هڅو ساتنه او ډاډ تر لاسه کول چې بشري حقونه د طالبانو سره د نړیوال تعامل په هر ډول محور کې باقي پاتې کېږي. همدارنګه مهمه ده، چې د طالبانو له خوا د ښځو سیستماتیکې ځپنې، د سیاسي مشروعیت په بدل کې ور نه کړل شي. د طالبانو په رسمیت نه پېژندل نه باید یوازې سمبولیک وګڼل شي. بلکې د نړیوالو فشارونو د خوندي ساتلو یوه برخه باید وي. ځواب وینه یو واحد اقدام نه دی، حساب ورکول د دوامداره او همغږي سیاسي، حقوقي او دیپلوماتیکو غوراویو ټولیز اغېز دی.
رخشانه: د طالبانو په وړاندې د افغان ښځو مبارزې څه ډول وینۍ؟
هانا نیومن: زه هغه په نننۍ نړۍ کې د بشري حقونو د غورځنګونو یو تر ټولو زړور غورځنګ بولم. د خورا لوړو ګواښونو سره سره افغان ښځې لارښوونو، د بشري حقونو د سرغړونو مستند کولو، د نجونو زده کړې، له یو بله ملاتړ او نه ورکېدو ته دوام ورکوي. مقاومت تل د ډلییزه لاریونو په بڼه نه وي، کله ناکله مقاومت په پټه توګه د نجونو د زده کړې مانا لري، ځینې وخت دا د بشري حقونو د سرغړونو د پېښو د مستند کولو مانا لري، کله هم له ورکېدو څخه ډډه کول دي. افغان ښځې غیر فعاله قربانیانې نه دي، دوی سیاسي لوبغاړي دي، چې د افغانستان راتلونکې جوړوي.
رخشانه: اروپايي ټولنه څه ډول کولی شي، د افغان ښځو له مقاومته ملاتړ وکړي؟
هانا نیومن: لومړی په غوږ نیولو، دویم په ساتنه او درېیم د سیاسي فضا په رامنځ ته کولو. اروپايي ټولنه باید د هېواد د ننه او بهر د هغو سازمانونو ملاتړ ته دوام ورکړي، چې ښځې یې مشري کوي. د زده کړې فرصتونه غښتلي کړي، د هغو کسانو لپاره چې له خطر سره مخ دي، خوندي لارې برابرې کړي او ډاډ ورکړي، چې افغان ښځې په مانا لرونکې توګه د خپل هېواد د راتلونکې په اړه په نړیوالو بحثونو کې ګډون لري.
ساتنه د افغان ښځو له پولو په تېرېدو سره پای ته نه رسېږي. اروپا منلې، چې افغان ښځې د طالبانو له لوري له ځورونې او ځپنې سره مخ دي. دا په رسمیت پېژندنه باید عملي پایلې ولري. هغه ښځې چې د طالبانو له واکمنۍ تښتېدلې دي، نه باید له داسې موقعیت سره مخ شي، چې د خپلو اسنادو د نوي کولو، د خپلو اولادونو د ثبتولو یا اداري مسایلو د حل لپاره خامخا د طالبانو تر ولکې لاندې بنسټونو پورې وتړل شي. له دې پرته موږ له جغرافیايي پلوه خلک له طالبانو خوندي کوو، خو دا اجازه ورکو چې د طالبانو قدرت له سیاسي پلوه هغوی تعقیب کړي.
رخشانه: که اوسنی وضعیت دوام وکړي، د افغان ښځو راتلونکې څه ډول وینۍ؟
هانا نیومن: اوسنی وضعیت خورا اندېښمنوونکی دی. هر کال چې نجونې له ښوونځي لرې پاتې کېږي او ښځې له عمومي ژوند څخه څنډې ته کېږي، تل پاتې زیانونه پر ځای پرېږدي. نه یوازې د خلکو په ژوند، بلکې د یوه هېواد په توګه د افغانستان په راتلونکې. په هر صورت، زه هیله منده یم، ځکه اسبتدادي رژیمونه نه شي کولی د انسان کرامت له منځه یوسي. هغه زړورتیا چې افغان ښځو په تېرو پنځو کلونو کې ښودلې، د غیر معمولي مقاومت څرګندوی ده.







