پیلیزه
ملاله یوسفزۍ د ۲۰۱۴ کال د نوبل جایزې ګټونکې او د زده کړو یوه ټولنیزه فعاله ده، وروسته له هغې، چې نوموړې په ۲۰۱۲ کال کې د ښځو پر زده کړو د طالبانو د محدویتونو سره مخالفت وکړ، په پاکستان کې تر وسله وال برید لاندې راغله د ښځو د زده کړو په یوه نړیوال سمبول بدله شوه، نن ورځ ملاله یوسفزۍ د ښځو د حقونو د مبارزې په برخه کې یوه وتلې څېره ده، هغې په ځانګړې توګه په افغانستان کې د جنسیتي توپير په رسمیت پېژندنې تمرکز کړی دی، سحر حلیم زی په افغانستان کې د ملالې بنسټ مشره ده چې موخه یې د جنسیتي توپیر په اړه د نړیوال پوهاوي لوړوای او د افغان ښځینه فعالینو او سازمانونو د شبکو پیاوړي کول دي. رخشانې رسنۍ له ملالې یوسفزۍ سره ځانګړې مرکه کړې، چې په دوو برخو کې به خپره شي. په دې مرکه کې د مېرمن یوسفزۍ سره سحر حلیمزۍ هم ملتیا کړې ده.
زهرا جویا: مننه چې رخشانې رسنۍ ته مو وخت ورکړ، ډېری افغان ښځې او نجونې احساسوي چې نړۍ دوی هېرې کړې او یوازې یې پرېښودې دي، په ځانګړې توګه وروسته له هغې ې ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه کې له طالب مشرانو سره د ښځو له شتون او په اجنډا کې د ښځو د حقونو موضوع د نه پام کې نیولو پرته لیدنه کړه، له دې سره آیا اوس هم د افغان مېرمنو موضو تاسو ته ارزښت لري یا دا چې افغان مېرمنې رښتیا وايي، چې دیپلوماتانو، نړیوالو بنسټونو او نړیوالو رسنیو هغوی هېرې کړې دي.؟
ملاله: کله چې د افغانستان د ښځو دا اعتراض اورم چې دوی هېرې کړای شوې دي، فکر کوم په هغې کې یو پر ځای دلیل نغښتی دی او هغه دا دی چې افغان مېرمنې دا درې کاله کېږي، چې له خپلو انساني حقونو بې برخې دی، له زرو زیاتې ورځې کېږي، چې افغان نجونې له ښوونځي محرومې دي او ښځې په هغه خبرو اترو او ځایونو کې چې هلته پرېکړې کېږي ترې حذف شوې دي.
که چېرته هره مېرمن په داسې موقعیت کې ځای ولري، ډاډه یم چې فکر کوي له هغې سره خیانت شوی دی او ښايي ناارامه شي، په همدې اساس کله چې د افغان مېرمنو غوښتنو ته ګورو په داسې یوه دوران کې چې احساس کوي هېرې شوې دي، احساس کوي، چې خلکو هغوی شاه ته کړې دي سمه ده، هغوی تر کله باید انتظار وباسي.
په پیل کې دوی ته ویل کېدل، چې د ښځو حقونه زموږ د لومړیتوبونو څخه دي، خو د سترګو په رپ کې له هغو کلونه تېر شول، دې زه وېرولې او اندېښمنه کړې یم، چې پوه شم چې دا (کړنلاره) ښايي اوږده شي.
دا موضوع ښايي دوام پیدا کړي او ښځې حذف شي، زه واقعآ غواړم خپله همغږي او ملاتړ له افغان مېرمنو په ځانګړې توګه د ښځو له فعالانو او مدني ټولنې له فعالانو چې هلته په لومړی کرښه کې شتون لري اعلان کړم. هغوی د افغان مېرمنو د حقونو لپاره که په داخل کې دي او که په خارج کې غوښتنه کوي او د هغوی غږ خورا مهم دی، په همدې بنسټ مې د دوحې په غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته ټینګار وکړ، چې ښځې نه شي حذف کېدای، موږ نه شو کولی ښځې له هغه خبرو اترو چې په هغو کې د دوی د راتلونکې په اړه تصمیم نیول کېږي لرې کړو او نه شو کولی په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه له پامه وغورځو.
زهرا جویا: افغان مېرمنې په افغانستان کې له جنسیتي توپیر سره ستاسو مبارزه د بشري جنایت پر وړاندې مبارزه بولي او ستاینه ترې کوي، ولې دغه هدف ستاسو لپاره لومړیتوب دی او ستاسو په اند څومره دغه موخې ته نېږدې یو.؟
ملاله: کله چې له زده کړو د نجونو د مخنیوي په اړه فکر کوم، ټکان خورم چې دې ټولو اوږد مهال ونیوه او ګورو چې د عادي کېدو په حالت کې دي.
هغه هېوادونه چې د طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په هڅه کې دي او د هغه (هېواد) خلک یې د یوې بې (ارزښته) موضوع په شان شاه ته پرېښي دي لکه د جنسیتي توپیر سیستم، کله چې دا کوډ شوی وي موږ ته فرصت راکوي هغه حکمونه او محدودیتونه وپیژنو او ومنو چې طالبان یې په ښځو او نجونو باندې د جرمونو په توګه وضع کوي. طالبان په سیستماتیک ډول ظلم کوي او دا د انسانیت پر وړاندې یو جرم دی. موږ نشو کولی اجازه ورکړو چې دا څه پېښ شي او زما لپاره دا مساله د مسوولیت او ځواب ویلو وړ ده. زما (همکاره) سحر کولی شي موږ ته د دې موضوع د اهمیت په اړه چې افغان مېرمنو ته امید ورکوي، نور وضاحت راکړئ؟
زهرا جویا:بلې مهرباني
سحر: فکر کوم دوه کاله وړاندې کمو خلکو د هغه څه په اړه چې د جنسیتي توپیر په توګه په افغانستان کې رامنځ ته کېده خبرې کولې.
سحر: فکر میکنم دو سال پیش، تعداد کمی از مردم درباره آنچه که به عنوان آپارتاید جنسیتی در افغانستان رخ میداد، صحبت میکردند.
له دوو کلونو وروسته د نادولتي موسسو، مشرانو، مدافعینو لکه ملاله او د ملالې بنسټ، او د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو یو پراخ نړیوال ایتلاف لیواله دی چې د بشریت پر وړاندې د جرمونو قانون کې د جنسیت توکمپالنه اضافه کړي.
په دې اساس زه فکر کوم چې موږ د دوه تېرو کلونو په پرتله ډېر نېږدې شوي یو او دا خورا مهمه ده، چې اوسني پرمختګونه په کلکه تعقیب کړو، د جنسیتي توپیر په اړه ډېر څه زده کړو او ټول استازي او مشران وهڅو چې له طالبانو سره د مخ کېدو او لیدونو پر مهال د افغان مېرمنو جنسیتي توپیر او د هغوی وضعیت ته پاملرنه وکړي.
ملاله: هو بیاد دا زیاته کړو چې تېر کال په ډسمبر میاشت کې مو د سویلي افریقا له فعالانو سره د لیدو فرصت درلود، هغوی د جنسیتي توپیر په اړه خبرې وکړې. د (جنسیتي توپیر) له خنډاوي او منځه وړلو په اړه د ټولو (فعالانو) که په داخل کې دي او که له هېواده بهر خورا مهم وو.
هغوی د افغان مېرمنو سره خپله همغږي او ملاتړ اعلان کړ، زه د نلسن منډیلا بنسټ ته غوښتل شوې وم، هلته د بشري حقونو فعالانو له هغې ډلې د افغانستان وګړې او د بشرحقونو فعالې میترا مهران هم شتون درلود او وینا یې وکړه.
دا مساله د سویلي افریقا او افغانستان تر منځ زیاته اړنده ده، د سویلي افریقا د وتلو څېرو ملاتړ مې په یاد دی، چې ویل یې نه غواړي په هېڅ ډول تاریخ بیا تکرار شي.
او دا چې نه غواړي د خلکو یوه بله ډله چې ښځې دي او په یوه بل هېواد کې تر سیستماتیک ظلم او جبر لاندې شي، که په سویلي افریقا کې تېروتنه وه، په افغانستان کې هم تېروتنه ده، ما د نورو هېوادونو له هغې ډلې د الباني، مالت او مکسیکو استازو سره هم لیدنې کړې دي او په رښتیا هیله منه یم، چې هغوی خپل پیوستون ښکاره کړ او د جنسیتي توپیر د قانون تدوین ته لېواله دي، زه فکر کوم په دې برخه کې باید نور ډېر هېوادونه هم خپل ملاتړ ښکاره کړي، نو دا تمه شتون لري.
زهرا جویا: ستاسو دواړو له هڅو مننه. د افغان ښځو لپاره یوه له مهمو مسلو څخه دا ده چې ایا جنسیتي توکمپالنه د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه پیژندل به وکولی شي د دوی په ورځني ژوند کې د پام وړ بدلونونه راولي. ایا تاسو فکر کوۍ چې دا څه به رامنځ ته شي.؟
سحر: زه فکر کوم دا ډېر ښه سوال دی، هغه څه چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو تېرېږي یوه بېړنۍ او فوري مساله ده، په اوس کې دا پېښې دوام لري، په همدې اساس مو هر کال چې کولی شو باید تر سره یې کړو، په هره کچه چې کولی شو فشار راوړو چې د هغوی (افغان ښځو) په هر ډول چې وي ملاتړ وشي موږ کولی شو له هغوی ملاتړ وکړ.
له همدې امله د ملالې بنسټ د افغانستان نوښت د یوې برخې په توګه، چې زه یې اداره کوم، په ټول هېواد کې د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو لپاره د زده کړو پروګرامونو ملاتړ کوو. موږ د حق غوښتې د هڅو او ښځینه فعالینو ملاتړ هم کوو.
په دې اساس مو هر کار چې کولی شو تر سره کوم یې د شتونتیا تر حده بېړنۍ اړتیاوې هم پوره کوو، خو دا چې د جنسیتي توپیر د قانون تدوین به په ټول څه په افغانستان کې په یوه شپه کې حل کړي؟ ځواب نه دی، خو دا مرسته به وکړي، چې افغان مېرمنې وکولی شي طالبان ځواب ویوونکي کړي.
د سویلي افریقا څېړونکی د مالې او د هغې د بنسټ ملګری «پيني اندروز» تل وايي، چې یوې ستونزې ته د رسېدو او د هغې د حل لپاره لومړی باید هغه ونوموو، په همدې اساس دی چې موږ هغو ته جنسیتي توپیر نوم کېښود، له همدې امله، نومول او کوډ کول د دې زیان د ترمیم په لور لومړی ګام دی.
ملاله: زه فکر کوم په نړیوال سیسټم کې،موږ د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو د حساب ورکولو لپاره یوې کړنلارې ته اړتیا لرو. خو له بده مرغه لاهم دا [کړنلارې] نه لرو. زه غواړم یو توپیر وکړم چې البته، موږ کولی شو د جنسیت تبعیض او جنسیت ځورونې په اړه خبرې وکړو او د بشري حقونو د سرغړونې نور ډولونه شتون لري. مګر دا کافي ندي چې په ټول هېواد کې په سیستماتیک ډول په افغانستان کې د هغه څه شدت وپېژني چې پیښیږي.
پوهېږو چې طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدویتونو له ۸۵ زیات فرمانونه صار کړي دي، چې په کې د سینګارتونو تړل، د ډاکتر، پارکونو او ښوونځي ته او یا هم د کار ځای ته تلل. دا ټول هغه لومړني او جزوي مسایل دي، چې ښځې یې باید په آزاده توګه تر سره کړي، موږ پوهېږو چې طالبانو له ښځو دا لومړني فرصتونه اخیستي دي.
جنسیتي توپیر باید د یوه سیستم په شان تدوین شي، ځکه موږ د یوه ځواب ویوونکي سیستم رامنځ ته کولو ته اړتیا لرو، زه هغه وخت د امنیت احساس کولی شم، چې د افغانستان نجونو د امنیت احساس وکړي، موږ نه غواړو په داسې نړۍ کې ژوند وکړ، چې په ۲۰۲۴ کې یې نجونې له تحصیل او ښخې یې له کار څخه ګرځول شوې دي، موږ نه غواړو چې په راتلونکې کې د دغه تکرار لیدونکې و اوسو، مو نه شو لیدلی چې ښخې له خپلو حقوقو څخه بې برخې وي.
زهرا جویا: دې ته په پام چې طالبانو اوس مهال په افغانستا کې په واک کې دي، د افغانستان د ښځو راتلونکې په راتلونکو کلونو په ځانګړې توګه د زده کړو په برخه کې څه وینۍ؟
ملاله: زه هیله منده یم، باید و وایم چې موږ نېکمرغه یو چې په داسې یوه دور کې ژوند کو چې داسې ټکنالوژي او وسایل په کې شتون لري چې ښخو او نجونو ته په کورونو کې د زده کړو امکان برابروي، زه تل خلکو ته وایم، چې طالبان د ښوونځیو دروازې تړي مو باید (د هغوی سره د مخ کېدو) نوښت ګر فکر وکړو.
دا چې ځنګه کولی شو تر څو زده کړې د نجونو تر کورونو یوسو او هغو نجونو ته چې د څه یادولو په حال کې د ښوونځیو پرانستو ته انتظار باسي اسانه کړو؟
موږ نه شو کولی د ښوونځيو د خلاصون له مبارزې لاس واخلو، خو دا توکي او ټکنالوژي چې په واک کې یې لرو باید ترې ګټه پورته کړو، سحر په افغانستان کې د ملالې بنسټ د یوې برخې مسووله ده، په افغانستان کې یې داسې بنسټونه موندلي، چې د راډیو، تلوېزیون او نورو ډېجیټل لارو زده کړې ورکوي.
نجونې باید زموږ د ملاتړ شویو ادارو له ډلې چې یو میلیون ځونانو ته خدمت کوي زده کړې ته دوام ورکړي، موږ هیله لرو چې ډېر څه وکړو او دا د هغه ملاتړ څخه مننه ده چې خلک یې موږ ته وړاندې یا ډالۍ کوي، او د خلکو ملاتړ د دغه کار د دوام لامل ګرځي.
په ورته وخت کې مو له هېواده بهر د زده کړو د فعالینو او دیاسپورا ملاتړ کو تر څو د هغوی د حق غوښتنې او کمپاین سره مرسته وکړو او طالبان ځواب ویونکی کړي او د نړۍ له مشرانو وغواړي، چې د ځواب ویلو لپاره یو سیستم رامنځ ته کړي، جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني او په هېواد کې د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ فشار ته دوام ورکړي.
زهرا جویا: تاسو د هغو محدودیتونو سره مخ شوي یاست او مبارزه مو کړې ده چې اوس مهال په افغانستان کې ښځې او نجونې ورسره مخ دي. تاسو د افغان ښځو د مبارزو هڅې او اغېزې په کور د ننه او بهر کې څنګه ارزوئ؟ دوی په کومو برخو کې بریالي شوي او کومې ستراتېژۍ کولی شي د دوی د مبارزو اغېزمنتوب ښه کړي؟
ملاله: کولی شم په دې اړه په تېرو دریو کلونو کې ډېر څه و وایم، چې د افغان مېرمنو مقاومت او زړه ورتیا ما او نورو ډېرو افغان ښځو او نجونو ته دا هیله راکړې. کله چې د افغان مېرمنو زړورو راپورونو ته ګورم، چې خپل ځان یې د خپلو حقونو د مبارزې او دفاع په برخه کې له ګواښ سره مخ کوي، هېواد یو څه هیله من کوي، د معترضو مېرمنو ویډیوګانې مې ولیدلي، چې د طالبانو پر وړاندې ولاړې دي، ځینې یې زنداني شوې هم دي، ځینې یې وهل ډبول شوې او ومې لیدل چې څه ډول ګواښل کېږي، خو بیا هم نه تسلیمېږي، ځکه پوهېږي، چې د هغه څه په منلو سره چې طالبان یې غواړي د دوی لپاره هېڅ راتلونکې په پام کې نه ده نیول شوې، موږ باید مقاومت او جرات زده کړو او د هغوی په شان زړه ورې و اوس او د هغوی غوښتې وڅارو، په همدې بنسټ خپلو افغان خویندو ته قول ورکوم، چې د هغوی د حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکوم، او د (نړۍ) له مشرانو به وغواړم چې د افغانستان د ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږي.
سحر: زه غواړم دا زیاته کړم زه فکر کوم چې دا بحث موږ اوس مهال په افغانستان او د کډوالو او جلاوطنه ټولنو کې د ښځو او نجونو د زړورتیا له امله کوو. خبرې اترې هغه څه دي چې دا غورځنګ رامنځته کوي او دا د هغو ښځو له امله دي چې دومره زړورې دي چې لاړې شي او د طالبانو پر وړاندې لاریون کوي. دا د هغو ښځو له امله ده چې په خپله سیمه کې د پیښې ثبتوي او د ملالې بنسټ له هغوی سره په اړیکه کې دي او په ټول افغانستان کې د زرګونو نجونو ملاتړ کوي چې تل له موږ سره د هغه څه په اړه خبرې کوي چې پیښیږي او موږ ته د دوی د زده کړې او مقاومت په اړه وايي. زه فکر کوم چې له دغه کارونو یو هم پرته له دغه نجونو او ښځو امکان نه لري او هر کار چې دغه مېرمنې یې تر سره کوي خورا مهم دی، په تېرو دوه کلونو کې موږ هغه ځای ته رسېدلي یو، چې له ۱۰ زیاتو هېوادونو په قانون کې د جنسیتي توپیر د تدوین د امکان په اړه خبرې کوي، دا یو رښتینی قدرت دی.







