هانیه فروتن
د کابل په یوه څنډه، د لوړو دیوالو تر منځ کلا او د طالبانو ځپوونکو محدویتونو کې د ناهید د خیاطۍ د ماشین غږ په منظم تال سره د کور چوپتیا ماتوي.
دا غږ یوازې د درزيتوب د ماشین غږ نه، بلکې د هغو ښځو د هلیو، استقامت او هوډ غږ دی، چې هڅه کوي د طالبانو تحمیلي محدویتونو ته تسلیم نه شي.
د کابل ښار په بله څنډه کې بیا د ۲۲ کلنې نجۍ نرګس د خندا غږ دی، چې فضا ډکوي، هغه په لېوالتیا سره په خپل ځیرک تلېفون د خلکو سپارښتنې تر لاسه کوي، هغه سپارښتنې چې نه یوازې د هغې سوداګرۍ ته پراختیا ورکوي، بلکې په کور کې د ګوښيتوب سره مخ ښخو او بهرنۍ نړۍ تر منځ پل جوړوي.
دا د هغو دوو ځوانو نجونو کسه ده، چې د زده کړو او ټولنیزو محدویتونو په شتون کې يې د ځان بساینې او خپلواکۍ په لور نوې لار پرانستې ده.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ سره د ښځو پر وړاندې د محدویتونو د فرمانونو څپه راغله او په تېرو څلورو کلونو کې له تاوتریخوالي په ډګه توګه د دې کړنلارې پلي کول له افغاني ټولنې د ښځو په حذفولو تمامه شوه.
په دغه محدویتونو کې په ښوونځیو او پوهنتونو کې د نجونو د زده کړو مخنیوی، په دولتي او ډېري غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو د شتون محدویت او ان له سپورتي لوبغالو او عمومي پارکونو د هغوی منع کول شامل دي.
دغه سیاستونو د هېواد نیمايي وګړي په ټولنیز، اقتصادي او کلتوري ژوند کې له فعال ګډون څخه څندې ته کړي او د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان یې د ښځو لپاره په یوه تر ټولو بدو هېوادنو باندې بدل کړی دی.
دغه زار تازه د بشري حقونو د څار بنسټ په یوه راپور کې ویلي، طالبان د نیولو، وېرې، تاوتریخوالي او ډرولو له لارې هڅه کوي ښځې په سیستماتیک ډول حذف او په «بشپړه توګه تابع» کړي.
خو دې محدویتونه هغوی ته د روحیې د چوپ کولو پر ځای، د خلاقیت او پیاوړتیا څرک لګولی دی، نرګس او ناهید چې د ټکنالوژۍ او انلاین سوداګرۍ له لارې یې د ځان او نورو لپاره فرصتونه رامنځ ته کړي، د دې ادعا ګواه دي.
نرګس، د ناامید له ایرو راپورته کېدل
۲۲ کلنه نرګس بدر چې په ټولینزو شبکو کې د «نارسیس ناشناس» په نوم پېژندل کېږي، د دغه محدویتونو پر وړاندې د مقاومت یو له الهام بښوونکو بېلګو څخه ده، هغه چې د کابل ښار په لسمه ناحیه کې ژوند کوي، د طالبانو له راتګ وړاندې یې ښوونځی پای ته رسولی وو او د کابل پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځۍ ته یې د ورتګ لپاره د کانکور اموزینې انتظار کاوه.
خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو فرمان د هغې پر مخ د پوهنتون دروازه وتړله او په میاشتو یې خفګان او انزوا ور په برخه کړه. نرګس و ویل«لومړی ورځې داسې وې لکه هر څه چې پای ته رسېدلي وي، یوازې کتاب مې لوست او په انستاګرام کې ګرځېدم، خو دا مې درک کوله چې ژوند مې درېدلی دی.»
په همدې ورځو کې نرګس په انستاګرام د کار رامنځ ته کوونکو ښځو په ځانګړې توګه د ایراني او یو شمېر افغان مېرمنو فعالیتونه ولیدل او په ذهن کې یې څرک ولګېده. هغې و ویل«پوښتنه مې دا وه، چې که هغوی کولی شي زه ولې نه؟»
دا پوښتنه د یوې انلاین سوداګرۍ د پیل لپاره انګېزه شوه، نرګس دوه کاله (له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۳ پورې یوازې پلټنه وکړه: کوم محصول وپلوري؟ څه ډول بازار موندنه وکړي، څه ډول پېرودونکي جذب کړي، بالاخره د ۲۰۲۳ د اکتوبر په ۲۲ مه یې د ۲۵ تر ۳۰ زره افغانیو په لګښت په لاس جوړېدونکو کرستالي لاسي بکسونو په تولید پیل وکړ.

عکس: رخشانه میډیا ته سپارل شوی
د نرګس لپاره د کار پیل اسانه نه وو، د کابل په بازارونو لکه په منډيي کې چې یوه نارینه او دودیزه فضا ده، د لومړنیو توکو برابرول لوی خنډ وو، پر دې سربېره ناچاره وه، چې د خپل کار لپاره د اړتیا وړ ځینې توکي یو له ګاونډیو هېوادونو برابر کړي. هغې و ویل«ځينو په سپک کاته او یا دې خبرو چې «دا کار د نجونو لپاره نه دی» هڅه کوله ما زړه تورې کړي خو ما خپله پرېکړه کړې وه.»
نرګس خپل کار ته په پام، نه یوازې دغه خنډونه شاه ته پرېښودي، بلکې وتوانېده، چې د افغانستان له د ننه او ان اروپايي هېوادونو او امریکا څخه پېرودونکي راجذب کړي. هغه زیاتوي:«پېرودونکي مې له المان او کاناډا څخه پیغامونه را ته کوي او د لاسي بکس د ډول سپارښتنې راکوي، دا یو ښه او پیاوړی حس دی، چې کولی شم له کوره د نړۍ سره ونښلم.»
د نرګس کاروبار چې په سر کې له دو تنو پیل شوی وو، اوس یې ۳۰ کسیزه ټیم ته پراختیا کړې ده، د دغه ټولګې زیاتره غړي هغه نجونې دي، چې له زده کړو بې برخې شوې دي.
۱۷ کلنه نیلاب یو له همدې نجونو ده چې وايي:« له نرګس جانې سره کار ما ته انګېزه راکړې، کله چې ګورم هغه په دې ټولو ستونزو سره بریالۍ شوه، ځان ته وایم زه ولې نه؟»
نیلاب چې د ښوونځیو له تړل کېدو مخکې په یوولسم ټولګي کې زده کړې کولې، اوس د کرستالي لاسي بکسونو په جوړلو دومره ګټي، چې د دې په وینا،«لږ تر لږه بار یې د پلار له اوږو کموي.»
نرګس تر دې لوی هدف لري او وايي:«غواړم سوداګرۍ ته مې پراختیا ورکړم او په نورو هېوادونو کې څانګې پرانیزم، هر څومره چې زما کار لوی وي، ډېرې نجونې کولی شي کار وکړي او خپلواکه شي.»
هغې د خپل انستاګرام پر پاڼه لیکلي:«غواړم د نړۍ پر لور یوه کړکۍ پرانیزم چې د افغانستان ښځې نه یوازې ولیدل شي، بلکې واورېدل شي.»
ناهید، طالبان زموږ د خوبونو سیال نه شي جوړېدای
د کابل په یوه بله څنډه کې ۲۵ کلنه نجلۍ ناهید د پیاوړتیا او خلاقیت ورته کیسه لري، هغې چې په پروان پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علوم برخې د درېیم کال زده کړې کولې، د طالبانو په بیا راتګ او له زده کړو د نجونو په مخنیوي سره یو نیم کال په ګوښيتوب او خفګان کې تېر کړ.
ناهید و ویل« دا درک مې کاوه، چې ټولې دروازې راباندې تړل شوې، په ورځو ورځو مې ژړل او فکر مې کاوه چې ژوند مې پای ته رسېدلی دی، خو یوه ورځ مې له ځان سره و ویل، تر څو به په دې ډول ژوند کوم.»
ناهید ته د انلاین سوداګرۍ مفکوره د خپلې مور له دودیزه جامو ورپيدا شوه، هغې پرېکړه وکړه، چې د افغانستان د دودیز جامو چې په سیمه ییز او اصلي ډیزاینونو طرحه کېږي له کنډلو او پلور نه یوازې ګټه وکړي، بلکې د افغانستان د سیمه ییزه جامو کلتور و نړۍ ته ور وپېژني.
ناهید د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې په ۲۰ زره افغانۍ لومړنۍ پانګونې خپل کار پیل کړ، هغه خاندي او وايي:«طالبان زموږ فکر او د خوبونو لیدو وړتیا نه شي بندولی، یو ځیرک تلېفون مې درلود او دا د پیل لپاره بسندوی وو.
ناهید هر ورځ له ګڼو خنډونو سره مخ کېږي، هغه باید د جامو د ټوکر برابرولو لپاره د کابل منډيي بازار ته لاړه شي، هغه ځای چې هلته د یوې ځوانې نجلۍ شتون غیر عادي ګڼل کېږي.
هغې و ویل«هټۍ وال وايي، د تور سرو یې له دې کار سره څه؟ دا د سړي کار دی، یا په سپک کاته ما پوهوي، چې زما ځای دلته نه دی.
خو ناهید په پیاوړي هوډ سره دوام ورکړی دی او زیاتوي:«ډېر ځلې لوېدلې یم، خو د خپلو هیلو په خاطر مې دوام ورکړی دی، نه مې غوښتل بیا دا حس کړم چې هر څه مې له لاسه وتلي دي.
دا مهال ناهید له یوه واړه څلور کسیزه ټیم سره کار کوي، چې ټولې ځوانې ښخې دي، چې له زده کړو او کوره د باندې کار کولو څخه محرومې شوې دي، د هغې جامې چې د دودیزه او عصري هنر جوړښت دی، د افغانستان د ننه او بهر انلاین بازارونو کې ډېر مینوال موندلي دي.

عکس: رخشانه میډیا ته سپارل شوی
نوموړې و ویل«پېرودونکې مې له اسټرالیا او اروپا څخه د جامو سپارښتنې کوي، دا ماته د ویاړ حس راکوي، چې کولی شم د افغانستان کلتور نړۍ ته وروپېژنم.
د نرګس او ناهید کیسه یوازې د ګټې په اړه نه، بلکې د طالبانو د بې کابو ځپنې پر وړاندې د افغان ښځو د مقاومت او پر ځان د باور نښه ده. د دغه دوو ښځو انلاین سوداګرۍ د نورو نجونو لپاره هم دا زمینه برابره کړې، تر څو د کور له ګوښه کېدنې راووځي او په ګټې سره د خپلواکۍ او پر ځان باور حس پیدا کړي.
د نرګس په وینا:«هر نجلۍ چې زما په ټیم کې کار کوي، یوه کیسه لري. هغوی یوازې کارکوونکې نه دي، هغوی د یوې خپلواکه راتلونکې جوړولو لپاره هڅې کوي.»
دغه هڅې چې د ښځو او نجونو لپاره د کار زمینې برابرولو په موخه دي، په داسې شرایطو کې تر سره کېږي، چې افغان مېرمنې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ په کال ۲۰۲۴ کې په افغانستان کې د ښځو د بېکارۍ کچه له ۸۰ سلنې اوښتې ده.
د طالبانو محدودیتونو کاري فرصتونو ته د ښځو لاس رسی کابو ناممکن کړی دی، خو ټکنالوژي او ټولنیز شبکې د دې محدودیتونو د لرې کولو په توکو بدل شوي دي. د کار د نړیوال سازمان له راپور سره سم، په مخ پر ودې هېوادونو کې کوچینۍ انلاین سوداګرۍ په ځانګړې توګه د ښځو لپاره کولی شي، د کورنۍ له ګټې سره ۳۰ سلنه مرسته وکړي.
خو د نرګس او ناهید لپاره یو تر ټولو لویو خندونو دودیزه کاته دي، چې لا هم په عمومي او سوداګریزه ځایونو کې د ښځینه وو فعالیتونه غیرعادي ګڼل کېږي. ناهید وايي:«ځینې فکر کوي، چې ښځې نه باید کار وکړي، په ځانګړې توګه په دودیزه بازارونو کې، خو موږ هڅه کوو چې دا نظر بدل او یا یې کم تر کمه تعدیل کړو.»
دغه دودیزه نظرونه چې د طالبانو په بیا راتګ سره لا افراطي شوي، د کار رامنځ ته کوونکو مېرمنو لپاره لوی خنډ دی، خو هغوی له مجازي فضا څخه په ګټې اخیستنې دا خنډونه لرې کوي. نرګس هم له ورته ستونزو سره مخ ده او وايي:«ځينې په خپله منفي انرژۍ او سپک کاته سره غواړي زموږ کار ودروي، خو ورته وبه ښیو چې دوی تېروتنه کوي.»
دغه مقاومت یې نه یوازې د ځان بلکې د افغانستان د نورو ښځو لپاره هم الهام بښوونکی دی.
د ټکنالوژۍ رول د افغانستان د ښځو او نجونو د پیاوړتیا په برخه کې نه شو کولی نا لیدلی وبولو. ټکنالوژۍ په ځانګړې توګه ټولینزو شبکو لکه انسټاګرام او تلګرام د نرګس او ناهید په بریا کې کلیدي رول لوبولی دی.
دغه کړنلارو هغوی ته دا امکان برابر کړی، چې عمومآ د افغانستان له نارینه وو په ډکو بازارونو کې له فزیکي شتون پرته خپل محصولات کورنیو او بهرنیو پېرودونکو ته وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو د راپور سره سم که څه هم په کال ۲۰۲۳ کې په افغانستان کې انټرنېټ ته لاس رسی محدود دی، خو د کار رامنځ ته کوونکو مېرمنو لپاره د فیزیکي او ټولنیزو محدودیتونو د لرې کولو په یوه توکي بدل شوی دی.
نرګس و ویل:«انسټاګرام زما لپاره یوه کړکۍ ده، چې مخ پر نړۍ ور خلاصېږي، زه له خپل کوره په اروپا او امریکا کې له خپلو پېرودونکو سره اړیکه کې یم.
ناهید هم باوري ده، چې «یوه ځیرکه غوږۍ او انټرنېټ له هر هغه خنډ څخه چې طالبان غواړي د ښځو مخنیوی پرې وکړي پیاوړې ده.
د نرګس او ناهید کیسه یوازې د فردي بریا په اړه نه ده، دا کیسه په نړیواله کچه د افغان مېرمنو د هویت د بیا تعریف په اړه ده. هغوی د یوه نه منظم شوي نه لیدو په وړاندې مقاومت کوي. نرګس او ناهید د نورو نجونو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځ ته کولو سره، د ډېری نورو ښځو په شان، د افغان مېرمنو تر منځ د بېوزلۍ کمولو او پر ځان باور زیاتولو برخه کې مرسته کړې ده.
په ۲۰۲۴ کال کې د یونیسف راپور ښيي، چې ګټې ته د ښځو لاس رسی، ان که په کوچینۍ اندازه هم وي، کولی شي د کورنیو، رواني روغتیا، غیر رسمي زده کړو او خوړو خوندیتوب باندې ژور اغېز ولري.
نرګس او ناهید که څه هم نه غواړي د خپلې ګټې او پلور کره کچه وښيي، خو دواړه له هغه کار څخه چې مخ ته یې وړي، خوښې او هیله مندې دي. نرګس وايي:«ژوند له کړاونو ډک دی، خو تل د وتلو یوه لار هم شته.»







