یادونه: دا ځانګړې مرکه د بښنې نړیوال سازمان د عمومي منشي اګنس کالامارد سره د مارچ په اتمه نېټه تر سره شوې. مرکه په دوو برخو کې خپره شوې، چې په کې د افغان مېرمنو پراخې اندېښنې د نړۍ د یو له مهمو بشري حقونو سازمانونو له سرمنشي سره شریکې شوې دي.
زهرا جویا: اوس مهال په افغانستان کې خلک له ګڼو ناورینونو سره مخ دي، د کډوالۍ ناورین، بشري ناورین، دې ټولو د ښځو په وضعیت باندې خورا لوی اغېز کړی دی. ایا تاسو کولی شۍ په دې اړه د بښنې نړیوال سازمان ځینې موندنې شریکې کړۍ؟
آګنس کالامارد: دا په نېغه توګه زموږ موندنې نه دي، بلکې په سیمه کې د بشردوستانه فعالانو موندنې دي چې وايي، ۸۵ سلنه خلک له یوه څخه په کم ډالر ژوند کوي، هغه څه چې دا موندنې یې موږ ته وايي دا دې، چې نیمايي هېواد بشري مرستو ته اړتیا لري او ډېری خلک د خوړو د کمښت او نورو ګڼو محرومیتونو په شرایطو کې ژوند کوي، دغه راز موږ ته وايي، چې ۳.۵ میلیونه ماشومان له سو تغذیې سره لاس او ګرېوان دي.
دا هغه څه دي، چې یوازې د جنورۍ میاشتې تر پای پورې هغوی موږ ته ویلي اوس موږ ته ډېر څه نه وايي، ولې؟ د امریکا د ولسمشر د هغې پرېکړې له امله چې د USAID له لارې یې د امریکا مرستې بندې کړې، ځکه چې افغانستان ته د بشري مرستو لویه برخه د امریکایانو لخوا چمتو شوې وه.
له همدې امله، د ولسمشر ټرمپ ډېره ظالمانه پرېکړه، چې د واک له اخیستو شاوخوا یوه اونۍ وروسته وشوه، د افغانستان پر خلکو او په ځانګړې توګه پر افغان ښځو ډېره بده اغېزه کړې ده.
د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۵۰ ادارې اړ شوې چې خپل فعالیتونه ودروي، زه تصور هم نشم کولی چې دا پرېکړه به د هغو خلکو په ژوند څه اغېزه ولري چې لا د مخه یې په بحراني حالت کې ژوند کاوه او خورا زیات زیان ورسېدلی وو. نه به خواړه وي، نه به روغتیايي خدمات، دا ټول خدمات دمخه ویجاړ شوي یا به ویجاړ شي، نو خلک به له منځه ولاړ شي، دا د دې ظالمانه پرېکړې یوازینۍ پایله ده، دا د وژنې مانا لري، دا پرېکړه به خلک و وژني، نو دا یوه مساله ده.
دویمه مسله چې یو څه پخوانۍ ده، د کډوالو وضعیت دی، په تېرو کلونو کې د افغان کډوال هېڅکله هرکلی نه دی شوی، بلکې اوس هم په ځانګړې توګه د دوی د ګاونډیو هېوادونو له خوا د هغوی هرکلی نه کېږي، په ځانګړې توګه پاکستان او ایران کډوال تنظیموي او فشار راوړي چې افغانستان ته یې ستانه کړي، موږ ته ویل شوي چې له ۸۰۰ زره څخه زیات افغان کډوال هېواد ته ستانه کړای شوي دي، دوی په خپله خوښه نه دي ستانه شوي، بلکې ایستل شوي او دوی بله لار نه درلوده.
په پاکستان کې حکومت افغان کډوالو ته د جون تر میاشتې پورې وخت ورکړی چې په خپله خوښه بېرته ستانه شي، کنه په زور به وایستل شي، دا یوازیني هېوادونه نه دي چې په دې برخه کې سخت چلند کوي او خپلې نړیوالې ژمنې ماتوي.
په ترکیه او همدارنګه په اروپا هېوادونو کې، افغان کډوال یا پناه غوښتونکي نور نه شي کولی خپلې ادعاوې د دې پر بنسټ چې دوی له کوم ځای څخه راغلي وکړي، موږ پوهېږو چې یو شمېر یې افغانستان ته ستنول کېږي. افغانستان نه یوازې د ښځو او نجونو، بلکې د نارینه وو لپاره هم چې په سیاسي ګوندونو کې یې فعالیتونه کړي خوندي ځای نه دی.
د امریکا ولسمشر نه یوازې د USAID مرستې بندې کړې، بلکې د امریکا د کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام چې ګڼ شمېر افغان کډوال هم په کې شامل دي بند کړ. نو دلته هم دوی د یوې ظالمانه پرېکړې قرباني شوي دي.
نو، دا یو بشر دوستانه وضعیت دی. دې وضعیت ستونزې نورې هم زیاتې کړې او یا د ښځو او نجونو په وړاندې د سیاسي هڅونو بریدونو سره تړلی دی.
زهرا جویا: آیا تاسو د بشري او کډوالۍ د ناورینونو لپاره حل لار وینئ؟
اګنس کالامارد: د کډوالۍ کړکېچ کله هم په بشپړ او سمه توګه نه دی اداره شوی، خو موږ یو نړیوال قانوني سیسټم او نړیوال ژمنې لرو، دا ژمنې روښانه کوي چې خلک باید په زور سره هغو ځایونو ته ونه لېږل شي چېرې چې د دوی ژوند په ګواښ کې وي یا چېرې چې دوی ممکن د ځورونې سره مخ شي.
له شکه پرته افغانستان د هغو ښځو او نجونو لویه برخه چې اوس مهال کډوال دي، بېرته ستنول به دوی له بدتر وضعیت سره مخ کړي، نو، په رېښتیا سره د اضافي کړنلارو اړتیا نشته، ځکه موږ باید وکولی شو د کډوالو په کنوانسیون باندې تکیه وکړو، کوم چې د لسیزو راهیسې یې نړیوالې ټولنې ته خدمت کړی دی، اوس د ډېرو کړکېچونو په پام کې نیولو سره د دې وخت نه دی، چې له هغو څخه لاس واخلو.
زهرا جویا: طالبانو د رسنیو ازادي محدوده کړې او په افغانستان کې یې پر رسنیو او خبریالانو ډیر فشار راوړی دی، د بېلګې په توګه د خبریالانو بندي کول، ښځې نه شي کولی په دې مسلک کې کار وکړي، تاسو په فکر به د دې لنډمهاله او اوږدمهاله پایلې څه وي؟
اګنس کالامارد: په لنډو کې یې اصلي پایله دا ده چې د خبریال ژوند له ګواښ سره مخ دی، پوهېږو چې په تېرو دریو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د نیولو، شکنجې او ناوړه چلند شاوخوا ۳۳۶ قضیې راپور شوې دي، موږ پوهېږو چې په افغانستان کې په عملي توګه هېڅ خپلواکه رسنۍ شتون نه لري.
دا په دې مانا ده چې طالبان هڅه کوي معلومات کنټرول کړي، هغه معلومات چې بهر ته ځي او هغه معلومات چې خلک یې ترلاسه کوي، دوی په حقیقت کې هڅه کوي چې سانسور عملي کړي او پروپاګند وکاروي او په دې توګه خلک کنټرول کړي.
خو طالبان دا هڅه هم کوي چې د پاتې نړۍ له خوا د افغانستان په اړه د معلومات ترلاسه کولو برخه هم کنټرول کړي، ځکه چې افغان خبریالان، له هغې ډلې ښځو د هغو راپورونو په خپرولو کې کلیدي رول لوبولی دی، چې لوېدیځې یا په منځني ختیځ او نورو سیمو کې رسنۍ ورسره کار وکړي.
اوس دا موضع ورځ تر بلې ستونزمن کېږي، ځکه چې افغانستان ته د بهرنیو خبریالانو لاس رسی هم ستونزمن شوی دی، نو هغه څه چې موږ لرو هغه د معلوماتو بندول دي، چوپتیا ده او دا ښځې او نجونې د نړۍ له لید څخه لرې کوي.
دا خورا خطرناک دی ځکه چې هغه څه چې سترګې نه شي لیدای، هغه څه چې غوږونه نه شي اورېدای، هغه څه چې زړونه یې نه شي احساس کولی، شتون نه لري، نو هغه کار چې رخشانه رسنۍ او ستاسو همکاران یې کوي په رښتیا خورا مهم دي، موږ باید په هغه هېواد کې د مقاومت راپورونه او کیسې خپرې کړو.
زهرا جویا: د طالبانو تاوتریخوالی او ظلم په ټولو جبهو کې مخ په زیاتېدو دی، ځکه چې معلوماتو ته لاسرسی محدود دی، په راتلونکي کې د افغان مېرمنو د جنسیتي حقونو د ډاډمنتیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان تګلاره څه ده؟ او د راتلونکي لپاره لاره څه ده؟
اګنس کالامارډ: د بښنې نړیوال سازمان داسې کړنلارې ازمویلې چې باید ووایم چې د شرایطو له امله اوس له ستونزو سره مخ دي، خو موږ به تسلیم نه شو.
څه باید وکړو؟ موږ اړتیا لرو چې د ښځو او نجونو په اړه د دغو سرغړونو اغېزې مستندې کړو، موږ اړتیا لرو چې نړۍ د طالبانو د پرېکړو، پالیسیو او فرمانونو په مانا او دا چې دوی څنګه د ښځو او نجونو په ورځني ژوند او عزت اغېزه کوي خبر کړو، دا د بښنې نړیوال سازمان یو له اصلي دندو څخه ده.
زموږ یو له اصلي دندو څخه دا ده چې په ملګرو ملتونو کې په نړیواله کچه او څو اړخیزه توګه کار وکړو، په ځانګړې توګه د بشري حقونو په شورا کې، ترڅو د بشري حقونو مسلې تعقیب کړو، په دې برخه کې موږ یو پیاوړی ځانګړی راپور ورکوونکی لرو او د پام وړ هڅې مو کړې دي، په هرصورت، زموږ هدف د یوې نړیوالې کړنلارې یا پلټوونکي کمېسیون رامنځته کول دي چې وکولی شي په ټولیز ډول اړونده معلومات او شواهد راټول او و ارزوي.
موږ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په کچه، د امنیت شورا په کچه او په ملي کچه هم مشورې ورکوو، شاوخوا ۷۲ ملي برخې لرو، له هغو ډېری یې هڅې کوي تر څو خپل دولتونه دې ته وهڅوي، چې د هغه څه په اړه چې په افغانستان کې رامنځ ته کېږي ځواکمن دریځ غوره کړي.
موږ هغوی خپلو ټولو غوندو ته غواړو تر څو له هڅو لاس په سر نه شي او ټینګ ودرېږي، دا زموږ سره کرښه ده او تاسو نه شی کولی دا وړاندیز وکړی چې د افغانستان نجونې او ښخې نه باید د افغانستان د اوس او راتلونکې برخه وي، پر دې اساس دا د کار خورا مهمه برخه ده، هغه حق غوښتنه چې موږ یې له دولتونو سره تر سره کوو.
موږ له رسنیو سره پراخې اړیکې لرو، چې ټاکل شوې د پناه غوښتونکو په اړه یو کمپاین په لار واچو او هڅه وکړو تر څو پاکستان دې ته اړ باسو، چې افغان کډوال په زور ونه باسي او خپل هېواد ته یې ونه لېږي.
موږ غواړو له نورو سره همکاري وکړ، د اېتلافونو رامنځ ته کول حیاتي دي، موږ په هڅه کې یو چې د بشري حقونو له مدافع مېرمنو ساتنه وکړ، د بشري مرستو لپاره برنامې لرو چې د ښځو د حقونو د مدافعانو، ښځینه خبریالانو او نورو لپاره ځانګړې شوې دي دا زموږ د کار مهمه برخه ده.
موږ د دې لپاره چې ښځې، بنسټونه او د بشري حقونو مدافعان د دوحې د غوندې یوه برخه شي هڅې کوو، موږ د دې غوښتوونکي یو چې ملګري ملتونه له ښځو او مدني ټولنو لاس په سر نه شي او نه باید د افغانستان د راتلونکې په اړه هېڅ خبرې او غونډې د افغانستان د ښځو او مدني ټولنو له شتون او غږ اورېدو پرته تر سره شي.
دا زموږ برنامه ده، دا مو کار دی او زه کولی شم تاسو ته ډاډ درکړم چې موږ به د افغان نجونو او ښځو لپاره د مبارزې څخه لاس په سر نه شو.
زهرا جویا: د ښځو د نړیوالې ورځې په پار څه پیغام لرۍ؟
اګنس کالامارد: مقاومت وکړۍ، موږ باید ودرېږو او مقاومت وکړو، موږ باید د افغانستان د نجونو او ښځو تر څنګ د افغان ښځو او نجونو لپاره مبارزه وکړو، خو د ټولو نجونو او ښخو لپاره باید مقاومت وکړ، ځکه په اوس مهال کې د ښخو او نجونو د حقونو پر ضد سازمان شوې او عمدي حملې شتون لري.
یوه سازمان شوې حمله د ښځو د جنسیت په اړه شتون لري، کلتوري جګړه په اصطلاح د ښځو د جنسیت پر وړاندې د رامنځ ته کېدو په حال کې ده، د نارنیه واکۍ او ښخو ضد نړیواله شبکه د جوړېدو په درشل کې ده، د دې پدیدې پر وړاندې یوازنی غبرګون چې کولی شو ښکاره یې کړو دا دی، چې ودرېږو، پاڅېږو، سره یو شو او پرېکنده مقاومت وکړو.







