زهرا جویا
دا اوونۍ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي نړیوالې ورځې په درشل کې، ما د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره، د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ریچارد بنټ سره، د هغه اندېښمنوونکي وضعیت په اړه چې ښځې او نجونو ورسره مخ دي، خبرې اترې وکړې. ریچارد بنټ افغانستان ښه پېژني. هغه مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په استازولۍ کې، د بشري حقونو د څانګې د رییس او همدارنګه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سلاکار په توګه کار کړی دی.
هغه د ۲۰۲۲ کال په مۍ میاشت کې، د طالبانو واک ته رسېدو له یوه کال په کمه موده کې اوسنۍ دنده، چې مالي امتیازات نه لري په غاړه واخیسته او له هغه وخته تر اوسه پورې یې د افغان مېرمنو مخ په خرابېدو وضعیت، د روښانه کولو لپاره په نه ستړې کېدونکې توګه کار کړی دی.
ما له هغه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو د حقونو د اوسني وضعیت په اړه پوښتنه وکړه. دغه راز د هغه خنډونو په اړه، چې په خپل کار کې ورسره مخ دی، د طالبانو له محدودیتونو نیولې، د ملګرو ملتونو د بودجې تر کموالي پورې. هغه څه چې لاندې لولۍ له ښاغلي بنټ سره د مرکې متن دی، چې د روښانتیا او لنډوالي په موخه ایډېټ شوی دی.
زهرا جویا: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی تر کومې کچې پراخ او قصدي دی؟
ریجارد بنټ: تاوتریخوالی خورا پراخ دی، که چېرې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د معمول تعریف له مخې په پام کې ونیسو، یوازې فزیکي تاوتریخوالی نه، بلکې جوړښتي او رواني تاوتریخوالی هم په کې شاملېږي. په افغانستان کې ټولې ښځې د هغې تر اغېز لاندې راځي.
په خواشینۍ سره په افغانستان کې د سخت نرواکي نظام او نرواکي کلتور له امله، دا ډول تاوتریخوالی مخینه لري. په همدې خاطر وو، چې ۲۰ کاله وړاندې د افغانستان پارلمان او د ښځو د حقونو فعالانو، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو قانون تصویب کړ او د هغې اړوند بنسټونه یې رامنځ ته کړل. خو واک ته د طالبانو په بیا رسېدو سره د ښځو وضعیت خورا خراب شوی دی. ځکه طالبانو په سیستماتیک ډول ښځې له صحنې لرې کړې دي. هغوی ټول قوانین او هغه بنسټونه، چې د تاوتریخوالي په وړاندې یې له ښځو ساتنه کوله، له هغې ډلې د امن خونې له منځه وړې دي. په همدې دلیل تاوتریخوالی خورا پراخه دی او د ښځو وضعیت ډېر جدي او اندېښمنوونکی دی.
زهرا جویا: ستاسو د لیدونو پر بنسټ، فکر کوۍ د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی؟
ریچارد بنټ: البته چې زیاتوالی یې موندلی دی. دا زیاتوالی په بنسټیز او جوړښتي ډول دی. ځکه ښځې له عمومي ژوند څخه څنډې ته کړای شوې دي. پر زده کړو، کار، تګ راتګ او روغتیايي خدماتو ته پر لاسرسي او نورو برخو محدودیت د دې لامل شوي، چې ښځې او نجونې د ناوړه ګټه اخیستنې په برابر زیان مننونکې شي. همدارنګه د طالبانو بې شمېره فرمانونه، چې موږ ټول له هغو سره بلد یو او تر اوسه پورې له سلو زیات فرمانونه صادر شوي او دغه راز د «امربالمعروف او نهی عن المنکر» قوانین د نورو هغو اقداماتو بېلګې دي، چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی یې سخت کړی دی.
د اقتصادي وضعیت په دلیل هم تاوتریخوالي زیاتوالی کړی دی. خلک په بېوزلۍ کې ژوند کوي. ښځې په کورونو کې بندیانې شوې دي. خپله طالبان هم د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی کوي، په ځانګړې توګه د معترضو ښځو په وړاندې، یا ان د هغو ښځو چې د طالبانو د خوښې وړ جامې یا حجاب نه اغوندي.
له بل لوري، د بېوزلۍ او بېکارۍ د ټولګې په خاطرؤ کورنۍ شخړې زیاتې شوې او د کورنۍ د نورو غړو، له هغې ډلې د نارینه غړو له خوا تاوتریخوالی هم زیات شوی دی. خو په دې اړه د کره معلوماتو لاس ته راوړل خورا ستونزمن دي.
د دې ډول معلوماتو راټولولو لپاره یو بل سخت دلیل، څرنګه چې تاسې د خبریال په توګه پوهېږي، دا دی چې واکمن په بالفعل توګه نه غواړي موږ هغوی ته لاسرسی ولرو. دغه راز د مطبوعاتو او بیان آزادي په شدت سره محدوده شوې ده، ښځې او نجونې او دغه راز نارینه او هلکان په رسنیو کې د خپلو ستونزو له بیانولو وېرېږي.
زهرا جویا: تاسو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي بېلا بېلو ډولو ته اشاره وکړه، لکه د ښځو په ژوند باندې رواني، فزیکي، کورنۍ تاوتریخوالی او اقتصادي فشارونه، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کوم ډول اوس تاسې اندېښمن کړي یاست؟
ریچارد بنټ: په رښتیا د تاوتریخوالي ټولو ډولونه همدا اوس موږ ډېر اندېښمنوي. زه په ځانګړې توګه د اجباري ودونو او د ماشومانو د ودونو په اړه ډېر اندېښمن یم. موږ د دې پېښې د زیاتوالي لیدوونکي یو، په دې دلیل چې همدا اوس مو ورته نغوته وکړه، لکه اقتصادي دلایل او نور لاملونه.
دغه راز موږ د هغه تاوتریخوالي په اړه اندېښمن یو، چې د حکومتي بنسټونو له خوا تر سره کېږي. لکه د هغه کسانو په اړه، چې په زندانونو کې ساتل کېږي. موږ په تېرو څلورو کلونو کې د دې ډول تاوتریخوالي په اړه ډېر راپورونه تر لاسه کړي دي، په ځانګړې توګه د معترضو مېرمنو په وړاندې، چې د خپل مدني حق پر بنسټ په سوله ییزه توګه په اعتراض لاس پورې کوي، خو نیول کېږي او معمولا د جدي تاوتریخوالي له بېلا بېلو ډولونو سره یې مخ کوي.
زهرا جویا: څرنګه چې تاسو و ویل، موږ نه شو کولی په نېغه توګه د افغانستان د ننه تاوتریخوالی وڅارو. فکر کوی دا اندېښنه تر کومې کچې جدي ده؟
ریچارد بنټ: په افغانستان کې په تاوتریخوالي څار ډېر ستونزمن دی. د معلوماتو راټولولو په اړه د خپلواکۍ نشتوالی، د مطبوعاتو او بیان د آزادۍ نشتوالۍ. دغه راز د ښځو او نجونو لپاره بله هېڅ خوندي لار شتون نه لري، تر څو د تاوتریخوالي راپور ورکړي. مخکې هغوی کولی شوای د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د ښځو چارو وزارت، یا ځانګړو بنسټونو، محکمو او څارنوالیو ته، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو قانون لاندې جوړ شوي وو، مراجعه وکړي.
اوس پارلمان شتون نه لري. او عدالت ته په لاسرسي کې سختې ستونزې رامنځ ته شوې دي، ځکه ټول قضیان- که ښځې دي که نارینه- لرې کړای شوي دي. اوس هېڅ ښځه د قاضي یا څارنوال په څوکۍ کې شتون نه لري.
له دې سره سره، ښځې خپل غږ پورته کوي. هغوی لا هم مقاومت کوي او خپلې کیسې له موږ سره شریکوي. فکر کوم تاسو هم زما په شان هره ورځ له ښځو پیغامونه تر لاسه کوۍ. موږ له هغوی سره خبرې کوو او په دې توګه اوس هم کولی شو ډېر حیاتي معلومات راټول کړو.
دا کار افغانستان ته له تګ پرته تر سره کېږي. ښايي تاسې وپوښتۍ: «اوس چې افغانستان ته د تلو اجازه نه لرۍ، آیا دا زیاتې ستونزې نه رامنځ ته کوي؟» زه وایم دومره نه. ځکه ان کله چې مخکې افغانستان ته تلم، سفرونه مې لنډ وو. باید ډېر متحاطه وم تر څو ښځې له ګواښ سره مخ نه کړم. دویم دا چې ملګري ملتونه د بودجې له بحران سره مخ دی، او ان که طالبانو ماته اجازه هم راکولی، چې دغه هېواد ته ولاړ شم، په کال کې یوازې د یوه لس ورځني سفر لپاره بودجه شتون لري.
نو څرنګه چې معلومات په آنلاین او حضوري بڼه د افغانستان د ننه له ښځو تر لاسه کوو او دغه راز له هغو ښځو سره د خبرو اترو څخه، چې د هېواده وتلې دي او ښايي تاوتریخوالی یې تجربه کړی وي. د معلوماتو راغونډولو تر ټولو مهمه لار ده. هر ځل چې راپور لیکم، د افغانستان د ننه له خلکو سره سلا مشورې کوم او له هغوی د لیکل شویو معلوماتو غوښتنه کوم. عدالت ته د لاسرسي اړونده راپور لپاره مې له ۲۰ ولایتونو ۱۹۳ لیکلې سپارښتنې تر لاسه کړې او بیا مې وڅېړلې.
زهرا جویا: په رښتیا دا یوه لویه اندېښنه ده. هیله لرم تاسو اړین ملاتړ تر لاسه کړۍ، زموږ لپاره خورا مهمه ده، چې تاسو د څاروونکي په توګه ولرو. زما بله پوښتنه دا ده: له هغه یو کال وروسته چې تاسو د طالبانو په بند خونو کې د ښځو سره د جنسي تېري او ځورونې په اړه راپور خپور کړ، ستاسو نوې ارزونه څه ده.
ریچارد بنټ: موږ اوس هم راپورونه تر لاسه کوو. د دې ډولو پېښو ثبت او مستند کول ستونزمن دي، ځکه زموږ پالیسي دا ده، چې یوازې هغه وخت د پاتې شونیو راپورونه په تفصلي توګه ثبتوو، چې هغوی خوندي وي. دمګرۍ فکر کوم هغوی یوازې هغه وخت په رښتیا امنیت تر لاسه کولی شي، چې له هېواده ووځي. په همدې دلیل موږ پر ښځو شوي تاوتریخوالي هغه مهال ثبتوو، چې هغوی خوندي ځای ته رسېدلې وي. په هغه صورت کې کولی شوو مفصله مرکه تر سره کړو.
دویم ټکی دا دی، ډېری پېښې چې موږ ثبت کړې دي، د طالبانو د استخباراتي ادارو په بند خونو کې رامنځ ته شوې دي. په هغه بنسټ کې چې د استخباراتو د عمومي ریاست په نوم پېژندل کېږي. همدا اداره خلک نیسي او داسې بند خونې اداره کوي، چې د لاسرسي وړ نه دي. تر کومه چې زه خبر یم، په دې بند خونو کې هېڅ ډول څار امکان نه لري.
په هغه زندانونو کې چې د طالبانو د زندانونو چارو د ادارې له خوا اداره کېږي، اندېښنې کمې دي. ځکه پوهېږم، چې یوناما او ځینې نور بنسټونه کولی شي، له دغه زندانونو لیدنه وکړي، او دا لیدنې – په ځانګړې توګه له مخکینۍ خبرتیا پرته لیدنې – خورا مهمې دي.
موږ ډېر اندېښمنوونکي راپورونه تر لاسه کړي دي. خو له بلې خوا پوهېږو، چې دا مهال په نړیواله جنايي محکمه کې د حساب ورکولو ځینې نورې کړنلارې شتون لري. ښايي د ځواب ویلو نورې کړنلارې هم شتون ولري، احتمالآ د عدالت په نړیواله محکمه (ICJ) کې او د هغه خپلواکه پلټونکې کړنلارې له لارې، چې د بشري حقونو شورا اوس رامنځ ته کړې دي. هغه کسان چې په دې جنسي تاوتریخوالي کې یې لاس درلود، اخر به عدالت ته وسپارل شي او ځواب به و وايي. پر هغوی ښايي په راتلونکې اوونۍ کې عدالت پلی نه شي، خو زه باوري یم، چې په خپل مناسب وخت کې به پلی شي.
زهرا جویا: د ګڼو خنډونو تر څنګ کوم کارونه کولی شي، په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی او جنسیتي توپیر راکم کړي؟
ریچارد بنټ: زه له هغې کړنلارې ملاتړ کوم، کوم چې د بشري حقونو د سرغړاوي په وړاندې د «ټولو توکو څخه د کار اخیستلو کړنلاره» بولم او دا په افغانستان کې د جنسیتي تاوتریخوالي په برخه کې هم صدق کوي. باید په یاد ولرو، کله چې له جنسیتي تاوتریخوالي خبرې کوو، موخه مو د ټولو جنسیتونو په وړاندې تاوتریخوالی دی، هغه کېدای شي د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالی وي، کېدای شي د آل جي بي ټي آی (LGBTI+) ټولنې د غړو په وړاندې تاوتریخوالی وي، یا د هغه سړیو او هلکانو په اړه تاوتریخوالی وي، چې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره مبارزه کوي، لکه د خپلواکۍ او اعتراض حق.
هغه څه چې اړین دي، زما په باور څلور مورده دي:
لومړی، لکه څرنګه مې چې مخکې و ویل، موږ د دغه سرغړونو او جرمونو لپاره ځواب ویوونکو او کمپایني کړنلارو ته اړتیا لرو، هغه جرمونه چې د بشریت په وړاندې جنایت بلل کېږي. موږ د دې کړنلارو د ځینو هغو جوړول پیل کړي او د دې کار لپاره باید وتوانېږو د هغه څه حقیقت ثبت او مستند کړو، چې پښېږي.
دویم، د افغانستان مدني ټولنه، چې له فشارونو سره سره لا هم ژوندۍ او فعاله ده، باید په سمه توګه ترې ملاتړ وشي، هم سیاسي او هم مالي. د مدني ټولنې بنسټونه په ځانګړې توګه هغه چې د ښځو پر مټ لارښود کېږي، لا زیاتې بودجې ته اړتیا لري، تر څو د ښځو څخه د ساتنې لپاره خپلو فعالیتونو او کارونو ته دوام ورکړي. همدارنګه افغانستان د بشري مرستو زیاتوالي ته اړتیا لري. په وروستیو کلونو کې بشري مرستې کمې شوې دي او موږ د هغو د بیا زیاتېدو غوښتوونکي یو، تر څو د خلکو بېړنۍ اړتیاوې پوره شي. همدارنګه اړتیا ده، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د اقتصادي ځواکمنتیا او زده کړو د پیاوړتیا لپاره بودجه برابره کړای شي.
درېیم: عدالت غوښتنه، موږ له نړیوالې ټولنې غواړو، چې پر طالبانو اصولي او دوامداره فشار راوړي، له هغې جملې د طالبانو تر واک لاندې ادارو سره د تعامل لپاره د بشري حقونو د روښانه معیارونو ټاکل. د نړۍ ټول هېوادونه باید یو موټی شي او طالبانو ته روښانه کړي، چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول تر هغې کارنده نه دي، تر څو د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو برخه کې د پام وړ پرمختګ رامنځ ته نه شي. په پای کې ټولګډونتوب مهم دی، باید د ښځو او نجونو حقونه، غږ او رول د افغانستان د راتلونکې په اړه په ټولو خبرو اترو کې ځای ونیسي.
موږ افغانستان ته د کډوالو د ستنولو لیدوونکي یو، په عمومي ډول د ایران او پاکستان له خوا. اوس نورو هېوادونه، ان په اروپا کې هم کډوال افغانستان ته ستنوي. افغانستان د ګډوالو د ستنولو لپاره خوندي نه دی، هغوی د ګواښ او څار له ځوروېدو سره مخ دي او پر هېواد اقتصادي فشارونه هم زیات دي. خو هغه هېوادونه چې د کډوالو کوربتوب کوي، په ځانګړې توګه لکه ایران او پاکستان او همدارنګه شمالي ګاونډیان، لکه تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان په خپله لا زیات ملاتړ ته اړتیا لري.
یو بل اخلاقي مسوولیت هم د لوېدیځو هېوادونو پر غاړه دی. هغوی د ۲۰۰۱ د سپټمبر د ۱۱ مې له بریدونو وروسته، په افغانستان کې مداخله وکړه، لویه پانګونه یې وکړه او د افغانستان خلکو ته یې ډاډ ورکړ، چې د هغوی له بشري حقونو – که د ښځو او نجونو دي- که دې څنډې ته کړای شویو قومي او مذهبي لږکیو دي، ملاتړ به کوي. خو وروسته ډېر ژر له افغانستان څخه ووتل. د افغانستان خلک پوهېدل چې یوه ورځ به نړیواله ټولنه وځي، خو دا انتظار یې نه درلود، چې وتل به په دې ډول او دومره ګړندي وي.
زهرا جویا: وروستۍ خو مهمه پوښته: د ښځو د حقونو فعالان باور لري، چې طالبانو په افغانستان کې پر «جنسیتي توپیر ولاړ» نظام رامنځ ته کړی دی. ستاسو له نظره، هغه څه چې په افغانستان کې روان دي، د جنسیتي توپیر بېلګه ده؟
ریچارد بنټ: ما د ملګرو ملتونو د کاري ډلو په همکارۍ د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې، د ښځو او نجونو په وړاندې د تبعیض په اړه لیکنې پيل کړې، له هغه وخت راهیسې مې بېلا بېل راپورونه لیکلي دي، چې په هغې کې مې د طالبانو د بنسټیز تبعیضي نظام، جنسیتي توپیر، سلطې او ځپنې په داسې ډول بیان کړې دي، چې د «جنسیتي توپیر» معیارونه پوره کوي. همدارنګه مې د افغانستان د ښځو خبرو ته غوږ نیولی، چې اوسنی وضعیت جنسیتي توپیر بولي. هغوی دغه اصطلاح له کلونو راهیسې، په نوییمه لسیزه کې وکاروله، خو په تېرو شلو کلونو کې د هغې کارولو ته اړتیا نه لیدل کېده.
خو له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا، د افغانستان ډېری ښځې دا احساسوي، چې دغه اصطلاح کره واقعیت بیانوي، ځکه چې دا په روښانه توګه د ښځو او نجونو د بشري حقونو او انساني کرامت څخه د محرومولو قصدي او اډیولوژیکي ماهیت څرګندوي. دغه وضعیت په سړیو، هلکانو او همدارنګه په هغه کسانو چې متنوع جنسیتي هویت لري هم اغېز ښيندي. پر دې اساس دا یو ډېر پیاوړی او خوځنده مفکوروي چوکاټ دی.
خو دې اصطلاح لا هم په نړیوالو حقونو کې ځای نه دی موندلی. په نړیوالو حقونو کې د جنسیتي توپیر په نوم کومه اصطلاح شتون نه لري. یوازې هغه توپیر تعریف شوی دی، چې د توکم پربنسټ وي. خو له دې سره نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د «بشریت پر ضد جرمونو» په اړه د بشري حقونو د نوي تړون په اړه د خبرو اترو لپاره یوه کړنلاره ترسره کېدونکې ده- هغه کړنلاره چې څو کاله به وخت ونیسي. زه په دې تړون کې د جنسیتي توپیر د ځای پر ځای کېدو څخه ملاتړ کوم.
په ورته وخت دا هم باید په یاد ولرو، چې «جنسیتي ځورونه او څار/gender persecution» همدا اوس هم یو جدي جرم دی. دا د بشریت پر وړاندې یو جنایت دی. دا جرم د رم په اساس نامه کې، چې د جرمونو نړیواله محکمه رامنځ ته کوي، په مشخص ډول درج شوی دی. د جرمونو ضد نړیواله محکمه د همدې بنسټ پاڼې پر اساس رامنځ ته شوې او د «جنسیتي توپیر ځورونه او څار» همدا اوس د تعقیب او محاکمې وړ دی. موږ څو میاشتې وړاندې ولیدل، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوند زاده او همدارنګه د هغوی د سترې محکمې د قاضي القضات شیخ حقاني لپاره د «جنسیتي ځورونې او څار» په تور د نیولو حکم صادر شو.
زهرا جویا: ډېره مننه ریچارد. آیا د ویلو لپاره نور څه شته، چې غواړی زیات یې کړۍ؟
ریچارد بنټ: زه په رښتیا د افغان ښځو او نجونو د مقاومت او مبارزې تر اغېز لاندې راغلی یم، دا چې څه ډول خپل مقاومت ته دوام ورکوي او نه ماتېږي. هغوی د موږ ټولو لپاره الهام بښوونکې دي. هغوی موږ هلیمن کوي چې وضعیت به په راتلوونکې کې ښه وي. هغوی د موږ ټولو لپاره دا اصل روښانه کوي، چې هر انسان له جنسیتي توپیر پرته برابر پیدا کېږي. موږ باید له دې اصل نه پیل وکړو، چې هر انسان په حقونو او کرامت کې برابر زېږېدلی دی او هېڅوک نه شي کولی ستاسو حقونه یا کرامت له تاسو واخلي. ښايي هڅه وکړي، خو په پای کې ښايي ناکام شي.







