د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

سیاسي نسکورېدا او د طالبانو راڅرګندېدل (وروستی برخه)

۲۱ تله ۱۴۰۴
سیاسي نسکورېدا او د طالبانو راڅرګندېدل (وروستی برخه)

حوا جوادي

آیا د ښځو مدني مقاومت د سیاسي مبارزو تشه ډکوي؟

په تېرو څأورو کلونو کې د طالبانو پر وړاندې سیاسي مبارزه په زیاتېدونکې توګه کمرنګه او کمزورې شوې ده. ډېری سیاسي غورځنګونه چې یو وخت یې ځانونه د جمهوري حکومت سنې ګڼلې، ان د افغانستانه د باندې هم د پام وړ سیاسي راټولېدنې جوګه نه شول، د دغه غورځنګونو  دودیز ملاتړ کوونکو په سیمه ییز او نړیواله کچه ترې مخ واړاوه او یا یې تمو ته جدي پاملرنه نه کوي.

د طالبانو پر ضد ډېری سیاسي څرګندونې پر مجازي فضا تر سره کېږي او په عمل کې دومره اغېزمنې نه وې، چې د طالبانو، یا نړیوالو بنسټونو او نړیوالو قدرتونو د پام وړ وګرځي،د سیمه ییزه هېوادونو او نړیوالو قدرتونو سره د اړیکو پرې کول، د اودږمهاله عامه اړیکو کې نشتوالی او په ټول کې په افغانستان کې د سیاسي او نظامي حضور نه شتون، دا سیاسي غورځنګونه د تجزیې او نسکورېدا پر کړنګ درولي دي.

بل خوا، د طالبانو مخالفینو د سیاسي بې کفیاتۍ او غیز فعالۍ سره په موازي ډول، د ښځو مدني مقاومت خورا فعال او خوځنده وو، که څه هم په افغانستان کې د طالبانو د خپنې ماشین په پراخه کچه د ځواکمنو شځو د غورځنګونو د فعالیت ساحه ویجاړ کړې ده، خو د طالبانو مخالفت په بېلا بېلو پڼو او لارو چارو کې دوام لري.

په کوچینۍ کچه اعتراضي راټولېدنې، د نندارتونونو جوړول، سوداګریز فعالیتونه او د انلاین لارې د زده کړو دوام هغه لارې دي، چې په افغانستان کې ښځو هڅه کړې، چې د طالبانو د ښځو ضد رژیم ته تسلیم نه شي او ځانونه د طالبانو د قوانینو او چوکاټ بهر د ژوند او کار کولو فرصتونه برابر کاندي.

له افغانستانه د باندې د افغان ښځو وکالت هره ورځ اغېزمن او کارنده شوی دی. ښځې په پاشلې او نا منسجمه توګه توانېدلې، چې د نړیوالو پرېکړه کوونکو په ځینو مهمو مرکزونو، لکه نړیوالو ناستو له هغې ډلې د امنیت شورا ناستو کې حضور پیدا کړي او لږ تر لږه د هغه وضعیت یوه برخه انځور کړي، چې په افغان مېرمنو باندې تپل شوی دی.

دا سلا مشورې، غونډې او تر ټولو مهم د بشري حقونو د سرغړونو استاد او نړیوالو ادارو ته د دې لاسوندونو وړاندې کول، په تدریجي ډول د ښځو د مبارزو په اړه یوه روښانه لید لوری پرانستی دی. د ښځو د مبارزو لاس ته راوړنې لږ تر لږه په څو برخو کې د پام وړ دي:

لومړی: د نړیوالو پام ځان ته را اړول

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو لنډه موده وروسته، دغه هېواد له نړیوال پرېکون سره مخ شو. دې پرېکون افغانستان د نړیوالو له پامه وغورځاوه او د افغانستانه له وضعیته د عمومي افکارو او لېوالتیا د پام وړ لرې کېدو سره پای ته ورسېده. پر اوکراین د روسیې برید او له روسیې او چین سره د لوېدیځ د ټکر زیاتوالي د افغانستان د کړکېچ په څېر د کوچنیو ناورینونو څخه پام لویو نړیوالو مسلو ته واوښت.

وروسته د حماس او اسرائیلو تر منځ شخړې او په منځني ختیځ کې د جګړې زیاتوالي، افغانستان د نړیوالو عامه افکارو څنډې ته کړ. په داسې چاپېریال کې د بشري حقونو کړکېچ ته د سیمه ییزو هېوادونو بې پروايۍ د طالبانو د حکومت د جوړولو لپاره لار هواره کړه او د دې ډلې تر منځ یې دا انګېزه راپورته کړه، چې د افغانستان قضیه اوس تړل شوې او دوی کولی شي، په خپله خوښه پر افغان وګړو حکومت وکړي او ښځې له عمومي ځایونو لرې کړي.

په داسې چاپېریال کې غالب ګمان دا وه، چې له افغانستانه بهر د ښځو د حقونو د فعالینو ملاتړ به د نړیوالو پام ځان ته را وا نه اړوي او په پای کې به د ناکامۍ سره مخ شو، ژر یا وروسته، ښځینه فعالانې به هم د قوي نړیوال ملاتړ له نشتوالي ستړې شي او  له اعتراضونو به لاس په سر شي.

خو په عمل کې دا کار ونه شو، د افغانستانه بهر د ښځو فعالیتونه نه یوازې کم نه شول، بلکې په تدریجي ډول یې د پرېکړې کولو مرکزونو او دهلیزونو ته لار پرانسته او ورو ورور یې د ډېرو اغېزمنو اقداماتو لپاره لار هواره کړه. په رسنیو کې د راڅرګندېدو، د ښځو د وضعیت مستند کولو او په نړیوالو رسنیو کې د مسلکي راپورونو خپرولو سره ښځو په افغانستان کې د نړیوال پام او د ځواک کړیو او هلته رامنځ ته شوي بشري ناورین کې دخیل کېدو ته دوام ورکړ.

په نړیوالو رسنیو کې د ښځو د وضعیت څرګندول او د ځواکمنو رسنیو لکه بي بي سي، سي اېن اېن، ګارډین، ټایمز، اسوشټېېډ پرېس، رویټرز، فرانسې خبري آژانس، اسکای نیوز، لي مونډ، نیویارک ټایمز او نورو پام ځان ته اړول اسانه کار نه دی. په تېرو څلورو کلونو کې ښځې په بېلا بېلو لارو په دې رسنیو کې راڅرګندې شوې، مرکې یې ورکړې، مقالې او راپورونه یې خپاره کړل.

دا حضور د عامه نظرونو د اغېزمنولو او په دې توګه په لوېدیځ کې په سیاسیتوالو فشار راوړلو کې خورا مهم دی، په دې موده کې ښځو، چې د دې ارزښت څخه خبرې دي هڅه کړې، چې د افغانستان مسله پرانستې وساتي او د لوېدیځ عامه افکارو کې حساسیت رامنځ ته کړي.

دویم: د طالبانو د مشروعیت موندنې پر وړاندې خنډ جوړول

د یوه حکومت د مشروعیت موندنې پر وړاندې خنډ جوړول، هغه هم د سیاسي مبارزې په تشه کې، کمه لاس ته راوړنه نه ده، د طالبانو خپل، د هغوی د لابیګرو او ان مخالفینو ګمان داو، چې طالبان به ژر یا  په ځنډ د افغانستان د مشروع واکمنانو په توګه په رسمي ډول ومنل شي، خو اوس د طالبانو د واکمنۍ مشروعیت د منع شوې مېوې په څېر شوی دی.

طالبان نه یوازې ونه توانېدل، چې په نړیوال نظام کې مدغم شي، او ان نه شي کولی په آسانه توګه له کابله و اسلام آباد ته سفر وکړي. هغه دوسیې چې په محکمو د بشري حقونو په بنسټونو او ان سیاسي برخو کې د طالبانو پر وړاندې پرانستل شوې، هره ورځ لا ژورې کېږي، د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د دې ډلې د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادرول د دې لاس ته راوڼو یوه کوچینۍ برخه ده.

د بشري حقونو د سرغړونو څېړلو لپاره د ځانګړې پلټونکې کړنلارې رامنځ ته کول او د ولسي محکمې جوړېدو اوس د طالبانو د په رسمیت پېژندنې لپاره شرایط لا سخت کړي دي. هغه دوسیې چې د جرمونو نړیواله محکمه کې د طالبانو پر وړاندې پرانستل شوې، ډېر ژره د دغه ډلې د نورو څېرو او مشرانو پښه هم د جرمونو نړیوالې محکمې پورې ورسوي.

دغه لاس ته راوڼې که څه بسندویه او ټولې د ښځو د هڅو او مبارزو محصول نه دی، خو د ښځو د فعالیت او د هغو څېړنیزو او قانوني کارونو په نشتوالي کې، چې یو شمېر ښځو تر سره کړي دي، داسې پېښې به ممکنې نه وې، اوس نه یوازې د ښځو د حقونو فعالین د وکالت کولو څخه ستړې او له پامه غورځول شوې نه دي، بلکې دوی د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره سمه او روښانه لار هم موندلې ده.

طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې چې هر څومره په هېواد د ننه د ښځو ځپې ته پراختیا ورکړي، د دې ډلې د غړو لپاره ساحه نوره هم ستونزمنه شوې ده، چې په نورمال ډول بهر ته سفر وګړي. هغه تصور چې په لوېدیځ کې د طالبانو په اړه رامنځ ته شوی، د هغه تصور په پرتله تیاره دی، چې د کابل د سقوط پر مهال یا د دوحې د غونډې په جریان کې رامنځ ته شوی وو.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو هرات کې یوه ښځینه ډاکتره څو ساعته نیولې او وروسته یې خوشې کړه

اروپايي ټولنه: په پوهه پانګونه او د زده کوونکو او ښوونکو ملاتړ د هوسا او بنسټ لرونکې راتلونکې لار ده

که چېرې دې مسلې ته له دې اړخه وګورو، نو په یوه ډول د ښځو او طالبانو تر منځ معادله اوس پر عکس شوې ده. د دې پر ځای چې ښځې د مدني مبارزې له ډګره وباسي، د افغانستان واکمنان اوس په خپله ساه اخیستو لوېدلي او هڅه کوي، چې له د ننه څخه سره ونه پاشل شي.

درېیم- د طالبانو محاکمه

طالبانو پښې د دوی د فکر په پرتله ډېر ژر نړیوالو محکمو ته ورخلاصې شوې. دا ډله اوس د نړیوالو کنوانسیونونو لږ تر لږه څو سرغړونو لپاره په محکمو کې دوسیې لري، د خپلواکه پلټوونکې کړنلارې رامنځ ته کول، چې دنده یې د لاسوندونو راټولول او محکو ته وړاندې کول دي، د طالبانو لپاره کړۍ نوره هم تنګه کړې ده.

دغه مهمې لاس ته راوړنې اوس د حق غوښتنې بهیر نوي پړاو ته داخل کړی دی، هغه پړاو چې ورته پېښو یې په تېر کې روښانه پایلې درلودې او په پای کې یې وکولی شوای ځپوونکی حکومت راوپرځوي.

البته، که څه هم دا ډول لاس ته راوڼې د ښځو د مبارزو یوازینی محصول نه دی او د نورو عواملو لکه د نړیوالو بشري حقونو ادارو، سازمانونو او نورو پېښو د ملاتړ له امله ممکنه شوې دي. خو دې ټول بهیر کې د افغان ښځینه فعالانو رول، له شاهدۍ ورکولو تر اسنادو، وکالت او په پای کې تر محاکمې پورې، په الهام بښوونکې توګه د پام وړ وو، د قانوني پروسو پایله که څه هم دا ممکن ژر محسوسه نه شي، خو په اوږد مهال کې به د طالبانو د حکومت لپاره د ستونزو اصلي سرچینه شي.

په نړیوالو بنسټونو کې د ښځو نه ستړی کېدونکی او ډک شتون داسې دی، چې د طالبانو په وړاندې د سیاسي مبارزې تشه په جدي توګه نه ده احساس شوې، ښځې توانېدلې، هغه کار تر سره کړي، چې ځواکونه او سیاسي جریانونه په ټولو امکاناتو او سرچینو سره، د هغو په تر سره کېدو نه دي توانېدلي.

په هر صورت، په دې پړاو کې د ښځو مبارزه سیاسي موخې او لید لوری نه لري. د ښځو اصلي تمرکز په وکالت او شرایطو په بدلون دی، په داسې ډول چې د شځو عزت او درناوی له نارنیه وو سره د برابرو انسانانو په توګه په افغانستان کې بېرته را ژوندی کړای شي. دا ډول مبارزه ممکن په پای کې په سیاسي پایلې وڅرخي او ان د استبدادي او ظالمانه نظامونو د نسکورېدا لامل شي، خو په حقیقت کې دا د ښځو د فعالیتونو ماهیت او جوهر او په دې مبارزاتو پورې اړوند موخې نه شي بدلولی.

په ټوله کې د سیاسي ځواکونه او د افغانستان خلک باید د خپلو حقونو او خپلواکیو د ساتنې لپاره په لویه کچه مبارزه وکړي او قرباني ورکړي، د سیاسي مبارزې پرته وکالت ممکن پایلې ورکړي، خو ډېر وخت غواړي. د اوسني وضعیت بدلون د هر افغان څخه د مسوولیت احساس او مقاومت ته اړتیا لري، تر څو خپل اساسي حقونه تر لاسه کړي.

اړوندې لیکنې

ځان وژنه که قتل، کابل کې د تاوتریخوالي قرباني یوې ۴۷ کلنې ښځې د مرګ کیسه
دسته‌بندی نشده

ځان وژنه که قتل، کابل کې د تاوتریخوالي قرباني یوې ۴۷ کلنې ښځې د مرګ کیسه

۱۹ لړم ۱۴۰۴
لوګر کې یوه ښځه او یوه نجلۍ په ناوړه شکل وژل شوې
خبر

لوګر کې یوه ښځه او یوه نجلۍ په ناوړه شکل وژل شوې

۱۸ لړم ۱۴۰۴
ګورترش: نړۍ کې کابو ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان له زده کړو محروم دي
خبر

ګورترش: نړۍ کې کابو ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان له زده کړو محروم دي

۱۵ لړم ۱۴۰۴
د ښځو کیسې: خبریالي راته عزت وو
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې: خبریالي راته عزت وو

۱۵ لړم ۱۴۰۴
ننګرهار کې یوه ښځه د خپلې خور د خاوند له خوا وژل شوې
خبر

ننګرهار کې د راکېټ مرمۍ چاودنې د یوه ماشوم ژوند واخیست

۱۵ لړم ۱۴۰۴
ننګرهار کې د ناوړه وژنه، د تښتول شوي ماشوم ټوټې ټوټې جسد دوه ورځې وروسته موندل شوی
خبر

ننګرهار کې د ناوړه وژنه، د تښتول شوي ماشوم ټوټې ټوټې جسد دوه ورځې وروسته موندل شوی

۱۵ لړم ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه