یادونه: دا ځانګړې مرکه د بښنې نړیوال سازمان د عمومي منشي اګنس کالامارد سره د مارچ په اتمه نېټه تر سره شوې. مرکه په دوو برخو کې خپره شوې، چې په کې د افغان مېرمنو پراخې اندېښنې د نړۍ د یو له مهمو بشري حقونو سازمانونو له سرمنشي سره شریکې شوې دي.
زهرا جویا: نن زما مېلمنه د بښنې نړیوال سازمان مشره اګنس کالامارد ده. ټاکل شوې په دې مرکه کې د افغانستان د ښځو پر بحراني حالت خبرې اترې وکړو، آګنس ډېره مننه چې موږ ته مو وخت راکړ.
آګنس کالامارد: دا چې زه مو راوبللم مننه.
زهرا جویا: د افغانستان د ښځو په اړه د بښنې نړیوال سازمان ستره اندېښنه څه ده؟ فکر کوۍ، طالبانو د افغانستان د ښځو شل کلن پرمختګونه په بشپړه توګه له منځه وړي دي؟
اګنس کالامارد: ښه په دې کې باید هېڅ شک شتون ونه لري، طالبانو د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې جګړه په لار اچولې. هغوی یې له زده کړو بې برخې کړې دي، هغوی یې له کار څخه راګرځولې دي، هغوی سفر کولو ته نه پرېږدي، هغوی یې له خبرو منع کړې دي او لاریونونه یې ځپي، هغوی نیسي، زنداني کوي یې او ربړوي یې.
طالبان دا کار ډېر په سیستماتیک او منظم ډول تر سره کوي، هغوی له ښځو سره د دویمې درجې وګړو په توګه چلند کوي او هغه څه چې طالبان یې تر سره کوي، یو نوم لري:«د جنسیت پر اساس توپير او ځورول او دا د بشریت پر وړاندې یو جرم دی.»
زهرا جویا: ښه، شاید د جنسیتي توپیر له کمپاین څخه خبر یاست، د دې کمپاین په اړه د بښې نړیوال سازمان دریځ څه دی؟
اګنس کالامارد: ښه، موږ په منظمه توګه ښايي له دې کمپاین څخه ملاتړ وکړو، موږ ډېرې زړورې مېرمنې له هغې ډلې د افغانستان ښځې، د ایران ښځې او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مېرمنې څارو.
موږ باور لرو چې د جنسیت پر بنسټ توپیر، ظلم او ځورونې د رسمیت پیژندلو په برخه کې په نړیوال حقونو کې لویه تشه شتون لري.
د بشریت پر وړاندې دا جرم د ځورونې او ځپنې په برخه کې د جنسیت پر بنسټ نه دی، دا یو شی دی، چې ډېر سیستماتیک دي، دا د ښځو او نجونو د ژوند په هره برخه پورې تړلی دی، دا ژورې ریښې لري او باید له منځه یووړل شي.
د بښنې نړیوال سازمان لپاره، دغه ستونزې ته د پای ټکي اېښودو برخه کې هېڅ ډول یو اړخیزه حل لار شتون نه لري، خو لومړی ګام د جرمونو پېژندنه او نوم اېښودنه ده، په همدې دلیل د جرم په توګه «د جنسیتي توپیر» په رسمیت پېژندنه د نړیوالې ټولنې لپاره خورا ارزښتمنه ده.
موږ له بېلا بېلو دولتونو غواړو چې په دې برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي، موږ د بشریت پر وړاندې د جرمونو د کنوانسیون د مسودې په اړه د روانو بحثونو او موافقو په چوکاټ کې هڅه او غوښتنه کوو، چې د دې مسودې کنوانسیون کې د جنسیت توپیر باید د رسمي جرم په توګه وپېژندل شي.
ګورۍ، پوهېږي، چې دا مساله به د افغانستان د ښځو او نجونو وضیعیت حل نه کړي، خو ډېره مهمه ده، هغه څه چې دي، باید ونمول شي او دا مهال په نړیوالو حقونو کې د هغو لپاره کومه کلیمه نه لرو.
هو، هغه کلمه چې موږ په بښنې نړیوال سازمان کې کارولې «جنسیتي ځورونه» ده، خو دا له جنسیتي ځورونې څخه ورپورته او یوه ژوره موضوع ده، چې د ښځو او نجونو د پیدایښت نه تر مرګه پورې د هغوی د ژوند هر اړخ رانغاړي او باید ونمول شي، زموږ لپاره چې د توپيري چلند د بېلا بېلو بڼو په اړه مو کار کړی، هېڅ دا شک نه لرو، چې دا هماغه جنسیتي توپير دی.
زهرا جویا:د ملګرو ملتونو، او بشري حقونو بنسټونو لکه د بښنې نړیوال سازمان له غوښتونو سره سره، ولې فکر کوی، چې طالبان د افغانستان د ښځو ژوند تریخولو ته دوام ورکوي؟
اګنس کالامارد: دا پوښتنه له بېلا بېلو اړخونو ستونزمنه ده، ځکه د ښځو په اړه د طالبانو چلند له هغه وخته چې واک ته رسېدلي تر نن پورې په پرلپسې توګه بد شوی دی، موږ داسې ډېر ډېر فرمانونه او کړنلارې لیدلي، چې ټول یې د ښځو او نجونو د حقونو، عدالت او کرامت د محدود کولو په موخه صادر شوي دي.
هغه څه چې نړیواله ټولنه تر سره کوي، قطعآ بسنه نه کوي، که نه نو شاید دا وضعیت مو نه درلودای، خو بیا هم په نړیواله ټولنه کې داسې کسان شته، چې سمې خبرې کوي او تر یوه بریده یې کار هم کړی دی، کولی شو د هغه هېوادونو په اړه خبرې وکړو، چې د افغان ښځو او نجونو په استازیتوب محکمې ته ځي.
خو هغه څه چې په اوس کې یې کمی لرو، هغه په نړیواله ټولنه کې یوه کډه، متحده او پیاوړې موضوع ده، موږ هغه نه لرو، بېلا بېل خلک دلته او هلته خبرې کوي، دغه راز ډېری خلک څه نه وايي، پر دې اساس دا د اجماع او توافق نشتوالی دی.
زه دې ته ډېره خوشبینه نه یم، چې موږ به یوې بشپړې اجماع ته ورسېږو، خو په اوس حال کې هغې ته ورته څه نه لرو، موږ اوس مهال په ریښتیا د طالبانو سره د دریځونو او ښکیلتیا مختلف ډولونه وینو، او دې موضوع طالبان لا زړه ور کړي، چې په ښځو او نجونو بریدونو ته په شدت سره دوام ورکړي.
په دې اساس زه وایم، هغه څه چې تر ټولو مهم او لومړی شتون نه لري، یوه نړیواله متحده او پیاوړې موضوع ده، چې طالبانو ته اجازه ورنه کړي، چې افغان ښخې او نجونې د دویمې درجې د وګړو په توګه وګواښي او کوم ګامونه چې طالبانو په دې برخه کې پورته کړي، باید له منځه یې یوسي.
موږ په دې برخه کې یوې متحدې او پیاوړې موضوع ته اړتیا لرو، چې اوس مهال نشته.
زهرا جویا: سره له دې چې اوس پیاوړی یووالی نه لرو، طالبان هم د نړیوالو غوښتنې او مطالبې په پام کې نه نیسي او له موضوع سره داسې ډول چلند کوي، چې ګویا پر دوی کوم جدي فشار نشته، آیا نړیواله ټولنه د افغانستان د ښځو د وضعیت څخه سترګې پټوي؟
اګنس کالامارد: نه شم کولی و وایم، چې ټوله نړیواله ټولنه ترې سترګې پټوي، پوهېږم، چې اسټرالیا، کاناډا، المان او هالنډ د ۲۰۲۴ په سپټمبر کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ټولو بڼو د له منځه وړلو په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون د سرغړونې له امله د طالبانو پر ضد قانوني ګام پورته کړی، دا یوه پیاوړې موضوع او موخه یې دا ده، چې طالبان ځواب ویوونکي کړي. دا له سزاو د خوندیتوب مبارزه او عالي ده.
دغه راز موږ پوهېږو چې ۲۰۲۳ کې د امنیت شورا لخوا یو پریکړه لیک صادر شو، چې د طالبانو لخوا د اخیستل شویو اقداماتو د لرې کولو غوښتنه یې کوله.
دا دوه دریځونه مهم دي، خو ښکاره ده، چې بسندوی نه دي.
ښکاره ده، طالبان د نړیوالې ټولنې منځ کې کافي متحدان لري، چې انګېري دوی کولی شي د نورو غوښتنې، – د نړیوالې ټولنې د نورو غړو اصلي غوښتنه- له پامه وغورځوي، پر دې اساس، په حقیقت کې د یو متحد دریځ نشتوالی شتون لري، چې ښځې او نجونې باید خوندي شي او د دوی د حقونو څخه سرغړونه یوه مطلقه سره کرښه ده. دا متحد دریځ اوس شتون نه لري.
څه ته اړتیا لرو؟ زما په اند د مسوولیت مننې د زیاتوالي لپاره لا زیاتو اقداماتو ته اړتیا لرو، هغه څه ته ورته چې اوس مهال یې موږ د څلورو هېوادونو په اړه شاهدان یو، پر دې سربېره، د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) ګډون هم اړین دی.
په دې وروستیو کې لویه لاس ته راوڼه تر لاسه شوه، هغه مهال چې د عدالت نړیوالې محکمې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۳ مه، د طالب مشرانو د نیولو لپاره خپله غوښتنه اعلان کړه، دا ګام نړۍ ته یو روښانه پیغام رسوي:«له مجازاتو نور هېڅ خوندیتوب شتون نه لري» موږ ښه پوهېږو، چې طالبان تر اوسه د خپلو اعمالو د پایلو د خوندیتوب له امله لا زړور شوي دي.
دا موضوع ما ته لږ څه هیله راکوي، ځکه تېر کال موږ ولیدل چې نړیوالې ټولنې که څه هم ناوخته و، خو یو دم افغانستان کې بحراني وضعیت ته متوجه شوه«وای، دلته څه خبره ده؟» د دغه هېواد له نیمايي زیات وګړي په ځنځیر کې ژوند کوي او د ربړونې، ځپلو او توپیري چلند تر بې سارې ډولونو لاندې دي، چې کم تر کمه په تېرو دوه لسیزو کې یې ساری نه دی لیدل شوی، که څه له دې وړاندې هم په افغانستان کې داسې شرایطو شتون درلود.
خو دا بسنه نه کوي، زه غواړم هغه څه چې ومې ویل تکرار کړم، موږ تر دې یوې واحدې موضوع ته اړتیا لرو، موږ په امنیت شورا کې د طالبانو په اړه لا ډېرو پرېکړه لیکونو ته اړتیا لرو، پوهېږۍ، باید چې سرې کرښې شتون ولري، تر څو چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دا اقدامات لرې نه شي، هېڅوک باید له طالبانو سره تعامل ونه کړي او نه باید طالبان تر هغې په رسمیت وپېژني تر چې د ښځو او نجونو پر وړاندې اخیستي ګامونه لغوه شوي نه وي.







