د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د شرل بنارد ګمراه کونکي کیسې؛ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د ژوند واقعیت څه دی؟

۱۳ زمری ۱۴۰۴
د شرل بنارد ګمراه کونکي کیسې؛ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د ژوند واقعیت څه دی؟

زهرا جویا

زه د یوې افغان مېرمنې او خبریالې په توګه د څلورو کلونو مخکې ډاروونکو بدلونونو له نېږدې شاهده وم، باوري یم هغه مقاله چې په The National Interest  کې د «افغان کډوال باید افغانستان ته له تګه وېره ونه لري» تر عنوان لاندې خپره شوې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د افغان مېرمنو او نجونو د واقعي وضعیت څخه یو ناسم او ساده ډول انځور وړاندې کوي.

زه او د رخشانې رسنۍ همکاران چې په پټه د افغانستان د ننه کار کوي، د طالبانو له لوري د بشري حقونو د نقض په مستند کولو ځانګړی تمرکز لرو.

کابو څلور کاله تېر شول، په رخشانه کې زموږ کار دا وو، چې له نېږدې وګورو د افغانستان مېرمنې څه شی تجربه کوي او پرېنږدو هغه څه چې افغانستان کې پر ښځو تېرېږي له رسنیو پټ او بې پروا پاتې شي، په یوه لنډه لیکنه کې د ښځو د ټول وضعیت بیانول سخت کار دی، خو لاندې مواردو ته پام ښيي، هغه څه چې فمینیستې او د خلیلزاد ـ (هغه څوک چې د طالبانو او امریکا تر منځ د تړون اصلي جوړونکی دی) د مېرمنې شرل بنارد په مقاله کې انعاکس شوي، په افغانستان کې له شته واقعیتونو سره زیات توپیر لري.

طالبانو د کابل په ولکه کولو سره دوه ښکارنده ګامونه پورته کړل تر څو د ښځو په اړه خپل نیت او پلانونه ښکاره کړي، د ښځو چارو وزارت لغوه کول او په ښو د امر او له بدو د منعې کولو په وزارت بدلول چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د بنسټونو له لید لوري د طالبانو له لوري د ښځو پر ضد تر ټولو ضدي بنسټ دی، طالبانو دغه راز د بشري حقونو خپلواک کمېسیون لغوه کړ چې زیاتره کار یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ثبتول او هغه ښځو ته د خدماتو وړاندې کول وو، چې په ټولنه او کور کې له تاوتریخوالي سره مخ مېرمنو لپاره یې کاوه.

د ښځو د حقونو د ملاتړ د دغه دوه بنسټونو تر لغوه کېدو وروسته، طالبانو د ښځو ځپوونکو فرمانونو صادرولو ته کش ورکړ. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي قانون لغوه کول، په پوهنتونو کې د نجونو د زده کړو مخنیوی، په دولتي او نړیوالو بنسټونو کې له کار څخه د ښځو منع کول، له شپږ ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل، په طبي موسساتو کې د ښځو پر زده کړو بندیز، د سینګارتونونو بندول، په پارکونو او سات تېرو ځایونو کې د ښځو د شتون مخنیوی یو شمېر هغه فرمانونه دی، چې تر اوسه د طالبانو په حکومت کې صادر او پر قانون اوښتي دي.

دویم: د ښځینه فعالانو نیول او جنسي ځورونه

د طالبانو د حکومت له همغه لومړنیو میاشتو راهیسې تر نن پورې په دوامداره توګه د ښځینه فعالانو نیول دوام لري، دا نیونې له نورو ټولو نیونو سره توپیر لري، ډېری فعالانې چې د طالبانو په حکومت کې د زنداني کېدو تجربه لري، له ډېرو ډاروونکو، ډول ډول فزیکي شکنجو، سپکاوي او ان د جنسي ځورونو او تېریو کیسې کوي، رخشانې د نړیوالو رسنیو په همکارۍ څو ځلې د شکنجې او جنسي ځورونې پېښې مستندې کړې او په دې برخه کې یې راپورونه هم خپاره کړي دي، ما د رخشانې رسنۍ د مسوولې په توګه د طالبانو په حکومت کې د ښځو د جنسي ځورونې ګڼ شمېر فلمونه، ویډیوګانې او ځورونې بیان کړې، ما تر اوسه له شپږو زیاتو مېرمنو سره خبرې کړې چې ادعا یې کړې، د طالبانو په زندان کې پر هغوی جنسي تېری شوی دی.

ډېری هغه مېرمنې چې د طالبانو په زندان کې وې اوس تر رواني څار لاندې دي او د طالبانو له رواني شکنجو، سپکاوي او حرمت له تویدو سره لاس او ګرېوان دي.

۳- د نجونو د ځان وژنې پېښو زیاتوالی

په تېرو دریو کلونو کې، چې ښځې له پوهنتونونو او نجونې له شپږم پورته ښوونځیو راګرځول شوې، د ښځو او نجونو تر منځ د ځان وژنې پېښې په ښکاره توګه زیاتې شوې دي، هغه پلټنې چې موږ په رخشانه رسنۍ کې تر سره کړې، د دغه ځان وژنو زیاتره برخه یا د پرېشانۍ او یا هم د کورني تاوتریخوالي له امله دي، په خواشینۍ سره موږ په رخشانې رسنۍ کې کابو هره اوونۍ د ښځو او نجونو د ځان وژنې یوه پېښه خپره کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په شدت سره د دغه ډول خبرونو او راپورونو د خپرولو مخنیوی په سستماتیک ډول کوي، که نه کېدای شي ریښتینې پېښې له دې هم زیاتې وي.

په دې اړه نور ولولئ...

«وطني فمېنېسټ»، په برابرۍ غوښتونکو ښځو ملنډې او له فمېنېزمه ناسم پوهاوی

ریچارد بنټ له رخشانۍ رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې: «موږ باید د هغه څه حقیقت چې په افغانستان کې تېرېږي ثبت او مستند کړو»

له راتلونکې د نجونو ناهیلي، د زده کړو پر وړاندې خنډونه، د دوی تر منځ د پرېشانۍ او ډار پېښې تر دې کچې زیاتې کړې، چې نور د زغم وړ نه دي، له بل پلوه دغه مېرمنې او نجونې د رواني حالت درملنې خدماتو ته هم لاس رسی نه لري.

۴- ژر تر ژره ودونو زیاتوالی

له کار او زده کړو د نجونو مخینوی پر ښځو د ژوند کړۍ سخته راتنګه کړې، د خپلواکه پلټنو نه شتون له امله د وخته وړاندې، ژر او جبري  ودونو رسمي او دقیقې شمېرنې معلومې نه دي، زموږ د خبریالانو راپورونه ښيي، چې اجباري او تر وخت وړاندې ودونه په وېروونکي ډول زیاتوالی موندلی دی.

له زده کړو بې برخې نجونې د کورنیو تاوتریخوالیو او اجباري ودونو اصلي قربانیانې دي، د کار او زده کړو فرصتونو په نشتوالي کې له نجونو او ښځو د کورنیو ملاتړ د پام وړ کم شوی دی، په پایله کې نجونې پرته له دې چې له وخته وړاندې او اجباري ودونو ته تن ورنه کړي، بله چاره نه لري.

۵- په عام محضر کې بدنې سزاوې

له دوه کلونو راهیسې د طالبانو د امربالمعروف وزارت او قضايي بنسټونو په عام محضر کې د ښځو په دورو وهلو ته مخه کړې، په تېرو دریو کلونو کې زموږ د خبریالانو لیدنې او نړیوالو بشري حقونو بنسټونو او ملګرو ملتونو راپورنه ښيي، چې طالبان کابو هره ورځ ښځې او نارینه د نامشروع او غیرقانوني اړیکو په تور په دورو وهي.

په دورو وهل په اغلب ګمان د بې بنسټه پلمو او هغه ځانګړو اړیکو پر اساس دي، چې خلک یې تر خپل منځ لري او په هېڅ ډول دوسیو کې قضايي او حقوقي کړنلارې نه تر سره کېږي، هغه پایلې چې په دورو وهل یې د مېرمنو لپاره پر ځای پرېږدي، تر هغو څو چنده درندې دي چې د نارینه وو لپاره یې لري، ډېری مېرمنې له دورو وهلو وروسته په ټولنه کې د عادي ژوند فرصت له لاسه ورکوي.

۶- له عدلي او قضايي نظام څخه د ښځو محرومیت

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته شته مدني قوانین لغوه او پر ځای یې د حنفي فقې پر بنسټ جوړ شوي قوانین پلې کوي، هغه قوانین چې اوس یې طالبان پلي کوي، په مکمل ډول یې له ښخو د طلاق او له مېړه د جلاوالي حق اخیستی دی، ښځې د عدلي او قضايي بنسټونو په هېڅ ځای کې هم ځای نه لري او په بشپړه توګه له دغه سیستم څخه لرې کړل شوې دي.

د طالبانو په قانون کې یو نارینه کولی شي هر وخت چې وغواړي، له مېرمنې جلا او هغې ته طلاق ورکړي کله هم په یوه واړه پیغام سره، خو ښځې ان که له تاوتریخوالي سره مخ هم شي، نه شي کولی له مېړه طلاق واخلي پرته له هغه مورد چې خپل مهر مېړه ته وبښيي.

۷ – له حکومتي بنسټونو د ښځو پاکول

طالبانو واک ته په رسېدو سره په بشپړه توګه ښخې له دولتي بنسټونو ایستلې دا مهال د پوهنې، روغتیا او پولیسو له برخو پرته په هېڅ دولتي بنسټ کې ښځې په مطلق ډول شتون نه لري، په هېڅ ډول پرېکړو او سیاست نیوونې ان د پوهنې او روغتیا په برخو کې ښځې حضور نه لري.

ډېری مېرمنې چې په تېر کې یې په دولتي بنسټونو کې ښه او باوري ځایونه درلودل او په پرېکړو او تصمیم نیولو کې شریکې وې، له دندو لرې کړای شوې دي. په همغه ورځو کې چې مېرمن شرل بنارد په کابل کې د طالبانو له مشرانو سره په لیدو کتو بوخته وه، دغه ډلې د افغانستان له پوهنتونونو د سلګونو ښځو بستونه لغوه کړل او پر ځای یې طالب ملایان وګمارل، د دغه ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سلګونه هغه مېرمنې، چې په وړکتونونو کې د ماشومانو پر زده کړو بوختې وې له دندو لرې کړې.

زیاتره هغه مېرمنې چې په تېر کې یې د حکومت په بېلا بېلو برخو کې کار کاوه، دا مهال په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې دي، هټۍ وال، لار پلورونکي او کراچۍ چلوونکي چې مېرمن بنارد په ټولنه کې د ښځو د شتون او حضور په توګه ترې یادونه کړې، هغه څوک دي، چې په تېر کې یې په حکومتي ادارو کې کار کاوه او په ځینو برخو کې یې په لوړو پوړونو کې په تصمیم نیونو، پرېکړو او سیاسیتونو کې مهم رول لوباوه، خو اوس د خپلو ماشومانو لپاره د یوې ګولې ډوډۍ موندلو په موخه په واټونو کې لالهانده دي.

ما ته د یوې خبریالې په توګه هغه څه چې مېرمن بنارد یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې وضعیت په هند کې د ښځو تر وضعیت غوره کڼي او هغه څه چې په واقعي ډول په افغاني ټولنه کې دوام لري، په مکمل ډول په ټکر کې ښکاري، زما لپاره د حیرانتیا او مړاوي کېدو تومنه ده چې څرنګه او څه ډول هغه څوک چې ځان ورته د ټولنیزو علومو څېړونکې او فمنیست ښکاري دغه ډول پایلې ته رسېدلې، د دې ادعاو مستندونه لاسوندونه چېرته دي.

څرنګه او په کومه کچه د ښخو لپاره د طالبانو تر سیوري لاندې ژوند امنیت راوړونکی دی، آیا ښځې په هغه ځای کې کولی شي خپلې روښانه راتلونکې ته هیله منې شي؟ ایا مېرمن بنارد له هغو مېرمنو سره چې د طالبانو د زندانونو تجربې او خاطرې له ځان سره لري ناسته ده؟ آیا هغې کابل پوهنتون ته سر ورښکاره کړی دی، چې په هغې کې د پوهنتون انګړ ته د ښځو ننوتل جرم ګڼل کېږي؟ آیا هغې له هغو نجونو سره خبرې کړې او د هغوی خبرو ته یې غوږ نیولی، چې له شپږم ټولګي فارغې شوې او اوس نه شي کولی ښوونځي ته ولاړې شي، آیا هغه د طالبانو په دورو وهلو مراسمو ته چې په لوبغالو کې یې تر سره کوي ورغلې او په عام محضر کې یې د ښځو په دورو وهل لیدلي دي.؟

زه د یوې خبریالې په توګه او نورې ټولې د ښځو د حقونو فعالانې طالبانو په حکومت کې د باوري لاسوندونو په نه شتون کې د دغه ډول زیاتو کیسو په اړه شک لرم، هغه کیسې چې نه یوازې لار ورکې کوونکې دي، بلکې تر شاه یې بلا سوالونه شتون لري، هغه هم د هغې مېرمنې کیسې چې د افغانستان زیاتره مېرمنې د هغې مېړه په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته رسولو برخه کې اصلي معمار ګني.

زه باوري یم، چې په افغانستان کې د ښځو مبارزه د دغه ډول لار ورکوونکو کیسو سره سره دوام لري او د دغه مبارزو په پایله کې به هغه جنسیتي توپیر چې په افغانستان کې واکمن شوی دی، ډېر ژر به یې ټوکرۍ نسکوره شي، خو تاریخ به د هغه چا چې له دغه ښځې ځپوونکي نظام څخه په دفاع کې یې غاړه ایستلې ده او د بشري حقونو ټول ارزښتونه او معیارونه یې تر پښو لاندې کړي له یاده ونه باسي.

اړوندې لیکنې

سیاسي نسکورېدا او د طالبانو راڅرګندېدل (وروستی برخه)
دسته‌بندی نشده

سیاسي نسکورېدا او د طالبانو راڅرګندېدل (وروستی برخه)

۲۱ تله ۱۴۰۴
له بلخ نه د یوې ښځې بوږنوونکې کیسه، د طالبانو له لوري نیول، ډلیز تېری او په دښته کې پرېښودل
دسته‌بندی نشده

له بلخ نه د یوې ښځې بوږنوونکې کیسه، د طالبانو له لوري نیول، ډلیز تېری او په دښته کې پرېښودل

۲۲ زمری ۱۴۰۴
له محرومیته تر ځان بساینې، د نرګس او ناهید الهام بښوونکې کیسه
راپور

له محرومیته تر ځان بساینې، د نرګس او ناهید الهام بښوونکې کیسه

۱۸ زمری ۱۴۰۴
کله چې د ښځو ازادي د جګړې جامې واغوندي!
دسته‌بندی نشده

کله چې د ښځو ازادي د جګړې جامې واغوندي!

۱۴ زمری ۱۴۰۴
د بښنې نړیوال سازمان له مشرې سره ځانګړې مرکه «موږ باید ودرېږو او مقاومت وکړو» (۲)
شننه

د بښنې نړیوال سازمان له مشرې سره ځانګړې مرکه «موږ باید ودرېږو او مقاومت وکړو» (۲)

۷ زمری ۱۴۰۴
د بښنې نړیوال سازمان له مشرې سره ځانګړې مرکه«هغه څه چې طالبان د ښځو پر وړاندې پلې کوي د بشریت پر وړاندې جنایت دی (۱)
شننه

د بښنې نړیوال سازمان له مشرې سره ځانګړې مرکه«هغه څه چې طالبان د ښځو پر وړاندې پلې کوي د بشریت پر وړاندې جنایت دی (۱)

۷ زمری ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه