د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

له بلخ نه د یوې ښځې بوږنوونکې کیسه، د طالبانو له لوري نیول، ډلیز تېری او په دښته کې پرېښودل

۲۲ زمری ۱۴۰۴
له بلخ نه د یوې ښځې بوږنوونکې کیسه، د طالبانو له لوري نیول، ډلیز تېری او په دښته کې پرېښودل

ثریا ( نام مستعار)/ عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه

هانیه فروتن

بلخ ولایت کې د یوه روغتون یوه ښځینه کارکوونکې ادعا کوي، چې تېر کال له کاره د راتګ پر مهال د لارې په اوږدو کې د طالب ځواکونو له خوا ونیول شوه او په ډلیزه توګه تېری پرې شوي دی.

دا ښخه چې ۲۳ کلنه ده او غواړي په دې راپور کې د ثریا په نوم یاده شي وايي، د ۱۴۰۳ کال د زمري ۲۵ مه د پنشنبې په ورځ بلخ کې د طالبانو د کسانو له خوا ونیول، شکنجه او په ډلیزه توګه جنسي تېری پرې وشو.

هغې له رخشانې رسنۍ سره په تلېفوني خبرو کې بیان کړه«هر ورځ مې له کاري شېفټ پای ته رسېدو سره روغتون پرېښود او کور ته به روانېدم، خو تل مې د طالبانو له (وحشي) ځواکونو سره له مخ کېدو وېره درلوده، د همغه پنشنبې په ورځ هم د تل په څېر له روغتون نه تر وتلو وروسته درې وسله وال کسان چې افغاني کالي خت او پرتوګ یې اغوستي او مخونه یې پټ وو، په لار کې راته ودرېدل، له څه ویلو پرته یې د وسلې په زور اړ کړم، چې رنجر موټر (د طالبانو نظامي موټر) ته پورته شم.

ثریا زیاتوي:وېرېدلې وم، چیغې مې وهلې، زارۍ مې کولې، خو کوڅه تشه وه، یوه د ټوپک په کنداغ په سر و وهلم، په سترګو مې توره تیاره شوه، په ځمکه ولوېدم، دوه کسانو زه کش کړم او موټر ته یې د ننه کړم.»

د ثریا په وینا، دا یې یوه ناپېژانده ځای ته چې د مزارشریف ښار له مرکز څخه د ۲۰ دقیقو په واټن کې پروت وو یوړه، هغه ځای چې یو امنیتي مرکز نه وو، بلکې «ویجاړه متروکه» وه.

له ویجاړې متروکې د ثریا موخه هغه درې یا څلور کوټې لرونکې زړه کلا ده، چې هلته د طالبانو یوازې څو محدود غړو تګ راتګ کاوه.

معلومه نه ده، چې د ثریا د ساتنې ځای د طالبانو د کوم امنیتي بنسټ اړوند وو او که یو شخصي زندان، خپله ثریا هم په دې برخه کې په څه نه پوهېږي.

خو مخکې د بشري حقونو بنسټونو د طالبانو له لوري د خپل سرو نیونو، ربړونې او په غیر رسمي بندخونو کې د کسانو ساتلو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

ثریا ادعا کوي، د طالبانو کسانو لومړی دا هغې کوټې ته واچوله چې هلته درې نورې ښخې هم زنداني وې.

«درې واړه ښځې ډېرې ورېرېدلې وې، هچا هم څه نه ویل، پوښتنه مې ترې کوله هېڅ ځواب یې نه راکاوه، دوه ساعته وروسته دوه وسله وال کسان کوتې ته د ننه شول او زه یې یوې بلې تشې کوټې ته ولېږدولم.»

په دې اړه نور ولولئ...

د ښځو په اړه د پوهاوی کمپاین، آیا زه ښځه ځپوونکی یم؟ (دویمه برخه)

طالبانو د یوې ښځې په ګډون ۳۸ تنه په دورو هلي دي

هغه کیسه کوي« لومړی شپه په ربړونې او سپکاوي تېره شوه، په کېبل یې وهلم، کنځاوې یې راته کولې او ویل یې، دغه رنډیانو ټولنه مرداره کړې ده. دویمه شپه درې تنو پر ما برید وکړ، همغه درې کسان چې زه یې نیولې وم راباندې اخته شول، هم یې وهلم ډبولم او هم یې تېری راباندې وکړ. سر مې ګیچ وو داسې لکه درمل یا څه شی یې چې راکړي وي، یوازې دومره په یاد لرم چې بدن ته مې یې لاس راوړو او د درې واړه کسانو مخونه پټ وو، کله چې په هوښ راغلم سخت درد او خونریزي مې درلوده او پوه شوم چې غزت مې لوټ شوی دی.»

ثریا د دغه ترخو لحظو په یاد راوړلو سره له غوسې ماتېږي او د مرکې په جریان کې ژاړي، هغه وايي، څلور شپې ورځې د طالبانو په بند کې وه، له دې مودې یې درې شپې په یوه تیاره، نمجن او بد بویه کوټه کې یوازې تېرې کړې او ادعا کوي، چې درې کسانو پرې ډلیز تېری کاوه.»

هغه بیانوي، چې له ډلیز تېري وروسته ورته سخته خونرېزي پیدا شوه.

ثریا وايي، دغې کنډوالې ته یوې ښځینه مامورې هم تګ راتګ کاوه او طالب جنګیالیو او نورو زندانیانو ته یې اوبه او ډوډۍ راوړله.

هغې له سختې خونرېزۍ وروسته له دغې ښځینه مامورې غوښتي، چې روغیتايي کېټ ورته راړوي، خو ښځینه ماموره خبرې نه کوي:«هغه ښخې چې هلته تګ راتګ درلود او ډوډۍ او اوبه یې راته راوړلې، ترې ومې غوښتل، چې روغتیايي کېټ راته راوړي، خو رایې نه ووړ، هېڅ خبرې یې نه کولې، نه هغې او نه هم هغه دریو نورو ښځو چې په لومړۍ شپه ورسره په یوه کوټه کې وم، ټولې چوپ وې، هر څومره پوښتنه مې چې کوله، نارې سورې مې وهلې، بې ګټې وو.»

ثریا وايي، په هغه کلا کې چې دا او نورې ښځې په کې ساتل کېدې، هېڅ لومړني امکانات نه وو، طالبانو نه کافي اوبه او نه هم مناسبه ډوډۍ هغوی ته ورکوله.

د دغه کیسې په پنځمه ورځ طالبان پرته له کومې توضیح هغه اړ باسي چې څو پاڼې لاسلیک کړي، ثریا ته یې دا اجازه ورنه کړه چې دا پاڼې ولولي، خو ثریا داسې انګېرله چې دا د دې د اجباري اعتراف پانې دي، د پاڼو له لاسلیک کولو وروسته طالبانو له هغې وغوښتل، چې له دوی سره ولاړه شي.

ثریا نه پوهېده چې بل کوم برخلیک یې انتظار باسي، تر دې چې پام یې شو وسله والو کسانو د رنجر موټر په واسطه له هغې سیمې لرې یووړه او په یوه دښته کې یې وغورځوله او پرې یې ښوده.

ثریا وویل:«همغه درې کسانو د پاڼو له لاسلیک کولو چې ان اجازه مې نه درلوده پوه شم څه دي، په تړلو سترګو موټر ته پورته کړم، له هغه کوره یې کابو شل دقیقې لرې په یوه دښته کې لکه مړۍ له موټر څخه وغورځولم، ویې ګواښلم، چې له دې موضوع چا سره خبرې ونه کړم.»

دا وايي، له هغه کوره و یوې دښتې ته [ښايي د عالي آباد ساحې وې] د لېږد پر مهال د دې او طالبانو د کسانو تر منځ هېڅ ډول خبرې رد بدل نه شوې:«د طالبانو له پښتو ترانو پرته چې په موټر کې یې غږ اورېدل کېده، هېڅ خبرې رد و بدل نه شوې.»

ثریا زیاتوي، په دېرې سختۍ وتوانېده له دغې پېښې ځان وژغوري.« ځان مې عمومي سړک ته یو ډول ورساوه، جامې مې په وینو وې، سر او مخ مې نا منځلي او ډېر سپېره وو، له هر چا مې چې مرسته غوښتنه را نه تښول، یو موټر چلوونکی له ډېرو زاریو وروسته راضي شو چې پلار ته مې زنګ و وهي، پلار ته مې ادرس همغه موټر چلوونکی ورکړی وو، ښه مې په یاد نه دي، چې کومه ساحه وه، خو د ښار له مرکز څخه یې کابو نیم ساعت واټن درلود.»

ثریا دا ادعا هم لري، چې طالب ځواکونو پر دې د تېري پر مهال ویډیو هم ترې کړې ده.

له زنداني ښځو ویډیو کول د طالبانو هغه کړنلاره ده، چې پر مټ یې ښځې دې ته اړ باسي، چې پټه خوله پاتې شي او دا د رخشانې رسنۍ په مخکنیو راپورونو کې هم روښانه شوې ده.

رخشانې له ګارډین ورځپاڼې سره په یوه همکارۍ کې پر یوې ښځې د طالبانو د ډلیز تېري ویډیو چې په کې پنځه تنه وسله وال، پرې یوې معترضه مېرمنې ډلیز جنسي تېری کوي لیدلې ده.

رخشانې رسنۍ په تېرو څلورو کلونو کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د ډلیز تېري څو پېښې مستندې کړې دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار بنسټ هم د طالبانو په زندانونو کې د ښځو د ربړونې او پر هغوی د ډلیز جنسي تېریو پخلی کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ د تېر کال د لړم میاشتې په اوومه نېټه په یوه راپور کې ویلي وو، د طالبانو په زندانونو کې له ځینو مېرمنو او نجونو سره زیاتی او جنسي تېری پرې شوی دی.

دغه ګواښونو د میاشتو لپاره ثریا په درد لرونکې چوپتیا کې ښکیل کړه، هغې د خپل ځان له وېرې نه، بلکې د کورنۍ په ځانګړې توګه د سپین سرې مور، پلار او خویندو په خاطر یې دغه راز په زړه کې پټ ساته، خو بالاخره یې له رخشانې رسنۍ سره په تلېفوني اړیکه کې، د دغه ډلیز تېري ټکان ورکوونکو جزیاتو څخه پرده پورته کړه.

خپله په دې اړه وايي:« دا مې حس کړه چې باید خبرې وکړم، باید له هغه ظلمه چیغې و وهم چې پر ما تېر شوی، ښايي په دې کار سره یوه بله نجلۍ له دغه ډول برخلیک څخه وژغورل شي.»

هغه انځورونه چې ثریا له رخشانې رسنۍ سره شریک کړي ښکاري، چې د بدن پر ځینو برخو یې د کېبلو ګزارونو ټپونه او ټوکنې جوړې کړې دي، خو هغې د دې انځورونو د خپرولو اجازه ورنه کړه.

ثریا چې اووه کسیزه کورنۍ ته ډوډۍ راوړونکې ده وايي، طالبانو هغه د «نافرمانۍ» په تور ونیوله، هغه چې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې بلخ پوهنتون کې د طب پوهنځۍ زدکړیاله وه، د مخکني دولت له سقوط وروسته یې د بلخ په یوه روغتون کې د کارکوونکې په توګه دنده پیل کړه، د امنیتي ستونزو له امله په دې راپور کې د هغې کره کار ځای او دندې په اړه اشاره نه ده شوې.

د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو په وار وار هغې ته ګواښ کړی، چې د کار کولو حق نه لري. ثریا وايي«تل به کار ته په بشپړ حجاب کې تلم او له نارینه همکارانو سره مې هېڅ ډول اړیکه نه درلوده، په وروستي ځل چې راغلل ما ته یې ګواښ وکړ او لاړل، له هغې څو ورځې وروسته یې زه وتښتولم.»

هغه له دې وېرونکې تجربې وروسته له رواني ستونزو سره مخ شوه، شپږ میاشتې یې د وېرې ضد درمل وکارول، د کور په څنده کې د نورو له سترګو لرې د شپې تل پاتې وېروونکو خوبونو کې ژوند کوي.

ثریا وايي:«هر ځل چې د دروازې د وازېدو او بندېدو غږ اوري زړه یې ټکان کوي، فکر کوم طالبان بیا راغلل، لاس او پېښې مې لړزېږي.»

ثریا چې یوه ورځ یې د طب برخه کې د زده کړو فکر درلوده وايي:«له دې وړاندې مې فکر کاوه، چې کولی شم په خپل او نورو په ژوند کې بدلون رامنځ ته کړم، خو اوس یوازې غواړم ژوندۍ پاتې شم.»

د ثریا خور د هویت پټ ساتلو سره د هغه څه په تایید چې پر ثریا راغلي رخشانې رسنۍ ته و ویل:«کله چې طالبانو ثریا په یوه لرې دښته کې خوشې کړې وه، ټول بدن یې ټپي وو او په سختۍ توانېدلې وه، چې عمومي سړک ته ځان ورسوي، کله چې هلته رسېږي، له یوه ټکسي چلوونکي مرسته غواړي او توانېدلې، د هغه له تلېفون څخه له پلار سره اړیکه ونیسي.»

د ثریا خور چې په راپور کې د طوبا په نوم ترې یادونه کېږي وايي:«له څلور ورځو بې خبرۍ وروسته له یوې ناپېژانده شمېرې يې د پلار سره مې اړیکه ونیول شوه او ثریا یې زما پلار ته وسپارله. پلار مې له هغه زنګ وروسته وارخطا له کوره ووت او کابو ۳۰ دقیقې یا له هغې څه زیات وخت وروسته له خور سره مې یو ځای کور ته د ننه شو، په ډېر بد حالت کې، په وینو ککړې جامې، ټوکل شوی بدن، پرې شوي وېښتان، کله مو چې د ثریا دا حالت ولید، ټولو ټکان وخوړ، داسې لکه چې ټوله کورنۍ ګونګه شوې وي.»

دغه پېښې د ثریا کورنۍ ته ژور رواني ګذار ورکړی دی، د طوبا په وینا، مور یې له دې پېښې وروسته له رواني اختلالاتو سره مخ شوې او څو ځلې یې لانجې کړې دي.

طوبا وايي«مور مې له هغې وخت راهیسې عصبي ستونزه پیدا کړې او لانجې کوي.»

د طوبا په وینا، د ثریا له ورکېدو وروسته یې کورنۍ څو ځلې د طالبانو امنیتي مرکزونو ته ورغلې وه، خو طالبانو ورته روښانه ځواب نه ورکاوه:«څلور ورځې له ثریا کوم خبر نه وو، څو ځلې د طالبانو حوزې ته ورغلو او ورته و مو ویل خور مو ورکه شوې ده، خو هر ځل د هغوی له نه پاملرنې سره مخ شوي یو، یوازې ویل به یې ولاړ شی خپله راځي.»

ثریا هم تر نن ورځې پورې چوپتیا ماته نه کړه او هېڅ کله یې د هغه څه په اړه چې د طالبانو په بند کې پرې تېر شوي خبرې نه دي کړې.

د ښځو د حقونو ځینې فعالان وايي، دغه ډول ډېری پېښې نه رسنیزې کېږي.

د بشري حقونو برخه کې فعاله راحل تلاش رخشانې رسنۍ ته وايي:«د طالبانو زندانونه د ربړونې او تېري په مرکزونو بدل شوي دي، په دغه ځایو کې ښخې او نجونې له لارښودو تاوتریخوالي سره مخ دي، چې نه جبرانېدونکي زیانونه پر ځای پرېږدي.»

مېرمن تلاش یوې بلې اړوند موضوع ته اشاره کوي:«یوه نجلۍ د طالبانو له ډلیز جنسي تېري وروسته امیدواره شوې وه او یوه ګاوندي هېواد ته یې پناه یوړه، هغې د زندان، ربړونې، تېری، تېښتې او د سقط جنین درد زغملی. دا رنځونه د تصور وړ نه دي.»

پر ثریا د طالبانو ډلیز تېری په افغانستان کې د دغې ډلې تر واک لاندې د ښځو پر وړاندې د پراخ تاوتریخوالي یوازې یوه بېلګه ده.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د دې ډلې د واک ته رسېدو راهیسې د ښځو د خپل سره نیونو، ربړونې، جنسي ځورونې او تېري ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

ثریا وايي:«ښايي ونه توانېږم ژوند مې تېر ته وګرځوم، خو که زما غږ د دې لامل شي، چې ان یوه بله نجلۍ له دغه دوزخ څخه وژغورل شي، نو ارزښت یې لري.»

اړوندې لیکنې

طالبانو غزني کې خوشحال راډیو خپرونې بندې کړې
خبر

طالبانو غزني کې خوشحال راډیو خپرونې بندې کړې

۱۴ كب ۱۴۰۴
افغانستان کې بېسارې لوږه، په خوارځواکۍ له هرو څلورو اخته ماشومانو یو درملنه کېږي
خبر

افغانستان کې بېسارې لوږه، په خوارځواکۍ له هرو څلورو اخته ماشومانو یو درملنه کېږي

۱۳ كب ۱۴۰۴
د ښځو په اړه د پوهاوی کمپاین (لومړۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

د ښځو په اړه د پوهاوی کمپاین (لومړۍ برخه)

۱۳ كب ۱۴۰۴
معترضې ښځې: څه چې پر افغان ښځو تېرېږي د نړیوالو اړخونو لرونکی انساني ناورین دی
خبر

معترضې ښځې: څه چې پر افغان ښځو تېرېږي د نړیوالو اړخونو لرونکی انساني ناورین دی

۱۳ كب ۱۴۰۴
بلخ کې معلولې نجونې: پیسې ګټو خو کور کې پرې واک نه لرو
دسته‌بندی نشده

بلخ کې معلولې نجونې: پیسې ګټو خو کور کې پرې واک نه لرو

۱۲ كب ۱۴۰۴
«نرګس رضايي» او د کاراټې نړیوال لوبغالي ته د رسېدو کیسه
دسته‌بندی نشده

«نرګس رضايي» او د کاراټې نړیوال لوبغالي ته د رسېدو کیسه

۹ كب ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه