زهرا جویا، اني کیلي او رخشانه میډیا
یادونه: دا راپور د ګارډین ورځپاڼې سره په همکارۍ چمتو او د هغې فارسي نسخه په رخشانه رسنۍ کې په لږ توپیر او څه زیاتو جزیاتو خپور شوی دی.
د غور ولایت د لعل و سر جنګل ولسوالۍ د یوه لرې پرات کلي یوه ۲۲ کلنه نجلۍ، مهسا، د خپل او او خپلو خویندو ژوند د طالبانو څخه مخکې او وروسته په دوو برخو وېشي. د طالبانو څخه مخکې، دوی په آزاده توګه جامې اغوستې او بازار ته د پیرودلو لپاره تلې. خو د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې، د هغې پلار نور مهسا او د هغې خویندو ته اجازه نه ورکوي چې یوازې بازار ته لاړ شي یا هغه جامې واغوندي چې دوی یې خوښوي.
دا محدودیتونه د مهسا د پلار لخوا د نوموړې او د هغې د خویندو په اړه ان مخکې له دې چې طالبانو د ښځو د جامو په اړه خپلې سختې لارښوونې خپرې کړې رامنځ ته شول: «د طالبانو له راتګ څخه یوه اونۍ وروسته، محدودیتونه نور هم سخت شول.» زما خویندو او ما جرات نه کاوه چې یوازې له کوره ووځو. که څه هم طالبانو تر اوسه د ښځو او نجونو د جامو په اړه څه نه دي ویلي، خو زما پلار موږ ته هغه اوږده او پراخه لستوڼي لرونکي عربي حجابونه راوړل او ویې ویل:«له دې وروسته، له حجاب اغوستلو پرته له کوره مه وځۍ.»
په تېرو دریو کلونو کې طالبانو په تدریجي ډول د ګڼ شمېر فرمانونو په صادرولو سره د ښځو په پر وړاندې ډېر محدودیتونه لګولي دي.
بالاخره، د تېر کال په اګست کې د طالبانو مشر هیبت الله اخوندزاده د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون په ۱ مخیزه، ۴ څپرکیو او ۳۵ مادو کې توشیح کړ، دا قانون وايي: «د یوې ښځې ټول بدن پوښل لازمي دي. د فتنې له وېرې د ښځې د مخ پټول اړین دي. د ښځې غږ عورت دی.»
د دې قانون له مخې، د طالبانو د امربالمعروف وزارت حق لري چې هره نجلۍ یا ښځه چې مخ نه پتوي ونیسي او سزا ورکړي. له بلې خوا د طالبانو په ټولو لارښوونو کې، ډلې د کورنۍ نارینه غړي، چې سرپرستان بلل کېږي، مکلف کړي چې د ډلې احکام په ښځو باندې پلي کړي.
د بېلګې په توګه، د اجباري حجاب په اړه د طالبانو فرمان وايي، که یوه ښځه له دې احکامو سرغړونه وکړي، نو د هغې نارینه سرپرست ممکن د امربالمعروف وزارت ته وغوښتل شي او ان د طالبانو محکمې احضار او د دریو ورځو په بند ګواښل شي.
په دې راپور کې له ۱۵ زیاتو کسانو سره خبرې شوې دي، ډېریو تایید کړې، چې د کورنیو ښځې د طالبانو له وېرې د ډلې امرونو ته په کلکه غاړه ایښې ده، یا یې د کور څخه د وتلو وړتیا محدوده کړې ده.
مهسا وویل:«زما پلار وویل، «که تاسو ما خپل پلار ګڼۍ او زما د عزت او سپینې ږیرې پروا کوۍ، نو تاسو به حجاب واغوندۍ» «ډېری وخت زه د حجاب اغوستلو په پرتله په کور کې پاتې کېدل غوره ګڼم.»
د مهسا لپاره د جامو بدلول د اوږد عربي حجاب اغوستلو پورې محدود نه دي. د هغې پلار هغوی ته وايي چې نور دې سینګار نه کوي او دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې له کوره ووځي پرته لدې چې ډېر عاجل کار ولري:«زما د پلار چلند د طالبانو له راتګ وروسته بدل شو. له دې مخکې، هغه زموږ [لوڼو] د جامو اغوستلو پروا نه کوله. هغه موږ ته دا نه ویل چې داسې او هغسې شی مه اغوندۍ یا پلانکي ځای ته مه ځۍ، خو د طالبانو له راتګ وروسته هغه تل موږ ته ویل چې سینګار مه کوۍ، د سر یو وېښته مو هم ښکاره نه شي، لوړ بوټان مه اغوندۍ او بازار ته د سودا اخیستلو لپاره لږ ځۍ. که تاسو کوم شی ته اړتیا لرۍ، نو ما یا خپلو وروڼو ته ووایاست ترڅو موږ یې له بازار درته راوړو.»
مهسا له ډېرې مودې راهیسې بازار ته نه ده تللې او نه شي کولی خپل اړین توکي واخلي. هغې نور وضاحت ورکړ: «هرکله چې زما میاشتنۍ دوره راشي، زه به یوه اونۍ د روغتیايي کېتونو یا درملو پرته تېروم. نړۍ به زما لپاره تیاره شوه. زما لپاره دا ډېره ستونزمنه وه چې درد وزغمم او د حفظ الصحیحې پېډونه ونه لرم.»
د افغانستان په مختلفو برخو یاد وضعیت لږ څه توپیر لري. د بدخشان ولایت څخه دریو تنو چې په دې راپور کې خبرې کړې دي وویل، که څه هم دوی د طالبانو په امرونو باور نه لري خو دوی باید په خپلو کورنیو کې ښځې دې امرونو ته اړ باسي.
د بدخشان ولایت د فیض آباد ښار څخه ۳۵ کلن کریم الله رخشانې رسنۍ ته وویل: «موږ تل دوی [د کورنۍ ښځو] ته ټینګار کوو چې د طالبانو محدودیتونه په پام کې ونیسي.»
هغه وايي، لږترلږه د هغه په کورنۍ کې دا چلند ځینې وختونه د تاوتریخوالي او لفظي شخړې لامل شوی دی.
په دې راپور کې د سرچینو د خوندیتوب په خاطر نومونه په مستعار ډول راوړل شوي دي.
د افغانستان په شمال د بدخشان ولایت د فیض آباد ښار اوسېدونکي ۳۰ کلن ویس نظامي وویل: «ما خپلې خور او مور ته څو ځله په غوسه او قهر ویلي چې حجاب واغوندي.» که څه هم هغه دا عمل د ښځو په وړاندې ظلم او تبعیض بولي خو وايي، هغه دا د مجبوریت له امله کوي. ځکه چې هغې ته په وار وار د طالبانو د مسوولینو لخوا اخطارونه ورکړل شوي چې د خپلې کورنۍ د ښځو د جامې او چلند په اړه محتاط وي: «زه ډېره بده احساس کوم چې زه په خپلې مور او خور باندې د طالبانو قوانین وضع کوم او هغوی مجبوروم.»
نوموړي وویل چې ده د طالبانو له وېرې سږکال د خپلې کورنۍ مېرمنو ته اجازه ور نه کړه، چې د نوروز په ورځ بهر ووځي. نوروز د افغانانو یو لرغونی جشن دی، په ځانګړې توګه د هېواد په شمال کې، چېرې چې خلک یې سپرلی د ګرځېدو او شنو ځایونو په لیدو لمانځي.

یو تن چې ځان پرویز راپېژني د بدخشان ولایت اوسېدونکی دی، د طالبانو د قوانینو د پلي کولو په اړه د خپلې تجربې په اړه چې د هغه خور د طالبانو د مامورینو لخوا د لازمي حجاب نه اغوستلو له امله په موقت ډول ونیول شوه او اړ شو چې دا ډول عمل بیا نه پیښ نه شي خبرې وکړې: «زه اړ شوم چې حوزې ته لاړ شم، ډېر سپکاوی راته وشو، دوی ما ته هغه څه و ویل، چې زړه یې غوښتل کله چې موږ کور ته ورسېدو، ما خپله ټوله غوسه او خپګان په مور او خور باندې خالي کړ.
د مرکزي بامیانو ولایت څخه دریو نارینه وو چې پدې راپور کې یې خبرې کولې هم تایید کړه چې دوی هڅه کوي په خپلو کورنیو کې ښځو ته د طالبانو له وېرې د ډلې حکمونه پلي کړي. د دوی څخه یو تن جاوید حکیمي، دا جمله کارولې وه «نارینه د طالبانو بې تنخوا سرتېرو بدل شوي دي.»
هغه وویل: «موږ د خپل عزت، ابرو او ټولنیز وقار په خاطر اړ یو چې په خپله کورنۍ کې د ښځو په اړه د طالبانو احکام پلي کړو.»
یو بل تن محراب محمدي ورته اندېښنې لري. هغه وویل، غواړي د وضعیت د پیښیدو د مخه سم کړي. د هغه مطلب دا دی چې ښځې دې ته اړ ایستل کېږي چې د طالبانو امرونه ومني، ترڅو په کورنۍ کې نارینه او ښځینه دواړه د طالبانو څخه خوندي وي.
د طالبانو په اند نارینه د ښځو واکمنان دي. د طالبانو د حجاب په اجباري فرمان کې چې د ډلې د واک ته رسېدو څخه یوازې څو میاشتې وروسته صادر شو، وايي:«لومړی باید د بې حجابه ښځې کور معلوم کړل شي، مشوره ورکړل شي او خبره کړای شي. دویم، ښځه باید د امربالمعروف ادارې ته وغوښتل شي. درېیم، د ک مشرورنۍ باید د دریو ورځو لپاره بندي شي. د څلورم ځل لپاره هغه باید محکمې ته وغوښتل شي او وړ سزا ورکړل شي.»
د بلخ ولایت ۲۹ کلن اوسېدونکی نصرت الله چې درې خویندې لري د خپلې تجربې په اړه وویل: «که زه یو مثال ورکړم، موږ د حجاب په اړه واقعیا حساس شوي یو او زما وروستۍ ټینګار زما خویندو او مېرمنې ته دا وي، چې هر کله دوی له کوره ووځي، دوی باید دا جدي ونیسي او پرته له ماسک څخه بهر ونوځي یا د دوی چادري او حجاب باید سم وي.»
هغه وويل، که ښځې د طالبانو له امرونو سرغړونه وکړي، نو د کورنۍ نارينه د سرپرست په توګه مسؤل ګڼل کېږي: «زه بايد د خپل او خپلې کورنۍ د عزت او شهرت په اړه فکر وکړم. اوس چې هر څه دي شرایط همداسې دي، موږ باید د شرایطو سره سم چلند وکړو تر څو یو هوسا ژوند ولرو.»
د بلخ ولايت څخه الياس احمدي وويل، يو ځل يې خور د طالبانو د امربالمعروف کسانو په سړک ودروله او ده ته يې زنګ وکړ، چې ولې یې خور له محرم پرته بازار ته لېږلې ده.
ښاغلي احمدي وويل: «خلک هم په اسانۍ سره اغېزمن کېږي او په غير مستقيم ډول پخپله طالبان کېږي.»
د بلخ ولايت اوسېدونکې ۲۵ کلنه مريم محمدي د خپلې کورنۍ له خوا د طالبانو د قوانينو د پلي کولو لپاره د اړویستو ترخه تجربه يادوي. هغې وويل: «زما پلار او وروڼه ډېر ټينګار کوي چې زه يوازې ښار ته لاړه نه شم. چې څوک نه وي وايي اجازه نشته.»
«زموږ غرور دا اجازه نه راکوي. ننګ لرو، ناموس لرو موږ دا نه شو زغملی، چې خدای مه کړه، که دوی ستاسو په اړه په ښار او بازار کې څه ووایی.« دا ۲۲ کلنې د رابعې د کورنۍ خبرې دي، یوه نجلۍ چې کورنۍ یې دودیزه ده او د طالبانو راتګ وضعیت نور هم خراب کړی دی.»
داسې ښکاري چې په ولایتونو کې د ښځو لپاره شرایط توپیر لري. د څلورو سرچینو له مخې چې له کابل څخه په دې راپور کې ورسره خبرې شوي، وضعیت نه دی بدل شوی او دوی هیڅکله په خپلو کورنیو کې ښځې د طالبانو امرونو منلو ته نه اړ باسي. دا خلک باور لري چې که کومه قضیه وي، نو دا د طالبانو د وېرې له امله ده.
یوازې ۲۶ کلنې کبرا وویل چې کله ناکله یې پلار هغې ته د حجاب اغوستلو مشوره ورکوي، خو هغه هېڅکله د هغې د ارادې خلاف څه کولو لپاره نه ده اړه شوې.
د بامیانو ولایت اوسېدونکي حسن و ویل، هغه تل خپلې خور او مور ته مشوره ورکوي چې د طالبانو د خوښې وړ حجاب واغوندي. هغه باور لري چې دا کار د طالبانو د سپکاوي په وړاندې د ښځو د ملاتړ یوه بڼه ده.
خو مرتضی بېل نظر لري وايي، افغانستان د طالبانو د نظرونو منلو لپاره ډېر مناسب دی. او زیاتوي چې هغه د طالبانو د مذهبي چارواکو لخوا د ښځو او نجونو نیول لیدلي او ډېری خلکو د هغوی د دې کړنو ستاینه کوي. هغه چې څو میاشتې کېږي واده یې کړی وايي، هېڅکله خپلې مېرمنې ته د طالبانو د خوښې وړ حجاب اغوستلو یا د هغوی امرونو پلي کولو مشوره نه ورکوي.
د هغه په اند، طالبان په قصدي ډول له ښځو سره بهر «ناوړه» چلند کوي ترڅو نارینه اړ باسي چې ښځې په کور کې وساتي.
په واټونو د طالبانو د چارواکو لخوا د ښځو سره د ناوړه چلندونو لکه نیول، سپکې سبورې ویل او په عام محضر کې سپکاوي په اړه ډېری شکایتونه شتون لري.
د ښځو سره د طالبانو چلند دا د ښځو لپاره یو ټولنیز بد عمل ګرځولی دی چې په واټونو کې د طالبانو غړو سره مخ شي.
کابل کې یوه ۵۴ کلن سړي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي د رخشانې رسنۍ له خبریال سره په خبرو کې و ویل«دا دې د شرم وړ خبره ده، چې هغوی [ښځې] نیول کېږي، خلک پسې خبرې کوي» د هغه نغوته د طالبانو له خوا د ښځو نیولو ته ده.
په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ ویلي، که څه هم هغه د ځینو افغان نارینه وو لخوا د طالبانو لخوا د ښځو په وړاندې د بنسټیز ظلم په وړاندې «د مقاومت کړنې» مستندې کړې دي، «په کورنیو کې د کورنۍ نارینه غړي په زیاتېدونکې توګه په ښځو محدودیتونه لګوي او ډېرې ښځې راپور ورکوي چې د کور څخه د وتلو اجازه ته اړتیا لري. د ښځو لخوا پخپله د کورنۍ د غړو په منځ کې د دې محدودیتونو پلي کولو راپورونه هم زیات شوي دي.»
طالبان په بند خونو کې له ښځو سره په ناوړه چلند کولو تورن دي، ان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ مخکې راپور ورکړی وو چې د طالبانو په زندانو کې ان په ښځو جنسي تېری کېږي.
شکنجه، ناوړه چلند او د انسانیت توږل د نږدې ټولو هغو مېرمنو لپاره عامې تجربې دي چې د طالبانو نیونې او زندانونه یې تېر کړي دي.
د بشري حقونو څار سازمان مخکې د طالبانو د محدودیتونو په ځواب کې ویلي وو چې دا کړنلارې د افغانستان مېرمنې د بندي کېدو لور ته روانې کړې دي.
۴۰ کلن سړی چې ځان امیر راپېژني او دوه ۱۷ کلنه او اته کلنه لوڼې لري و ویل، ځینې وخت خپلې لوڼې اړ باسي چې په کور پاتې شي، ځکه دوی له طالبانو وېره لري«زه دوی ته به حجاب کولو ټینګار کوم، د طالبانو امربالمعروف ډېر سخت نیوونکی دی که یې ونیسي نو وبه یې لېږدوي.»







