زحل آزاد
۴۰ کلنه سعادات* د پخواني افغان حکومت یوه ښځینه نظامي ده، چې د طالبانو په لاس د کابل تر سقوط وروسته په پټه او له وېرې ډک ژوند تېروي. «پنځه کاله کېږي لکه یوه کډواله داسې ژوند کوم. ټول ژوند مې دا شو، چې له دې ولایت هغه ولایت ته وتښته.»
په پټه او په وېره کې ژوند، د دې ښځینه نظامي د تېر پنځه کلن ژوند د ستونزو د د دوام یوازې یوه برخه ده. هغه وايي، کور ته یې اور واچول شو او د طالبانو له وېرې په دې نه توانېږي، له هغه کورني تاوتریخوالي ځان وباسي، چې ورسره مخ ده.
رخشانې رسنۍ ته د دې ښځینه نظامي له رالېږل شویو انځورونو ښکاري، چې د کور توکي یې بشپړ په اور کې سوځېدلي دي.
د امنیتي ننګونو له امله، د دې راپور ځینې برخې لرې کړای شوې دي.
سعادت د ۱۳۹۴ څخه د ۱۴۰۰ کال د زمري تر ۲۴ مې چې کابل سقوط وکړ، د پولیسو د یوې افسرې په توګه د افغانستان په یو له شمالي ولایتونو کې خدمات کاوه. د هغې نظامي رتبه «ساتنمن» وه.
افغانستان چې د طالبانو لاس ته ولوېده هغه یوه میاشت په کور پټه شوه. خو په دې موده کې یې لږ تر لږه لس ځلې د طالبانو له لوري اړیکه تر لاسه کړه، چې ځان ورته وسپاري. «له امنیتي حوزې او امنیه قوماندانۍ یې زنګ راته وکړ او ویل یې راشه، که وسله لرې موږ ته یې وسپاره. موږ له تا سره کار نه لرو. خو پوهېدم که ورشم، نور به ژوندي را نه شم.»
سعادت او مېړه یې ناچاره شول، چې پټ ژوند وکړي او خپل تلېفونونه هم بند کړي. «ان خپلوان او را نېږدې خلک هم نه پوهېدل، چې چېرته او په کوم وضعیت کې یو.»
د طالبانو مشر د دې ډلې په بیا واکمنېدو سره عمومي عفوه اعلان کړه. خو د طالبانو په عمل کې تر اوسه سلګونه نظامیان او پخواني حکومتي چارواکي له منځه وړي دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او مارچ تر منځ موده کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه نوی راپور ښيي، چې د امنیتي ځواکونو غړي او پخواني حکومتي چارواکي لا هم له خپل سرو نیونو، ناوړه چلند، ربړونې او ان له محکمې پرته وژنو سره مخ دي.
په هغه ورځو کې، چې سعادت اړه شوه ځان پټ کړي. کابل کې د یوې بلې ښځینه نظامي لپاره تریخ برخلیک په برخه شو. ډیلي مېل ورځپانې په یوه راپور کې لیکلي دي، طالبانو واک ته تر رسېدو کابو څلوېښت ورځې وروستهو کابل کې یوه پخوانۍ ښځینه نظامي نیولې او په وحشیانه ډول یې شکنجه کړې ده.
تر اوسه پورې د طالبانو له لوري د ښځینه نظامیانو د نیول کېدو ترخه برخلیکونه په رسنیو کې راپور شوي دي. لکه دا راپور چې یوې بلې پخوانۍ نظامي مېرمنې، چې رخشانې رسنۍ ته ویلي وو، طالبانو په زندان کې «پر ما ډلیز جنسي تېری وکړ.»
هغه کور چې ایرې شو
سعادت خپل کور یوه ګاونډي ته د یو سل دېرش زره افغانیو په بدل کې ګرو کړ. هغې خپل ټول توکي د کور په زېرزمینۍ کې ځای پر ځای کړل.
شپږ میاشتې وروسته یوه ګاونډي خبر ورکړ، چې کور یې په اور کې سوځېدلی دی. «په سره کې مې جرآت نه شوای کولی چې ولاړه شم، خو زما د وروڼو ټول اسناد، د کور سند او ان زما خپل هویتي اسناد هلته وو، سل زړونه مې سره یو کړل او له خاوند سره مې ټیکسي وینوه او ولاړو. دوه ساعته لار نه پوهېږم څه ډول طی کړه. هېڅ شی نه وو پاتې. ټول شیان اېرې شوي وو یا نیم سوځېدلي، د انکړ په یوه څنډه کې پراته وو.»
سعادت وايي، کور یې یوه پښتون ته ګرو کړی وو، خو ډاډه نه ده، چې اور دې له طالبانو سره اړیکه ولري.
د هغې په وینا، هغه سړي چې کور په واک کې اخیستی وو، په پیل کې ادعا کړې وه، چې اورلګېدنه د یوې مرمۍ د چاودنې له امله رامنځ ته شوه، خو وروسته وروسته یې ویلي وو، د دې او د وروڼو اسناد یې ځکه وسوځول، چې خپله له کومې ستونزې سره مخ نه شي.
سعادت وايي: «نه مرمۍ وه او نه وسله»
هغې ان ونه شوای کولی دا موضوع تعقیب کړي. له هغه سړي چې کور یې په ګروۍ ورکړی وو، سرسري ځواب تر لاسه کړ. «کله مې چې تر وپوښتل ولې دا پېښه رامنځ ته شوه، ویې ویل، یو کار وو وشو، حوزې ته هم نه شې تلای او که چېرې غږ پورته کړې ځم امارت ته وایم، چې ټوله کورنۍ یې نظامي وه. زما او د وروڼو ټول توکي له منځه ولاړل، چې کابو د سلو زرو افغانیو توکي وو.»
د سعادت دوه وروڼه هم د پخواني افغان پوځ غړي وو، چې اوس په ګاونډیو هېوادونو کې ژوند تېروي.
هغه کیسه کوي: «کله مې چې کور ګروي دار ته وسپاره، د زېرزمینۍ د دروازې کیلي مې هم ورکړه. ورته ویلي وو چې کله ناکله زما توکي ګوره تر څو یې نم او موږکان خراب نه کړي. د سفر یو بکس چې ټول اسناد او مدارک مې په کې وو، ډېر ټينګار مې ورته وکړ، چې خراب نه شي او کله مې چې له اور سوځېدنې وروسته ترې وپوښتل، هغه بکس چېرته دی، ویل یې موږ هغه وسوځاوه (اور مو ورته کړ) د ننه یې ستا اسناد وو، که چېرې د امارت لاس ته لوېدلی وای، موږ خپله په بلا اخته کېدو.»
سعادت ادعا کوي، چې ګروي دار یې وروسته له هغې چې د بکس له منځه خبر شوی او په دې پوهېدلی، چې د دې د تېر وخت اسناد په کې دي، نو د هغه د سوځولو پرېکړه یې کړې وه او همدا کار د سوځولو لامل شوی وو.
سعادت نه شوای کولی د طالبانو اړوند بنسټونو ته مراجعه وکړي. هغې هڅه وکړه، چې د ګذر وکیل له لارې موضوع حل کړي.
خو په ژړا وايي: «د ګذر وکیل و ویل، که امارت خبر شي، تا به ونیسي او وړي دي. د دونیا له ماله تېره شه. د جومات ملا او یو شمېر نورو ګاونډیانو چې هغه هم پښتانه وو، هم د هغه سړي لوری ونیوه، چې زما کور یې سوځولی وو او ویل یې، که کولی شې ولاړه شه شکایت وکړه او وګوره چې څوک به بندي شي. که جرات لرې ورشه او شکایت وکړه. ته یوه نظامي وې، بسنه کوي، چې یو راپور ورکړل شي.»
د سعادت د کور سوځېدل، د هغې د ژوند د ستونزو یوازې یوه برخه ده. بې کاري، بېوزلي او د عاید نه درلودل، د هغې ژوند تریخ کړی دی. «کور مې په یوه ګاوندي، چې زما د خاوند قومي وو وپلوره او پیسې مې یې د کور په کرایه، اوبو او برېښنا ورکړې. ان خپلې جامې مې هم وپلورلې. داسې ورځې هم رغلې، چې یوازې یو څاښت مو ډوډۍ خوړلې. چې لږ پوروړي شو. خدای شاهد دی، د هغه هټۍ وال چې خوراکي توکي مو ترې اخیستل، ۸۰ زره افغانۍ پوروړي یو.»
د ژوندي پاتې کېدو لپاره د یوه خوندي ځانی نشتوالي، سعادت اړ کړې، چې لږ تر لږه درې ځلې له یوه ولایت څخه و بل ته او له لس ځلې زیات له یوه ځایه و بل ته کډه وکړي.
د کورني تاوتریخوالي په وړاندې بې دفاع
د سعادت له واده ۲۳ کاله تېرېږي. هغه هېڅ اولاد نه لري، ځکه د امیندواره کېدو ستونزه لري.
هغه اوس د خاوند له کورنۍ سره یو ځای ژوند کوي. خو ویلي یې دي، زیات تاوتریخوالی تجربه کوي. «خواښې مې وهي ټکوي او وايي (نازولې) یې، خسر مې وايي، که اولاد نه شې زېږولی، نو لږ تر لږه زموږ نوکري خو سمه تر سره کوه. د خاوند خویندې مې په لغتو له خوبه راپورته کوي.»
د دې خبرو په کولو سره یې غرېو نیسي او وايي، د طالبانو له وېرې نه توانېږي، د کورني تاوتریخوالي له وضعیت څخه را ووځي. «ان د ځان وژنې په اړه مې هم فکر کړی دی. دوه ځلې په انګړ کې د څاه تر غاړې لاړم او پرېکړه مې وکړه، چې ځان ور واچوم. خو جرات مې ونه شوای کولی. قسم راباندې حق نه لرې، په دې پنځو کلونو کې مې داسې سختۍ کش کړې، چې په ټول عمر مې نه وې کاږلې.»
سعادت وايي، اوس په سر کې د ځان وژنې فکرونه نه لري. خو ان د ارواه پوهنې خدماتو ته هم لاسرسی نه لري.
سعادت و ویل، د ښځو له حقونو د دفاع په انګېزه د افغان پولیسو لیکو ته د ننه شوې، خو نن ورځ خپله یو دوزخي ژوند تجربه کوي.
په هغه ولایت کې چې دغې پخوانۍ سرتېرې په کې دنده تر سره کوله، له پخوا څخه تر نن ورځې پورې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
هغه یو ځل د پخواني حکومت په دوران کې د ولایتي شورا غړیتوب ته هم نومانده شوې وه، خو رایې یې تر لاسه نه کړې. «غوښتل مې یوه سیاستواله ښځه شم، زیاتې هیلې مې درلودې، خو نن ورځ مې غوښتنه یو عادي او له وېرې پرته ژوند دی.»
یادونه: سعادت د دې قرباني مستعار نوم دی.







