آزاده تران
د روان کال د چنګاښ په درېیمه د بامیان ولایت دوه تنه ځايي اوسېدونکي، د کوچیانو له خوا سخت و وهل شول. سرچینې وايي، قربانیان د سختو ټپونو له امله څو ورځې په روغتون کې بستر شول. په ورته وخت سرچینو ویلي، بامیانو کې د طالبانو مسوول بنسټونه، د دې دوو کسانو شکایت ته د رسېدو پر ځای هغوی چوپ پاتې کېدو ته اړ کړي او هڅه یې کړې، چې د دې پېښې آثار او شواهد له منځه یوسي.
په دې راپور کې له څو سرچینو له هغې جملې له قربانیانو سره خبرې شوې، خو د سرچینو هویت مستعار راغلی او ځینې جزیات یې حذف شوي دي.
د بامیان ولایت د یوې لرې پرتې سیمې اوسېدونکي عبدالله* او محمد* پر خپلو ځمکو اوبه لګولې، چې د کوچیانو رمې د دوی پر کښتونو ورګډې شوې.
د ۶۰ کلن محمد په وینا، کوچیانو زرګونه سره مېږې د دوی په للمو غنمو ورخوشې کړې. «۹:۳۰ بجې د کوچیانو شاوخوا ۴۰ رمې، چې ټولې کابو شپږ زره مېږې کېدې په للمه زاره «للمي غنمو» راماتې شوې، خو موږ یې مخه ونیوه او مېږې مو وشړلې، چې کابو اوولس تر اتلسو پورې کوچیان پر موږ راغلل (برید یې رباندې وکړ).»
عبدالله وايي، دا لومړی ځل نه وو، چې د کوچیانو رمې په کښتونو راخوشې شوې وې. «زموږ لپاره کابو هېڅ شی هم پاتې نه شول. د چهارشنبې په ورځ یې په سوټیو، مچلوغزو (ډبرې ویشتونکې) او هر څه یې چې په لاس ورتلل، زه او محمد یې و وهلو. زما سر او لاس (مات) شول. محمد یې برمته او د مرګ تر بریده یې وواهه.»
په هغو انځورونو کې چې رخشانې رسنۍ تر لاسه کړي، یو قرباني د بېهوښۍ په حال کې دی او د دواړو په بدن د وهلو ټکولو د ټپونو آثار لیدل کېږي.
سرچینو ویلي، ځايي مشرانو ۳۴ کلن محمد په بېهوښه حالت کې له یوې لرې درې پیدا کړ او دواړه قربانیان یې د درملنې لپاره د بامیان مرکز ته ولېږدول.
اوس له دې پېښې نېږدې ۲۵ ورځې تېرېږي او دواړه کسان لا هم تر درملنې لاندې او د کار کولو توان نه لري. عبدالله چې د کوچیانو له خوا د وار شوې ډبرې له امله په سر ټپي شوی، سر یې پنځه کوکه خوړلي او چپ لاس یې مات شوی دی.
محمد هم په تلېفوني خبرو کې و ویل، د کوچیانو له خوا څو ساعته برمته شو او د سختو وهلو ټکولو له امله یې پېښې او بدن تور او ټوکل شوی دی: «زه یې لومړی ښه وډبولم. وروسته یې لاسونه په یوه پړي (رسۍ) راوتړل او له ځان سره یې غره ته یووړم، زه یې ښه و وهلم، تر دې چې بې هوښه شوم. په سوټي، ډبرو، سوکانو او لغتو یې و وهلم.»
د محمد په وینا، هغه له دوه ساعته زیات په غره کې بېهوښه پروت وو.
محمد د یوې پنځه کسیزه کورنۍ سرپرست دی او د خپل ژوند ټولې اړتیاوې یې په څو ټوټو کروندې پورې تړلی دی. هغه ویلي، سږ کال د ټولو خلکو کروندې له هغې جملې د ده کښت د کوچیانو د رمو له خوا خوړل شوی دی.
محمد وايي، اندېښمن دی، چې سږ کال به یې کورنۍ وږې پاتې شي.
د طالبانو سترګې پټول
دا لومړی ځل نه دی، چې د سیمې اوسېدونکي د کوچیانو له خوا وهل کېږي. په وار وار دا پېښې رامنځ ته شوې دي.
د عبدالله له قوله، په هغه ورځو کې چې دوی په روغتون کې بستر وو، یو شمېر ځايي اوسېدونکو هڅه وکړه، چې د طالبانو له والي سره د لیدنې له لارې د دوی لپاره حق غوښتنه وکړي. «ځايي سپین ږیرو درې تر څلورو ورځو پورې د والي د دفتر دروازې ته انتظار وکړ، تر څو عدالت پلی شي. خو طالبانو یوازې کوچیان له سیمې ګډه کړل، چې ښايي څو ورځې وروسته بېرته راشي. د هغوی کډه کول دا مهال زموږ لپاره بې ګتې دي، زموږ ټولې کروندې او د څارویو واښه یې له منځه وړي او خوړلي دي. موږ ته هېڅ نه دي پاتې، یوازې وچ غرونه پاتې دي، چې زموږ د څارویو په درد نه خوري. زموږ د کال خواري او حاصلات یې په څو ورځو کې په خپلو رمو غوبل کړل.»
طالبانو نه یوازې قربانیانو ته هېڅ ډول تاوان ورنه کړ، بلکې ټینګار یې وکړ، چې په دې اړه له رسنیو سره هېڅ ډول خبرې ونه کړي.
په دې پېښه کې له کوچیانو هېڅ سړی د ځواب ویلو لپاره راجلب نه شو. «باید له کوچیانو هم څو تنه را جلب شوي وای، تر څو له هغوی زمنه اخیستل شوې وای، چې دا ډول عمل بیا تکرار نه کړي. قانون یو اړخیزه پلی کېږي. یوازې په غریب پلی کېدونکی دی. موږ تمه درلوده، چې غږ به مو واورېدل شي. ان د خلکو په تلېفونونو کې اسناد وو، چې موږ د کوچیانو له خوا وهل شوي وو، خو هغه یې هم په زور ترې پاک کړل.»
له دې وړاندې راپورونه هم ښيي، چې کوچیان د طالبانو په یو اړخیزه ملاتړ له خپلو رمو سره، د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ په لرې پرتو سیمو یرغل وروړی، چې د جګړو، وهلو ټکولو او د خلکو د جبري کډه کولو لامل شوي دي.
د تېر (۱۴۰۴) کال په زمري میاشت کې، د طالبانو له لوري د یوې حقوقي دعوې له فیصله کولو وروسته، د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ د رشک کلي ۲۵ کورنۍ، د کوچیانو له خوا په زور له خپلو سیمو و ایستل شوې او کورونه یې کوچیانو ونیول.
د ۱۴۰۴ کال د زمري په ۲۸ مه د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ په خپله اېکس پاڼه په یوه پیغام کې، د دې ستونزې لپاره د یوې سوله ییزې او عادلانه حل لارې غوښتنه وکړه. هغه په دې پیغام کې له طالبانو غوښتي وو، چې نړیوالو اصولو ته درناوی وکړي او له اقدام کولو وړاندې له خلکو سره سلا مشورې وکړي، خبر ورکړ، عادلانه محکمه جوړه کړي او همدارنګه تاوان ورکړي.
یو تن عیني شاهد او د سیمې اوسېدونکي عباس*، رخشانې رسنۍ ته و ویل، د کوچیانو رمو تر ډېره د خلکو کروندې او د څارویو څړځایونه له منځه وړي او خلک یې له بحران سره مخ کړي دي.
عباس په نارو سورو سره و ویل: «په دې ځای کې هزاره وګړي هېڅ واک نه لري. ان د خپل مال واک نه لري. کوچیان د وسلو په زور د خلکو په کروندو یرغل وروړي. سږ کال زما او د دې کلي د ټولو خلکو خوارۍ د کوچیانو د رمو تر پښو لاندې له منځه ولاړې.»
عبدالرحیم* چې له پېښې کره خبر لري وايي، د سیمې له مشرانو سره په لیدنه کې د طالبانو د والي ځواب له سرسري وو. «[د طالبانو والي] و ویل، د پنجاب ولسوالۍ ډېری سیمې د کوچیانو اړوند دي او هغوی اسناد هم لري… ډېر عذر ورته وشو، بالاخره یې و ویل، یو پلاوی ټاکي او کوچیان به زموږ له کلي پنجاب ولسوالۍ ته کډه کړي، بیا همداسې «همدغه ډول» وشول. مقصد ټول انځورونه او ویډیوګانې مو چې له ټپیانو اخیستې وې، د والي کسانو پاکې کړې. ټینګار یې وکړ، چې له هېڅ رسنۍ سره شریکې نه کړای شي او څوک خبر نه شي.»
عبدالرحیم ویلي، په هغه ځای کې چې دا پېښه رامنځ ته شوې، شاوخوا ۲۰ کورنۍ ژوند کوي او خلک په بشپړ ډول د سږ کال حاصلات له لاسه ورکړي دي.
د خلکو له نظره، د سیمې د خلکو له ژوند څخه د کوچیانو لنډ مهالي کډه کول، حل لار نه ده.
د بامیانو ځايي اوسېدونکي قادر* هم ویلي: «کوچیان راغلل او د خلکو کار یې له منځه یووړ. کله چې ورته وایو ولې دا کار کوۍ وايي زموږ ځمکې دي او زموږ زړه. وايي ټول افغانستان زموږ دی. کوچیان ټول وسله وال دي او هېڅوک یې په وړاندې مقاومت نه شي کولی او دولت یې هم تر شا کلک ولاړ دی.»
د کوچیانو او ځايي اوسېدونکو تر منځ اختلاف او شخړې تر ډېره د افغانستان په مرکزي سیمو کې پراخه دي.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې، د افغانستان د شیعه ګانو د تقلید مرجع آیت الله واعظ زاده بهسودي، په طالبانو تر سختو نیوکو وروسته، له دې ډلې وغوښتل، چې د «وسله والو کوچیانو» د ننوتو مخنیوی وکړي. «په داسې حال کې چې د مرکزي سیمو خلک سخت خواري کښه دي، له کرنې پرته بل حاصل نه لري او د دښتو له وښو پرته د څارویو لپاره هېڅ خواړه او واښه نه لري. هغه هم کوچیان تر پښو لاندې کړي، یویسې او ویې خوري، د خلکو لپاره به هېڅ پاتې نه شي.»







