ازاده تران
له غرېوه ډک غږ یې د تلېفون د غوږۍ تر شاه لړزېږي، ژړا نه شي کابو کولی، مژده له هغو ورځو وايي، چې په پلرني ټاټوبي کې یې د طالبانو د محدیتونو سیوري چاړه پر هډ لګولې وه او اړ شوه چې د کډوالۍ لار غوره کړي، خو دا هغه لار نه وه، چې مژدې یې انتظار کاوه:«له یوه کال زیاته موده کېږي، چې ایران او تاجکستان کې د المان دروازې شاه ته د مرکې لپاره په نوبت کې ولاړ یم، خو ګاونډي هېوادونه زموږ له مجبوریت څخه ګټه اخلي او د ګډوال په ویلو سره مو لکه پنډوسکی هرې خوا ته غورځوي، په خدای چې ډېره ستومانه شوې یم، د کډوالو ستونزې له حده زیاتې دي.»
دا خبرې په «مستعار نوم» د ۲۵ کلنې مژدې حلیمي دي، چې دا مهال په تاجیکستان کې د المان د کډوالو وېزې تر لاسه کولو لپاره انتظار باسي.
خو له تاجیکستان څخه د کډوالو ایستلو پرېکړې اورېدو مژده او د افغانستان یو شمېر نورې ښځې او نجونې چې د وېرې، ګواښ او طالبانو د محدویتونو له امله یې افغانستان پرېښی دی اندېښمنې کړې دي.
د تاجیکستان دولت د روان ۱۴۰۴ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۷ مه په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي.
که څه هم د دغه پرېکړې کره جزیات لا تر اوسه څرګند نه دي، خو د تاجیکستان دې پرېکړې په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو چې قانوني وېزې لري، تر منځ اندېښنې راپورته کړې دي.
ویل کېږي کابو ۱۳ زره افغان کډوال د تاجیکستان په وحدت او رودکي ښارونو کې ژوند کوي، چې زیاتره یې په اروپايي هېوادونو او کاناډا کې د پناه غوښتنې دوسیو لپاره انتظار باسي.
مژدې رخشانې رسنۍ ته و ویل، له یوه افغان توکمه – الماني سره د واده له لارې یې غوښتل المان ته کډه وکړي، هغه د خپل کېس د پرمخ وړلو لپاره لومړی ایران ته ولاړ، خو له درې میاشتو انتظار وروسته یې ایران کې د المان سفارت له خوا غوښتنلیک رد شو.
مژده په یوازې ځان اړ شوه، چې بېرته افغانستان ته ولاړه شي او دا ځل له تور بازار څخه د ۱۸۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت د تاجیکستان وېزې په اخستلوسره دغه هېواد ته ولاړه شي.
د مژدې په خپله وینا چې ستوماني یې همدلته پای ته ونه رسېده. هغې و ویل:«د ټیکټ له برابرېدو وروسته مې د تاجیکستان د سفر چمتوالی ونیوه، هغه شپه چې پر سبا یې ښايي الوت وکړم، د شرکت له لوري راسره اړیکه ونیول شوه، چې د محرم نه لرلو له امله دې طالبانو الوت لغوه کړ. داسې وه لکه آسمانه چې ځمکې ته راولوېدلې وم، په داسې حال کې، چې ما د طالبانو د امربالمعروف له دفتر څخه د محرم پرته سفر اجازه لیک درلود، خو دوی مې سفر لغوه کړی وو.»
وروسته له هغه چې طالبانو د مژده الوتنه لغوه کړه، هغه او د هغې ورور د ځمکې له لارې تاجیکستان ته ورسېدل. اوس، تاجیکستان ته د هغې له رسېدو څخه شپږ میاشتې تېرې شوې دي، او د هغې قضیه لاهم روانه ده. د المان سفارت د قوانینو له مخې، هغه کسان چې د مرکې غوښتنه کوي باید لږترلږه شپږ میاشتې په کوربه هېواد کې تېر کړي وي.
مژده تازه په تاجیکستان کې د شپږ میاشتو ژوند تېرېدو په درشل کې ده، د المان د سفارت د قانون پر بنسټ هغه اوس کولی شي د پناه غوښتنې د مرکې او خپلو کارونو د پر مخ وړلو لپاره غوښتنلیک ورکړي، خو له تاجیکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو خبر مژده وېرولې ده او په یوه نوي بې برخلیکه وخت کې ده. مژده وايي:«که په تاجیکستان کې زما کار ونه شي، ښه نو زه چېرته لاړه شم.؟»
د پولو تر منځ دغه لالهاندي او د المان سفارت د دروازې تر شاه بې برخلیکتوب د افغان ښځو او نجونو، چې غواړي د طالبانو له سیوري تېښته وکړي یوه ترخه خو ګډه کیسه ده.
په «مستعار نوم» مرضیه حیدري په تاجیکستان کې یوه بله افغان کډواله ده.
هغه چې درې میاشتې شپه او ورځ د یوه ښه خبر اورېدو په تمه وه، خو په دې ورځو کې یې دوه خبرونو حلق ور تریخ کړی دی، یو له دغه هېواد څخه د ایستلو ګواښ او بل یې د المان سفارت له خوا د غوښتنلیک ردېدو. مرضیه وايي، سفارت هغې ته خبر ورکړی دی، چې نور په تاجیکستان کې د المان سفارت له خوا د افغان کډوالو کیسونه نه شي تر سره کېدای.
مرضیه چې ایران کې زېږېدلې له ۲۶ کلونو زیات عمر یې له خپلې کورنۍ سره یو ځای په قانوني توګه په ایران کې تېر کړی دی. مرضیه د ایران له یوه پوهنتون څخه د اروا پوهنې په رشته کې فارغه شوې ده.
هغه د ۲۰۲۲ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې له یوه افغان توکمه الماني سره کوژدن شوه، هغې د خپل کار په سوځولو سره یې وکولای شول د خپل یوه دوست د پلار د «محرم» په توګه د ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستیو کې افغانستان ته ولاړه شي.
مرضیې له دې امله چې د کورنۍ یوه غړي یې هم الکترونیکي پېژندپاڼه نه درلوده، اړ شوه چې د ۵ زره افغانیو په ورکولو سره الکترونیکي پېژندپاڼه تر لاسه کړي. له دې سره په ورته وخت هغې ادعا وکړه، چې د طالبانو له خواد د پاسپورټ بندېدو له امله هغه اړ شوه، چې له تور بازار څخه د ۲۸۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت پاسپورټ تر لاسه کړي.
مرضیه په دې اړه چې په خپل هېواد کې یې د پېژندپانې او پاسپورټ تر لاسه کولو لپاره لوړه بیه پرې کړې داسې وايي:«له ۲۶ کلونو وروسته چې خپل هېواد ته ولاړم، د هویتي سند تر لاسه کولو لپاره چې زما ملي او نړیوال حق دی، ما څو برابره زیاتې پیسې ورکړې، دا په دې مانا چې زه په خپل هېواد کې له کډوال بد وم او زما سره له کډوال هم بد چلند کېده، طالبانو په خپلو کتلو خوړلم، هر لورې ته مې په زرګونه وېرې ګامونه اخیستل، زه په خپل ټول عمر کې یوازې یوه میاشت په افغانستان کې پاتې شوم، خو هېڅ امنیت مې نه درلود، افغانستان د ښځو لپاره د ژوند کولو ځای نه دی.»
مرضیې په لوی لګښت د خپلې پېژندپاڼې او پاسپورټ ترلاسه کولو وروسته ایران ته ستنه شوه. هغې لومړی په تهران کې د المان سفارت ته د مرکې غوښتنلیک ورکړ، خو ۲۹ میاشتې تېرې شوې او هېڅ خبر یې نه دی ترلاسه کړی، له همدې امله هغه اوس په تاجیکستان کې د المان سفارت د دروازې تر شا ګرځي.
د مرضیه په وینا، وروسته له هغه چې د تاجیکستان دولت پریکړه وکړه چې افغان کډوال وباسي، هغه او نور کډوال خپله لاره ورکه کړې او ان نه پوهېږي چې چېرته لاړ شي. مرضیه وايي، هغې او څلورو نورو نجونو، چې ټولې افغان کډوالې دي، هرې یوې یې ۱۵۰۰ امریکایي ډالر د یو کال لپاره د کور کرایه مخکې له مخکې ورکړې ده.
که څه هم د دې راپور لپاره مرکه شویو کسانو څخه هېڅ یو دا تایید نه کړه چې دوی په رسمي ډول د تاجیکستان پرېښودو امر ترلاسه کړی، خو دوی ټول اندېښمن دي چې دا پریکړه ښايي په دوی هم پلي شي.
له تاجکستان څخه د کډوالو د شړلو د خبر له اورېدو وروسته، مرضیه په اندېښنې او نا امیدۍ سره وویل: «زه له دوو کلونو راهیسې په دوو هېوادونو کې د مرکې لپاره د ملاقات وخت ترلاسه کولو هڅه کوم. خو هېڅ بنسټ یا ادارې زموږ غږ نه دی اورېدلی، په ورته وخت کې تاجیکستان موږ ته د ۱۵ ورځو ضرب الاجل راکړی دی. ښه نو موږ چیرته لاړ شو؟»
له بلې خوا، په تاجیکستان کې د افغان ښځو د کډوالو شورا مشرې حنیفه سلطاني رخشانې رسنۍ ته وویل چې له تاجکستان څخه د کډوالو ایستل، په ځانګړې توګه هغه ښځې چې په مختلفو ټولنیزو برخو کې فعالې دي، د طالبانو له ګواښونو سره مخ کړې دي.
هغې و ویل«په تاجیکستان کې زیاتره ښځینه کډوالې، ښځې او نجونې بې سرپرسته دي. که هغوی افغانستان ته وشړل شي، تر هر څه لومړی په پوله طالبان ترې پوښتنې کوي، چې محرم مو چېرته دی. ولې یوې ښځې یا نجلۍ له محرم پرته سفر کړی دی او یا دا چې ولې یې یوازې ژوند کاوه، له بل لوري په تاجیکستان کې مېشتې افغان ښځې او نجونې ټولې د مخکني دولت کارکوونکې وې، خو په بېرته تګ سره به د طالبانو له خوا له نیول کېدو او ان مرګ سره مخ شي.»
حنیفه سلطاني وايي دا مهال کابو ۱۰ زره افغان کډوال د تاجیکستان په دوشنبه، وحدت او رودکي ښارونو کې ژوند کوي، چې ډېرې یې هغه ښځې او نجونې دي، چې یوازې او له کورنیو لرې دي.
په (مستعار نوم) ۲۸ کلنه سحر یوه بله کډواله ده، چې کابو څلور میاشتې کېږي په تاجیکستان کې د المان سفارت ته د مرکې لپاره په نوبت کې ولاړه ده. سحر د ۱۸ سوه امریکايي ډالرو په لګښت د تاجیکستان ویزه تر لاسه او له ایران څخه دغه هېواد ته ولاړه.
سحر غواړي د خپل ورور چې یو افغان-المانی تبعه دی، په مرسته په المان کې د پناه غوښتنه وکړي، خو د المان سفارت د سحر د مرکې غوښتنه رد کړې ده.
سحر په خواشینۍ سره وايي، هر ځای چې ځي نو د هیلو او امید دروازې یې پر مخ تړل کېږي. هغه په دې تمه چې المان کې د پناه اخیستو غوښتنلیک پروسه مخ ته یوسي په ایران کې له درې کاله انتظار وروسته تاجیکستان ته تللې، خو هلته یې هم غوښتنلیک د رد ځواب تر لاسه کړی دی او د نورو کډوالو په شان د ایستلو له ګواښ سره مخ ده.
د طالبانو تر راتګ د مخه سحر له خپلې کورنۍ سره په مزارشریف کې ژوند کاوه او محصله وه، خو د طالبانو له وېرې ایران ته کډواله شوه.
سحر وايي، چې په قانوني ډول تاجیکستان کې ژوند کوي او هره میاشت د خپلې اقامې د نوي کولو لپاره دوه سوه سامانی ورکوي او د یوه کال لپاره یې په ۱۰ زره امریکايي ډالرو کور کرایه کړی دی.
خو هغه اندېښمنه ده، چې که د تاجیکستان دولت د کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې او که هغه عملي کړي نه ده معلومه چې په ژوند به یې څه راشي«که تاجیکستان موږ وباسي موږ بېرته ایران ته نه شو تلای او په افغانستان کې هم هېڅوک نه لرو، یوازې به د ښځتوب په جرم د طالبانو بندیان شو.» سحر په خواشینۍ او ژده وايي نړیوال باید د افغان پناه غوښتوونکو غږ واوري:«د نړۍ په هر ځای کې په دې جرم چې موږ افغانان یو، هېڅ کس زموږ سره همکاري نه کوي، هر ډول زور، ظلم او پیسې اخیستل یې چې په توان کې وي، راځي پر موږ یې پلي کوي.»







