ملیحه افضلي
نوم مې لېمه «امیري» دی، ۲۵ کلنه او د کابل ښار اوسېدونکې یم، په یوه شپږ کسیزه کورنۍ کې په متوسطه زندګۍ کې رالویه شوې یم، پلار مې آزاد کار لري او مور مې د کور مېرمن ده. موږ نه مطلق بې وزله و، نه ماړه، خو درسترخوان پر سر مو تل د خوړو ډوډۍ درلوده. د کابل پوهنتون د «د ټولنیزو علومو تاریخ» برخه کې مې زده کړې کولې، وروستي کال ته رسېدلې وم، هغه ځای ته چې هر څه پایلې ته رسېږي، پای لیک مې لیکلی او د دفاع لپاره یې چمتو وم، هغه ورځې چې ټاکل شوې وه هیلې مې له کاغذ څخه په واقعیت بدلې کړم، کابل سقوط شو.
طالبان راغلل پوهنتونونه وتړل شول او ټول څه خلاص شول. د هغه ورځې درد چې موږ یې له پوهنتونه و ایستلو او د دفاع پایلیک غونډه مې یې لغوه کړه هېڅله کله به مې هېر نه شي، نه یوازې زه بلکې زرګونه نورې نجونې.
له وهغې ورځې وروسته چې د پوهنتون دروازه یې زموږ پر مخ وتړله، څه کم یوه میاشت مې ځان په کور کې بندي کړ. نه مې شوای کولی خوارک وکړم ان تلېفون مې هم لرې کړی و، نه مې غوښتل نور خبرونه و وینم یا هم په خوله رسنیو څه ولولم. نه مې له چا سره خبرې کولې، نه د باندې وتم، زړه مې مات وو.
د یوې میاشتې له تېرېدو وروسته مې یو مدني فعال دوست راپسې راغی، زه یې له ځان سره داسې یوه ځای ته یووړم چې هلته د کابل څو زړورې نجونې راغونډې شوې وې، ټولې د ما په شان د طالبانو له درد، تبعیض، بې عدالتۍ او ظلم څخه ډکې وې چې نه یې غوښتل چوپ پاتې شي. هغه مبارزه چې یوازې د ځان لپاره مې نه وه، د ټولو هغو نجونو لپاره وه چې نور یې ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه نه درلوده.
اولین وار و چې په یوه اعتراضي برنامه کې مې ګډون وکړ، د اګست ۳۰ مه او د طالبانو د تورې دورې دویم کال وو، د شنبې په ورځ مو په کابل ښار کې غږ پورته کړ، شعارونه مو ورکړل او د طالبانو د ټوپکو تر سیوري لاندې مو نارې وکړې، خو طالبانو په تاوتریخوالي زموږ غونډه وځپله، اوس هم هغه ټپونه په ځان لرم، موږ یې و وهلو، پښه مې ټپي ښوه او د لږ وخت لپاره ونه توانېدم چې په داسې برنامو کې ګډون وکړم، خو وروسته له هغې چې کور ته راغلم، د هوساینې، ځواک او ارامتیا احساس مې کاوه، ځکه سترګې په سترګو مې د طالبانو پر وړاندې نارې وکړې.
بله برنامه د کابل پوهنتون د دروازې مخې ته وه. د هر ځل په شان طالبانو په هغه ځای هم برید وکړ، یوه ملګرې مې چې امیندواره وه، زوی یې له لاسه ورکړ، داسې یوه صحنه وه، چې هېڅ وخت به مې هېره نه شي، خو دا تاوتریخوالی د دې لامل نه شو، چې زموږ خوځښت ودرول شي، موږ په کورونو کې په فعالیت پیل وکړ، ځکه نور مو په واټونو د لاریونونو اجازه نه درلوده او طالبانو د مکمل تاوتریخوالي پر مټ واټونه له موږ نیولي وو.
یوه ورځ د یوه دوست د کلیزې په مناسبت د هغې کور ته ولاړم، کېک مې واخیست، په ښکاره د جشن لپاره وو، خو په اصل کې د «مارچ اتمې» د برنامې لپاره مو چمتو کړی وو، خو د دوستان یو ګاونډی مو چې د طالبانو سره همکار و زموږ له غوندې یې طالبانو ته خبر ورکړی وو، ناڅاپه طالب جنګیالي راغلل او زموږ په غونډه کې چاپه ووهله او ټولې یې ونیولو سپکاوی یې راته وکړ او زندان ته یې یودړو، زموږ شمېر اتو تنو ته رسېده.
دوه ورځې د طالبانو په زندان کې وو، د یوې ملګرې پښه مې د طالبانو په رنجر د لګېدو له امله سخته ټپي شوې وه، شدیده خونرېزي یې درلوده، بله یې داسې و وهله چې اندازه یې نه وه، دوه درې نورې نجونې یې د سر له وېښتانو تر دې بریده کش کړې وې، چې وېښته یې ګېډۍ ګېډۍ ختلي وو، لاس او پېښې يې پرې تړلي وو، زه خپله د رواني لحاظه سره پاشلې وم، احساس مې کاوه، چې نور زغم نه لرم، کله مې چې کورنۍ ته زنګ وکړ، ټکان یې وخوړ، هېڅ یو نه پوهېده چې چېرته یم.
راغل ویې ژړل، عذر او زارۍ یې ورته وکړې او طالبانو ته یې ژمنه ورکړه چې نور به په هېڅ برنامو کې ګډون ونه کړي، زه یې پرېښودم، خو دا د ټپو پای نه و، زما لپاره نور اصلي درد پیل شوی وو.
موږ د خپل بابا«د پلار پلار» کره ژوند کاوه، له خپلو ترونو او د هغوی له کورنیو سره، کله چې راغلم کاکا مې وګواښلم چې باید و وژل شم، ځکه موږ د پښتونو له قوم څخه یو او زموږ لپاره ابرو او عزت تر نور هر څه مهم دي او تره مې ویل:«زموږ د کورنۍ ابرو د یووړه… نجلۍ چې واټونو ته ووتله، چیغې یې و وهلې او د طالبانو لاس ته پرېوته نور بې عزتي ده.»
ان پلار مې هم چې تل به زما تر څنګ ولاړ و ناارامه شو ویې ویل:«تا زما ژوند را خراب کړ» خو دا چې زړه یې مات و، ژوند مې ورته مهم وو، د دې لپاره چې زه ژوندۍ پاتې شم، له هغه کوره مو کډه وکړه، په یوه ساده او واړه کرايي کور کې کوم چې زما لپاره لږ امن و واړول، یو څه وخت مې اجازه نه درلوده، چې له کوره د باندې ووځم، ان تر کوڅې مې د تګ اجازه نه درلوده، نور دوستان مو راسره هېڅ ډول اړیکه نه درلوده، تل به یې له شاه خبرې راپسې کولې او ما ته به یې د بدنامې نجلۍ لقب کاراو، نه د یوې اتلې، خو له ځان سره اتله یم، ځکه ښه پوهېږم چې ولې په دې لار ولاړه یم د څه لپاره او په کوم جرات، یوازې مور مې زما مدافع او تر شاه مې ولاړه وه، که څه هغه هم اندېښنه لري او وايي، چې مه ځه، خو خپله پوهېږي، چې موږ ولې دوام ورکړو.
وروسته له هغو مو پټو برنامو ته دوام ورکړ، کله به مې چې پلار کار ته ځي، زه له کوره وځم او د ملګرو په کورونو کې برنامې جوړوم، څو ورځې وړاندې مو هم برنامه درلوده، بیا به په وار وار سره راټولې شو او د طالبانو د ښځو ځپوونکو سیاستونو پر وړاندې به غږ پورته کړو.
زما به هغه ورځ چې ټاکل شوې وه له پوهنتون څخه فارغه شم هېره نه کړم، هغه ورځ چې فکر مې کاوه یوه نوې زندګي مې د پیل کېدو په درشل کې ده، خو زه لا هم ژوندی یم او تر څو ساه په ځان کې لرم مبارزې ته به دوام ورکړم، ان که بیا هم زنداني شم، ان که یوازې وم، ان که مې نور خلک «بدنامه» وبولي، زه پوهېږم چې د خپل حق د غوښتلو لپاره درېدلې یم.







