نوشا عصیان
«په هغه ورخ چې پلار یې په انګړ کې وهله، چیغې یې زموږ تر کوره را رسېدې، د مور ژاړ یې کوڅه ډکه کړې وه.» له دې پېښې یوه ورځ وروسته وه، چې خلک راټول شول او د ځوانې نجلۍ جنازه یې خاورو ته وسپارله، کورنۍ یې و ویل، له بامه راوغورځېده او ژوند یې له لاسه ورکړ.
دا د راسخې په (مستعار نوم) د هغې د یوې نېږدې خپلوانې د خولې کیسه ده، د راسخې کورنۍ د بدخشان مرکز فیض آباد ښار کې ژوند کوي او څو کاله وړاندې، چې کله راسخه ماشومه وه هغوی له «راغ» ولسوالۍ څخه د ښار مرکز ته راکډه شوي وو.
په (مستعار نوم) ۲۲ کلنه مژده د راسخې، همځولې، ملګرې او ساتېري کوونکې وه، د دوی دواړو لار دوه کاله وړاندې سره جلا شوه، هغه مهال چې راسخه له خوښې پرته تر دې ۱۰ کاله مشر کس ته چې په بدخشان کې د طالبانو سیمه ییز غړی وو واده شوه، مژده وايي، راسخې ورته څو ځلې د خپل خاوند د بد چلند په اړه شکایت کړی وو، یو تندخویه کس چې څو ځلې یې خپله مېرمن په «بد لمنې» تورنه کړې وه.
د افغانستان غوندې نرواکې تولنې په فرهنګ کې د«بدلمنې» او «بدکارې» د لفظو په شان تورونه هغه ډول بې بنسټه پلمې دي، چې کولی شي په ډېره اسانۍ سره د یوې ښځې ژوند واخلي، هغه بلا چې د راسخې په سر هم راغله، ملګرې یې وايي، خاوند یې هغه د «بدلمنۍ» په تور خپلې کورنۍ ته ورولېږله، د راسخې د پلار لپاره همدا ادعا کافي وه، چې په خپله لور د چارۍ ګزار وکړی، کوم کره معلومات چې مژده لري دا دی، چې ګویا هغه د خپل پلار له خوا په چارۍ په سر وهل شوې او ژوند یې له لاسه ورکړی او د بام څخه لوېدل یوازې یوه پلمه ده.
مژده وايي، ټول ګاونډیان پوهېږي، چې هغه یې خپل پلار وژلې ده:«پلار یې په ډېر وحشت وژلې وه… کورنۍ یې وېرېده، چې د خلکو پر وړاندې نوم بدې نه شي.»
ښځ وژنه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه تر ټولو جدي او پټه پدیده ده. دا وژنې معمولآ د کورنیو د غړو له خوا تر سره کېږي، بده لا دا ده چې د ټولنې په ښځو ضد ذهنیت او د حکومت په اوسني حالت کې دا ډول وژنې، چې د کورنۍ مسلو یا د عزت د دفاع په توګه توجیه کیږي، عادي ګڼل کیږي، په ځانګړې توګه د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته په اندېښمنوونکې توګه د دغه ډول وژنو عاملینو نیولو ته پاملرنه نه کېږي او په بشپړه چوپتیا کې له هېڅ ډول ارزونې پرته له ښځو قرباني اخیستل کېږی.
بدخشان هم د افغانستان له نورو سیمو ځانګړی نه دی، له هر ښاري چې وپوښتل شي کم تر کمه د ښځ وژنې د یوې یا دوه پېښو چې په «ناموسي وژنې» پېژندل کېږي شاهد یا کیسه اورېدونکی وي.
د بېلګې په توګه دا د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد ښار د پنځمې ناحیې د اوسېدونکي او کمپیوټر ساینس پوهنې د فارغ ۲۸ کلن محمد سمیع نظر دی چې ویې ویل:«د ناموس مسله د خلکو په ځانګړې توګه د نارینه وو لپاره خورا مهمه ده… په دې وروستیو دریو میاشتو کې ما خپله لیدلي او هم مې اورېدلي، چې یوه تن خپله لور وژلې او بل تن خپله مېرمن.»
په همدې نظر ۲۴ کلنه سحر مرادي، چې مخکې د بدخشان پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ زده کړیاله او د فیض آباد ښار د اتمې ناحیې اوسېدونکې ده وايي:«د تېر کال د غوايي میاشتې په شپږویشتمه نېټه همدا زموږ په سیمه کې د هما په نوم یوه ښځه چې ۳۲ کلنه وه، د خپل مېړه له خوا په تېشه و وژل شوه او درې واړه ماشومان یې بې سرپرسته پاتې شول.»
د هما د قتل د علت په اړه د سحر معلومات همدا عام تریخ حقیقت دی، چې د نورو ډېری «ناموسي» قتلونو لپاره دلیل دی:«مېړه ته یې ویل شوي و، ښځه دې بدلمنې ده، ته بې غیرته شوی یې، دا توان نه لرې، چې د ښځې مخنیوی وکړې.»
په بدخشان کې د ښځ وژنې د پېښو کره شمېرې نشته، خلک وايي، طالبان د دغه ډول ډېری وژنو د ټولیز کېدو مخنیوی کوي او دوسې یې په غالب ګمان د ځان وژنې په دوسیه تړل کېږي.
د نیوکه کوونکو په اند د دې ډول کارونو دلیل هم روښانه دی، طالبانو د اجباري حجاب په خاطر نه یوازې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لپاره د کورنیو د نارینه وو لاسونه خلاص پرېښودي دي، بلکې هغوی یې مسوول کړي دي، د طالبانو د اجباري حجاب په فرمان کې راغلي، که کومه ښځه د طالبانو لارښوونې عملي نه کړي، نو د کورنۍ نارینه به یې د مسوول په توګه مجزات او زنداني شي.
په (مستعار نوم) د شافعې کیسه ترخه ده، هغه ۲۰ کلنه نجلۍ، چې د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي میاشت کې د خپلې کورنۍ له خوا ځان وژنې ته اړ ایستل شوې وه، دا کړکېچ بیا هم د شافعې یوې ډېرې نېږدې خپلوانې بیان کړی دی.
د امنیتي ستونزو له امله د دغه قرباني شویو ښځو له کورنیو سره خبرو کولو امکان نه درلود.
شافعه د بدخشان ولایت د «بهارک» ولسوالۍ اوسېدونکې وه، هغې له یوه کس سره چې خوښېده یې او غوښتل یې واده ورسره وکړي، د کورنۍ د مخالفت له امله له کوره تښتي، د شافعې د نېږدې ملګري په خبره، هغه د لارې په نیمايي کې د کورنۍ له خوا نیول کېږي.
دا کیسه د هغه سرچینې ده، چې له نېږدې یې دا جریان لیدلی دی:«شافعه مې د ښوونځي د دورې ټولګیواله وه، خپلو کې ډېرې سره خوږې او جوړې وو، نېږدې یو ځای مو ژوند کاوه، هره لحظه به یو له بل سره وو، یو هلک یې خوښېده، چې څو ځله یې د مرکې لپاره هم راغلی وو، خو پلار یې ونه منله، وروسته شافعې پرېکړه وکړه، چې له هغه سره وتښتي، کله یې چې له بهارک څخه د فیض آباد په لور حرکت کړی، د لارې په اوږدو کې د شافعې کورنۍ هغوی موندلي دي، هلک یې څومره چې په توان کې وو، وهلی وو او شافعه یې کور ته راوستلې وه، هغې ته یې ویلي وو، یا ځان په خپله و وژنه او یا دې هم موږ وژنو، ځکه زموږ ابرو دې یوړه، له ځان وژنې یوه شپه وړاندې مې شافعه په کور کې ولیده، وضعیت یې ډېر خراب وو.»
د همغه ورځې پر سبا یې خبر راورسېد، چې شافعې ځان وژنه کړې ده، لږ تر لږه په دې ماجرا کې د شافعې د ملګرې لپاره چې د مریم په مستعار نوم ترې یادونه شوې، لکه لمر داسې روښانه ده، چې شافعه اړ شوې وه، چې خپل ژوند ته د پای ټکی کېږدي.
د افغانستان په ځینو سیمو په ځانګړې توګه په کلیوالي دودونو کې د واده په موخه له کوره تېښته د کورنۍ لپاره د شرم وړ بلل کېږي، خو د طالبانو څخه وړاندې د ښخو د حقونو د دفاع بنسټونو هڅه کوله، چې هغه له جرم څخه وباسي، ځکه دغه ډول کار یا له تاوتریخوالي تېښته ده او یا هم په یوه فردي غوښتنه لاس وهل دي، چې اړتیا نشته د قانون له مخې جرم وګنل شي، په همدې دلیل له کوره په تېښته تورنې نجونې او ښځې د زندان پر ځای امن خونو ته تللې.
خو د طالبانو په بیا راتګ سره دغه ډول کار یو نه بښوونکی جرم دی، چې ښځو ته یې ګواښونکی شرم متوجه کړی، له هغې ډلې په عام ځای کې په دورو وهل او یا هم زندان.







