د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ایران کې د کډوالۍ ترخې کیسې او هېواد کې د بېکارۍ، بېوزلۍ او بې پناه ګۍ مثلث سره مخ مېرمنې

۷ زمری ۱۴۰۴
ایران کې د کډوالۍ ترخې کیسې او هېواد کې د بېکارۍ، بېوزلۍ او بې پناه ګۍ مثلث سره مخ مېرمنې

انځور: رخشانه میډیا

مژګان محمدي – هرات

د زمري دویمه د پنشنبې ورځ د غرمې ۱۲ بجې په داسې حال کې، چې ګرمي ۳۵ درجې ته رسېدلې وه، ډلې دلې کورنۍ د هرات ښار په «مولانا جامي» مشهور پارک کې په ګرمه ځمکه ناستې وې، دغه کورنیو له خپلو بوجیو، پنډوکیو او بکسونو سره دغه پارک ته پناه راوړې ده، هر یوه یې په ایران کې د کډوالۍ ترخې کیسې لري، هغه کورنۍ چې کلونه یې ایران کې تېر کړي، اوس هرات ورته ناپېژاند دی، یا هغه کورنۍ چې د یوه ښه ژوند لپاره تللې وې، اوس له بې پانګۍ او بې سرپناه یۍ سره راستانې شوې دي.

رخشانې رسنۍ په دې راپور کې د هغو ښځو کیسه راخیستې، چې کلونه یې ایران کې ژوند کړی خو وروستیو کې د تبعیض، نیولو او شړلو سره مخ شوې او اوس په خپل هېواد کې هم د بې کورۍ سره مخ دي.

له سپکاوي ډک شړل

تېره اوونۍ د سهار کابو شپږ بجې، هغه مهال چې ۴۰ کلنه زهرا هاشمي له خپلو ماشومانو سره د ایران- اصفهان ښار کې په خپل کور کې ویده وه، دوه ایراني پولیس په دې نارې سره«زر کوه افغانه پورته شته!» د هغې کور ته ورننوځي، د دغه کورنۍ غړي نیسي او په اردوګاه کې له دوه ورځو تېرولو وروسته یې له ایران څخه باسي.

دغه مېرمن چې له ایران څخه تر ایستلو وروسته افغانستان ته راغلې کیسه کوي، ایراني پولیسو اجازه ورنه کړه، چې د کور توکي راټول کړي، یا ان ماشومان یې جامې واغوندي:«راته ویې ویل ضمانت درنه اخلو او بېرته مو راولو، خو موږ یې نېغ اردوګاه ته یوړو.»

په دې اړه نور ولولئ...

بلخ کې معلولې نجونې: پیسې ګټو خو کور کې پرې واک نه لرو

«نرګس رضايي» او د کاراټې نړیوال لوبغالي ته د رسېدو کیسه

زهرا او کورنۍ یې تر نیولو وروسته یوه شپه د کاشان ښار د پوهنتون فلکې ته نېږدې د بختیار دشت په اردوګاه کې تېره کړه او له هغه ځایه بیا د سنګ سفید اردوګاه ته ولېږدول شوه:«په اردوګاو کې د خلکو ګڼه ګوڼه خورا زیاته وه، د کډوالو لپاره هېڅ امکانات نه و، دا چې زما څلور ماشومان واړه وو، وېرېدم چې د دغه ځای د ککړتیا له امله ناروغ نه شي.»

زهرا او کورنۍ یې دوه شپې ورځې په اردوګاه کې تېرې کړې او له نورو ۳۷ تنه افغان کډوالو سره یو ځای په صفري نقطه اسلام کلا پولې ته ولېږدول شوه. هغې له رخشانې رسنۍ سره دغه اوږد واټن«د ایراني پولیسو د بد چلند، له سپکاوي او روحي فشار ډک سفر» وباله.

زهرا و ویل:«د لېږد پر مهال ۴۴ تنه په یوه (بس) موټر کې وو، چې نیمې یې کورنۍ او نیم یې مجرد کسان وو، مجردان یې وهل، د تښتې د مخنوي په پار یې درې ځلې د موټر په داخل کې نوم لیکنه وکړه، که به څوک په وخت حاضر نه و، مثلآ تشناب ته به تللي وو یا به ویده وو، په سوکانو او لغتو یې وهل، چې ولې زر رانغلې ولې د ځواب را نه کړ.»

زهرا زیاتوي، سختې ګرمۍ او د امکاناتو نشتوالي د دې او په ځانګړې توګه د دې د ماشومانو لپاره شرایط خورا سخت کړي وو:«هر ځای به یې درولو، هوا ډېره ګرمه وه، ما چې ماشوم درلود ډېره په تکلیف شوم، زموږ خواړه وچې وریجې او نسک وو، موټر کې یې اجازه نه راکوله چې خواړه وخورو تر څو موټر ککړ نه شي.»

زهرا ایران کې زېږېدلې او اووه ماشومان لري، هغه اوس له ایران څخه تر راستنولو وروسته د پنځو ماشومانو سره د هرات ښار مولانا پارک کې په یوه خېمه کې ژوند کوي. زهرا وايي، مشر زوی یې چې ۱۹ کلن دی شل ورځې وړاندې د ایراني پولیسو له خوا په کار ځای کې ونیول شو او له پولې راواړول شو او یوه لور یې چې واده یې کړی لا هم په ایران کې ژوند کوي.

هغه زیاتوي، مېړه یې د کارګرۍ په پیسو یو کور په ګروۍ نیولی وو، خو کله یې چې د سرشمېرنې پاڼې بې اعتباره کړای شوې، د کور خاوند د ګروۍ پیسو له ورکړې ډډه وکړه:«زموږ ټول څه ناڅه همغه پنخوس میلیونه تومان وو، چې په ګروۍ مو ورکړي وو او د میاشتې مو ۴ میلیون تومان کرایه هم ورکوله، خو بیا مو هم په وېره او ډار کې ژوند کاوه او په پای کې هم تش لاس را وایستل شو.»

ډېری کدوال په ناڅاپي ډول له کورونو او یا کارځایونو څخه نیول شوي او ایستل شوي، پرته له دې، چې د کور پیسې بېرته تر لاسه کړي یا د کور توکي وپلوري او یا هم خپله وروستۍ مزدوري تر لاسه کړي، د دې کډوالو په وینا، د ډېری کورونو خاوندانو په دې دلیل چې کډوال«غیرقانوني» کړل شوي د پیسو له بېرته ورکړې ډډه کوله.

«په خپله خوښه راستانه شو تر څو په واتونو ونه نیول شو»

د مولانا جامي پارک په بله څنډه په خېمه کې یو ځوان هلک ناست دی، تازه له ډاکتر څخه راغلی دی.

د دغه هلک د مور په وینا، هغه په یوه آزاده فضا او سختې ګرمې کې د یوې اوونۍ تېرولو وروسته سخته تبه، اسهال، کانګې او بې خوبي پيدا کړه.

د دغه هلک مور سد بي بي له خپلو څلورو شپږکلن، اووه کلن، لس کلن او لس نیم کلن زامنو سره له یوې اوونۍ راهیسې په مولانا پارک کې اوسېږي او وايي:«له جمعې راهیسې دلته یو، هېڅ سرپناه نه لرو، اولادونه مې ګرمۍ وهلي او درمل خوري… دلته حمام نشته، چې بچیان په کې ومنځم، د سخت خارښت له امله خپل سرونه ګروي.»

سدبي بي په ایران کې له درې نیم کاله ژوند کولو وروسته د ایراني پولیسو د نیولو له وېرې په خپله خوښه افغانستان ته راغلې وايي، دا پرېکړه د اخراج سره چندان توپیر نه لري، د سفر لپاره یې د کور توکي په نیمه بیه وپلورل او ویې نه شوای کولی چې د کور له څېښتن څخه د ګروۍ پیسې بېرته تر لاسه کړي:«د کور څېښتن ویل تر شپږمې میاشتې پورې په کور کې پاتې شۍ، وروسته مو پیسې درکوم، خو زموږ د سرشمېرنې پانې باطلې شوې وې، موټر سایکل، یخچال او نور توکي مو په نیمه بیه ورکړل، په ټولیز ډول مو ۲۰ میلیونه تومان تر لاسه کړل، چې کرایه او د ایران د ښاروالۍ پنځه میلیون تومان مو ترې ورکړل.»

د سدبي بي مېړه د لاس په خوارۍ د کورنۍ لګښتونه برابرول، خو له راستنېدو وروسته اوس له سرپناه پرته د پارک په خلاصه فضا کې شپه ورځ تېروي.

دغې مېرمن و ویل:«که موږ پیسې درلودای، اووه ورځې په پارک کې نه پاتې کېدو، هغه لس زره افغانۍ هم چې په پوله راکړل شوې، یوازې د تګ راتګ کرایه شوه، اوس په داسې کور پسې ګرځو چې کرایه یې دوه یا درې زره افغانۍ وي، خو په هرات کې هېڅ کور له اته زره افغانیو کم نه پيدا کېږي.»

د ایران څخه د افغان کډوالو په زیاتېدو سره د کورونو نشتوالي، د کرایو او ګرویو بیو لوړوالي د کډوالو لپاره جدي ستونزې رامنځ ته کړې دي، دغه کسان په مناسبه بیه د کور د نه پیدا کېدو له امله شپې په مولانا جامي پارک کې تېروي.

کډوال هرات کې د طالبانو له سیمه ییزه ادارې غواړي، چې د دې پروسې جدي څارنه وکړي.

ښځې او د کډوالۍ ټپونه«کور زما او ماشومانو لپاره قفس شوی وو.»

د ایران څخه د ډېری راستنو شویو ښځو لپاره د کډوالۍ کلونه، له سپکاوي او تبعض پرته بل څه نه وو، زهرا، سلیمه او حوا ګل هغه درې مېرمنې دي، چې ایران کې له کلونو ژوند کولو وروسته بېرته هېواد ته راستنې شوې او کیسې یې له ترخو او غمجنو خاطرو ډکې دي.

زهرا هاشمي چې څلور لسیزې یې په ایران کې ژوند کړی په پرېکنده توګه وايي، د بیا تګ لپاره هېح لېوالتیا نه لري، هغه زیاتوي، په دې ټولو کلونو کې تل له سپکاوي او آزار ورکولو ډک چلند سره مخ وه، په وار وار یې په بازار کې اورېدلي:«افغاني کثافت ولې نه ځې؟» دغه تجربې یې نه یوازې زړه وهلی، بلکې له کډوالۍ یې یو تریخ انځور د هغې په ذهن کې جوړ کړی دی.

۲۷ کلنه سلیمه چې د خپل مېړه سره یو ځای د یوه ښه ژوند موندلو په موخه ایران ته تللې وه، اوس له اته کاله وروسته هېواد ته راسته شوې ده، مېړه یې ساده کارکوونکی وو او خپله یې درزیتوب کاوه، هغوی په ټول کوښښ سره د میاشتې اته میلیون تومان عاید درلود، چې لګښتونه یې نه ورپوره کول، هغې و ویل:«د افغانانو لپاره هر څه ګران وو، د کور کرایه، د بس او ان ډودۍ.» خو تر اقتصادي فشارونو سخت بیا له سپکاوي ډک چاپېریال وو، په کوڅو او ادارو کې بد کاته، بدې خبرې او مانا لرونکې چوپتیا. سلیمې و ویل:«ویل یې تاسو زموږ هېواد اشغال کړی، ان په ادارو کې به مو چې سلام ورته کاوه ځواب یې نه راکاوه.»

سلیمې د ایراني پولیسو له خوا د دې د مېړه د څلور ځلې نیولو په اړه و ویل:«هغه یې د مرګ تر کچې وهلی و، تر دې چې روغتون ته ورسېد، د خوشي کېدو لپاره یې زیاتې پیسې غوښتې، کله ۸ میلیون تومان، کله ۱۰ میلیون … خو له دې سره سره دا تضمین هم نه وو، چې بیا به نه نیول کېږي.»

حواګل هم ورته تجربه بیانوي، د فراه هغه مېرمن چې په کاشان کې له خپل مېړه او څلورو اولادونو سره له درې کلونو او څلورو میاشتو ژوند کولو وروسته بېرته افغانستان ته راغلې ده، دا ښځه کیسه کوي، چې ایران کې پرې ټولنیزو فشارونو د ژوند کړۍ تنګه کړې وه. هغه وايي، په هغه لوړپوړیزه ودانۍ کې چې دوی په کې ژوند کاوه، ګاونډیانو اجازه نه ورکوله چې ماشومان یې د باندې ووځي.

دغې مېرمنې و ویل:«زما او د اولادونو لپاره مې کور قفس وو، تر څو به مې چې بچیان د باندې وتل، ګاونډیانو به وختي د کور خاوند ته زنګ کاوه، چې که افغانان ونه باسې، موږ به پولیس را خبر کړو.»

سپکاوی له کوره د باندې چاپېریال ته هم خور شوی وو، حواګل زیاتوي، کله به چې د وچې ډوډۍ اخیستو لپاره وتله له تورونو او سپکاوي سره به مخ کېده:«ویل یې تاسو څو کاله کېږي زموږ ډوډۍ خورۍ، اوس زموږ لپاره بې پیلوټه الوتکې جوړوۍ، دا افغانۍ ده، خاورې مو پر سر شه»!

د افغان کډوالو د ځورونې څپې د ایران او اسرائیلو تر منځ تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته چې ایراني رسنیو اعلان وکړو، افغان کډوالو اسرائیلو ته جاسوسي کوله زور واخیست، خو ایراني چارواکو وروسته دا تور رد کړ او ویې ویل، د اسراییلو لپاره د جاسوسۍ په تور نیول شويو کسانو کې هېڅ یو افغان کډوال نشته.

خو له دې سره په افغانستان کې لوږې او بېوزلۍ بیا هم ډېری کسان په دې فکر کړي، چې بېرته ایران ته ولاړ شي، د حواګل مېړه تمه لري، چې ایران کې به یې د کارخاوند ضمانت ورته راولېږي تر څو بیا هلته ورشي، خو دا ځل له کورنۍ پرته.«موږ همدلته هرات کې پاتې کېږو… هغه یوازې ځي.»

«موسسې یوازې نوم لیکنه کوي، مرسته نه کوي».

د مولانا جامي پارک په یوه څنده کې یوه مور په دې انتظار چې له مرستندویه بنسټونو څخه وچې شیدې تر لاسه کړي ناسته ده، هغه په ارامه خو خسته غږ وايي، هغه مرستې یې چې تر لاسه کړې خورا کمې دي او د وږو ماشومانو لپاره یې بنسه نه کوي.

دې مور د خپل ماشوم د ارامولو لپاره د ونې په دوه ښاخونو د ټکري پیڅکې تړلې او یوه ساده زانګو یې ترې جوړه کړې ده، ماشوم په همدې زانګو کې ږدي، تر څو یې سوکه سوکه وخوځوي، ګوندې وي، چې خوب یې یوسي، خو د غرمې په سخته ګرمۍ کې د ماشوم پرله پسې ژړا د مور ځواک کم کړی او سوځوونکی لمر یې د زغملو توان ترې اخیستی دی.

په [مستعار نوم] منهاز وايي، دغه پارک ته په رسېدو یې په لومړۍ ورځ یوازې یوه بسته وچې شیدې تر لاسه کړې او تر نن ورځې پورې بیا نه ده توانېدلې، چې د ماشوم لپاره یې وچې شیدې چمتو کړي.

هغې ویلي:«زوی ته مې وچې شیدې نه راکوي، راته وايي د باندې یې واخله، بېرون بلده نه یم او پیسې هم نه لرم.»

له ایران څخه ایستل شویو کډوالو سره مرسته په ټولیزه توګه د ولسي غورځنګونو په اوږو ده، د هرات خلک له نږدې دوو اونیو راهیسې په رضاکارانه ډول له کډوالو سره مرسته کوي، په دې مرستو کې د خوړو وېش، له پولې څخه هرات ښار ته وړیا ترانسپورت او نورو ولایتونو ته د هغوی لېږل شامل دي.

د خلکو دا ګام د کډوالو د کړکېچ لپاره تر ټولو د ستاینې وړ غبرګون ګرځیدلی، ډېری خلک په دې اند دي، چې که خلکو په خپله خوښه مداخله نه وای کړې، نو د ایراني حکومت له خوا د کډوالو د پراخ ورځني اخراج او د کډوالو رسېدنې ته د طالبانو د پلان نشتوالي ته په پام سره به یو بشپړ بشري ناورین رامنځته شوی وای.

خو لا هم یوه لویه ننګونه چې د خلکو له لید څخه پته پاتې ده، د هغه کډوالو بې برخلیک توب دی، چې غواړي هرات کې پاتې شي، هغوی ویلي، کرايي کورونه نه پیداکېږي، که پیدا هم شي، کرایه یې آسمان ته پورته کړې ده.

مهناز د هغو زرګونو مېرمنو څخه یوه ده، چې په دې وروستیو ورځو کې هېواد ته راستنې شوې دي، د رخشانې رسنۍ سره په مرکو کې لږترلږه پنځو نورو مېرمنو ویلي، چې د ادارو لخوا مرسته محدوده ده او د دوی د کورنیو لومړنۍ اړتیاوې نه پوره کوي. منهار و ویل«د خاوند نوم مې یې ولیکه، عکس یې واخیست، خو راته ویې ویل، چې مرستې خلاصې شوې دي او تاسو سبا راشۍ، خو موږ په سبا سهار وختي د هرات په لور حرکت وکړ.»

د ماشوم ترڅنګ د منهاز لپاره یوه بله لویه اندېښنه د مشرې لور په اړه ده، چې تر نهم ټولګي پورې یې د ایران په دولتي ښوونځي کې زده کړې کړې، خو اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته په راتګ سره د زده کړو له حق څخه محرومه شوې ده.«هغه ټولې هڅې او هیلې چې لور مې په تېرو نهو کلونو کې ګاللې وې هېڅ شوې، نور نه شي کولی ښوونځي ته لاړه شي او هېڅ راتلونکې به ونه لري.»

د هغه نجونو وضعیت چې له ایستلو وروسته افغانستان ته راغلې لا اندېښمنوونکی دی، طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسې، زده کړې، کارموندنې او عامه ژوند ته د ښځو لاسرسی سخت محدود کړی دی.

منهاز اصلي د دایکنډي ولایت ده، چې له خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سره په ایران کې له ۲۵ کلونو ژوند کولو وروسته هرات ته راغلې او له تېرو دریو ورځو راهیسې په مولانا پارک کې ژوند کوي. هغه وايي، د کور د کرایې لپاره پیسې نه لري:«مېړه مې په ایران کې نقلي کاڼي پلورل او ټوله پانګه یې دېرش میلیون تومان وو، چې هغه مو له ایران څخه تر پولې پورې کرایه کړه او اوس د پاتې کېدو لپاره هېڅ ځای نه لرو، د تر د(کاکا) زوی مې په هرات کې ژوند کوي، خو ما په خپل ټول عمر نه دی لیدلی، که زه هغه و وینم یا هغه ما وویني یو بل نه پېژنو.»

له ایران څخه د افغان کدوالو ایستلو لړۍ دوام لري، د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې کمېسیون اعلان کړی، چې تېره اوونۍ له شنبې تر پنشنبې پورې په ترتیب د شنبې په ورځ ۸۲۷۷ تنه، د یکشنبې په ورځ، ۱۰۶۰۴ تنه، د دوشنبې په ورځ ۱۰۹۴۲ تنه، د سه شنبې په ورځ ۹۹۸۴ تنه، د چهارشنبې په ورځ ۱۰۸۸۴ تنه، د پنشنبې په ورځ ۹۰۳۵ تنه او د جمعې په ورځ ۸۰۸۵ تنه د اسلام کلا پولې له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

اړوندې لیکنې

خیالي امنیت، واقعي وحشت، کابل کې ورځ تر بلې غلاوې غدې زیاتېږي
دسته‌بندی نشده

خیالي امنیت، واقعي وحشت، کابل کې ورځ تر بلې غلاوې غدې زیاتېږي

۷ كب ۱۴۰۴
طالبانو د بدخشان ولایتي روغتون کې د ښځو لپاره د رحم نلونو بندول منع کړي دي
دسته‌بندی نشده

طالبانو د بدخشان ولایتي روغتون کې د ښځو لپاره د رحم نلونو بندول منع کړي دي

۵ كب ۱۴۰۴
په کورنیو کې د ښځو او نجونو پر ژوند د طالبانو د دیني مدرسو اغېز
دسته‌بندی نشده

په کورنیو کې د ښځو او نجونو پر ژوند د طالبانو د دیني مدرسو اغېز

۳ كب ۱۴۰۴
غلې مبارزه، ځینې کورنۍ څه ډول د خپلو لوڼو د زده کړې حق تر شاه ولاړې دي؟
دسته‌بندی نشده

غلې مبارزه، ځینې کورنۍ څه ډول د خپلو لوڼو د زده کړې حق تر شاه ولاړې دي؟

۲ كب ۱۴۰۴
په یوه کال کې د ښځو له حقونو ۴۱۱ ځلې سرغړونې، افغانستان کې د ښځو ځپل مخ په زیاتېدو دي
دسته‌بندی نشده

په یوه کال کې د ښځو له حقونو ۴۱۱ ځلې سرغړونې، افغانستان کې د ښځو ځپل مخ په زیاتېدو دي

۲ كب ۱۴۰۴
د شېرین هزاره په یاد: «هغه زړوره وه»
دسته‌بندی نشده

د شېرین هزاره په یاد: «هغه زړوره وه»

۱ كب ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه