د ۱۹۳۸ کال په سپټمبر کې، کله چې د برېتانیا د وخت لومړي وزیر چمبرلېن، له هیټلر سره د مونیخ تړون لاسلیک کړ، ګمان یې کاوه، چې د جګړې سیوری یې د اروپا او برېتانیا له سره لرې کړی دی.
چمبرلین باور درلود، چې د جوړجاړي سیاست (appeasement) او آدولف هیټلر ته امتیازات او تدریجي مشروعیت ورکول، کولی شي د نازیېزم افراطیت او د هغو جنګي ماشین مهار کړي. هغه د مونیخ تړون په لاسلیک سره د چکسلواکیا یوه برخه فاشېزم ته ډالۍ کړه، تر څو په خپل فکر «د وخت سوله» په لاس راوړي.
هغه له مونیخ څخه تر راستنېدو وروسته، د ۱۹۳۸ په دېرشمه، د داوننګ کوڅې د ۱۰ مې شمېرې کور له کړکۍ، یعنې د لومړي وزیر له دفتر څخه په یوه تاریخي وینا کې خبریالانو او هغو خلکو ته چې د باندې راټول شوي وو، په خطاب کې و ویل: «زما خوږو دوستانو، په تاریخ کې د دویم ځل لپاره د برېتانیا لومړی وزیر له آلمان څخه په سولې او وقار سره راستون شوی دی. زما په اند دا د وخت سوله ده.» هغه له خلکو وغوښتلو چې خپلو کورونو ته لاړ شي او آرام خوب وکړي.
په داسې حال کې چې ډېریو، له هغې جملې د انګلستان شا له جمبرلېن څخه ملاتړ وکړ، خو وینسټون چرچېل، چې وروسته یې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د برېتانیا مشري پر غاړه واخیسته، د مونیخ تړون لاسلیک د (total and unmitigated defeat) بشړه او مطلقه ماتې وبلله. هغه هیټلر ته د چکسلواکیا د خاورې د یوې برخې ورکول تېروتنه وبلله او خبرداری یې ورکړ، چې د دې هېواد لپاره هر څه پای ته ورسېدل او چکسلواکیا «په چوپتیا، ماتم او تیارو کې ټوټه ټوټه ډوبېږي.»
د چرچېل د خبرداري مهمه برخه، له فاشېزم سره د جوړجاړي سیاست په اړه وه. هغه د فاشېزم سره د جوړجاړي سیاست د ماتې او شرم یوه نښه وبلله، چې د هیټلر له زړور کولو او په اروپا کې د جګړې د پراخولو لپاره د هغه د ارادې له پیاوړي کولو پرته بله لاس ته راوړنه نه لري. نوموړي د ۱۹۳۸ په اکتوبر کې په یوه پارلماني وینا کې چمبرلین ته په خطاب کې و ویل: «تاسو فرصت درلود، چې د جګړې او سر ټيټي تر منځ یو غوره کړی. تاسو سرټیټی غوره کړ، خو ډېر ژر به جګړه هم درپسې راشي.»
هغه د مونیخ تړون د زهرو له جام سره تشېبه کړ، چې غوړپ غوړپ د برېتانیا او اروپا خلکو ته ورڅښل کېږي. هغه د برېتانیا خلکو او دې هېواد سیاسي مشرانو ته خطاب کې و ویل: «فکر مه کوۍ چې دا د کار پای دی، دا یوازې د حساب تصفیه کولو پیل دی. دا یوازې له یوې ترخې پیالې لومړی غوړپ او مقدمه ده، هغه ګوټ چې موږ ته کال په کال را څښتل کېږي.»
فاشېزم په جوړجاړي سره لا زړور کېږي
هغه خبرداری چې چېرچېل له هیټلر سره د جوړجاړي په اړه ورکړی وو، ډېر ژر په حقیقت بدل شو. له کال څخه په کمه موده کې نازي الماني ځواکونو په پولنډ برید وکړ او دویمه نړیواله جګړه ونښته، هغه کورنۍ جګړه، چې لمن یې ټولې اروپاو وروسته آسیا، افریقا او ان امریکا ته هم خوره شوه. میلیونه انسانان و وژل شول، ګڼ ښارونه له خاورو سره خاورې شول او تر ټولو مهمه دا، چې هیټلر د انسان سوځولو بټۍ جوړه کړه او د هلوکاست په جریان کې یې د اروپا دوه پر درېیمه برخه یهودیان له منځه یوړول.
که څه هم د بشر په تاریخ کې ګڼې جګړې شوې او په معاصر تاریخ کې هم بشر د لویو جګړو شاهد دی. خو هېڅ یوه یې هم د ژوروالي او پراختیا له پلوه د هیټلر د جګړې له ناورین سره د پرتلې وړ نه ده. هیلټر د ځان لپاره هېڅ اخلاقي برید او پولې نه پېژندلې او د توکمیزې برترۍ په فکر سره یې غوښتل آلمان د نړۍ پر سر یو بې بنسټه واکمن کړي.
لکه څرنګه چې چرچېل په سمه توګه خبرداری ورکړی وو، فاشېزم ته امتیاز او باج ورکولو نه یوازې د ناورین د رامنځ ته کېدو مخینوی ونه کړه، بلکې هغه یې د خپلو پراختیا غوښتونکو او استبدادي هیلو تعقیبولو کې لا زړور کړ او ناورین یې ګړندۍ کړه. هیټلر او هغه فاشېستي ایډیولوژي چې هغه رهبري کوله، یوه روښانه او مشخصه لار درلوده. جوړجاړي او مصالحې له هغه سره مرسته وکړه، چې دې لارې ته دوام ورکړي او د خپلو موخو د پرمختګ لپاره یې انګېزه لا پیاوړې کړي.
اوس چې وینسټون چرچېل د آلماني فاشېزم په اړه کوم خبرداری ورکړی وو، موږ په افغانستان کې همغه نښې نښانې وینو. افغانستان که څه هم آلمان نه دی، خو هغه ډله او جریان چې اوس د دغه هېواد حکومتي بنسټونه په واک کې لري، د همغه خطرناک فکر لرونکی دی، چې یو وخت یې پر نړۍ ستر ناورین تحمیل کړی وو.
«د خدای پر ځمکه د خدای حکمونه پلي کول» د مطلق العنان فکر داسې نښې په ځان کې لري، چې ان د هیټلر په فاشېزم کې یې هم شتون نه درلود. د دې ډول فکر الهیاتي بنسټ روښانه دی. نړۍ د خدای «مطلق مالکیت» دی او خدای د نړۍ مطلق مالک دی. کله چې خدای د نړۍ مالک وي، هېڅوک نه شي کولی د خدای له اجازې پرته قانون جوړ کړي. په پایله کې «شریعت» چې د خدای د ارادې حقوقي او قانوني ښکارندوی دی، باید په ټولنه نړۍ واکمن شي او د انساني اړیکو په اصلي بنسټ باید بدل شي.
د مذهبي فاشېزم مخ په زېاتېد ګواښ
د اسلامي بنسټ پالو ډلو بېلګې او ډولونه، چې په ټوله اسلامي نړۍ ان په اروپا او لوېدیځ کې فعالې دي، ټول په دې ډول طرز او فکر کې شریکې دي. واک ته د طالبانو په بیا راستنېدو سره، افغانستان اوس د دې ډول فکر په پلازمېنه بدل شوی دی. په لسګونه بنسټپالو او ان ترهګرو ډلو اوس پناه او خوندیتوب موندلی دی، چې دوی کولی شي د «خدای په ځمکه د خدای د حکمونو پلي کولو» نظریه نه یوازې په افغانستان کې پلې کړي، بلکې په ټوله سیمه او نړۍ کې د هغې د پراخولو لپاره پلانونه جوړوي.
هغه جهادي اور چې نن ورځو کې د پاکستان له شمال نه تر لوېدیځ پورې ژبغړاندی شوی او هره اوونۍ لسګونه قربانیان اخلي، یوازې د هغه اور تر ټولو لویې نښې دي، چې ډېر ژر یا وروسته به سیمې او نړۍ ته خور شي. نیابتي ډلې او د طالبانو خواخوږي کولی شي د دې اور بڅرکي، د لندن، پاریس، برلېن، نیویارک او واشنګن په زړه کې هم بل کړي. په ترهګریزه تګلاره اسلامي بنسټپالي یو پټ ښامار دی، چې ورو ورو له خوبه پاڅېږي. افغانستان اوس د فاشېزم په پرتله ډېر خطرناک د دې رجحان لپاره د امید په مرکز بدل شوی دی.
د «ترهګرۍ» او «جهاد» په توکو د لوېدیځ ماتول د «خلافت» او «اسلامي امارت» د بیا راژوندي کولو اوږد مهاله ایډیال او افسانه، پلان جوړونې، بیارغونې، او بیا کتنې او تر ټولو مهم د ځواک راټولولو امکان ورکړی دی. اوس د طالبانو د واکمنۍ په مرکز کې د جهادیانو د نوي نسل د راپورته کولو پلان جوړ شوی دی. دغه ډله د زرګونو دیني مدرسو په جوړولو او د افغانستان له دننه او بهر څخه د زرګونو بنسټپالو ښوونکو په ګمارلو سره، په سیمه ییزه کچه د طالبانو حکومتي ماډل ته د پراختیا ورکولو پلان لري.
همدا اوس د دې ډلې مبلغین «د خدای پر ځمکه د خدای د حکمونو پلي کولو» لاس ته راوړنې د اروپايي ښارونو په سلګونو جوماتونو او د مسلمانانو په ټولنو کې تبلیغوي. دا چې طالبانو اوس خپل فعالیتونه د افغانستان د ننه محدود کړي او یوازې غواړي د خپلې خوښې وړ شریعت د افغانستان په پولو کې پلی کړي، له تېر ایستلو او دوکې پرته بل څه نه دي. د خدای پر ځمکه د خدای د حکمونو پلي کولو نظریه، پولې نه پېژني. د دې نظریې تاریخي شرایطو او عملي امکان ته په کتو، دا مفکوره باید هر ځای چې امکان ولري پراخه شي.
پنځه کاله کېږي، د جهاد په انګېزه د پاکستان د عامو خلکو او نظامیانو خونړۍ وژنه روانه ده. ټول لاسوندونه ښيي، چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې شتون لري او فعالیت کوي. په دې موده کې د طالبانو له هغو تودو اړیکو سره سره، چې د پاکستان له استخباراتو سره یې درلودې، د ټي ټي پي په وړاندې یې هېڅ ډول ګام نه دی پورته کړی، د فکر، آرمان او د عملیاتو د طریقې له نظره، په کابل او کندهار د واکمنو طالبانو او هغو طالبانو تر منځ چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې جګړې کوي، هېڅ توپیر نه لیدل کېږي. په پایله کې د طالبانو په وړاندې د طالبانو عمل په خپله خیال دی او هېڅ کله به په عمل کې عملي نه شي. هغه څه چې رښتیا دي او عملي شواهد هم هغه تاییدوي، دا دی چې ټي ټي پي د کابل د حاکمانو په سخت لوجیستکي، مالي او معنوي ملاتړ متکي دي. د هغه جال په لمن کې چې په کابل او کندهار کې غوړول شوی، نه یوازې ټي ټي پي، بلکې لسګونه نورې ترهګرې ډلې هم په ډاډه زړه ګرځي او فعالیت کوي.
د ترهګرۍ ښامار تر اوسه سر سم نه دی راپورته کړی. پنځه کاله باج ورکولو او جوړجاړي طالبان لا زړور کړي، هغه اقدامات چې دغه ډله یې ګام په ګام د ښځو، دیني لږکیو، شیعه ګانو او هزاره ګانو په وړاندې همدا اوس پلي کوي، د دې زړورتوب یوه بېلګه ده.
راتلونکې یادښت کې به له فاشېزم سره د جوړجاړي سیاست نور اړخونه بیان کړم.







