سیدعبدالکریم هاشمي
په وروستیو میاشتو کې د خوراکي او اساسي توکو د بیو پرلپسې زیاتوالي، د میلیونونه افغان وګړو ژوند تر بل هر وخت سخت کړی دی. په سیمه کې هر سیاسي، امنیتي او اقتصادي بدلون په چټکۍ سره د افغانستان په بازارونو اغېز کوي او د لومړنیو موادو، سون او نورو اړینو توکو بیې ورسره پورته کېږي. په مقابل کې، د خلکو د ګټې برخه ثابته پر ځای پاتې ده او یا هم د بېکارۍ او اقتصادي رکود له امله کمه شوې ده.
د دې وضعیت پایله د کورنیو د دسترخوان کوچیني کېدل او د راتلونکې په اړه اندېښنې دي. د تیلو او ګازو د بیو په لوړېدو سره، لېږد رالېږد هم پورته کېږي او همدا موضوع د دې لامل کېږي، چې په بازارونو کې کابو د ټولو توکو بیې لوړې شي. ډېری خلک وايي، قیمتونه په چټکۍ سره پورته کېږي، خو د ګران خرڅولو د مخنیوي یا د بازار د کابو کولو لپاره ګټور څار نه تر سترګو کېږي.
په داسې شرایطو کې هغه کورنۍ، چې له دې وړاندې هم له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وې، اوس د ژوند د تر ټولو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره، له لا ګڼو ستونزو سره مخ دي. د بیو د لوړېدو تر څنګ، د لاسي توکو پلورونکي هم له ګڼو ننګونو سره مخ دي.
په ډېری ولایتونو کې ښاروالیو د (ښاري نظم) تر سرلیک لاندې، د هغوی پر فعالیتونو زیات محدودیتونه لګولي دي. ډېری لاسي توکي پلورونکي باید د خپل کار ځای لپاره باید بېلا بېلې بیې پرې کړي او نور د پخوا په څېر اجازه نه لري، چې د تګ راتګ یا عمومي ځایونو کې خپل توکي وغوړوي.
د هغو کسانو لپاره چې د ګټې یوازینۍ سرچینه یې همدا د لاسي توکو پلورل دي، دا ډول محدودیتونه کېدای شي د کورنۍ د تنخوا له لاسه ورکول و اوسي. هټۍ وال هم د بیو د پرېکولو او نورو پېچلتیاوو څخه سرټکوي. د ښاري خدماتو اړوند لګښتونو سربېره، د لوحو ځړولو، د ملکیت مالیې او نور موارد هم له دوی یوه اندازه پیسې اخلي. دا په داسې حال کې ده، چې ډېری واړه کارو بارونه د خلکو د پېر توان په کمېدو، له په ټپه درېدو سره مخ شوي او د ډېرو لګښتونو د پرې کولو توان نه لري.
له بل لوري د طالب چارواکو او ټیټ پوړو کارکوونکو د ګټې تر منځ اختلاف هم تل د بحث وړ دی. په داسې حال کې، چې د ډېرو عادي ځواکونو حقوق ټیټ دي، خلک تمه لري، چې عمومي سرچینې باید په داسې شکل مدیریت شي، چې پر خلکو اقتصادي فشار راکم شي او عمومي خدمات ښه والی پیدا کړي.
افغانستان ته هر ورځ د زرګونو کډوالو راستنېدو هم د کورنو په بازار ډېر فشار راوړی دی. د کور او دوکان لپاره د تقاضا زیاتوالی، په ډېری سیمو کې د کرایو د پورته کېدو لامل شوی او هغه کورنۍ چې کم عاید لري، له پخوا زیات د سرپناه موندلو کې له ستونزو سره مخ دي. په ورته وخت د ملګرو ملتونو د خپرو شویو راپورونو له مخې، افغانستان په نړۍ کې یو له بشري بحرانونو سره مخ هېواد دی. میلیونونه وګړي د ورځنیو خوړو برابرولو لپاره بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او د دې مرستو د یوې برخې کمښت یا درېدو د زیانمنو کورنیو وضعیت لا پېچلی کړی دی.
نو پر دې اساس، د بې کارۍ زیاتوالي، د اقتصادي فرستونو کمېدو او د بېوزلۍ پراخېدو، ډېری کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د ناتوانۍ تر بریده رسولې دي. د اقتصادي ستونزو تر څنګ پر ښځو او نجونو تپل شویو محدودیتونو پر ټولنه پراخه اغېزې کړې دي.
له منځنیو او پوهنتوني زده کړو د نجونو محرومیت، د ښځو د کار په برخه کې پراخو محدودیتونو او په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو د شتون کموالي، نه یوازې د میلیونونو ښځو او نجونو په ژوند اغېز کړی، بلکې د کورنیو په عواید او د هېواد اقتصادي وده یې هم منفي اغېز ښیندلی دی. کله چې د ټولنې نیمه برخه له زده کړو او کار له بازار څخه څنک ته وهل کېږي، پایله به یې د تولید کمېدل، د کورنیو اقتصادي انحصار زیاتوالی او د بېوزلۍ پراخېدل وي.
سربېره پر دې، د مالي او پانګونې خدماتو په برخه کې محدودیتونو، د عواید تر لاسه کولو فرصتونه کم کړي او د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو نوې تګلارې ته یې د هغوی لاسرسی ستونزمن کړی دی. همدارنګه د پوښښ ډول پورې اړوند مقراراتو، ځینې سوداګریز فعالیتونو او نورو ټولنیز محدودیتونو، په کار و بار او ورځني ژوند اغېز کړی دی.
په پای کې دې شرایطو، ډېری ځوانان چې په هېواد کې د ننه د ځان لپاره راتلونکې نه ویني، د کډوالۍ لار نیولې. هره ورځ د هغوی یو شمېر له ګڼو خطرونو سره سره، غیرقانوني او قاچاقي لارې نیسې، په دې تمه چې ښايي وتوانېږي یو کار پیدا کړي او د خپلو کورنیو د ژوند لګښتونه پوره کړي. خو دا لارې خپله له ګڼو ځاني، مالي او انساني خطرونو سره مل دي.
نن ورځ اصلي پوښتنه دا ده، چې که چېرې د بیو د لوړوالي، بېکارۍ، اقتصادي فرصتونو د کمېدو او بېوزلۍ د پراخېدو تګلاره دوام ومومي، د افغانستان د خلکو راتلونکې به څه ډول وي؟ د ډېری کورنیو دسترخوان ورځ تر بلې کوچینی کېږي او د هغوی د پېر توان کمېږي. که د اقتصادي بحران کابو کولو، د زیانمن پاړکي ملاتړ، د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو، پر بازار د څار پیاوړي کولو او د خلکو د ژوند د ښه والي د شرایطو لپاره ګټور ګامونه تر سره نه شي، د دې وېره ده، چې د ژوند تر ټولو لومړنیو اړتیاوو چمتول کول به د ډېرو وګړو لپاره په یوه نه تر لاسه کېدونکې هیلې بدله شي.
ښايي نن ورځ دا پوښته تر بل هر وخت زیاته د تامل وړ وي: که دا بهیر دوام وکړي، آیا رښتیا به د خلکو په دسترخوان څه خواړه پاتې شي؟







