حوا جوادي
څو ورځې وروسته په کابل د طالبانو واکمني پنځه کلنه کېږي. په دې نیمه پېړۍ کې نړۍ د ډېرو بدلونونو شاهده وه. د دې بدلونونو تر ټولو مهم یې په نړۍ کې په ځانګړې توګه په هغه هېوادونو کې د سیاسي نظامونو بدلون وو، چې افغانستان ته یې لږ او ډېر ورته شرایط درلودل. له هغې جمل سوریه، په سوریه کې د نظام د بدلون عمر ان دریو کلونو ته هم نه رسېږي.
په دې موده کې چې کوم بدلونونه په سوریه کې لیدل کېږي، له هغه څه سره چې په افغانستان کې دوام لري، په هېڅ ډول د پرتلې وړ نه دي. په سوریه کې د ولسواکه نظام ټولې ستنې درول شوې او د خلکو د رایو او د وګړو د حقونو پر بنسټ د سیستم د لېږد لپاره وروستۍ نېټه په جزیاتو سره ټاکل شوې ده.
خو په افغانستان کې په تېرو پنځو کلونو کې دغه لار پر عکس وهل شوې ده. د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ مې تر نن پورې، ګام په ګام قانوني او ملي بنسټونه نړول شوي دي، او لړۍ په لړۍ د افغانستان د خلکو لومړني حقونه له هغوی اخستل شوي دي. هغه څه چې نن په افغانستان کې وینو، په معاصره نړۍ کې د یوه ملي حکومت په څېر نه دي او نه هم د نننۍ ټولنې له اړتیاو سره برابر دي.
د ملېشو یوه ټولګه چې د ترهګرۍ او وینې تویولو وحشتناکه کړنلاره لري اوس د خکومت واګې په واک کې لري او د منځنیو پېړیو د کړنلارو په شان په خلکو حکومت کوي. د کابل د ولکه کولو له لومړۍ ورځې یې تر اوسه پورې څه د پاسه ۱۸۰۰ ورځې تېرېږي، دې ډلې په لومړیو ورځو کې نسبتآ نرمه څېره نندارې ته وړاندې کړه، خو اوس د شرطې، محتسب، جنګیالي او ان ځانمرګي بریدګر په بڼه د خلکو وینه په شیشه پرې کړې او د آرام ساه یې ترې اخیستې ده.
د سوریې او افغانستان د وضعیت تر منځ توپیر، د هغه واکمنانو وارد کړل شوي تفکر کې ریښه لري، چې اوس پر دواړو هېوادونو حکومت کوي. د یوه اراده د ولسواکۍ په حاکمیت او دموکراسۍ راڅرخي او د بل اراده په ټول غوښتنې، فاشېزم او ترهګرۍ. په سوریه کې د واکمنۍ ډلې سره تعامل د انساني اړیکو په بیارغولو کې مرسته کړې او د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو بحرانونو د حل لپاره یې لار هواره کړې، په داسې حال کې، چې په افغانستان کې یې د ترهګرۍ او وحشت د یوې وسیلې په جوړولو کې مرسته کړې ده.
ملګري ملتونه، له فاشېزم سره په لومړۍ کرښه کې
دا توضیحات له دې امله اړین دي، چې رباب فاطمه به ډېر ژر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه خپل کار پیل کړي. په تېرو پنځو کلونو کې ملګري ملتونه له طالبانو سره د جوړجاړي په لومړۍ کرښه کې دي. هغه اقدامات چې دې سازمان په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي او د بدلون پر بنسټ د تعامل په پلمه اخیستي، نه یې د بشري بحران مخنیوی کړی او نه یې د کابل او کندهار واکمنان دې ته اړ کړي، چې خپل چلند بدل کړي.
په دې دوره کې، جوړجاړي، ناغوښتل شوې پایلې درلودې. کار تر دې ځایه رسېدلی، چې ملګري ملتونه ان د خپل ځای او کاري چاپېریال په اداره کولو هم نه دی توانېدلی، طالبان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په یوه کوچیني کار کې هم لاسوهنه کوي. اصلي موضوع دا ده، چې له ټولو شایانو په ښکاره ډول څرګندېږي، چې له طالبانو سره د تعامل وهل شوې لار تېروتنه ده. دا طبیعي ده، چې په تېروتې لار تګ اهدافو ته نه رسېږي.
هغه څه چې ملګرو ملتونو تر اوسه کړي، د یوه غیر مشروع او بشر ضد حاکمیت تر استقرار او د خلکو په حقونو په تېري کولو د هغوی له زړور کولو، د سیمې په کچه د ترهګرۍ تر ملاتړ او د ترور او وحشت د ماشین له تغذیه کولو پرته بل څه نه دي. د ملګرو ملتونو د دې سیاستونو دوام به د تېر په پرتله څو برابره زیانونه له ځان سره ولري. د ترور او وحشت د ماشین تمویل او تجهیز کول او د یوه داسې حاکمیت له استقرار سره مرسته، چې په هېڅ معیار، قانون او عصري نړیوالو ارزښتونو بند نه دي، په پای کې به د نړۍ لپاره هم ویجاړونکې پایلې ولري.
د رباب فاطمه د کار د پیل په درشل کې مهمه دا ده، چې د چرچېل په شان خبرداری «جوجاړی، فاشېزم او ترهګري لا زړور کوي»ورکړل شي. هغه څه چې اوس په افغانستان کې د جوړېدو په حال کې دي، د هغه بحران زړی دی، چې ډېر سیمه ییز او نړیوال خطرناک لوري لري. لکه څرنګه چې د چمبرلېن جوړجاړي، د دې پر ځای چې د هېټلر چلند بدل کړي، زړور کړ، له طالبانو سره جوجاړی هم دا تصور پیاوړی کوي، چې هېڅوک نه شي کولی د هغوی مخه ونیسي او باید د وحشت او ترور استمرار ته په افغانستان کې دوام ورکړي.
دا به وژونکې تېروتنه وي، چې فکر وکړو، د طالبانو د حکومت له خوا رامنځ ته شوي ګواښونه به د افغانستان تر جغرافیې پورې محدود پاتې شي. د اسلامي مسایلو تر شعار لاندې ترهګرۍ هم د فکر، اهدافو، انګېزې او هم د بشري ځواک په وېش کې او تر ټولو مهمه دا، چې په طبیعت کې د لوېدیځ ضد ده. په دې ډول فکري جریان کې اصلي مسله دا ده، چې هغه پولې او سیاسي جغرافیه په رسمیت نه پېژني.
د ترهګرۍ له پولې وتلی ماهیت
په اسلامي بنسټپالۍ کې اصلي مسله دا ده، چې دغه فکري جریان په اصل کې نړیوالې پولې او د نننۍ ورځې د دولتونو او ملتونو جوړښت په رسمیت نه پېژني. د دې جریان د فکري نظم چوکاټ، د نن ورځې جغرافیايي پولې د نړیوالو مقرراتو او عصري وېش پایله ده، چې لوېدیځ پلوه او اسلام ضد ماهیت لري. تر چې یو نړیوال نظم موجود وي، د اسلامي ارزښتونو د پلي کېدو زمینه به ورته برابره نه شي. له همدې امله اسلامي بنسټپالنه غواړي، چې ټولې نړیوالې اړیکې له بېخه بدلې کړي.
په یوه ټاکلې جغرافیايي نقطه کې د هغو فعالیت، یوازې عملیاتي دلایل لري. له همدې امله، د (افغانستان په څېر) په یوه جغرافیه باندې ولکه، د نړۍ ټولو برخو ته، د ترهګرۍ دودولو، پلي کولو او د بنسټپالۍ فکر د صادرولو «عملیاتي اساس» یا «سیمه ییز مرکز» ګڼل کېږي، نه د پای ټکی. هغه زړی چې په افغانستان کې د جوړېدو په حال کې دی، ډېر ژر به خپل سر د سیمې هېوادونو او په پای کې لوېدیځو ټولنو ته ورښکاره کړي.
شبکه يي فعالیت
ترورېزم او له هغې راوتلی ځواک، د کلاسیکو پوځونو پر عکس، په یوې ثابتې جغرافیې پورې تړلی نه دی. د دې ایډیولوژۍ عملیاتي ځواکونه او فکري خواخوږي په ټولنه نړۍ کې خواره دي. د نړیوالو شبکو شتون، ډېجیټل رسنۍ او له پولو ورها خوا اړیکې د دې لامل شوې، چې ایډیو لوژیکه ټول غوښتنې په ډېره چټکۍ سره په بېلا بېلو جغرافیو کې مخاطب را جذب کړي. په همدې دلیل، له اروپا او آسیا نیولې تر افریقا پورې د دې ډلو د بشري سرچینو د ګمارلو او لېږلو ځواک، د دوی د ځواکمنتیا له امله د رامنځ ته شويو خطرونه او له پولې وتلې وړتیا ښيي. د ترهګرۍ د شبکې ماهیت، د دوی انعطاف او مختلفو ځایونو ته لاسرسي او خوځنده مالي او بشري سرچینو ته وده ورکړې ده.
همدا اوس چې په افغانستان کې طالبان واکمن دي، د دې ډلې د مالي سرچینو لویه برخه د جلاوطنه شبکې او په لوېدیځ کې د هغوی د قومي خواخوږو له لارې تر سره کېږي. دغه ورماتېدنه او انعطاف له هغوی سره مرسته کوي، چې په وړ شرایطو کې وتوانېږي، د ترور ټولې حجرې د نړۍ په ټولو نقطو کې له لښګت او محدودیت پرته فعالې کړي.
شریعت د نړیوال نظم اساس جوړل
د اسلامي راډیکالېزم اصلي موخه، د شریعت پر بنسټ د نړیوال نظم جوړول دي. د نړۍ په یوه ګوټ کې د شریعت پلي کول پرته له دې، چې نورې برخې بدلې کړي، په عمل کې لویه لاس ته راوړنه نه ده، ځکه هغه ارزښتونه چې په نړیوالو اړیکو کې اداره کېږي، په پای کې ځانونه په ایډیولوژیکو نظامونو هم تحمیلوي. له دې لید لوري، یوټوپیا په بشپړه توګه هغه وخت احساس کېږی، کله چې شریعت د نړیوال نظم بنسټ وي.
له بل لوري، د «شریعت» وجودي فلسپه، د ځمکې پر مخ د هغې پلي کول دي، ځکه د بېلګې په توګه، شریعت یوازې د افغانستان د خلکو لپاره نه دی راغلی. شریعت باید د وخت او ځای له محدودیت پرته د ځمکې پر مخ پلی شي. د همدې لپاره، شریعت تل د خپلو پیروانو او ځانګړتیاوو لکه قومیت، توکم یا ځانګړې جغرافیې هاخوا تعریف شوی دی. له لوېدیځ نظام سره د شریعت ټکر هم له همدې لید لوري دي. غربي نظم په حقیقت کې د ځمکې پر مخ د شریعت د پلي کولو په وړاندې تر ټولو مهم خنډ دی.
اوس چې د اسلامي ټولنو حجرې کابو د لوېدیځ هېوادونو په ټولو مهمو ښارونو کې جوړې شوې او فعالیت کوي. ډېر داسې پلاټفورمونه برابر شوي، چې بنسټپالې او ترهګرۍ ډلې کولی شي، له هغو هم د بشري سرچینو د راجلبولو او د مالي سرچینو او شبکو د برابرولو لپاره وکاروي. د بنسټپالنې د خطر په اړه نړیوال پوهاوی لا تر اوسه د پخوانیو بېلګو پر بنسټ ولاړ دی. دا په داسې حال کې ده، چې د ټکنالوژۍ بدلون د ترهګرو ډلو لپاره خورا خطرناک فرصتونه برابر کړي دي. دا ډلې په شعوري ډول دې فرصتونو ته ځان رسوي او د هغو په تناسب په خپل جوړښت او فعالیت کې بیا کتنه کوي.
د ترهګرۍ سره د جوړجاړي سیاست پرېښودل
په افغانستان کې د جوړېدونکي خطر مخنیوی آسانه نه دی، په هر صورت لومړی ګام دا دی، نه باید د دې خطر له ودې او غوړېدو سره مرسته وکړ. له پنځه کاله غلط او ناسم سیاست وروسته، ملګري ملتونه اوس دروند مسوولیت په غاړه لري. دا سازمان د «ترهګرۍ سره د جوړجاړي» د تګلارې په ګډون، په افغانستان کې خپلو تګلارو او کړنو بیا کتنې ته اړتیا لري.
له ترورېزم سره جوړجاړی باید پای ومومي، لکه څرنګه چې په تېرو پنځو کلونو کې تجربه شوې ده. د جوړجاړي پر بنسټ ولاړ تعامل، د دې پر ځای چې د بشري بحران مخه ونیسي، طالبان یې د وحشت حکومت، ترور او د افغانستان د خلکو د لومړنیو حقونو په اخیستلو کې لا زړور کړي دي. نه باید پرېښودل شي، چې ترورزم لا زړور شي.







