د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د جګړې په وړاندې، د تاوتریخوالي ضد ادبیاتو په اړه څه پوهېږو؟ (لومړۍ برخه)

16 اپریل 2026
د جګړې په وړاندې، د تاوتریخوالي ضد ادبیاتو په اړه څه پوهېږو؟ (لومړۍ برخه)

عکس: آرشیف

حوا جوادي

په دې بدمرغه ورځو کې، چې د جګړې سیوری هر ځای غوړېدلی، دا خورا مهمه ده، چې ځینې هغه متنونه، چې جګړه غوښتونکي احساسات ځپي او د هغې د پایلو په اړه د فکر کولو مجال برابروي بیا ولوستل شي. د آلبرکامو لیکونه و خپل آلماني دوست ته، چې ښکار د نازیانو خواخوږی وو، یو له همدې تاریخي متونو څخه دی. په دې لیکونو کې کامو هڅه کوي، د وطن پالنې ځینې هغه بېلګې دود کړي، چې یوازې پر ناسوسیالېزم نه دي ولاړې او ژور اخلاقي او انساني اړخونه لري. د کامو له نظره له هېواد سره زړه راښکون نه باید د جګړې او وژنو په توجیه کولو تمام شي. ځکه عدالت او انسانیت تر دې مهم ارزښتونه دي، چې له هغو پرته نه شو کولی رښتینې سوله تر لاسه کړو.

آلماني ملګري ته د کامو لیکونه

د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې فرانسوي فیلسوف او لیکوال آلبرکامو  د «فرانسې مقاومت» له غورځنګ سره یو ځای او د ځمکې لاندې نشریې « Combat جګړې» مدیریت په غاړه واخیست. په کال ۱۹۴۳ کې هغه خپل یوه آلماني فرضي ملګري ته په مستعار نوم د خطونه لیکل پیل کړل، په دې لیکونو کې ده هڅه وکړه، هغه اړخونه تر پوښتنې لاندې راولي، چې د جګړې او کرکې انګېرنې توجیه کوي او پر ځای یې لکه عدالت، انسانیت او حقیقت په څېر ارزښتونه دودوي، هغه ارزښتونه چې د جګړې د ایډیالوژۍ او له هغې څخه د راوتلو کرکو وړ پروپاګند په وړاندې په بشپړه توګه بې ځواکه او هېر شوي ښکاري.

دې لیکونو د خبرو اترو په لوري یوه داسې دریڅه پرانسته، چې که څه د جګړې په ورځو کې یې ډېر پلویان نه درلودل، خو وروسته یې مینه وال ډېر شول او له همغه وخته سوله غوښتونکي او جګړې ضد غورځنګونه راوټوکېدل، هغه غورځنګونه چې د هنر او ادب په بېلا بېلو بڼو او ان مدني فعالیتونو کې د جګړې له آمله د رامنځ ته شویو ویجاړیو او ورانیو په یادولو سره یې هڅه کوله په لوېدیځو ټولنو کې، د جګړې د لېوالتیاوو لار بدله او په دې توګه د جګړې د بیا تکرار مخنوی وکړي.

دا لیکونه په داسې شرایطو کې ولیکل شول، چې فرانسه په جګړه کې ماته او د نازي آلمان له خوا ونیول شوه. خو کامو وړاندوینه کوي، چې فرانسویان کولی شي دې معادلې ته بدلون ورکړي او د جګړې وروستي ګټونکي شي. البته د هغه له نظره اصلي مسله بریا نه ده، بلکې د هغه کرکې او ایډیولوژیکې جګړې رامنځ ته کول دی، چې اروپا یې تر ستوني تېره کړې ده. د هغه په اند فرانسویان په جګړه کې بریالي کېږي، ځکه چې پوهېږي جګړه پوچه ده، له هغې بې زاره دي او غواړي ژوند وکړي، د جګړې د بریالي کېدو راز د ژوند احساس دی.

لومړی لیک- د ۱۹۴۳ جولای

په دې اړه نور ولولئ...

بادغیس کې یوه ښځه د خپل زوی په غیر قصدي ډزو وژل شوې

د بلخ «دشت شادیان» تفرېح ځایه د طالبانو له خوا د ښځو د سپکاوي، توهین او ترټنې ترخې تجربې

تا به تل ما ته ویل: «زما د هېواد لويي، بیه نه لري، هر شی چې له دې عظمت سره مرسته وکړي، ښه دی. په هغه نړۍ کې، چې نور هېڅ شی مانا نه لري، خو موږ آلماني ځوانانو دا چانس درلود، چې د خپل ملت په برخلیک کې، د مانا موندلو لپاره باید هر څه تر هغه ځار کړو.»

ما هغه وخت ستا سره مینه درلوده، خو همغه موقعې مې هم لار له تا بېله کړې وه. تا ته مې و ویل: «نه زه باور نه شم کولی، چې ټول څه دې د یوې موخې قرباني کړای شي. ځینې توکي د توجیه وړ نه دي. زما خوښېږي، چې له هېواد سره مې مینه وکولی شم، په داسې حال کې چې لا هم په عدالت مین یم. زه د خپل هېواد لپاره هره لويي نه غواړم، په ځانګړې توکه که ټاکل شوې وي، چې دا لویي له وینو او درواغو تر لاسه شي. زه غواړم هېواد مې په عدالت ساتلو وغوړېږي.»

تا ما ته و ویل: «ښه، نو ته له خپل هېواد سره مینه نه لرې.»

له هغې پېښې پنځه کاله تېرېږي، له همغه وخت موږ له یو بله جلا شوي یو او ویلای شم، چې په دې ټولو اوږدو کلونو کې (چې پر تا ډېر لنډ او د برېښنا په څېر تېر شول!) ان یوه ورځ هم نه ده تېره شوې، چې زه د هغه څه په اړه چې تا ویل فکر ونه کړم: «ته له خپل هېواد سره مینه نه لرې!»

نن چې کله د دې کلمو په اړه فکر کوم، یو سخت شی مې ستونی نیسي، نه! که چېرې د بې عدالتۍ غندل په هغه څه کې، چې خوښېږي مې، د مینې نه درلودو په مانا وي، نو زه له خپل هېواد سره مینه نه لرم. که ټينګار وکړو، هغه څه چې موږ یې مینه لرو باید د تصور وړ تر ټولو ښکلي انځور سره برابر وي، مینه نه ده، زه یې نه خوښوم.

له هغه وخته پنځه کاله تېرېږي او په همغه وخت فرانسه کې ډېری وګړو زما په څېر فکر کاوه. ځینې یې لا دمخه د ټوپک د میلونو په وړاندې د اعدام دېوالونو ته ولاړ وو او [ژوند یې بایلود] او دا خلک چې ستاسو په نظر له خپل هېواد سره مینه نه لري، د خپل هېواد لپاره یې له هغه څه ډېره قرباني ورکړه، چې تاسو یې د خپل هېواد لپاره کولی شۍ، ان که ستاسو لپاره دا ممکنه وه، چې خپل ژوند سل ځله قربان کړۍ. ولې؟ ځکه د دوی اتلولي دا وه، چې دوی باید لومړی پر ځان بریالي شي.

زه دلته له دوه ډوله لویۍ «عظمت» په اړه خبرې کوم او هغه (تناقض) چې تا یې په اړه باید پوه کړم.

ښايي، که امکان ولري، موږ به ډېر ژر یو بل و وینو. خو هغه مهال به زموږ ملګرتیا پای ته رسېدلي وي. تاسو به د ماتې په درشل کې واست او له مخکنۍ بریا به د شرم کولو احساس ونه کړۍ، بلکې په ټول مات شوي توان سره به د هغو آرمان وکړې. په دې شېبه کې دې که زه هر څو دښمن یم، خو لا هم په رواني لحاظ درنېږدې یم، ښايي ملګری مې وبولې، ځکه ټول افکار مې دلته ستا سره شریکوم. سبا به دا ډول فرصتونه شتون ونه لري. هغه څه چې بریا درته نه دي راوړي، ماتې به یې پای ته ورسوي. خو مخکې له دې چې د یو بل په وړاندې بې پروا شو، غواړم د خپل هېواد د برخلیک په اړه روښانه لید در وړاندې کړم، هغه څه چې نه جګړې درزده کړل او نه هم سولې.

غواړم له ځنډ پرته درته و وایم، څه ډول عظمت موږ حرکت کولو ته هڅوي، نو باید و وایم، هغه مېړانه چې موږ یې ستایو، له هغه مېړانې سره چې ستا له نظره د ستاینې ده، توپیر لري. زما په اند مېړانه دا نه ده، چې څه ډول وسله پورته کړې، په ځانګړې توګه وروسته له هغه، چې کلونه دې زده کړه ورڅخه کړې او هغې سره کار کول د اوبو څښلو په شان دي. درست د دې پر عکس، مېړانه یعنې دا چې خطر واخلې او د ربړونې او مرګ لپاره چمتو شې، په داسې حال کې، چې باور لرې، کرکه او تاوتریخوالی په خپل ذات کې پوچې چارې دي.

جګړه کول هغه مهال لوی کار دی، چې په ورته وخت له هغې د کرکې لپاره وجنګېږې، دې ته چمتو و اوسې، چې ټول شته له لاسه ورکړې، په داسې حال کې، چې غواړې د نېکمرغۍ خوند وڅکې او په داسې شرایطو کې د ورانۍ په لور ګام پورته کړې، چې په خپل سر کې د لوړ تمدن مفکوره پالې.

په همدې ترتیب ده، چې موږ ستاسو په پرتله ډېر جنګېږو، ځکه موږ باید له ځان سره هم مخ شو، تاسو په خپل فکر او زړه کې د فتحې کولو لپاره هېڅ نه درلودل. موږ باید له دوه دښمنو سره په دوه خځو کې جګړه وکړو، زموږ لپاره نظامي بریا بسندویه نه وه. البته چې ستاسو لپاره کافي وه، ځکه تاسو په ځان کې څه نه درلودل، چې باید پر هغې مو بری موندلی وای.

موږ باید د ډېرو شیانو په لمنځه وړلو بریالي شوي وای، تر ټولو مهم یې پر هغه وسوسو کابو و، چې موږ یې د تاسو په وړاندې بریا ته هڅولو، موږ هم ښايي د نورو په شان، غریزې ته تسلم شو، پر عقل فشار راوړو او د ګټور قانون پیروي وکړو، لوی فضلتونه ښيي زموږ لپاره ستړي کوونکي شي، ښايي له خپلې هوښیارتیا څخه شرم وکړو او ځینې وخت ښايي د «خوښۍ وحشیتوب» تصور وکړو، چې په کې حقیقت ته د رسېدو لپاره زحمت او کړاو ګاللو ته اړتیا ونه لري.

خو اوس چې تاسو یاستۍ، کار آسانه دی، کله چې تاسو ته ګورو، وینو چې دا خیال اوډنې په کوم ځای تمامېږي. ستا په لیدو زه ملا نېغوم. که مو په تاریخي جبر باور درلود، پر تا مې د خپلې برخې ګمان کاوه، چې زموږ تر څنګ یې او د تېروتنو په نندارې ته په وړاندې کولو سره مو خپل چلندونه اصلاح شي، په دې ډول زموږ روحیه تازه کېږي او موږ هوسا ژوند کوو.

خو بیا هم موږ باید نسبت دې شک ته، چې د «اتلولۍ» په اړه مو درلود، بریالي شوي وای. پوهېږم، چې ستا په باور اتلولي زموږ له روح څخه پردۍ ده. تېروتنه کوې، زموږ اتلولي خوښېږي او هم ترې اندېښمن یو. موږ له اتلولۍ سره مینه لرو، ځکه چې د لسو پېړیو تاریخ موږ ته د هغه څه پېژندلو درس راکړی، چې غزتمن دي. موږ له دې اندېښمن یو، ځکه چې لسو پېړیو  موږ ته ګټور هوښ او د طبیعت برخه را زده کړې ده.

د دې پر ځای چې له تاسو سره جنګېدالی، په لومړي پړاو کې مو باید ځان د کړنګ له غاړې ژغورلی وای. په همدې دلیل موږ له ټولې اروپا شا ته پاتې یو. له هغې اروپا چې د اړتیا پر مهال یې بې ځنډه دروغو ته مخه کړه، په داسې حال کې، چې موږ د حقیقت موندنې په لټه کې وو. د همدې لپاره موږ فرانسویانو په همغه پیل کې ماته وخوړه، ځکه چې سم په همغه شېبه کې، تاسو په موږ یرغل راوړ، خو موږ په زړونو کې په دې بوخت و، چې آیا حق له موږ سره دی که نه.

دوام لري…

اړوندې لیکنې

طالبانو هرات کې یوه ځوانه ښځه نیولې ده
خبر

طالبانو هرات کې یوه ځوانه ښځه نیولې ده

13 مې 2026
د طالبانو له بنده د ځوانۍ نجلۍ کیسه: «که زما په زړه وای همدلته مې په مرمیو ویشتې»
دسته‌بندی نشده

د طالبانو له بنده د ځوانۍ نجلۍ کیسه: «که زما په زړه وای همدلته مې په مرمیو ویشتې»

13 مې 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۱۳.۸ میلیونه زیات وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي
خبر

ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۱۳.۸ میلیونه زیات وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي

12 مې 2026
د ډاکترې بدریې جلالي وژنه: یوه سړي په ارامه د طالبانو پوستې ته نېږدې و وژله
دسته‌بندی نشده

د ډاکترې بدریې جلالي وژنه: یوه سړي په ارامه د طالبانو پوستې ته نېږدې و وژله

12 مې 2026
یونیسف: افغانستان کې کابو ۲۲ میلیونه تنه بشري مرستو ته اړتیا لري
خبر

یونیسف: افغانستان کې کابو ۲۲ میلیونه تنه بشري مرستو ته اړتیا لري

11 مې 2026
طالبان: هېواد کې په تلسمیا ناروغۍ اخته کسانو له نیمايي زیاتې ښځې دي
خبر

طالبان: هېواد کې په تلسمیا ناروغۍ اخته کسانو له نیمايي زیاتې ښځې دي

9 مې 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه