جهانزېب ویسا
نن په نړۍ کې د «د روغتیا نړیواله ورځ» ده، خو په افغانستان کې روغتیا د طالبانو له لوري د سزا وسیله او د ښځو د مبارزې لپاره په ډګر بدله شوې ده. د هېواد روغتیايي نظام کې د بحران په اړه خبرې کول نور د شمېرو په اړه نه دی، دا د خوږو ژوندونو په اړه دی، چې د جنسیتي محدودیتونو او استثنايي پالیسو له امله له منځه ځي. تریخ حقیقت خو دا دی: کله چې یوه نجلۍ له طبي درسي ټولګي محرومېږي، په حقیقت کې د روغتون دروازه د هغه مور په مخ چې ټاکل شوې سبا زېږون وکړي، تړل کېږي.
ډېری فکر کوي، چې د روغتیا بحران مانا دا چې د درملو نه شتون، خو په افغانستان کې اصلي ناورین «د متخصصو انسانانو نه شتون، په ځانګړې توګه د ښځو برخه کې» دی. په هغه هېواد کې، چې ټولنیز او کتلوري جوړښت د ښځو د درملنې لپاره د ښځینه وو ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو شتون ته اړتیا لري، د ښځینه ډاکترانو او نرسانو په کور کېنول، د میندو لپاره د مرګ له سزا څخه کم دی.
افغانستان په آسیا او ښايي په ټوله نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري. د هېواد نسايي او ولادي سکتور اوس مهال د دې غمیز په سر کې دی. هغه مور چې د غزني، پکتیکا، غور، بدخشان یا هلمند ولسوالیو په لرې پرتو کلیو کې د ښځینه قابلې یا ډاکتر د نه شتون له امله مري، د تقدیر قرباني نه ده، هغه د ظالمانه پالیسیو قرباني ده، چې پوهه یې په نارینه وو او ښځو وېشلې ده. هغه ماشومان چې د ژوندي پاتې کېدو چانس نه تر لاسه کوي، ان هغه میندې چې د دې ظلم او د ښځینه قابله ګانو او ډاکترانو لپاره د اسانتیاوو نشتوالي قرباني شوې دي، د دې حقیقت ګواه دي، چې په افغانستان کې د ښځو روغتیايي سکتور صفر ته رسېدلی دی.
څوک شته هم نه چې، دغه وضعیت و ویني او د طالبانو په وړاندې یو پرېکنده دریځ غوره کړي. د افغانستان له سقوط وروسته، هېواد نه یوازې ګڼ شمېر ښځینه ډاکترانې، قابلې او نرسانې له لاسه ورکړې، بلکې د طالبانو له خوا د پوهنتونونو، ښوونځیو او روغتیايي انستېتیتونو په تړل کېدو، روغتیايي نظام له خاورو سره برابر شوی دی.
له مبالغې پرته باید و وایو، چې روغتیايي سیستم د تباه کېدو په حال کې دی او د ښځو، ماشومانو او ځوانو نجونو روغتیايي حالت او ان د خلکو بې وسۍ بشپړ ناورین ته رسېدلی دی.
بهرنۍ موسسې او بنسټونه د تړل کېدو او له افغانستانه د وتو په درشل کې دي. هغه ښځې چې په روغتیايي برخو کې په دې بنسټونو کې بوختې وې، په بېلا بېلو پلمو له کاره ګرځول شوې او د واکمنې ډلې دا تدریجي او قصدي عمل د دې لامل شوی، چې په روغتیايي برخه کې په ځانګړې توګه میندو او نوزېږدو لپاره یو ریښتینی جدي ګواښ رامنځ ته کړي.
د کار، زده کړې او ډاکتر ته د لاسرسي حق، هغه نه جلا کېدونکې کړۍ دي، چې که یوه وشلېږي، نو د ټولنې ټول بدن له کاره لوېږي، د ښوونځیو او طبي انستېتیوتونو سمدستي بیا پرانستل او روغتونونو ته د ښځو بېرته ستنېدل یوازینۍ حل لار ده، چې کولی شي د څو نورو کلونو لپاره د میلیونونو خلکو ژوند وژغوري. نن ورځ د دې وضعیت په وړاندې چوپتیا له هغه ناورین سره ملتیا ده، چې د هېواد راتلوونکي نسلونه به ښايي په تورو خاورو کېنوي.







