د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ترانس ښځه- د نړۍ د فالوس مدارۍ په وړاندې بغاوت

19 اپریل 2026
ترانس ښځه- د نړۍ د فالوس مدارۍ په وړاندې بغاوت

بهارسهیلی

بهارسهیلی

د رواني تحلیل په دود کې، له زیګموند فروید څخه تر فریدودي نظریو پورې «سوژه» هېڅکله یو واحد او یو اړخیز وجود نه ګڼل کېږي. انسان نه یوازې «ښځه» ده او نه هم «سړی» بلکې د متقابلو کړکېچونو او تمایلاتو یوه ساحه ده، چې په کې هغه څه چې په دودیز ډول «ښځینه توب» او «نارینه توب» بلل کېږي د رواني سمبولیکه ځانګړتیاوو په توګه شتون لري، نه یوازې دودیزه واقعیتونه. په دې چوکاټ کې هر فرد د دواړو اړخونو لېږدونکی دی، خو ټولنیز او کلتوري نظم، د یو ډول سمبولیک تاوتریخوالي په تمرین کولو سره، یو تثبیتوي او بل ځپي.

کارل ګوستاو یونګ دا دوه ګوتیتوب د «انیما» «د نارینه وو په روان کې ښیځینه اړخ» او د (ښيځنه وو په روان کې د نارینه اړخ) په مفاهیمو کې جوړوي. په هر صورت، مسله یوازې د دې دوه اړخونو شتون نه دی، بلکې هغو ته د ارزښت ورکولو لاره ده، په دې ځای کې ده، چې ژاک لاکان یوه پرېکړه کوونکې مداخله کوي او د «فالوس» مفهوم د فلسفي شننې مرکز ته راوړي.

په لاکاني سیستم کې فالوس د نارینه نیم شخه تناسلي آلې (ذکر) په مانا نه دی، بلکې د نرواکې نړۍ په سمبولیک ترتیب کې یوه «بېلګه» یا مرکزي نښه ده. د ځواک، قانون، واک او د ټولنې په ژبه او فکر کې د مانا امکان لرلو نښه، په ساده بیان سره، فالوس د هغه شي استازی دی، چې په یوه کلتور کې د ارزښت، باور او «په رسمیت پېژندنې» معیار دی. پر دې اساس د فالوس سره د هر فرد تړاو د ځواک له دې معیار څخه په لرېوالي او نېږدې والي پورې تړلی او په ټولنیز او رواني جوړښت کې د هغه ځای ټاکي.

په دې چوکاټ کې «نارینه توب» تر ډېره فالوس ته د نېږدېوالي له مخې تعریفېږي. په واک اخیستو، فعالیت، ولکې او مرکزیت کې، پر عکس «ښځینه توب» د رواني تحلیل په دودیز منطق کې د «نیمګړتیا» یا «کمښت» په ځای کې ځایول کېږي، د هغه څه په توګه چې فالوس «نه لري» او په همغه نسبت تعریفېږي. دا همغه ټکی دی، چې بنسټپاله فېمېنستي نقد پیل کېږي.

د لوس ایریګاري او ژولیا کریستوا په څېر مفکرین دا فالوس محوره یا (فالوس مداره) منطق ننګوي. دوی استدلال کوي، چې ښځینه توب نه باید د نیمګړتیا، بلکې هغه باید د کثرت، سیال کېدو او خلاصون په توګه په پام کې ونیسو، هغه څه چې د فالوس د خطي، مرتب او ثبات لرونکي منطق څخه ورپورته ځي. په دې مانا کې ښځینه توب، نیمګړتیا نه، بلکې یو ډول «زیاتوالی» دی: هغه څه چې د مانا په تثبیت شویو چوکاټونو کې نه ځایېږي او تل ترې ور ها خوا ځي.

فالوس یوازې یو نظري مفهموم نه دی، یو رژیم دی، هغه رژیم چې ټاکي څوک خبرې وکړي، څه شی مانا ولري، او کوم بدنونه مشروع وګڼل شي. په دې نظام کې ارزښت د ډېروالي څخه نه، بلکې د یوه واحد مرکز سره د نېږدېوالي څخه را ایستل کېږي. یو مرکز چې ځان د طبیعي، ځان ښودنې او نړیوال په توګه وړاندې کوي. دا په سمه توګه هغه ځای دی، چې فالوس محوري دقیقآ په همدې ځای کې عمل کوي: د هغه تاوتریخوالي په نه لیدو کې چې له لارې یې هر څه یوې واحدې کچې ته راټیټوي.

بنسټپاله فېمېنېزم په خپله تر ټولو بنسټیزه کچه کې، له دې نظم څخه «د ډېرې برخې» اخیستو یوه غوښتنه نه ده، بلکې له هغې څخه انکار دی. مسئله دا نه ده، چې څوک له فالوس سره نېږدې دی، خبره دا ده، چې ولې باید داسې یو مرکز شتون ولري؟

په دې لیدلوري کې ښځینه توب نه یو ثابت هویت او نه هم له مخکې ورکړل شوی جوهر دی، بلکې په دې شلېدلي نظم کې یوه تشه ده، چې اجازه نه ورکوي مانا تثبیت شي، چې د سلسلې مراتب کډوډوي، او د یو ځای کېدو او واک منلو څخه انکار کوي.

هغه څه چې فالوس «نیمګړتیا» بولي، رښتیا همغه څه دي، چې کولی شي هغه له منځه یوسي. ښځینه توب د زیاتوالي په توګه د جریان په توګه، د ثابت کېدو څخه د انکار په توکه، د هر هغه نظام لپاره ګواښ دی، چې غواړي نړۍ په تړلو چوکاټونو کې تعریف کړي. دلته نو نور د برابرۍ پر سر بحث نه دی، بحث د هغو معیارانو په لمنځه وړلو دی، چې یوازې د ځواک په تړاو برابري تعریفوي.

په دې مانا کې هر هغه ژوند چې له فالوس مداره منطق څخه سرغړونه کوي، سیاسي عمل دی. نه په دې دلیل چې «د بېل هویت» استازولي کوي، بلکې له هغې لوبې وځي، چې قوانین یې له مخکې لیکل شوي دي. دا وتل، دا انکار همغه بنسټپاله شېبه ده، هغه شېبه چې نور نه غواړي موضوع د مانا په چوکاټ کې پیدا کړي، چې مخکې له مخکې یې هغه حذف کړې ده.

فېمېنېزم، په خپل تر ټولو بنسټپاله ډول کې، په نړۍ کې د ښځو د ځای بیا لیکل نه، بلکې خپله د نړۍ بیا لیکل دي، له مرکز پرته نړۍ، له فالوس پرته، پرته له هغه ثابت ټکي څخه چې ټول شی باید د هغې چارچاپېره وچورلي.

که چېرې وکولی شو فالوس په «شته نظم کې د ادغام» د منطق په توګه درک کړو- هغه نظم چې ارزښت د ځواک سره د نېږدېوالي له مخې تعریفوي. نو ښځمنتوب کولی شو د «ډیګریت راډیکال» په توګه په پام کې ونیسو: هغه بېلوالی، چې د قدرت سیستم نه شي کولی د هغې خاوند و واسي او یا هغه د ځان په نسبت تعریف کړي. په ساده ژبه بنسټیز بېلوالۍ له دغه معیارونو څخه د ځان د خلاصون امکان دی. په دې لوستلو کې ښځمنتوب د نارینه توب سره د ورته والي هڅه نه ده، بلکې د هغه سیستم په وړاندې مقاومت دی، چې ارزښت یوازې په خپل چوکاټ کې تعریفوي.

په دې اړه نور ولولئ...

«بې حجاب: د طالبانو په وړاندې یوه خپلواکه ښځه» کتاب، د تاوتریخوالي له ایرو د رنځ او راپورته کېدو کیسه

ډیلي مېل: طالبانو یوه ښځینه نظامي زنداني او په وحشتناکه ډول ربړولې

د پورته یادې شوې مفروضې پر بنسټ، د ترانس ښځو، تجربه ژوره سیاسي او فلسفي مانا پیدا کوي. دوی په داسې نړۍ کې ژوند کوي، چې «نروالي» امتیاز، امنیت، قدرت او مشروعیت ته له لاسرسي سره غوټه خوړلې ده، دا په سبمولیکه مانا کې د فالوس سره نېږدې والی دی. په بل عبارت دوی په داسې ځای کې دي، چې کولی شي په واکمن نظم کې مدغم شي او له ګټو یې خوند واخلي.

خو هغه څه چې پېښېږي، په ډېری مواردو کې یو پر عکس حرکت دی: د ښځمنتوب په لور یو شعوري یا ژوندی حرکت، د هغه ځای په لور حرکت، چې د ځپنې په کتلور کې په سپکاوي یا د «نیمګړتیا» په توګه تعریف شوی دی. دا ټاکنه که څه هم په فردي کچه تجربه کېږي، خو ژورې بنسټ ماتونکې پایلې لري.

په دې مانا، ترانس ښځه یوازې یوه موضوع نه ده، چې خپل «جنسیتي هویت» یې بدل کړی وي، بلکې کولی شي د هغې موضوع په توګه وپېژندل شي، چې له فالیک امیتاز څخه واټن اخلي او هغه د ارزښت ورکولو منطق ننګوي. هغه د ښځمنتوب په ژوند کولو او په تر ټولو بنسټیز ډول سره څرګندوي، هغه څه چې د «نیمګړتیا» په توګه تعریف شوي، په حقیقت کې کولی شي د موضوعیت، ځواک او مانا بیا فکر کولو لپاره د امکان په توګه راڅرګند شي.

له دې نظره، ترانس ښځه کېدل یو ډول «بنسټیز عمل» دی، د وجود د هغه ځپل شوې برخې بېرته تر لاسه کول او غوره کول دي، چې نه یوازې په نارینه وو کې، بلکې د نړۍ په ټولو کلتورونو کې څنډې ته کړای شوی دی. دا عمل یوازې د جنسیت په تړاو نه، بلکې د ځواک، بدن او نورو سره د انساني اړیکو د بیا تعریف کولو په اړه دی.

په پای کې، که موږ موضوع د یوه ثابت هویت په توګه نه، بلکې د جوړېدو د پروسې په توګه وګورو، نو ښځمنتوب د یوه آزادوونکي ځواک په توګه درک کېدای شي، هغه ځواک چې د فالوس له تسلط د خلاصون اجازه ورکوي او د شتون او ژوند کولو لپاره نوې لارې پرانیزي. په دې افق کې ترانس ښځې استثنا نه دي، بلکې غالب نظم کې د ماتې نښې دي، هغه ماتې چې له لارې یې د پوهېدو او خلاصون لپاره نوي امکانات راڅرګندېږي.

اړوندې لیکنې

ناپېژانده وسله والو جوزجان کې یوه ښځه او څلور ماشومان وژلي دي
خبر

ناپېژانده وسله والو جوزجان کې یوه ښځه او څلور ماشومان وژلي دي

15 مې 2026
خندا مې هېره کړې
دسته‌بندی نشده

خندا مې هېره کړې

15 مې 2026
یک زن در بادغیس بر اثر شلیک ناخواسته پسرش جان باخت
خبر

بادغیس کې یوه ښځه د خپل زوی په غیر قصدي ډزو وژل شوې

15 مې 2026
د بلخ «دشت شادیان» تفرېح ځایه د طالبانو له خوا د ښځو د سپکاوي، توهین او ترټنې ترخې تجربې
دسته‌بندی نشده

د بلخ «دشت شادیان» تفرېح ځایه د طالبانو له خوا د ښځو د سپکاوي، توهین او ترټنې ترخې تجربې

14 مې 2026
طالبانو هرات کې یوه ځوانه ښځه نیولې ده
خبر

طالبانو هرات کې یوه ځوانه ښځه نیولې ده

13 مې 2026
د طالبانو له بنده د ځوانۍ نجلۍ کیسه: «که زما په زړه وای همدلته مې په مرمیو ویشتې»
دسته‌بندی نشده

د طالبانو له بنده د ځوانۍ نجلۍ کیسه: «که زما په زړه وای همدلته مې په مرمیو ویشتې»

13 مې 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه