هانیه فروتن
خبرداری: دا راپور د دې داسې جزیاتو لرونکی دی، چې ښايي ځینو ته ځوروونکي وي.
د افغانستان د مخکني پوځ غړې ۲۸ کلنه شګوفه صفري ادعا کوي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱ مه د کابل په لوېدیځ کې د طالبانو له لوري ونیول شوه او دوشپې پرلپسې په زندان کې د دغه ډلې د طالبانو له خوا پرې جنسي تېری کېده.
شګوفې چې د طالبانو له راتګ وړاندې د مخکني حکومت په پوځ کې د افسرې په توګه کار کاوه رخشانې رسنۍ ته و ویل، په کابل، نیروز او هلمند ولایتونو کې یې په عملیاتي او نظامي ماموریتونو کې ګډون درلود.
شګوفه وايي، د طالبانو په واک ته رسېدو سره یې ځان او خپله کورنۍ د غچ اخیستنې له وېرې په کور بنده کړې وه، خو طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۳۱ مه د کابل په لوېدیځ کې د هغې په کور چاپه و وهله.
د طالبانو له خوا د شګوفې د نیولو او زندان کیسه ترخه او ټکان ورکوونکې ده، هغې چې په تلېفوني اړیکه له رخشانې رسنۍ سره خبرې کولې و ویل، د طالبانو له خوا تر نیول کېدو او په زندان کې پرې تر ډلیز جنسي تېرې وروسته یې ژوند د تل لپاره بدل شوی دی او اوس له څلورو کلونو وروسته غواړي د طالبانو له زندان د خپلو تجربو او پر ژوند یې له اغېزو پرده پورته کړي.
د طالبانو زندان: د ډلیز جنسي تېري قرباني
اوس له هغې «وحشتناکې تجربې» کابو څلور کاله په تېرېدو دي، خو شګوفه چې اوس هم د شپې مهال د نیول کېدو په اړه خبرې کوي غږ یې لړزېږي:«د شپې یوه نیمه بجه وه، له شدیدې وېرې او ډار وروسته په سختۍ خوبوړې شوم، چې د کور دروازې ټکولو له ځایه راپورته کړم، وېرېدلې وم او زړه مې تیندګ خوړل، کله مې چې دروازه پرانسته، شپږ اوه تنه ناولو څېرو وال وسله وال کسان، چې اوږده افغاني کالي یې پر تن او اوږدې څڼې یې درلودې د ننه شول.
شګوفه بیانوي، طالبانو« له کومې توضیح پرته پر ما او زما پر خاوند برید وکړ، اولادونو مې له وېرې چیغې وهلې، خو هغوی پر وړو ماشومانو هم رحم ونه کړ، په وینو سره ځان یې له لاسونو کش کړم او په زور یې رنجرې ته پورته کړم»
شګوفه وايي، طالبانو دا په دې جرم« چې د افغانستان د مخکي حکومت په پوځ کې یې پنځه کاله خدمت کړی» ونیوه.
شګوفه باوري ده، هغه سابقه او ماموریتونه چې دې په پوځ کې د خدمت پر مهال تر سره کړي، طالبانو ته له دې د غچ اخیستنې په هدف بدل شو.
یوه بله باخبره سرچینه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې راشي، د شګوفې د نیولو کیسې جریان یې رخشانې رسنۍ ته و وايه:«اولادونه یې له وېرې رېږدېدل، په زوره زوره یې ژړل، د شګوفې خاوند په کوټه کې ناست وو، چې ان تر خپل حال هم ګډوډ تر سترګو کېده، ډېر زیات وهل یې خوړلي وو.»
سره له دې چې د دغه دلې د مشر له خوا د عفوې عمومي اعلان شوی، خو بیا هم د افغانستان د پخواني حکومت په ځانګړې توګه له نظامیانو د طالبانو د غچ اخیستنې لړۍ د دوی د بیا واکمنېدو په لومړیو میاشتو کې په خوار درز سره روانه ده.
کره شمېرې شتون نه لري، خو د بشري حقونو بنسټونو او افغانستان کې د ننه نړیوالو رسنیو، د پخوانیو نظامیانو د وژنې، ورکېدو او شکنجه کولو سلګونه راپورونه مستند کړي دي.
د بشري حقونو د څار بنسټ وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو، طالب ځواکونو د افغانستان لسګونه افسران تښتولي او وژلي دي.
د ۸ صبح ورځپاڼې د امتیاز خاوند سهیل سنجر هم د ۱۴۰۲ کال د سلواغې په ۲۲ مه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په یوه غونده کې، چې ځینو پخوانیو امریکايي نظامیانو هم په کې ګډون درلود او په افغانستان کې یې د پخوانیو نظامیانو د «وژنو او شکنجې» ادعاوې څېړلې ګواهي ورکړې وه، چې د افغانستان د مخکنيو امنیتي ځواکونو د کم تر کمه ۴۹۰ غړو د وژنې، شکنجې او نیونې پېښې یې ثبت کړې دي.
په افغانستان کې د طالبانو له لوري د پخوانیو نظامي غړو د وژنو راپورونه وخت په وحت رسنیز کېږي.
شګوفه وايي، له نیولو وروسته طالبانو د کابل ۱۳ مې امنیتي حوزې ته یووړه، هغه ځای ته چېرته چې دا په کې د پنخو شپو ورځو لپاره «په غیرانساني شرایطو» کې په یوه کانټینر کې زنداني وه.
په پای کې هغه د دوسوه زره افغانیو په ورکړې سره د طالبانو له زندان څخه خوشې وه، خو هغه څه چې زندان کې یې تجربه کړل څلور کاله یې پټ وساتل.
شګوفې طالبانو ته د پیسو د ورکولو کړنلارې ټول جزیات د رخشانې رسنۍ په واک کې ورکړي دي، خو د امنیتي دلایلو له امله چې کېدای شي د دغه معلوماتو خپراوی، هغه کسانو ته چې د پيسو د ورکړې او د هغې په خوشي کولو کې یې همکاري کړې وه، ګواښ پېښ کړي په دې راپور کې نه خپرېږي.

شګوفه صفري، له ښي خوا څخه دریمه، د افغان پوځ په پخواني یونیفورم کې او د خپلو ملګرو په منځ کې/عکس: رخشانه میډیا ته سپارل شوی
هغه اوس له خپلو دریو اولادونو سره په یوه ګاوندي هېواد کې د کډوالۍ ژوند تېروي.
هغه انځورنه چې شګوفې د رخشانې رسنۍ په واک کې ورکړي شوي دي، د هغې د بدن پر بېلابېلو برخو، د کېبلو، ټوکلو او چک لګولو د پراخو ګذارونو ښکاروندی دي.
خو هغه ادعا کوي، چې د تجربې تر ټولو «وحشي» برخه یې د زندان پر دویمه او درېیمه شپه پر هغې دلیز جنسي تېری وو چې ویې زغامه: « د ورخې یې راباندې کار نه درلود خو د شپې یې اصلي څېره ښکارېده، لومړی شپه په دورو وهلو او ټکولو تېره شوه… خو په دویمه او درېیمه شپه د هغوی وحشت حد نه درلود. درې یا څلورو تنو راباندې برید او په ډلیز ډول تېری وکړ، چیغې یې وهلې، چې ته یوه کافره او رندۍ هزارګی یې او هر بلا چې راباندې کوي حق مې دی.»
هغه دوام ورکوي:«طالبان د شریعت د پلي کولو ادعا لري، خو زه یې د ښځینه پولیسو په نه شتون کې اوو نارینه وسله والو له کوره یووړم.»
د طالبانو له بندخونې د شګوفې د وینا پر بنسټ:«په زندان کې د انسانیت او دیندارۍ هېڅ نښه نه وه، هغوی پر ما ډلیز جنسي تېری وکړ، هېڅ قانون او شریعت یې مخنیوی ونه کړ.»
وړاندې هم د طالبانو په زندانونو کې له ښځو او نجونو سره د جنسي تاوتریخوالي چلند راپورونه خپاره شوي دي.
له هغې دلې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ۲۳ مخیزه راپور کې چې د ۱۴۰۲ کال د لړم په اوومه د ملګرو ملتونو په ویب پاڼه خپور شوی ویل شوي، د طالبانو په زندانونو کې یو شمېر نجونې او ښځې تر جنسي تېري او برید لاندې راغلې دي.
په ورته وخت رخشانې رسنۍ او ګارډین ورځپانې د طالبانو په زندان کې د یوې افغان متعرضې مېرمنې هغه ویډیو لېدلي، چې په کې څو تنه وسله وال کسان پرې هغې دلیز جنسي تېری کوي او شکنجه کوي یې. دا ویډیو د طالبانو د داسې جرمونو لومړنی مستقیم ثبوت دی.
د جنسي تېري پایلې: د ژوندانه پاشل کېدل
د ډلیز تېري تجربه د شګوفې د کړاونو یوازیني پیل نه وو، له خوشي کېدو شپږ میاشتې وروسته مېړه ترې طلاق واخیست او له درې اولادونو سره یې یوازې پرېښوده.
شګوفه په ژور افسوس سره وايي:«لس کاله مې له هغه سره ژوند وکړ، ټولې سختې مې تېرې کړې، هغه راته ویل، چې د خلکو له خبرو شرمېږي، پلار او مور یې زه د ننګ تور داغ وبللم او راته ویل یې، د کورنۍ غزت مو د لوټ کړ، و یې ویل نور مې په درد نخورې اولادونه دې هم ستا وي.»
شګوفې و ویل، یو کال تر رواني درملنې لاندې وم، خوب راوړونکي او د ژورخفګان درمل مې کارول تر څو مې د شپې وېرونکي خوبونه هېر شي.»
هغې زیاته کړه«هره شپه به چې راویښه شوم، د هغو شپو انځورونه به مې تر سترګو کېدل، یوازې په اراموونکو ګولیو مې کولی شوای ویده شم.»
دا وضعیت له ډلیز تېري څخه د ژورو رواني کړاونو ښکارندويي کوي چې شګوفه یې د رواني پاشل کېدو په درشل درولې ده.
له دې پېښې دوه کاله وروسته شګوفه د خپلوانو پر مټ وتوانېده، چې له قاچاقي لارو له افغانستان څخه ووځي او یوه ګاوندي هېواد ته پناه یوسي.
هغه وايي، په جلاوطنی کې هم په میاشتو میاشتو اړ شوه، چې د ژورخفګان ضد درمل وکاروي، خو تازه توانېدلې چې کارول یې ودروي او وضعیت یې ښه شوی دی.
له دې سره په جلاوطنی کې ژوند یې هم د ایستلو له تل پاتې وېرې سره مل دی. شګوفې و ویل:«که بیا د طالبانو لاس ته ورغلم ژوندۍ نه پاتې کېږم، نه زه او نه مې هم درې اولادونه، دا ځل د څو تنو ژوند له ګواښ سره مخ دی.»
شګوفې چې له څلور کاله چوپتیا وروسته، د لومړي ځل لپاره د طالبانو له زندانه د خپلې تجربې په اړه خبرې کوي رخشانې رسنۍ ته و ویل:«په دې اړه خبرې او د هغو رسنیز کول ډېر سخت کار وو، خو زما په شان زیاتې ښخې قرباني شوې دي.»
هغې ان د خپلې یوې پېژاندې نوم واخیست چې د طالبانو له جنسي تېري وروسته و وژل شوه:«یو له پېژندونکو مې د طالبانو تر تېري وروسته و وژل شوه، هغه نجلۍ چې په غور کې یې ځان وسوځاوه، ما نه شوای کولی له دې زیات پته خوله پاتې شم.»
رخشانه رسنۍ په خپلواکه توګه د دې ادعا پخلی نه شي کولی، هغه څه چې په راپور کې راغلي، د قرباني شوې کس ادعا ده.
خو یوې باخبره سرچینې رخشانې رسنۍ ته د طالبانو په زندان کې له شګوفې سره د ناوړه چلند پخلی وکړ، هغه د شګوفې د خوشي کېدو د وخت لیدلی حال بیانوي:«زه د حوزې د باندې انتظار وم، کله چې مې سترګې پرې ولګېدې ومې نه پېژندله، په هېڅ وجه د پېژندلو وړ نه وه، ان جامې یې هم روغې نه وې پاته، پټو مې ترې راچاپېر کړ او تر کوره مې راوسته.»
یادې سرچینې پر شګوفه د تېري د ادعا په اړه و ویل«د زندان له داخله ترې دې دمه، چې غوښتل یې دغه جنایتونه برملا کړي له موږ یې یوه ته هم حال ونه وایه.»
خو د سرچینې په وینا، شګوفه له خوشي کېدو وروسته د رواني پلوه په سختو شرایطو کې وه، هغه ان یو وخت تر ځان وژنې پورې هم مخکې تللې:«د موږکو دوا یې خوړلې وه، که زر روغتون ته نه وای رسول شوې، له لاسه به مو ورکړې وه.»
رخشانه رسنۍ ونه توانېده، د دې قرباني له کورنۍ سره خبرې وکړې، داسې ښکاري، چې هغوی لا هم تر څار لاندې دي. له افغانستان څه تر کډوالۍ وروسته هم طالبان یو ځل د هغې کورنۍ ته ورغلي وو.
هغه انځورونه چې شګوفې رخشانې رسنۍ ته لېږلي، هغه د افغانستان د مخکني پوځ په جامو کې چې وسله یې په اوږه ده لیدل کېږي او هغه چې بدن یې په کې ټوکلی ښکاري، شګوفه وايي دا د طالبانو په زندان کې د ربړونې او شکنجو انځورونه دي.
د افغانستان د مخکني حکومت د شمېرو له مخې کابو ۶۰۰ زره ښځو په بېلابېلو امنیتي بنسټونو کې خدمت کولو، د امنیتي ځواکونو له لیکو سره د ښخو یو ځای کېدل له ګواښه ډک و، له ټولنیز منفي لید نیولې په امنیتي بنسټونو کې د ښځو پر وړاندې تر جوړښتي توپیر پورې.
شګوفې هم ویلي، چې له پوځ سره په یو ځای کېدو یې په لومړیو کې کورنۍ مخالفه وه، خو وروسته یې نظر بدلون وکړ.
شګوفه وايي، د دوی په ټیم کې څلور ښځې ورسره وې، چې یوه یې اوس په امریکا کې ده، خو دا او یو بله اوس د افغانستان په یوه له ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کوي او د خپلې یوې لور له برخلیکه هم خبر نه لري.
د ښځو د حقونو د یوې فعالې په اند، له زنداني ښځو سره د طالبانو غیر انساني چلند د هغوی د ځپوونکو موخو څخه یوه ده، چې په قصدي ډول یې له ښځو سره کوي.
د ښځو د حقونو فعاله زهرا یګانه اوسني وضعیت«ناوریني» بولي وايي:«د ښخو نیول طالبان د خپل جنسي تاوتریخوالي او خپلو غرایزو د ترسراوي لپاره پلمه بولي، د هېڅ ډول ځواب ویلو نه شتون هغوی ته د دې جنایتونو د ترسره کولو لپاره بشپړه خپلواکي ورکړې ده.»
د طالبانو تاوتریخوالي او ډلیز تېري د افغانستان پر ټولنه او ښځو ژورې پایلې درلودلې دي، د مېرمن یګانې په وینا، د شګوفې د تجربې وېرې ډېری کورنۍ دې ته اړویستې، چې په خپلو ښځو او نجونو لا زیات محدویتونه پلي کړی.
اجباري او له وخته وړاندې ودونه زیات شوي، ځکه کورنۍ غواړي «له بې عزتۍ» مخنیوی وکړي، دغه وضعیت د ځپلو او محرومیت ارټ پیاوړی کړی دی.
د مېرمن یګانې په وینا، له راوني پلوه د شګوفې په څېر د ډلیز تېري قربانیان په سختۍ کولی شي بېرته عادي ژوند ته راوګرځي.
د هغې د دلیل پر بنسټ:«دغه مېرمنې نه یوازې له جسمي او رواني کړاونو سره لاس او ګرېوان دي، بلکې له ټولنې هم رټل شوې او دا یو دوه ګونی ناورین دی.»
شګوفه هم د دې وضعیت پخلی کوی:«د زندان جنسي درد ښايي رنګ وبایلي، خو هغه داغ چې کورنۍ او ټولنې زما پر زړه ایښی هېڅ کله به روغ نه شي»







