هانیه فروتن
په لکڼه له ځایه پورته کېږي تر څو مېلمه ته چای راوړي، په ګوډو ګامونه د پخلنځي لور ته روانه ده، په سوکه خو له درده ډک غږ وايي:«له یوه طالب سره ژوند چې لاسونه یې د خلکو په وینو ککړ دي او لور مې یې له ژونده بېزاره کړې، تر ټولو لوی غذاب دی، چې تېروم یې.»
دا راپور د هغه ښځې کیسه ده، چې شپږ کاله وړاندې یې خاوند له لاسه ورکړی او په یوازې سر یې درې ماشومان را لوی کړی دي، خو د مېړه مرګ یې یوازینی کړاو نه وو، بلکې د بندیتوب نوي پړاو پیل وو، ځکه چې په زور او ټوپک تر سیوري لاندې د یوه طالب په نکاح شوه.
د دې ۳۵ کلن مېرمن (مستعار نوم) ملالی دی او د افغانستان د یوه مرکزي ولایت اوسېدونکې ده، چې ان د اوسېدو ولایت نوم اخیستل یې هم ښايي هغه له زیات ګواښ سره مخ کړي، لومړی خاوند یې ټکسي موټر چلوونکی وو، چې د ملالۍ په وینا په ۱۳۹۸ کال د کابل پر لویه لار د سړک د غاړې ماین چاودنه کې و وژل شو.
د پېژندلو له وېرې ملالۍ ښه وبلله، چې د مخکني خاوند د وژل کېدو کره وخت او ځای یې ښکاره نه شي.
د ملالۍ د خاوند په کور کې یو ناولی دود شتون لري، چې عجیب خو په افغانستان کې پېژندل شوی دی، کله چې کونډېږي، نو واک او خپلواکي یې د ټولنې د حاکم دود تر سیوري لاندې په ډېره سادګۍ د کورنۍ له بل غړي سره تېرېږي، یوه ناغوښتل شوې معامله چې د ګواښونو او جبر سره د «ناموس» او «عزت» په پار پېژندل شوې ده.
په هغه غم چې کېدای شي د ملالۍ له غږ او څېرې ولوستل شي وايي:« د اولادونو د پلار له شهید کېدو وروسته یې پرېکړه وکړه، چې زه باید د مېړه د مشر ورور مېرمن شم، د هغه کس چې له همغه وخت د طالبانو سره وو او خپله یې پر واټونو ماینونه خښول، ټولې خبرې یې همدا وې، چې ته زموږ ناموس او غیرت یې، موږ اجازه نه درکوو، چې یو پردی راشي او یودسي.
د ملالۍ په وینا، کابو شپږ کاله یې د مېړه له کورنۍ سره په دې پرېکړه مخالفت وکړ، خو د دې لپاره چې خوندي پاتې شي اړ شوه، چې له خپلو دریو وړو ماشومانو سره یې له یوه کلي و بل ته تېښته وکړي.
ملالی وايي، له تېښتې پرته یې بله لار نه وه، ځکه دغه دود، چې د هغې په ټولنې او کورنۍ پورې یې اړه درلوده یو داغ نه مننونکی امر وو.
د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو دوه کاله وړاندې، د ملالۍ د خاوند د کورنۍ له خوا ګواښونه د اړیکې او پیغام تر کچې وو، د دې په خبره:«کم تر کمه قانون زما تر شاه وو.»
کله چې طالبانو واک تر لاسه کړ، د خاوند ورور یې چې د ملالۍ دوه برابره عمر، پنځه اولادونه او د طالبانو په یوه اداره کې لوړه څوکۍ تر لاسه کړې، ملالۍ په مرګ ګواښي.
په پای کې د روان کال په پیل کې دغه ګواښونه په واقعیت بدلېږي او ملالۍ په داسې تنګۍ کې راګیرېږي، چې هېڅ ټاکنه او د تېښتې لار نه لري.
د طالب مېړه ورور یې، د ملالۍ یو نېږدې خپلوان چې په دې کلونو کې یې له هغې او د هغې له ماشومانو ملاتړ کاوه په ډزو و واژه.
ملالۍ نه غواړي له وژل شوي کس سره د خپل دقیق تړاو په اړه معلومات په دې راپور کې یاد شي.
لکڼه څنګ ته ږدي او په ډکو سترګو توضیح ورکوي:«له تسلیمېدو پرته راته بله چاره نه وه، که مې یې غوښتنې ته تن نه ورکولی، وروڼه مې یې له منځه وړل، په رښتیا یې له منځه وړل، لا مې په یاد دي، چې څه ډول د همدې مسالې پر سر یو بې ګناه کس و وژل شو.»
د ټکري په پيڅکه یې اوښکې پاکوي او دوام ورکوي:«د اولادونو له پلار سره خوشحاله وم، هغه اصل خپلې کورنۍ ته ورته نه و، خسر مې وايي باید مجاهد یې وروزو چې اسلام ته خدمت وکړي، کوچینی لېور مې هم دیني مدرسه وايي، خواښې مې هم داسې یوه مېرمن ده، چې که وغواړي او که ونه غواړي، څوک ارزښت نه ورکړي.
لومړی واده یې په ۱۹ کلنې کې د هغې د خوښې خلاف له یوه داسې کس سره چې نه یې هغه او نه یې د هغه کورنۍ پېژنده تر سره شو، دا واده د ملالۍ د پلار په ټینګار تر سره شوی وو.
ملالۍ اوس د دوه اجبارونو تر منځ ژوند کوي، دودیز اجبار چې هغه یې بې ارزښته کړې او قدرتي اجبار چې هغه یې د داسې سړي لاس ته غورځولې، چې تېر یې په بم اېښودونه او قتلونو کې وو.
نوموړې وايي، د طالبانو له دې غړي سره ژوند ورته په هغه کچه ستونزمن دی، چې د تېښې په کلونو او ګواښونو کې یې تجربه کړی وو.
ملالۍ وايي، واک نه لري، چې یوازې کوم ځای ته لاړه شي او یا د خپلوانو کره یې پاتې شي، تلېفون یې هر وخت کتل کېږي او دا چې څه واغوندي او څه نه هم د طالب مېړه پورې تړلي دي.
ملالۍ خپله ګڅه پښه راښيي زیاتوي:«پېښه مې وکړه او پښه مې ماته شوه، د درملنې لپاره باید هره ورځ ډاکتر ته تللې وای او د دې کار لپاره مې غوښتل د خوره کره چې کور یې روغتون ته نېږدې وو پاتې شم، خو اجازه یې رانه کړه او وسلې انځور یې روښود ویې ویل چې ژر کور ته راځه.»
د ملالۍ پښه لا هم تړلې او پرې تلای نه شي.
د ملالۍ اوسنۍ مېړه له هغې په میاشت کې یو یا دوه ځلې لیدنه کوي وايي:«هر ځل چې راځي داسې احساسوم چې ربړوي مې او له لیدونو یې غذاب کاږم، د هډوکو درد مې د ده له درده کم دی.»
ملالۍ خپلې ورځې په وېره او ناچیزه هیلو کې تېروي، په دې تمه چې ښايي طالب مېړه یې د هغه ناروغۍ له امله چې لري یې ولوېږي او یا مړ شي، تر څو دا له دې بنده خلاصه شي.
په زړه یې یوازې یوه هیله ساتي: دا چې د تېښتې یوه لار پیدا کړی او له خپلو دریو اولادونو سره له افغانستان څخه ووځي.
«تل به مې د تېښتې فکر کاوه، زره زره پیسې ټولوم تر څو یوه ورځ وکولی شم له دې خراب حالت څخه بېرون شم، نه غواړم اولادونه مې طالبان او لور مې د تل لپاره له عادي ژوند څخه محرومه شي.»
په تېرو څلورو کلونو کې په اجباري توګه له طالب غړو سره د ښخو د ودونو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي، خو طالبان ادعا کوي، چې په افغانستان کې یې له زرګونو اجباري ودونو مخنیوی کړی دی.
د بشري حقونو د فعالانو په اند، د طالبانو کورنیو کې تاوتریخوالی په یوه عادي امر بدل شوی دی او په دغه کورنیو کې ښځې تل د ټوپک تر میل او کېبلو لاندې ژوند کوي.
د ښځو د حقونو فعاله راحله تلاش په افغانستان کې اجباري ودونه له هغه ستونزو یوه بولي، چې ریښې یې د ټولنې په دودونو او قبیله يي بارونو کې نغښتې دي.
هغه وايي، دغه ډول ودونه په ځانګړې توګه په ناموسي قضیو، د ښځې له خوښې پرته او یوازې د «ابرو» ساتلو لپاره تر سره کېږي، د بېلګې په توګه کله چې ښځه کونډېږي، اړ ده چې د مېړه اړوند کسانو څخه له یوه سره نکاح وکړي.
د هغې په وینا، د طالبانو په بیا راتګ سره دغه کړنلارې نه یوازې دوام وکړی، بلکې زیاتوالی هم په کې راغلی دی، په تېر کې دغه ډول کړنې د نامه، دود او دستور پر بنسټ کېدې، خو اوس ځینو قانوني بڼه ورکړې ده.
مېرمن تلاش وايي، ان لیدل شوي چې په ځینو اجباري ودونو کې خپله د طالبانو غړي رول لري، په ګواښ او زور یې ځینې نجونې ځان ته نکاح کړې دي.
نوموړې خبرداری ورکوي، چې له زده کړو او کار څخه د ښځو په مخینوي، د امن خونو او ملاتړو بنسټونو نه شتون له امله د وړو سره ودونه، تر سن لاندې عمر ودونه او کورنۍ تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی.
یوه سرچینه چې د ملالۍ له تېر څخه معلومات لري، رخشانې رسنۍ ته و ویل، هغه دا مهال تر فشار لاندې جلریز ته بېول شوې، چېرته چې مېړه یې د طالبانو حکومت کې یوه مهمه نظامي څوکۍ لري.







