د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضه مېرمنې: د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو نیول د افغاني ټولنې د طالب کولو پروژې یوه برخه ده

29 جولای 2025
معترضه مېرمنې: د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو نیول د افغاني ټولنې د طالب کولو پروژې یوه برخه ده

انځور: رخشانه میډیا ته سپارل شوی

د افغانستان د ښځو د فریاد اعتراضي غورځنګ د یوې اعلامیې په، خپرولو سره په کابل کې د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو نیول غیرقانوني او ځپوونکی عمل وباله او هغه یې وغانده.

رخشانه: دغه اعتراضي غورځنګ د بې حجابۍ په تور د ښځو او نجونو نیول د بشر حقونو، فردي آزادۍ او انساني کرامت څخه ښکاره سرغړونه وبلله وايي، د طالبانو دغه اقدام هېڅ دیني مشروعیت، قانوني بنسټ او اخلاقي توجیه نه لري.

معترضو مېرمنو ویلي چې«د طالبانو له تریخ والي ډک او منځنۍ پېړۍ سیاستونو عملآ افغانستان د ۲۱ مې پېړۍ د ښځو لپاره په یوه لوی زندان بدل کړی دی.»

هغوی له ښځو سره د طالبانو چلند جنسیتي توپیر بللی وايي، د دغه ناورین پر وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپ پاتې کېدل د ظلم او ځپلو د پیاوړتیا سره د ګډون په منا دی.

معترضو ښځو د طالبانو له لوري د نیول شویو مېرمنو په بېړنۍ او له قید او شرط پرته توګه د خوشي کېدو غوښتنه کړې ویلي یې دي، چې د دغه ډلې د امربالمعروف وزارت باید د نړیوالو بنسټونو له لوري په رسمي او حقوقي ډول تحریم کړای شي.

همدارز هغوی د بشري حقونو د ماتوونکو او جنسیتي توپیر د مرتکبینو په توګه د طالبانو ډلې په رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې وايي، د دغه ډلې دوسیه باید د هاګ نړیوالې محکمې ته وړاندې شي.

په ورته وخت د خپلواکۍ پر لور د ښځو اعتراضي غورځنګ په کابل کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د نیولو د غندنې په ترڅ کې اعلان کړی، چې د طالبانو دغه اقدام په افغانستان کې د طالب کولو او په سیستماتیک ډول له ټولنې د ښخو له منځه وړل دي.

د یاد غورځنګ غړو نن ( دوشنبې د چنګاښ ۳۰ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي، چې په کابل کې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا د ښځو او نجونو نیول په کلکو ټکو غندي.

د خپلواکۍ پر لور د ښځو اعتراضي غورځنګ ویلي، هغه ښځې چې یوازې د جامو اغوستلو د ډول، په ټولنه کې د شتون یا هم د ژوندانه لپاره د هڅو په دلیل نیول شوې، د ښځو ځپوونکو او توپیري سیاستونو قربانې شوې او دا د طالبانو د جنسیتي توپیر لرونکي نظام ماهیت په ګوته کوي.

د دې اعتراضي غورخنګ غړو د طالبانو د ډلې دغه اقدامات د بشري حقونو د بنسټیزه اصولو لکه د آزادۍ حق، انساني کرامت او برابرۍ چې په نړیوالو لاسوندونو، د بشري حقونو اعلامیه او د ښځو پر وړاندې د توپیر چلند د لرې کولو کنوانسیون (CEDAW)  کې په رسمیت پېژندل شوي، ښکاره سرغړاوی بولي.

معترضو مېرمنو ویلي، نور د دغه ټولې چوپتیا، ظلمونو او ځپلو پر وړاندې زغم نه لري. هغوی له هېوادوالو غوښتي، چې د طالبانو د جنایتونو پر وړاندې بې پروا پاتې شي.

دوی له نړیوالې ټولنې، بشري حقونو له بنسټونو، ملګرو ملتونو او ټولو دولتونو غوښتي، چې د طالبانو د ښکاره جنسیتي توپير پر وړاندې ښکاره او پرېکنده دریځ ونیسي.

د خپلواکۍ پر لور د ښځو اعتراضي غورځنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د دغه جنایت د درېدو لپاره پر طالبانو د حقوقي او دیپلواماتیک فشار راوړلو توکي وکاروي.

په دې اړه نور ولولئ...

د روغتیا نړوال سازمان افغانستان کې د پولیو د دوه پېښو خبر ورکړ

د افغان خبریالانو مرکز: په دولتي ادارو کې په ځیرک تلېفونونو بندیز اطلاعاتو ته لاسرسی لا محدودوي

دغه راز هغوی له نړیوالې ټولنې دا غوښتنه هم کړې، چې د افغانستان له ښخو په ځانګړې توګه له ښځنیه حقوقي فعالانو چې له ګواښ سره مخ دي سیاسي او حقوقي ملاتړ وکړي او هغوی ته پناه ورکړي.

په ورته وخت کې د طالبانو پر مشرانو او دغه ډلې پر غړو د هدفي بندیزو، سفر د بندېدا، په افغانستان کې د بشري حقونو د ښځنیه مدافعینو، ښځینه فعالانو او د جنسي او جنسیتي توپیر د تاوتریخوالي د قربانیانو د نړیوال ملاتر لپاره د کړنلارو رامنځ ته کول د معترضه مېرمنو بله غوښتنه ده.

د افغانستان د ښځو فریاد د اعتراضي غورخنګ غړو تر هغه چې د ښځو بنسټیز حقونه تضمین او د جنسیت تبعیض پالیسۍ په بشپړه توګه پای ته نه وي رسېدلې، طالبانو ته د مشروعیت ورکولو له هر ډول خبرو اترو څخه د بېړنۍ درولو غوښتنه هم کړې ده.

اړوندې لیکنې

وسله والو کوچیانو د بامیان پنجاب کې درې نارینه وهلي او پر ښځو او ماشومانو یې ډزې کړې
خبر

وسله والو کوچیانو د بامیان پنجاب کې درې نارینه وهلي او پر ښځو او ماشومانو یې ډزې کړې

17 جون 2026
یونیسف: افغانستان کې له ۸.۸ میلیونه زیات ماشومان له درې ډوله اقلیمي خطر سره مخ دي
خبر

یونیسف: افغانستان کې له ۸.۸ میلیونه زیات ماشومان له درې ډوله اقلیمي خطر سره مخ دي

16 جون 2026
د هرات د جبرئیل لاریونونو کې ټپي شوی ځوان ومړ
خبر

د هرات د جبرئیل لاریونونو کې ټپي شوی ځوان ومړ

16 جون 2026
امریکا کې افغان کډوالو افغان ښځو په ملاتړ اعتراضي غونډه وکړه
خبر

امریکا کې افغان کډوالو افغان ښځو په ملاتړ اعتراضي غونډه وکړه

16 جون 2026
افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو
خبر

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو

15 جون 2026
کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه
خبر

کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه

15 جون 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه