یو شمېر افغان ښځو د نوامبر ۲۵ مې «د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له امنځه وړلو نړیوالې ورځې» د رارسېدو په درشل کې ویلي، افغان ښځې د طالبانو د پراخو محدودیتونو له امله، د داسې تاوتریخوالي قرباني دي، چې د هغې په وړاندې چوپتیا یې له دوام سره مرسته کوي.
رخشانه: معترضو ښځو پرون (جمعه د لړم ۲۹ مه) د تاوتریخوالي او تبیعض له ټولو قرباني ښځو او نجونو سره په یوه اعلامیه کې خپل پیوستون اعلان کړ.
دوی و ویل، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې او نجونې په منظم او سیتماتیک ډول له تاوتریخوالي سره مخ دي.
د دوی په وینا، «له ټولنې د ښځو حذفول، زنداني کول، ربړول، ګواښل، جبري واده او له تر ټولو لومړنیو حقونو محرومیت د افغان ښځو د ورځني ژوند د واقعیت یوه برخه ده.»
معترضو ښځو ویلي، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په چوپتیا، بې پروایۍ، او بې عمله شعارونو سره نه درېږي.
د دوی په خبره «له تاوتریخوالي سره مبارزه، درېدنې، جدي اقدم او د عاملانو ځواب ویونکي کولو ته اړتیا لري.»
دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو پر ځای د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي او د دې ډلې د ښځو ځپوونکو سیاستونو په وړاندې روښانه او علي دریځ ونیسي.
دغه راز معترضو ښځو له نړیوالې ټولګې وغوښتل، چې «د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی عادي نه کړي او اجازه ورنه کړي، چې د ښځو ځپل په یوه منل شوي واقعیت بدل شي.»







