مژګان محمدي
په پځوانی او وړه کوټه کې چې د ېوالونو یې له نم او لندبله رنګ بدل کړی، نسرین چادري له سترګو پورته کړې او په سولېدلي فرش ناسته ده.
دا د ملي امنیت د یوه پخواني سرتېري د مېرمنې ۲۹ کلنې نسرین عظیمي کیسه ده، هغه مېرمن چې څلوېښت ورځې کېږي د کور خاوند ترې د کور قرارداد اخیستی او دا اوس په یوه لنډمهالې سرپناه کې، چې خپلوانو یې ورکړی دی ژوند تېروي.
نسرین له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې وايي، مخکې یې د هرات ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې په یوه کور کې ژوند کاوه، خو د روان کال د غوايي په ۱۳ مه د کور خاوند له کوم دلیل پرته د قرارداد له پای ته رسېدو وړاندې په زور دا او کورنۍ یې له دغه کور څخه و ایسته.
د نسرین په وینا دا چې نارینه او د کور سرپرست یې نه درلود، ویې نه شوای کولی له دې برېکړې سره مقاومت وکړي:«دا چې پر سر مې نارینه او سرپرست نه وو، د کور خاوند د قرارداد مودې له پوره کېدو وړاندې زما د کور ټول توکي کوڅې ته وغورځول او موږ یې له کوره و ایستلو.»
د کور د کرایې په تړون کې، چې د تېر کال د لړم په اوله نېټه د یوه کال لپاره د میاشتې په درې زره افغانۍ د نسرین له مېړه سره لیکل شوی او نسرین هم دا تړون د رخشانې رسنۍ په واک کې ورکړی، لیدل کېږي، چې دا کور د هرات ښار د شاروالۍ په نهمه ناحیه کې موقعیت لري.
په تړون کې د دواړو لورو کوتې اېښودل شوې، د معاملاتو د لارښود دفتر لاسلیک او ټاپه هم پرې وهل شوې ده. خو د نسرین په وینا د کور خاوند د تړون د پنځه نیمو میاشتو په تېرېدو سره هغوی په زور له کوره ایستلي او نور یې د پاتې کېدو اجازه ورنه کړه.
نسرین په غرېو نیولي غږ و ویل:«د تړون پر بنسټ موږ باید د سږ کال تر لړم میاشتې پورې په دغه کور کې ژوند کړای وای، خو د کور خاوند د غوايي میاشتې په ۱۳ مه نېټه له دې امله چې کډوال راغلي دي، موږ یې له کوره و ایستلو.»
هرات د افغانستان یو له هغه لویو ښارونو دی، چې په دې وروستیو میاشتو کې ورته له ایران او ګاونډیو ولایتونو او ولسوالیو څخه ډېر کډوال راغلي دي، د کډوالو ګڼه ګوڼه د دې لامل شوې، چې په دغه ښار کې د کورنو کرایه په بې سارې توګه پورته شي.
د معاملاتو د لارښود یوه دفتر له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې و ویل، له څو میاشتو راپدېخوا په هرات ښار کې د کورونو کرایه ۴۰ سلنه لوړه شوې ده.
په ورته وخت د هرات اوسېدونکي د کورونو د خاوندانو له خوا د فشار راوړلو څخه شکایت کوي، چې د کور خالي کولو په ګواښ سره دوی اړ باسي چې د کرایې او یا ګروۍ بیه ورپورته کړي.
نسرین اوس د خپلې خواښې او درې ماشومانو سره تر ځمکې لاندې یوې کوټه کې ژوند کوي، هغه کور چې یو ۱۲ متره دهلېز او یوه کوټه لري، هغه وايي دا ځای مو موقت استوګنځی دی او د بلې سرپناه په فکر کې باید وم:«دا چې ومې نه شوای کولی کرايي کور پیدا کړم، د کور ټول توکي مې دلته راټول کړي، خدای شاهد دی، نه کرایه لیک لرم، نه کومه قواله، په دې هم نه پوهېږم چې خپل برخلیک څنګه معلوم کړم او څه وکړم».
نسرین د کرايي کور موندلو په موخه څو ځلې د معاملاتو لارښود دفترونو ته ورغلې، خو هر ځل د محرم نه لرلو له امله د معاملاتو د لارښود دفتر شاه ته درول شوې ده، ځکه چې له محرم پرته یې د داخلېدو اجازه نه ورکوله.
نسرین و ویل:«د دې لپاره چې کور په کرایه او یا په ګروۍ ونیسم، لومړی باید محرم ولرم، زه همدا نن د املاکو یوه دفتر ته ورغلم، خو ومې نه شوای کولی داخل ته ننوځم، څو ورځې مخکې هم ولاړم تر څو یو کور وګورم، خو دا چې محرم راسره نه و، د لارښود دفتر مسوول راته و ویل، موږ د اسلامي امارت د مسوولینو له خوا موږ اجازه نه لرو، چې کومې ښځې ته کور ورکړو.
نسرین وايي، له نارینه سرپرست پرته د ښځو لپاره د کور پیدا کول نېږدې ناممکنه خبره ده،«د کور د کرایه کولو لپاره باید فورمه واخلي او د حساب د چاڼ لپاره یې باید پخوانۍ او نوې حوزې ته وروړې، خو په حوزو کې ښځو ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي او د فورمې د مخ ته وړلو لپاره باید یو نارینه ورسره وي.
د معاملاتو د لارښود یوه دفتر په پاڼو کې چې رخشانې رسنۍ ته په لاس ورغلې، لیدل کېږي چې طالبانو د کور د کرایې، ګروۍ او یا اخیستو کړنلاره د «سختو» امنیتي او اداري پړاونو په طی کولو مشروطه کړې ده، چې د محرم نه لرونکو ښځو لپاره د هغې ترسراوی خورا ستونزمن کار دی، خو د نسرین په شان مېرمنو لپاره نېږدې ناممکن دی.
د یاد دفتر د مسوول په وینا، دغه فورمې د طالبانو د استخباراتو ریاست له خوا چمتو شوې، چې په کې د کرایه دار د تضمین فورمه، د استوګنې د راجسټریشن فورمه، او د اوسېدونکي د هویت تصدیق امنیتي فورمه شامله ده.
د لاسوند په لیدو سره کرایه دار باید خپل، د خپلې کورنۍ او تضمین کوونکو د غړو، شهرت، کسب او د تلېفون شمېرې په دې پاڼو کې درج کړي، دا کسان باید د ګذر وکیل او جومات د ملا امام له خوا تایید او وروسته دا سند د طالبانو استخباراتو ته وسپارل شي.
اصلي لاسوند باید د طالبانو د استخباراتو په واک کې ورکړل شي او کافي یې د معاملاتو د لارښود دفتر سره وي.
په ورته وخت د معاملاتو د لارښود د یوه دفتر مسوول هرات کې د کورونو د کرایې او ګروۍ د بیې په اړه و ویل:«د ورځې کابو دېرش تنه د کرايي کور، ګروۍ یا اخیستو لپاره راځي، خو د کورونو کرایې او ګروۍ لوړې دي، دا مهال معمولي کورنه په پنځه زره افغانۍ او هغه چې لږ پاک وي له لس یوولس زره بیا تر شل زره افغانیو پورې په کرایه ورکول کېږي او ګروي معمولآ د لسو او شلو لکو تر منځ ده.»
نسرین د هرات ولایت د ښار لوېدیځ په ۶۵ کیلومترۍ کې د غوریان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده. هغه وايي، د طالبانو په لاس د مخکني دولت تر پاشل کېدو وروسته یې مېړه، چې د ملي امنیت سرتېری وو، د هغوی د غچ اخیستنې له وېرې افغانستان پرېښود او ایران ته ولاړ او کورنۍ یې د هرات ښار مرکز ته کډه وکړه.
نسرین وايي، د مېړه د دندې پر سر یې څوک نه دي چمتو چې مرسته ورسره وکړي، ان خپلوان یې هم:«څرنګه چې شرایط خراب شوي، څوک نه حاضرېږي، چې وکالت وکړي او یا راشي و وايي، زه د دغه کور نارینه یم.»
د طالبانو مشر د مخکني حکومت تر چپه کېدو وروسته عمومي عفوه اعلان کړه، خو دغه ډلې په عمل کې په پراخه غچ اخیستنې لاس پورې کړی دی، په ځانګړې توګه پخواني نظامیان د طالبانو د غچ اخیستنې سره مخ دي، د همدې لپاره ځینې پخوانیو نظامیانو د غچ اخیستنې له وېرې افغانستان پریښي او ځینې یې لکه د نسرین مېړه په ایران کې په برخلیکتوب کې ژوند تېروي.
اوس د دغه کورنۍ د ژوند توکو برابرولو مسوولیت د هغه کس په غاه دی، چې له پولې سلګونه کیلومتره لرې په ایران کې کار کوي.
نسرین چې د درې اولادونو مور ده، په خسته او ناهیلي غږ زیاتوي:«اقتصاد مو خورا کمزوری دی او دا چې نارینه وي تر دې لوی مشکل دی، مشر زوی مې ۱۴ کلن دی او د کور لګښت مې مېړه رالېږي، که هغه له ایران څخه پیسې را لېږي یوه ګوله ډوډۍ اخلو او سره خورو یې، خو که یې راونه لېږلې، ماښام مهال سر په پالېښته اېږدو او ویدېږو.»







