هانیه فروتن
د افغانستان د سویل په یوه لرې پراته او محروم کلي کې یوې ۱۹ کلنې نجلۍ له شورماشور لرې خپل کوچینی کور د زده کړو په یوه پټ مرکز بدل کړی دی، د لسګونو ښځو او نجونو لپاره ځای چې د طالبانو د بندیزونو او د بې سوادۍ په تیاره کې بند پاتې دي.
د انجلۍ مستعار نوم منهاز دی او د جدي امنیتي ننګونو له امله له دغې کیسې د ولایت نوم هم لرې کړای شوی دی.
په افغانستان کې له کابو څلورو کلونو راهیسې د طالبانو په امر له شپږم پورته د نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې تړل شوې دي. په دې څلورو کلونو کې سلګونه زره نجونو هر ځل د ښوونځي په زنګ وهلو سره یا د ښوونځي د دروازې شاته او یا هم د کوټې په کونج کې په پټه خوله ژړلي دي.
د ملګرو ملتونو د علمي او کلتوري زده کړو بنسټ (یونسکو) وړاندې په راپور کې ویلي وو، چې طالبانو ۱.۴ میلیونه نجونې په قصدي توګه له ښوونځیو محرومې کړې دي.
د ګڼو راپورونو پر اساس د طالبانو دغه اقدام د نجونو لپاره د بېلګې په توګه د ژور خفګان، ځان وژنې او اجباري ودونو زیان راوړونکې پایلې له ځان سره درلودې.
منهاز دې همدې قرباني شویو نجونو څخه یوه ده، خو په یوه لوی توپیر، هغه نه د کوټې په کونج ناسته ده، نه یې هم پټ ژړلي او نه هم ناهیلۍ ته تسلیم شوې. منهاز خپل کوچینی کور د کلیوالو نجونو لپاره د زده کړو په مرکز او د ښځو لپاره د سوداي زده کړو په ټولګیو بدل کړی دی.
منهاز په تلېفون خپلې خبرې داسې پيل کړې:«هېڅکله تسلیم نه شوم، خپل کار ته مې دوام ورکړ، د نجونو او هغو ښځو لپاره چې سوداي زده کړو ته یې اړتیا وه زړه کړې مې له صفر څخه پیل کړې.
منهاز تر لسم ټولګي پورې زده کړې کړې خو د طالبانو په امر له ښوونځي محرومه شوه. هغه وايي د ۱۴۰۱ کال په غبرګولي میاشت کې یې دا پرېکړه وکړه، چې د زده کړو دغه پټ مرکز رامنځ ته کړي.
منهاز چې خپل کار یې له ۳۰ زده کوونکو نجونو سره په هېڅ امکاناتو پیل کړی، له څو میاشتو په کمه موده کې یې د زده کوونکو شمېر ۲۰۰ تنو ته رسېږي او تر دویم کال پورې دغه شمېر ۴۵۰ تنو ته ورسېده چې ۲۰۰ تنه په کې د ډېر عمر لرونکې مېرمنې چې سوداي زده کړې یې کولې وې.
د منهاز په وینا، هغې دغه کار په خالي لاس پیل کړ. د کوتې په کونج کې پر نازک فرش:«نه مو تخته درلوده او نه مارکر.»
په دومره لویه کچه کار هېڅ وخت د طالبانو له تېز لید څخه پټ نه پاتې کېږي، خو د منهاز نوښت د دې لامل شوی چې هغوی نه توانېږي حال یې وکړي، د وېرې له امله هغې د خپل کار په اړه زیات جزیات ورنه کړل.
خو د مهناز په څېر د نجونو د مقاومت کیسه بیانول دا ګټه لري چې طالبان او عام خلک دواړه پوه شي چې د افغانستان نجونې نه دي تسلیم شوي او لکه څنګه چې ویل کېږي، دوی به «یوه لاره ومومي یا به یې جوړه کړي.»
مالي ستونزې او د بودیجې نشتوالی د مهناز د کار په وړاندې یو له لویو خنډونو څخه وو. د یو خپلوان په مالي مرسته هغې او د هغې مرستیالې وکولای شول چې څلور ښوونکي وګماري او اساسي تدریسي مواد واخلي. خو مهناز وویل چې مالي مرسته یوازې د یو کال لپاره وه. هغه په افسوس سره زیاتوي: «وروسته له دې چې مرسته پرې شوه، زه بیا یوازې پاتې شوم.»
د لرې واټن زده کړې او آنلاین ښوونځیو سره سره، د پټو ښوونځیو او زده کړو مرکزونو جوړول یو له هغو لارو ده، چې په افغانستان کې ښځو او نجونو د طالبانو لخوا د زده کړې د بندیز په وړاندې مقاومت ښيي، له همدې امله د افغانستان د لویو او کوچنیو ښارونو په هر ګوټ کې د داسې مقاومت نښې لیدل کېږي.
د مهناز د کار یوه برخه دا ده چې په دې پټ ښوونځي کې خپلو زده کونکو ته د آنلاین زده کړې فرصتونه برابر کړي.
هغې وویل: «د هغو درسونو سربېره چې زه پخپله نجونو ته درس ورکوم، دوی آنلاین ټولګي هم اخلي.» «زموږ په بې وزله سیمه کې هرڅوک ځیرک تلېفونونه یا لوړ سرعت انټرنیټ ته لاسرسی نه لري. ځینې وخت د ۲۰ دقیقو غونډه ان یو ساعت دوام کوي.»
مالي ستونزې، د طالبانو د امربالمعروف د مامورینو ګزمې، له طالبانو د کورنیو وېره هر یو په خپل ځای بسنه کوي، چې د منهاز د زده کړو پټ مرکز وتړي، هغه وايي، د همدې ستونزو په خاطر یی د هغو زده کوونکو چې نجونې او د لوړ عمر لرونکې ښځې په کې دي شمېر ۱۸۰ تنو ته راټيټ کړ.
خو د دې مقاومت راز د مهناز له دې خبرو ښه جوتېږي: «زه په محرومیت کې لویه شوې یم. زما مور د پرېکړې کولو حق نه درلود ځکه چې هغه یوه ښځه وه، زه نه غواړم چې دا دوره دوام ومومي، زموږ د کلي نجونې باید په هر قیمت چې وي زده کړه وکړي.»
مهناز وايي، هغه په پرلپسې توګه خپل د کار کړنلارې بدلوي ترڅو لږترلږه طالبان د هغې د کار طریقې ونه پیژني.
ما له مهناز څخه وپوښتل چې د دې ټولو ستونزو په منځ کې هغې ته څه شی ډېره هیله او خوښي ورکوي؟
هغه ځواب ورکړ: «زموږ د سواد زده کړې په ټولګي کې یوې زده کوونکې، د خپلو هڅو او استقامت له لارې د هغه ډاکټر د کلینیک پته وموندله چې ورته د کومې مرستې پرته او یوازې د نښو په لوستلو سره روانه وه. کله چې هغې موږ ته دا کیسه وکړه، سترګې یې له خوښۍ له اوښکو ډکې شوې، هغې په ویاړ سره وویل، «زه نور ړنده نه یم او اوس زه په خلاصو سترګو زما شاوخوا نړۍ ته ګورم.»
د کارپوهانو له نظره، د افغان نجونو دا مقاومت د ستاینې وړ او هیله بښونکی دی.
د افغانستان د پخواني حکومت د پوهنې وزارت د سواد زده کړې مرستیال وزیرسردار محمد رحیمي له رخشانې رسنۍ سره په مرکه کې وویل: «دا ډول مرکزونه کولی شي د ښځو او نجونو د زده کړو د محرومیت په وړاندې یو مدني اقدام وي او په ورته وخت کې د ټولنې د امید او خوځښت لپاره بنسټ چمتو کړي، له همدې امله دا هڅې که د آنلاین زده کړې له لارې وي یا د ځمکې لاندې کورسونو له لارې باید شتون ولري.»







