نوشا عصیان
په دې وروستیو میاشتو کې د طالبانو له لوري د افغانستان له پوهنتونونو د ښوونکو په ځانګړې توګه د ښځینه او قومي لږکیو د ایستلو او تنقیص پراخه لړۍ راغلې، هغه اقدام چې نه یوازې د لوړو زده کړو بنسټونو په عملي جوړښت یې اغېز کړی، بلکې، هېواد کې یې د لوړو زده کړو د راتلونکې په اړه ژورې اندیښنې پارولې دي.
بېلا بېلې سرچینې د کابل، بامیان، بدخشان، خوست او پکتیا پوهنتونونو څخه د کادري بستونو د پام وړ کمېدو خبر ورکوي، طالبان دا پرېکړه د «ادارو د کوچیني کولو» سیاست یوه برخه بولي، خو لاسوندونه د انتخابي او تبعیضي چلند په ځانګړې توګه له ښځو سره د تبعیضي چلند ښکارندويي کوي.
په هغه ۱۷۷ شمارې مکتوب کې چې «۱۱۴۰۴ کال د تشکیل منظورۍ» تر نامه لاندې د ۲۷/۲/۱۴۰۴ مه نېټه د بدخشان پوهنتون ته رسېدلی، ۳۶ تنه استادان او خدماتي کارکوونکي، له ډلې یې د ښځینه استادانو په ګډون ۱۲ تنه ښځینه کارکوونکې له دغه پوهنتون څخه ایستل شوي دي.
له دې مکتوب وړاندې هم د شرعیاتو پوهنځۍ شپږ نارینه استادان د سلفيانو په تور له یاد پوهنتون څخه ایستل شوي وو. دغه راز د ټولیزنو علوم استاده منژه فایض نور هم د بدخشان پوهنتون څخه ایستل شوې وه.
له پوهنتون څخه د ایستل شویو ښځینه استادانو خبرې ترخې او ناهیلې کوونکې کیسې دي، په دې کیسه کې د هغه دریو استادانو خبرې اورو چې د امنیتي ستونزو له امله په مستعارو نومونو غږېدلې دي.
«د همغه ورځې په سهار چې مکتوب پوهنتون ته رارسېدلی وو، یوه استاد راته زنګ وکړ، ویې ویل، بد خبر درته لرم.» د بدخشان پوهنتون ۲۹ کلنه استاد مریم راسخ چې نوم یې د طالبانو له لوري د ایستوونکو کسانو په نوملړ کې راغلی خپلې خبرې په دې جملو سره پیل کړې.
مېرمن راسخ انتظار کاوه چې په همدې ورځو کې به یې علمي رتبه پورته شي، هغه د خپلې علمي لوړتیا د خبر لپاره انتظار کاوه، خو له پوهنتون څخه د ایستلو له خبر سره مخ شوه:«کله یې چې و ویل، ستا نوم د تنقض شویو کسانو په نوملړ کې دی، حیرانه پاتې شوم، لومړی مې فکر وکړ ټوکې را سره کوي، خو کله یې چې همغه نوملړ په واټسپ کې راته راولېږه، باور وکړی، زړه ماتې او ډېره غمجنه شوم، ومې ژړل، ځکه چې ما د څو کلونو لپاره ټولې سختۍ زغملې وې او تر ټولو مهمه دا هغه هڅې چې ما دې مقام ته د رسېدو لپاره کړې وې.»
هغه نه غواړي، هغه رشته چې دې یې په پوهنتون کې درس ورکاوه په دې کیسه کې راوړل شي، ځکه وېرېږي، چې وبه پېژندل شي او لا ډېر سرخوږی به ورته پیدا شي.
له پوهنتون څخه د مریم ایستل د هغه لپاره دوه ترخې ماناوې لري، لومړی د هغه مقام له لاسه ورکول چې دې ورته د رسېدو لپاره کلونه زړه خوړلی وو او دویم لوږه چې دا یې دا مهال په کور کې تجربه کوي:«دا مقام مې په سختۍ تر لاسه کړی وو، مانا دا چې ډېرې سختۍ مو ګاللې او ډېرې سختې ازموینې مو تېرې کړې وې، خو طالبانو ټول څه په ډېره اسانۍ له موږه واخیستل او بیا هم د خپلو کړنو په دوام غواړي، ښځې په سیستماتیک ډول له ټولنې وباسي.
د ځوانې مېریم لپاره د تدریس دوران هم درد لري او هم خاطرې، وايي، د افغانستان د ښځو خوشحاله ژوند تل لنډ او پای یې غموونکی وي.
د مریم د ژوند د دې ورځو بیان تریخ دی:«ټوله ورځ خسته وم، فکر کوم چې ژوند او موخې به مې څه کېږي، نه کار لرو، نه حقوق او نه هم روزګار… حیرانه یم چې دا ژوند به څنګه تېرېږي. طالبانو له هر څه محروم کړي یو، که څه هم پنځه زره افغانۍ تنخوا یې چې هېڅ هم نه پرې کېدل راکوله، خو له هېڅ نه بیا هم ښه وه او زموږ د ستونزو یوه وړه برخه پرې حل کېده، خو اوس په بشپړه لالهاندۍ کې یو، کله ان دا فکر کوم چې یوه ښځه هم نه یم، یوازې په یوه نرواکه نظام کې یو ستونزې جوړونکی موجود یم.»
د ۱۴۰۳ کال په کب میاشت کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده نوی فرمان ورکړ چې پر بنسټ یې د ښځو لپاره ټاکل شوې پنځه زره افغانۍ تنخوا هم په بشپړه توګه پرې شوه، دا پرېکړه د هغه فرمان برخه وه، چې د لوړو زده کړو وزارت د علمي او ملکي خدمتونو ۱۴ سلنه کارکوونکو کمولو ته نغوته لري، هغه حقوق چې د زیاتره کورنیو د اوبو او برېښنا د بېل لپاره یې هم بسنه نه کوله.
مریم راسخ اوس د کډوالۍ په فکر کې ده، ځکه باوري ده، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د راتلونکې لپاره کومه هیله شتون نه لري، بلکې ان د افغانستان له خلکو د عادي ژوند کولو امکان هم اخیستل شوی دی، دا واقعیت د افغانستان د ښځو لپاره لا دردوونکی دی.
د بدخشان له پوهنتون څخه د ایستل شویو ښځینه استادانو په ډله کې ۴۰ کلنه سامعه سادات هم شتون لري، کم تر کم اووه کاله په پوهنتون کې استاده وه، وايي:«د اوسني وضعیت لپاره ډېره خواشینې یم، دا راته غموونکې ده، چې و وایم د جنسیت له امله کار څخه لرې کړل شوې یم.»
مېرمن سادات د طالبانو له لوري د ادارو کوچیني کول، یوه پلمه او له وړاندې د ښځو د حذف لپاره یوه په لار اچول شوې برنامه بولي.
د پوهنتون دغه استاده هم له ناوړه اقتصادي وضعیت څخه چې د استادانو بست د تنقیض له امله یې د هغې لمن هم نیولې شکایت لري:«له طالبانو وړاندې مې ډېر ښه ژوند درلود.»
د ریحانې شمس کیسه هم له هغه څه سره، چې د مریم او سامعې په ژوند طالبانو راوستې ورته ده، ناهیلي، د کلونو خوراۍ له منځه تلل او د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه.
د امنیتي لاملونو له امله ځینې جزیات له کیسې لرې کړای شوي دي.
ریحانه شمس چې د دوه ماشومانو مور ده او اووه کاله یې د بدخشان په پوهنتون کې درس ورکړی، له خپل مېړ سره د فیض آباد په زاړه ښار کې ژوند کوي او خپلې خبرې په دې ټول راټولوي:«د شپې اووه بجې وې، چې یو له همکارانو مې اړیکه ونیوه ویې ویل و دې لیده؟ اخر یې خپل کار وکړ، د دواړو نومونه د تنقیض په نوملړ کې راغلي دي، یوه لحظه غلې شوم، کله مې چې اړیکه پرې کړه، ډېره زړه خوړینې شوم او اوښکې مې راوبهېدې، نه یوازې په دې خاطر چې له کاره ګوښه کړای شوم، بلکې دا چې ښځه یم او د ښځینه توب په خاطر.»
د بدخشان پوهنتون د درې واړه مخکنیو استادانو په اند، له پوهنتون څخه د هغوی د لرې کول، له ښوونیزو بنسټونو د ښځو له حذف، د نرواکه کړنلاړو پیاوړي کولو، د هغو نسل یا نسلونو چې د ښځو ځای ته پاملرنه نه کوي او له ټولنې د ښځو د لرې کولو پرته بله مانا نه لري، په لنډه توګه، دا په افغانستان کې د طالبانو د جنسیتي توپیر د معما یوه ټوټه ده.







