بهار ابراهیمي
انسان چې ځینې خبرونه واوري، نه شي کولی څه و وايي. هغه مهال یې ټولو خبرو له فکره تېښته کړې وي. په «شمع هدایت» ښوونځي چاودنه زما لپاره همدا ډول وه. کله مې چې دا خبر واورېده، زړه مې ونیول شو. نه پوهېدم څه و وایم. نه پوهېدم له کومه ځایه یې پیل کړم. یوازې مې هغو ماشومانو ته فکر کاوه، چې هره ورځ له زرګونه هیلو او تمو سره ښونځي ته تلل.
همدې ماشومانو ته مې یو وخت په شمع هدایت ښوونځي کې انګلیسي درس ورکاوه. لا هم کله چې د هغه ښوونځي نوم اورم، واړه ټولګي او د زده کوونکو معصومې څېرې مې په فکر کې را ژوندۍ کېږي. هغه نجونې او هلکان چې په مینه او لېوالتیا سره د زده کړې لپاره راتلل. د دوی موسکا، پوښتنې او ان د دوی لوبېدونکی حالت مې ښه ترا په یاد دی. هر یوه یې په سر کې خوبونه درلودل. یوه غوښتل ډاکتر شي، یوه ښوونکی، بل ویل، غواړي انجینر شي. له یوې شخصي شخړې وروسته ونه توانېدم، ښوونې ته دوام ورکړم. اوس زیاتې ورځې تېرې شوې دي. خو تل مې دا پوښتنه په ذهن کې وه، چې آیا اوس هم خپلې هیلې تقعیبوي.
څو ورځې وړاندې مې چې د چاودنې غږ واورېده عجیب احساس مې درلود. زره مې له اندېښنو ډک شو. وروسته مې بل خبر واورېده، چې تر ټولو ډېره یې ماته کړم. پوهه شوم چې یو له هغه زده کوونکو په چاودنه کې ټپي شوی دی. همغه شېبه مې څه د ننه په ځان کې لاړل. په وار وار مې دا خبر په فکر کې تېر کړ. باور کول پرې سخت دي. هغه ماشوم چې یوه ورځ مخامخ راته ناست وو او انګلیسي یې زده کوله، اوس ټپي شوی وو. هغه ماشوم چې باید په زده کړه بوخت وای، اوس خپل ټپونه زغمي.
کله چې ښوونکی وې، له زده کوونکو سره دې اړیکه یوازې د درس ورکولو په حد کې نه ده. ښايي ډېری فکر وکړي، چې ښوونکی یوازې څو ساعته درس ورکوي او وروسته هر څه پای ته رسېږي. خو حقیقت دا دی، چې هر زده کوونکی د ښوونکي د زړه یوه ټوټه له ځان سره وړي. ښوونکی د خپل زده کوونکي بریا، خپله بریا بولي. د خپل زده کوونکي ناآرامي خپله بولي. په همدې دلیل که مې چې واورېدل، یو له زده کوونکو مې ټپي شوی، احساس مې وکړ، چې د بدن یوې برخې مې زیان لیدلی دی.
له هغې ورځې راهیسې تل له ځانه پوښتم، ولې ښوونځی باید هغه ځای وي، چې ماشومان په کې زیان و ویني. ولې باید هغه ځای چې د زده کړې لپاره جوړ شوی دی، له وېرې، وینو او درد سره مل وي. ولې باید هغه زده کوونکي چې یوازې د زده کړې لپاره راغلي قرباني شي. هېڅوک باید په ښوونځي کې ژوند له لاسه ورنه کړي. هېڅ زده کوونکی باید له وېرې سره ښوونځي ته د ننه نه شي. هېڅ پلار او مور باید له ښوونځي د خپل اولاد راتلو ته په اندېښنه کې نه وي. هېڅ ښوونکی نه باید د خپلو زده کوونکو د ټپي کېدو خبر واوري. دا تر ټولو لومړني انساني حقونه دي. هغه حقونه چې نه باید له هېڅ ماشومه واخیستل شي.
کله داسې احساس کوم چې افغان ماشومانو تر حد زیات کړاو ولید. هغوی په وار وار د داسې پېښې شاهدان وو، چې هېڅ ماشوم یې نه باید تجربه کړي. هغوی په وار وار اړ شوي، په داسې شرایطو کې ژوند وکړي، چې له اندېښنو او ناامنیو ډک وو. خو بیا یې هم زده کړې وکړې. بیا یې هم هڅه وکړه. بیا یې هم تمې له لاسه ورنه کړې. همدا موضوع ده، چې تل ما تر فشار لاندې راولي.
کله مې چې د خپلو زده کوونکو د ټپي کېدو خبر واورېده، لومړی شی چې فکر ته مې راغلل دا وو، چې اوس به څه احساس لري. آیا وېرېږي؟ آیا درد څکي؟ آیا بیا کولی شي په آرامه ښوونځي ته ولاړ شي؟ آیا هیلې یې لا هم ژوندۍ دي؟ دا پوښتنې مې تل په فکر کې تکرارېږي او د هغې لپاره هېڅ ځواب نه لرم.
زه نه پوهېږم چې راتلونکې به څه شي. خو پوهېږم چې هېڅ یوه چاودنه نه باید له ماشومانو د زده کړې حق واخلي. هېڅ تاوتریخوالی نه باید وکولی شي، چې د هغوی د زړونو څراغ مړ کړي. ماشومان حق لري په امنیت کې درس ولولي. حق لري د خپلې راتلونکې لپاره پروګرام ولري. حق لري له وېرې پرته ژوند وکړي.
نن ورځ مې زړه په هغه ټولو ماشومانو دردېږي، چې په دې پېښه کې یې زیان لیدلی دی. زړه مې د هغو کورنیو لپاره چې سختې ورځې تېروي، درد کوي. زړه مې د هغو ښوونکو لپاره چې د خپلو زده کوونکو کړاو ویني درد کوي او تر ټولو مې زړه د خپلو زده کوونکو لپاره درد کوي. هغه ماشوم چې یوه ورځ په ټولګي کې زما درس ته کېناست اوس ټپي شوی دی.
زه نه پوهېږم، چې آیا هغه به دا لیکنه، چې په واقعیت کې هغه ته زما لیکنه ده، ولولي که نه، خو که یوه ورځ دا کلیمې هغه ته ورسېږي، غواړم پوهه شم، چې لا یې هم په یاد یم. اوس یې هم د روغتیا لپاره دعا کوم. اوس هم هیله لرم، په موسکا بیا ښوونځي ته ولاړ شي. بیا یې کتابونه په لاس کې واخلي. بیا یې د راتلونکې لپاره خوبونه جوړ کړي، ځکه هغه او نور ټول ماشومان د یوه ښه ژوند کولو وړ دي.







