رها آزاد
د هغې ښځې لپاره چې ۱۳ کاله یې کورنی تاوتریخوالی زغملی وو، محکمې ته تګ باید له وېرې ډک ژوند د پای ته رسولو یوه لار وای، خو د کاملې لپاره د افغانستان په یو له شمالي ولایتونو کې د طالبانو محکمه، د کړاو د نوي پړاو پیل شو، سره له دې چې هغې له مېړه طلاق واخیست، خو د څلورو اولادونو ساتنه یې هم له لاسه ورکړه.
۳۱ کلنه کامله وايي، د ۱۴۰۴ کال په یوه میاشت کې د لومړي ځل لپاره د خپل پلار سره یو ځای د طالبانو محکمې ته ورغله، تر څو له خپل مېړه کریم الله څخه طلاق واخلي. هغه وايي، په خپله عریضه کې یې د جلاوالي لپاره د فزیکي تاوتریخوالي، له هغې جملې د هر وخت وهلو ټکولو، اوږده کلونه د زیانونو زغملو او ان د مېړه نشه يي توب په اړه هم دلیل وړاندې کړی وو.
خو په وینا یې، په هغه ورځو کې چې د خپلې دوسیې د تعقیب لپاره محکمې ته ورتله، د دې پر ځای چې په کور کې تجربه کړو تاوتریخوالو ته یې رسېدنه وشي، هر ځل ګډ ژوند ته د دوام ورکولو سپارښتنې سره مخ شوې. د طالبانو قاضي په وار وار هغې ته ویلي وو: «باید ویې زغمې»
کاملې و ویل: «هره ورځ ورتلم، ویل به یې سبا او بل سبا راشه، قاضي نشته، په دې وطن کې چې ښځه وې او غواړې طلاق واخلې، ډېره سخته ده.»
کامله وايي، قاضي او د محکمې نورو چارواکو به له دې پوښتنه کوله، چې ولې طلاق غواړي او ولې غواړي خپل ژوند خراب کړي. د دې په وینا، یو له قاضیانو ان دې ته ویلي وو: «کله چې مېړه خپله ښځه وهي ډبوي، ستونزه نه ده، په اسلام کې اجازه لري. ته یې باید وزغمې، د اولادونو او خپل ژوند په خاطر.»
خو کاملې خپله پرېکړه کړې وه. له ۱۳ کاله ګډ ژوند وروسته یې له یوه داسې سړي سره چې د دې په وینا، په نشه يي توکو اخته وو او په وار وار یې وهلې ډبولې وه، نور چمتو نه وه، د مېړه کور ته بېرته وروګرځي: «راته ویل یې باید ویې زغمم، خو دا چې هره ورځ به د دې نشه يي تر سوکانو او لغتو لاندې وم، د همدې لپاره مې یې خبرو ته غوږ نه نیوه او خپل جدي تصمیم مې نیولی وو.»
هغې په ۱۴۰۴ او ۱۴۰۵ کلونو کې پنځه ځلې د خپلې دوسیې د تعقیب لپاره محکمې ته مراجعه وکړه، چې د خوندیتوب په پار یې هغه ورځې او نېټې چې محکمې ته ورته نه یادېږي.
کامله وايي: «د دعوا غوښتنلیک پاڼه مې د مرغومي میاشتې په اوله… محکمې ته یوړه، خو تر ۱۵ مې نېټې هېچا زما غوښتنلیک ته پام ونه کړ او هر ځل به مې چې محکمې ته مراجعه کوله، یوازې دا به یې راته ویل، چې هڅه وکړم جوړجاړی وکړم او خپل ژوند خراب نه کړم.»
خو په اخر کې محکمې د هغې د طلاق امر صادر کړ، خو هغه حکم چې ټاکل شوې وه ګډ ژوند ته یې پای ورکړي او د هغې لپاره د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو په مانا وو. د هغې د موروالي کړاو یې ور زیات کړ. د طالبانو د محکمې قاضي حکم وکړ، چې څلور اولادونه، دوه هلکان او دوه نجونې، هر یو یې شپږ، اته، یوولس او دولس کلن دي، د خپل پلار سره دې ژوند وکړي.
اوس کابو اوه میاشتې کېږي، چې کاملې خپل اولادونه له نېږدې نه دي لیدلي: «په پټه له اولادونو سره خبرې کوم، که کریم الله پوه شي اجازه نه ورکوي.»
هغه کله د یوه ګاونډي په تلېفون، د پخواني مېړه او خواښې له سترګو لرې، له خپلو ماشومانو سره خبرې کوي.
کاملې د هغه شخړې د پای ته رسولو لپارهو چې له ۱۷ کلنۍ پیل شوې وه، ډېری سختې ګاللې دي.
هغه وايي، په لومړي سر کې یې کورنۍ د دې له خوښې پرته، کریم الله ته، چې ۳۵ کلن وو واده کړه، چې هغه وخت یې د خپل خاوند له نشې کولو خبر نه درلود او یوازې یو کال وروسته له واده یې ورته پام شو، چې مېړه یې نشه يي توکي کاروي.
له هغې وروسته د کاملې به وینا، ګډ ژوند یې په تدریج سره په تاوتریخوالي او وېره بدل شو. دا وايي، په وار وار وهل شوې ټکول شوې ده، د لاس هډوکی یې مات شوی دی، پښو یې زیان لیدلی دی.
د طالبانو مشر د ۱۴۰۵ کال په غوايي میاشت کې د زوجینو د جلاوالي اصولنامه توشېح کړه، د دې سند له مخې، ښخې باید د طلاق اخیستو لپاره ډېرې پېچلې او سختې لارې پلې کړي.
د بي بي سي نړیوال سرویس په خپل وروستي راپور کې د یوې ځوانې ښځې د طلاق اخیستو غوښتنه انځور کړې، چې په جریان کې یې د جوزجان لپاره د طالبانو والي ښځې «ناقص العقل» یادوي.
خو د طالبانو له محکمې او قضايي نظام څخه د کاملې کیسه په همدې ځای پای ته نه رسېږي. هغه ادعا کوي، چې د طلاق دوسیې ته یې د رسيدګۍ پر مهال، د طالبانو یوه قاضي، چې د دې دعوا ته د رسیدګۍ مسوول وو، له دې د جنسي اړیکې غوښتنه کړې ده.
د کاملې په وینا، د طالبانو دا قاضي، چې شاوخوا ۴۸ کاله عمر یې درلود، څو ځلې له دې ښځې سره اړیکې نیولې او ورته ویلي یې دي، چې له ده سره په بستر کېدو، به وکولی شي، دوسیه د کاملې په ګټه وڅېړي.
هغې و ویل: «لومړی اړیکه یې د … ۱۴۰۴ کال د کب میاشتې په ماښام وه. له هغې مخکې مې څو ځلې د قاضي اړیکې ته ځواب ور نه کړ، ځکه وېرېدم، چې ښايي دا اړیکې د طلاق د دوسیې اړوند وي. خو یوه شپه مې زړه نا زړه ځواب ورکړ.»
د کاملې په وینا، قاضي یې لومړی د ژوند د وضعیت او ستونزو په اړه پوښتنې وکړې او وروسته یې و ویل، چې که له ده سره «ملګرتیا او نیږدېکت» وکړي، نو کولی شي، چې د اولادونو د ستانې یا لږ تر لږه د لوڼو د ورکړې په برخه کې یې ورسره مرسته وکړي: «راته یې و ویل، که له ما سره دوستي او نېږدېوالی وکړې، یوه چاره کوم، چې اولادونه دې تا ته ورسېږي یا لږ تر لږه لوڼې دې.»
کامله وايي، له دې وېرې چې نه ویل کېږي قاضي یې د طلاق حکم صادر نه کړي، هڅه یې وکړه له هغه سره شخړه ونه کړي. هغې قاضي ته ویلي وو، لومړی غواړي له مېړه یې جلا شي او اوس د بیا واده لپاره کوم تصمیم نه لري.
خو د دې په وینا، قاضي ځواب ورکړی وو، چې منظور یې واده نه دی او یوازې غواړي له دې سره «دوستي» وکړي: «بیا یې راته و ویل، ما نه دي ویلي، چې واده راسره وکړه، یوازې ملګرتیا راسره وکړه.»
د کاملې یادېږي، چې قاضي شپږ ځلې له دې سره اړیکه ونیوه او هر ځل یې ترې غوښتل چې یوازې محکمې ته راشي.
کامله وايي، کله به یې اړیکې ته ځواب ورکاوه او له قاضي سره به یې خبرې کولې، خو هېڅ وخت یې د هغه غوښتنې ته غاړه کېنښوده.
نوموړې و ویل: «همدا چې د طلاق حکم صادر شو، څو موده وروسته مې خپله د اړیکې شمېره بدله کړه.» هغې دا موضوع له خپلې ۲۱ کلنې خور پرته له هېچا سره نه وه شریکه کړې.
هغه د خپل امنیت په خاطر د قاضي د نوم او هویت له پاشلو ډډه کوي او وايي، د قاضي لومړنۍ اړیکې او غوښتنې دومره بده اغېزه پرې کړې وه، چې هغه شپه یې تر سهاره خوب ونه کړ: «له شپې تر سهاره ویده نه شوم او ژړل مې او له خدایه مې مرسته غوښته.»
په افغانستان کې پر اطلاعاتو او رسنیو د محدودیتونو له امله، موږ ونه شوای کولی، په دې راپور کې د شویو ادعاوو په اړه د طالبانو د محکمې له سیمه ییزو چارواکو سره اړیکه ونیسو او د هغوی نظر واخلو.
یادونه*: په دې راپور کې نومونه بدل کړای شوي او د ولایت نوم او ځینې جزیات هم د مرکه شوې په غوښتنه ترې لرې کړای شوي دي.







