«که نجونو پوهنتون ته د تګ اجازه درلودای، اوس باید زه په پوهنتون کې وای او کال ته به فارغه شوې وای.» هر ځل د خپلو وروڼو په اړه چې پوهنتون ته ځي او د هغه کلونو راهیسې چې دا په کور ناسته ده، خبرې کوي، همدا خبرې بیا بیا تکراروي.
مور یې وايي، لور یې په ژور خفګان اخته شوې او کله کله په خپلو فکرونو کې داسې ډوبه شي، چې به یو دوه ځلې اواز کولو نه متوجه کېږي.
فاضله* ۲۲ کلنه او د مزارشریف ښار اوسېدونکې ده. هغې په ۱۴۰۱ کال کې دولسم ټولګي پای ته ورساوه او وروسته له هغې یې پر مخ د زده کړو دروازې بندې شوې او ویې نه شوای کولی د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي او پوهنتون ته لاړه شي.
مور یې وايي، سږ کال د کانکور پایلو تر اعلان یوه ورځ وروسته، فاصلې د سختې ناارامۍ له امله په ځان وژنې لاس پورې کړ. «سر او مخ یې وپړسېدل او بې هوښه شوه. زما درمل د دې په کوټه کې وو، پوهه شوم خامخا یې یو کار کړی، ځکه تل به یې ویل له دې ژونده تنګه شوې ده.»
د فاضلې مور ۴۵ کلنه پریسا* وايي، په وخت یې روغتون ته ورسوله او لور یې ژوندۍ پاتې شوه.
کله چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ مه بیا په افغانستان ولکه ټینګه کړه، په لومړي ګام یې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې له شپږم ټولګي بره نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې، خو په شمالي ولایتونو له هغې جملې په بلخ کې نجونې تر یوې مودې ښوونځي ته تلای شوای.
مزارشریف کې د شپږم ټولګي څخه بره نجونو پر مخ د ښونځیو تړل کېدو له اندېښنې سره سره، فاضله وتوانېده، چې ښوونځي ته تر دولسم ټولګي پورې دوام ورکړي. «زما ژوند ښوونځي، پوهنتون ته په تګ او خپلو هیلو ته په رسېدو سره مانا پیدا کوله. اوس مې چې ورځې د کور د څلورو دېوالونو تر منځ بې موخې او بې پروګرامه تېرېږي، ژوند راته مانا نه لري، که ژوندۍ هم وم، لکه یو خوځېدونکی مړی داسې یم.»
فاضلې دا فکر کاوه، کله چې په بلخ کې نجونې کولی شي تر دولسم ټولګي پورې زده کړې وکړي، ښايي د کانکور په ازموینه کې د ګډون او پوهنتون ته د تګ فرصت هم دوی ولري.
د ۱۴۰۲ کال په چنګاښ میاشت کې کله چې د کانکور د ازموینې ورځ اعلان شوه، معلومه شوه، چې نجونې په دې ازموینه کې د ګدون حق نه لري. دا لومړی ځل وو، چې د فاضلې په وینا دې، له پوهنتون نه د محرومېدو ژوره ناارامي تجربه کړه.
د ښوونځي، پوهنتون او له زده کړې د هغې د محرومیت خبرې د فاضلې لپاره آسانه نه دي. کله یې چې خبرې کولې اوښکې یې تویدې. «په هغه ورځ چې خبره شوم، نجونې د کانکور په ازموینه کې د ګډون حق نه لري، داسې لکه یو څوک چې چاقو راواخلي او په زړه کې د و وهي، دومره درد مې احساس کړ.»
مور یې و ویل: «کله چې خبره شوه له نجونو د کانکور ازموینه نه اخلي بې خوده شوه او له همغې ورځې تر اوسه پورې یې رواني وضعیت ښه نه دی. تل کانکور او پوهنتون یادوي.»
د پریسا په وینا، لور یې تر اوسه څو ځلې ارواپوهانو ته وروستې، خو خفګان یې نه دی لرې شوی.
د فاضلې خوښېده، چې د حقوقو او سیاسي علومو برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او په راتلونکې کې مدافع وکیله شي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) ویلی دي، چې شاوخوا ۸۰ سلنه افغان ښخې او نجونې د طالبانو د محدودیتونو له امله، له زده کړې، کار او مسلکي زده کړو محرومې شوې دي.
دې بنسټ په خپله اېکس پاڼه، په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړو او کار د ملاتړ غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی، چې د ښځو او نجونو راتلونکې باید په خپل واک کې وي.
د پریسا په وینا، لور یې چې کله دولسم ټولګی پای ته ورساوه، دوه زامن یې د ټولګي له پلوه تر دې شا ته وو، خو اوس دواړه پوهنتون کې دي او همدا موضوع د پریسا لپاره خورا سخته تمامېږي. «کشر زوی مې په لومړي سمستر کې دی، هغه بل په پنځم سمستر کې. فاضله د همدې په لیدو تل نا آرامه وي او وايي، زه ولې نه شم کولی پوهنتون ته لاړه شم.»
پریسا وايي د روان کال د کانکور په ازموینه کې د فاضلې تر ټولو کشر ورور هم ګډون وکړ. کله چې د فاضلې د ورور د کانکور پایلې اعلان شوې، د پریسا په وینا، د لور رواني حالت یې تر پخوا ډېر خراب شو: «د ورور لپاره یې خوشحاله شوه، خو بیا یې له زده کړو خپل محرومیت ورپه یاد شو، دومره ناارامه شوې وه، چې شاک پرې راغی، چیغې یې وهلې او په زوره زوره یې ژړل.»
نوموړې زیاتوي، نه پوهېږي د لور د وضعیت د ښه کېدو لپاره یې کوم کار وکړي: «مجلسونو ته نه ځي، ساتېرۍ ته نه ځي، نه پوهېږم څه وکړم، چې لور مې ښه شي. تل اندېښنې کوي، که بیا په ځان وژنې لاس پورې کړي څه به کوم. که لور له لاسه ورکړم څه به وشي؟ تل مې همدا فکر په سر کې دی او هڅه کوم چې هېڅ وخت یې یوازې پرېنږدم.»
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ تېر کال د «رواني روغتیا د نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي وو، ښځې او نجونې، د لسیزو جګړو د حاصل له کړکېچ، طبي پېښو او د طالبانو له لوري د سیستماتیکې ځپنې له امله، له پراخو رواني ستونزو سره مخ دي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (Un Women) تازه ویلي دي، په افغانستان کې له هرو ۱۰ ښځو ۷ هغه یې له ناوړه رواني وضعیت سره لاس او ګرېوان دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې لیکلي، له زده کړو، کار او په عمومي ځایونو کې له ګډون د کلونو محرومیت، په افغانستان کې د ښځو او نجونو په رواني روغتیا ژورې اغېزې کړې دي.
ملګرو ملتونو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.







