تمنا تابان
د بامیانو ولایت د یوې لرې پرتې ولسوالۍ په یوه لرې پراته او محروم کلي کې یوه نجلۍ له دوه کلونو راهیسې د امید رڼاوې خوروي، هغه د سوادي زدکړو د یوه کورس په رامنځ ته کولو هڅه کوي، ځوانې او پخې ښځې زده کړې ولري.
په (مستعار نوم) ۲۳ کلنه مروه هغو زده کوونکو ته د کلماتو د ښودلو په حال کې ده، چې د عمر له پلوه تر دې لویانې دي.
د مروې غږ او په هغې پسې د زده کوونکو غږونه په کوټه کې انګازې کوي، کله چې هغه په لوړ غږ د باران حروف «ب، الف، ر، الف، نون-» باران جلا جلا وايي، زده کوونکې یې پسې تکراروي.
مره یو له هغه میلیونونو نجونو ده، چې د طالبانو له راتګ وروسته له زده کړو بې برخې شوه. هغې تازه د پوهنتون دویم کال پای ته رسولی وو، چې په افغانستان کې طالبانو د نجونو او ښځو پر وړاندې د پوهنتون دروازې وتړلې.
مروې وړاندوینه کړې وه چې طالبان به دومره ژر ښځو ته بېرته پوهنتون ته د تګ اجازه ورنه کړي او د همدې لپاره بېرته خپلي کلي کور ته ولاړه، څنګه چې ورسېده سملاسي یې په کور کې د کلي د ښځو لپاره د سوادي زده کړو کورس ته مټې رابډوهلې، د دوه کلونو په تېرېدو سره هغه اوس په دوه وخت کې له ۴۰ زیاتې د بېلا بېلو عمرونو لرونکې زده کوونکې لري.
مره وايي، کار یې یو ساده خو مهم دلیل درلود:« یوازیني هیله مې دا ده، چې د یادولو ارټ ونه درېږي، که موږ نه شو کولی ولولو، کم تر کمه په پټه توګه خو کولی شو نورو ته درس ورکړو، نو ولې خپلې ورځې په پښېمانۍ او افسوس ضایع کړو.»
د مروې د ژوند کولو ځای کې ډېری مېرمنې په ځانګړې توګه هغه چې د خپل عمر په څلورمه لسیزه کې دي، لوستل او لیکل نه شي کولی، په واقعت کې خو دوی له یوې خوا د طالبانو د لومړۍ دورې د ښځو ځپوونکو سیاستونو او بلې خوا په تېرو دوه لسیزو کې چې جمهوریت په واک کې وو، د شدید محرومیت له امله په کافي کچه ښوونځي او زده کړو ته لاس رسی نه درلود.
مروې و ویل:« هغه کلی چې موږ په کې ژوند کوو د ولسوالۍ له مرکز نه ډېر واټن لري، له مرکز څخه لرې والی او د ښوونځي نه شتون د دې لامل شوی وو، چې د دغه سیمې زیاتره مېرمنې بې زده کړو پاتې شي، هغوی له بې سوادۍ او نه لوستلو په رښتیا ډېر رنځ وړي، کله چې زه له ښوونځي محرومه شوم، فکر ته مې راغله چې ولې د دوی د زده کړو لپاره کار ونه کړو.»
مروه د دې کار له پيل وړاندې په مور پسې ورغله تر څو د هغې نظر هم وپوښتي، هغه مور چې په خپله زده کړې نه لري، خو د زده کړو په ارزښت ښه پوهېږي.
مروې ته د مور ځواب له هیلو ډک وو، هغه انګېزه او ملاتړ چې د هغې هوډ یې د داسې یوه کار لپاره لا بېړنی کړ: «مور مې راته و ویل چې که دا کار وکړې، هېڅ وخت به له یادونو ونوځې او د خدای پر وړاندې به ډېر اجر ولرې، ته داسې یو کار کوې چې باید دولت کړی وای، زموږ د دولت هېڅ وخت خلکو ته خیر نه دی رسېدلی.»
په تېرو ۲۰ کلونو کې د بامیانو پراختیا ته په کتو هغه د افغانستان له تر ټولو محرومو ولایتونو څخه دی، هر څومره چې د بامیانو لرې نقطو ته لاړ شو د محرومیت کچه لا ډېره تر سترګو کېږي، د بېلګې په توګه د مروې د ژوندانه کلی.
د دوه کلونو هڅو وروسته مروه په دې فکر کې شوه، چې د زده کړیز خوځښت بحیر شاوخوا کلیو ته پراخه کړي، که څه هم دا کار په پټه او احتیاطي ډول تر سره کېږي، خو دا چې د مروې د اوسېدو په ځای کې طالبان ډېر خواخوږي نه لري، نو کار یې ډېر ستونزمن نه دی:«که وتوانېږم په پټه توګه داسې چې طالبان خبر نه شي، دا ټولګي د نورو نجونو په مرسته په نورو کلیو کې فعال کړم ډېره ښه او ګټور کار به وشي.»
د مروې دغه اقدام په ټولیز ډول په خپله خوښه دی او زده کوونکي اړ نه دی چې هېڅ بیه پرېکړي، هغه له لومړۍ ورځې تر نن پورې د خپل کار د نورو اړخونو لګښت له خپله جېبه ورکوي، د بېلګې په توګه د یوه درسي ټولګي لومړنۍ اړتیاوې:«هر څه چې اړتیا ورته پېښه شوې له خپله جېبه مې اخیستي دي، تر اوسه خو ښه مخ ته روان یو، راتلونکې کې هم د خدای په تمه.»
مروه د خپل کار لګښتونو ته په اندېښنه کې نه ده، مخکې له دې چې وغواړوي کوم مالي ملاتړ کوونکی پیدا کړي لویې هیلې لري:« یوازینی هیله مې دا ده، چې د کلي ټولې نجونې زده کړه وکړي، دا چې ښځې زده کړې وکړي، بې سوادي به نه یوازې زموږ له کلي، بلکې له ټولو کلیو ورکه شي.»
مروه له هغه کړنلارو چې مخکې د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري بنسټ (یونسکو) د افغانستان په ځینو کلیو کې کارولې ګټه اخلي:«مخکې یونسکو بنسټ زموږ په ځینو ګاونډیو کلیو کې ځینې کورسونه درلودل چې له څو میاشتو وروسته پای ته ورسېدل، موږ د هغوی کتابونه کاپي او خپلو زده کوونکو ته مو و وېشل، دغه کتابونه د الف با او حسابي زده کړو برخې لري چې ډېر اسانه او ګټور لارښود دی.»
د مروې له ۴۰ زده کوونکو یوه هم په (مستعار نوم) ۴۲ کلنه مروارید ده، هغه له دوه کلونو وروسته اوس کولی شي هم ولولي او هم ولیکي، د هغې په وینا خپلې تر ټولو لویې هیلې ته رسېدلې ده.
د افغانستان د ښځو تر منځ د زده کړو او سودا ټيټه کچه تل یو له ګرمو او د بحث وړ موضوعاتو څخه ده، د ملګرو ملتونو بنسټونو لکه یونسکو په تېرو کلونو کې په افغاني ټولنه کې د بې سوادۍ د لمنځه وړلو او کم رنګه کولو لپاره زیاتې هڅې کړې دي، خو دغه هڅو کومه لویه پایله له ځان سره نه درلوده.
د ښځو د زده کړو ټيټه کچه د دغه هېواد د ماشومانو پر ژوند او راتلونکې هم نېغ اغېز درلود، د ماشومانو پالنه، حفظ الصحه او تغذیه د زده کړو او پوهې په کچه پورې نېغه اغېزه لري.







