مژگان محمدی
د زېږېدو له ځایه او هغه ځمکې لرې چې طالبانو په کې نجونې له سپورت کولو منع کړې، د افغانستان د ولیبال ملي ټیم لوبغاړې زینب نېکزاد په نړیوالو لوبغالیو کې له نړیوالو ښځو سره اوږه په اوږه ځلېږي او مبارزه کوي.
دا ۲۳ کلنه نجلۍ د هرات ولایت ده، د طالبانو له واکمنۍ شاوخوا دوه کاله وروسته فرانسې ته کډواله شوه، او اوس د فرانسې په شمال کې د کاله ښار د «Stella Calais» اکاډمۍ د ۱۳ کلنې لوبډلې لپاره د برید کوونکې لوبغاړې او مرستیال روزونکې په توګه لوبه کوي.
زینب وايي، له کورنۍ او خپلوانو سره یې خدای پاماني اسانه پرېکړه نه وه، خو د هغه نجلۍ لپاره چې په ولیبال مینه وه بله لار نه وه پاتې.
له سپورت څخه د نجونو راګرځول د طالبانو یو له هغه لسګونو محدویتونو څخه دی، چې د ښځو پر وړاندې یې وضع کړي دي، د طالبانو په اند د ښځو سپورټ «غیرشرعي دی.»
زینب د ۲۰۲۳ کال په مۍ میاشت کې وتوانېده، چې د فزیکي او روغتیايي فعالیتونو او فنونو یا (STAPS ) په برخه کې د فرانسې له لیتورال کوټ دوپال (ULCO) پوهنتون څخه تحصیلي بورسیه تر لاسه کړي.
فرانسې ته په داخلېدو سره زینب په کاله ښار کې د «Stella Calais» اکاډمۍ سره یو ځای شوه، هغې چې لوبې په هرات ولایت کې پیل کړې وې، د پلرني ټاټوبي په پرتله په فرانسه کې د لوبو تجربې په مکمل ټول توپیر لرونکې بولي.
هغه په توضیح کې زیاتوي: «دلته سپورت د روغتیا، د انګېزې د پورته وړلو، انرژي او ځان باور زیاتولو لپاره تر سره کېږي، خو د زینب د تجربې پر بنسټ په افغانستان کې د ښځو لپاره سپورت د فزیکي فعالیت څخه ور پورته د مبارزې یو لوبغالی وو.
زینب دغه تجربه څو اړخیزه مبارزه بولي:«موږ په جسم سپورت کولو خو له روحي پلوه مو تل فکر پر دې و، چې څه ډول مبارزه وکړ، زموږ د لومړنیو حقونو لپاره مبارزه، د جنسیتي توپیر پر وړاندې مبارزه، د ټولنیز قضاوت له وېرې سره مبارزه، د امنیتي امکاناتو نه شتون، او په ټولنه کې دودیزه کلتور او محدویتونو سره مبارزه.»
د روان کال د می په ۱۸مه، د فرانسې د شمالي زون د اتلولۍ د فصل په وروستۍ لوبه کې، زینب او د هغې ټیم خپلو سیالانو ته په دریو سیټونو کې په پریکنده پایله ماتې ورکړه او د دې ټورنمنټ د اتلولۍ لقب یې وګاټه.
په دې بریا سره، د Stella Calais ټیم وتوانېده، چې د R1 کټګورۍ څخه د Pré-nationale کچې ته پورته شي – هغه لاسته راوړنه چې د سیالۍ په ټول څپرکي کې د ټیم د پام وړ وده او غوره فعالیت منعکس کوي.
په هغه ویډیو کې چې زینب په خپله فسبوک پاڼه خپره کړې لیدل کېږي، چې هغه او ټیموالې یې له دې بریا وروسته لوبغاړي او مینه وال خپله خوښي په همغږو چکچکو سره لمانځي.
زینب نیکزاد په ۲۰۰۲ کال د افغانستان په لوېدیځ د هرات په «جبریل» ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. هغې د لومړي ځل لپاره هغه مهال چې د ښوونځي په یوولسم ټولګي کې وه، د خپلې کورنۍ په ځانګړې توګه د هغې د پلار په هڅونه، چې د زینب په وینا، د والیبال په لوبه کې مخکښ وو، دا سپورت پیل کړ.
زینب و ویل«په یوه تحصیلي او سپورت خوښوونکې کورنۍ کې لویه شوې یم، له همغه ماشوم توبه به کله کله له خپل پلار سره د ولیبال د تمرین لپاره تلم او همغه وو چې له دې سپورت سره مې مینه پیدا شوه او زړه یې رانه یووړ.»
زینب په پيل کې د ښوونځي په خاورین لوبغالي د خپلو ټولګیوالو له یوې ډلې سره پرته له کومې رسمي روزنې یا روزونکي د والیبال په برخه کې خپل لومړني ګامونه پورته کړل: «موږ د والیبال په اړه هېڅ معلومات نه درلودل، یوازې یو توپ مو درلود، د مناسب لوبغالي، جال او روزونکي پرته، موږ د یو څه وخت لپاره همداسې تمرین کاوه او دوام مو ورکړ.»
خو د کور له محدودیتونو بهر د زینب لپاره سپورت اسانه نه و، هغه وايي، د هغه ښوونځي چارواکو چې دې په کې زده کړې کولې، په پرلپسې توګه د نجونو د سپورت فعالیتونه «نامناسب» بلل او د زینب او د هغې د ملګرو په لاره کې یې ډبرې غورځولې:«د ښوونځي چارواکو هېڅکله موږ ته اجازه نه را کوله، د دوی دلیل دا و چې سپورت د نجونو سره نه ښايي او ورته ښه نه دی. دوی زموږ کورنیو ته زنګ واهه او خبرداری یې ورکاوه چې که موږ تمرین ته دوام ورکړو، د نورو نجونو ذهنیت به هم خراب شي او په دې حالت کې به دوی اړ شي چې موږ له ښوونځي وباسي.»
له دې سره سره زینب تسلیم نه شوه، هغې د «شهید تبسم» په نوم یو خپلواک ټيم جوړ کړ، د هغه نهه کلنې شکریه تبسم په نوم چې په ۲۰۱۵ کال کې د داعش لخوا د زابل ولایت څخه کابل ته په لاره د شپږو نورو کسانو سره یو ځای وتښتول شوه او بیا یې په وحشیانه ډول سر پرې شو.
زینب نېکزاد وايي، د دغه نوم په غور کولو سره یې غوښتل د هغه پېښې د قربانیانو نوم راژوندی کړي.
نوموړې زیاتوي، تېر وخت ته په کتو دا د پوهېدو وړ ده چې د سپورت ډګر ته ننوتل، زده کړه کول او تمرین کول د هرات په خورا دودیزه او محافظه کاره ټولنه کې د یوې نجلۍ لپاره اسانه لاره نه وه.
زینب په ډګ ستوني د سپورت لومړنۍ ورځې په یاد راوړي وايي«کله به چې له کوره د باندې وتلم او د جمنازیم لور ته به تلم، په واټونو کې به له بدو کتو او سپکو خبرو سره مخ کېدم، په وار وار داسې شوي، چې نا پېژانده کسان به زموږ د تمرین سالون ته راننوتل، هرې یوې نجلۍ ته به یې بېل بېل کتل او ګواښ به یې کاوه، چې که مو بیا دلته و وینو، تاسو او سالون ته به اور ورته کړو.»
زینب وايي، د ګواښونو تر لاسه کولو وروسته ځینې کورنۍ اندېښمنې شوې او خپلې لورګانې یې اکاډمۍ ته له تلو راوګرځولې، ځینو یې ان خپلې لوڼې واده کولو ته اړ ویستې، تر څو د «خلکو له خبرو» په امن شي.
زینب په خواشنۍ سره دوام ورکوي« په وار وار له تمرین وروسته د خپلو لوبغاړو سره کېناستو او په دې اړه چې څنګه باید دوام ورکړو خبرې مو کولې، غوښتل مو داسې لار پیدا کړو چې هم سپورت له لاسه ورنه کړو او هم مو کورنیو ته زیان ونه رسېږي، دغه وضعیت مې رښتیا زړه تنګ کړ، تل به مې له ځان سره ویل: ولې؟ موږ له سپورت پرته کومه تېروتنه لرو چې کوو یې.»
له دې ټولو فشارونو، ګواښونو او ټولنیزو قضاوتونو سره سره مریم نه غوښتل تسلیم شي، بلکې پرېکړه یې وکړه، چې د نوي نسل نجونو لپاره چې سپورت سره لېوالتیا لري یو نوی څپېرکی پرانیزي، هغه د ولیبال د یوې روزونکې په توګه د کم تر کمه ۳۰ نجونو لپاره د زده کړې زمینه برابره کړه او هره ورځ به یې له هغوی سره تمرین کاوه.
په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له واکمنېدو لږ وړاندې زینب د هرات د نجونو ولیبال ټیم سره د ښځو د اتلولۍ په لوبو کې د ځای ناستې اتلې لوبډلې لقب وګاټه او د افغانستان د ملي ټيم غړې شوه.
زینب د هغو ورځو په یاد وايي:«کله چې ښځو د سپورت په برخه کې بریاوې تر لاسه کړې د خلکو لید هم بدلون وکړ، هغه کسان چې یو وخت زموږ مخالف و، وروسته مو په هڅوونکو بدل شول.»
په هغو ورځو کې چې افغان ښځینه لوبغاړو په ورو ورو د سپورت په ډګر کې خپل ځای ټینګ کړ او د ټولنې دودیز ذهنیت یې ننګولی و، نو څپه بدله شوه، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د جمهوریت له نسکورېدو او د طالبانو له راستنېدو سره، هر هغه څه چې زینب نیکزاد او لسګونو نورو ښځینه لوبغاړو د کلونو هڅو او مقاومت په اوږدو کې ترلاسه کړي وو، د طالبانو د هغه فرمان له امله له منځه لاړل چې د ښځو سپورت یې بند کړ.
د افغانستان د ښځو د والیبال د ملي ټیم لوبغاړې زینب نیکزاد په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو او د ښځو په سپورت کولو د بندیز سره سم خپل ټاټوبی پرېښود، له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډه او له هغه ځایه فرانسې ته لاړه.
زینب اوس په یوه خوندي چاپېریال کې خپل سپورتي فعالیتونه ته دوام ورکوي، خو زړه یې لاهم په هرات کې د خپل ټیم ملګرو سره دی، هغه نجونې چې د طالبانو د بندیزونو او فشارونو تر سیوري لاندې نه یوازې له سپورت، بلکې له ډېرو اساسي بشري حقونو هم بې برخې دي.
هغه وايي، هغه ډله چې دې جوړه کړې وه ټوټه ټوټه شوې او ډېری نجونې یا کډوالې شوې، یا د کور ښځې دي: «اوس مهال په افغانستان کې د نجونو ټیم نشته، له بده مرغه د شهید تبسم ټیم ډېری غړې په افغانستان کې دي او ځینې یې کډوالې شوې دي.»
کله چې زینب د خپلو ملګرو په اړه خبرې کوي، په الفاظو کې اندېښنه او افسوس څرګند دی: «وضعیت خورا ناوریني دی، په ځانګړې توګه د هغو نجونو لپاره چې د خپل سپورت راتلونکي لپاره یې پلان جوړ کړی و، نن ورځ دوی ان جېم ته نه شي تلای یا تمرین نه شي کولی، کله چې زه له دوی سره خبرې کوم، هغوی یوازې د درد په اړه خبرې کوي، د هغو فزیکي، رواني او احساساتي ستونزو په اړه چې دې بندیزونو دوی ته ورپېښې کړې دي.







