آزاده تران
«د خپل انساني او اصلي حق لپاره مې مبارزه کوله، خو دغه جاهلانو (طالبان) زما او زما د ماشومانو د سترګو پر وړاندې خاوند را ته وواژه، کور او ځاله مې ړنګه شوه، ماشومان مې د ژوند لپاره ځای نه لري.» دا له غرېوه په ډګ غږ وايي، هغه درنده بیه چې یوې معترضې نجلۍ د طالبانو د ښځ ځپنې پر وړاندې پرې کړې ده.
هغه چې د افغانستان د ښځو د یوه اعتراضي غورځنګ غړې او لا هم په افغانستان کې د ننه ده، غوره ګڼي، چې په دې کیسه کې د شکیلا شمس په مستعار نوم وپېژندل شي. ۳۲ کلنه ښځه او د دریو اولادونو مور، چې په موقت ډول یې د افغانستان په یوه ختیځ ولایت کې پناه اخیستې ده، ځکه چې هغه باید مدام خپل ځای ته بدلون ورکړي.
خو د هغې ترخه کیسه له طالبانو څخه په تېښته نه خلاصېږي، هغه اړ ده، په افغانستان کې له حاکم ښځې ځپوونکي دود سره هم مبارزه وکړي، هغه د طالبانو پر وړاندې ولاړه ده تر څو د خپل ښځینه توب له حق څخه دفاع وکړي او هم د خپل خاوند د کورنۍ پر وړاندې ولاړه ده، چې د مېړه له مړیني وروسته یې اولادونه ترې وانخلي.
د طالبانو څخه مخکې د شکیلا ژوند د یوې نجلۍ لپاره چې د یوې کوچنۍ، دودیزې کلي څخه راغلې وه، د پرمختګ یوه څرګنده نښه وه. هغه یو له هغو نجونو وه، چې ویې کولی شوای ښوونځي ته ولاړه شي او وروسته په همدې ښوونځي کې د نجونو ښوونکې شي، په پوهنتون کې د قابلګۍ تحصیل وکړي او وروسته د اوسېدو په ځای کې په یوه ښه روغتون کې دوه کاله د قابلې په توګه دنده تر سره کړي.
د امنیتي ننګونو او پېژندلو له امله په دې راپور کې د شکیلا د ژوند او اعتراضي فعالیتونو په اړه زیات جزیات نه یادېږي، خو هغه څه چې روښانه دي، دا دي، چې د افغانستان تر سقوط وروسته شکیلا د کلي د ټولو نجونو لپاره یوه الهام بښوونکې بېلګه وه.
کله چې د نجونو له پرمختګ خبره یاده شي، ټولې شکیلا یادوي، هغه نجلۍ چې پر خپل مټ یې ټول محدیتونه شا ته کړي او پر یوه تحصیل کوونکې او متخصصې ښځې بدله شوې.
شکیلا په غرېو سره وايي، د طالبانو په واکمنۍ سره د دغه ډلې غړي ډېر ژر د هغې پر سر ودرېدل، ځکه یوه ښه پېژندل شوې او د سودالرونکې ښځه وه، چې طالبان ترې وېرېدل، له بل اړخه هغې په هغه روغتون کې کار کړی و، چې زیاتره کارکوونکي یې بهرنیان وو او دا د طالبانو له نظره یو درند جرم دی.
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته شکیلا یوازې څلور میاشتې وکولی شول خپل کار ته دوام ورکړي او له هغې وروسته په کور کېناسته، خو د دې په وینا لاس تر زنې کېنناسته او د پرله پسې ګواښونو سره سره د ښخو د احتجاجي غورځنګ غړې شوه.
د طالبانو په حاکمیت سره په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې دېر محدیتونه رامنځ ته شول، د بشري حقونو بنسټونه وايي، هغه څه چې طالبانو افغانستان کې د ښځو پر سر راوستي، جنسیتي توپیر دي، چې باید په رسمیت وپېژندل شي.
په افغانستان کې د ښځو د ژوند هېڅ اړخ د طالبانو د غېشي له نښې لرې نه دی، د آزادۍ، کار، زده کړو، ساتېری او بل هر هغه حق چې د یوه انسان ژوند ته مانا وربښي، د طالبانو له خوا د افغانستان له ښځو اخیستل شوي دي.
د ښځو اعتراضي غورځنګونو د طالبانو د همدغه ښځو ځپوونکو سیاستونو څخه سر راپورته کړی دی، لسګونه پټه او ښکاره غورځنګونو، نه دي پرښي چې د افغانستان د ښځو غږونه چوپ کړای شي، یا د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو د جوړښتي تاوتریخوالي مسله عادي کړای شي.
شکیلا هم یو له هغه زرګونو نجونو ده، چې د طالبانو پر وړاندې ولاړه ده، هغې د خپلې دغه پرېکړې په اړه رخشانۍ رسنۍ ته و ویل:«په څه ستونزو زده کړې وکړې، کلونه خوراي وباسې او بیا وغواړې ځان او ټولنې ته خدمت وکړې، خو څو جاهلان راشي او په برخلیک دې تصمیم ونیسي، دا د منلو نه ده.»
په همدې حال د طالبانو پر وړاندې درېدو د ډېری معترضو مېرمنو لپاره درنده بیه درلوده. خپل سرې نیونې، له تاوتریخوالي ډک زندانونه، رواني او فزیکي ربړونې، پتې ورکېدنې او ان ښکاره او پټې وژنې د ښځو پر وړاندې د طالبانو هغه ځپوونکي توکي وو، چې چوپتیا او غیر فعال کېدو ته تسلیم شي.
کومه بیه چې شکيلا پرې کړې ډېره درنده او نه جبرانېدونکې ده، د خاوند له لاسه ورکول، د خپلو دریو کوچنیو ماشومانو بې ځایه کول، او د ځان لپاره په ویره او محرمیت کې ژوند کول. نوموړې هر هغه څه چې یوه ښځه یې له لاسه ورکولی شي، د طالبانو د ظلم پر وړاندې درېدو کې له لاسه ورکړي دي.
د اولادونو د سترګونو په وړاندې د خاوند مرګ
شکیلا وايي، د طالبانو کسانو د دوی پر کور یرغل وکړ او د هغې خاوند یې د دې او د اولادونو په مخ کې په ډزو و واژه.
د شکیلا د ادعاوو ټولګه په خپلواکه توګه رخشانۍ رسنۍ ته د تایید وړ نه ده، خو هغې رخشانۍ رسنۍ ته د خاوند د ټپي او بې روحه جسد په اړه د هویتي اسنادو او انځورونو د تولګې په لېږلو سره ویلي:«د ۱۳۰۳ کال د سلواغې میاشتې ورستۍ ورځې وې، ټوله کورنۍ تر صندلۍ راچارپېره وو، یو دم زموږ د کور دروازه راخلاصه شوه، درې وسله وال کسان را د ننه شول، یو تن زما د خاوند په سر ټوپک ونیوه او دوه نورو په زور له اوږو ونیوم، غوښتل یې ما له ځان سره یوسي، خاوند مې زما د وړلو مخنیوی وکړ، چې یو ناڅاپه هغوی زما د خاوند پر سر ډزې وکړې، دا چې مرمۍ د خاوند مغز ته زیان رسولی وو، ځای پر ځای مړ شو.»
شکیلا د هغې شپې ترخه کیسه چې د دې په وینا د ژوند دېوال یې ونړېده داسې په یاد راوړي:«ما او ماشومانو مو چیغې کړې، هغه درې تنه وسله والو تېښته وکړه، ټول ګاونډیان راټول او له حوزې سره یې اړیکه ونیوه، کله چې له حوزې د طالبانو ځواکونه راغلل، زه یې د پوښتنو لپاره حوزې ته بوتلم، د همغه شپې یوولس نیمې بجې زه حوزې ته ورسېدم، هلته یې زما د خاوند د وژل کېدو او د هغې د دلیل په اړه پوښتنې رانه وکړې، ما چې د خاوند له وژل کېدو ټکان خوړلی وو، هغوی ته مې هېڅ ځواب نه درلود، یوازې زارۍ مې ورته کولې، چې ما خپلو ماشومانو ته ورولۍ، خو هغوی په پرلپسې ډول چې زه یوه معترضه مېرمن یم، پوښتنې کولې، خو ما له دې موضوع انکار کاوه.»
شکیلا په همغه شپه د سیمې د مخورو په منځګړیتوب ۲ بجې له حوزې کور ته راغله، باید چې د خاوند د ښخولو مراسمو لپاره یې چمتوالی کړی وای.
د شکیلا خبرې چې دې ځای ته ورسېدې، د ژړا هق هق یې د غوږۍ څخه اورېدل کېده:«کله چې له حوزې راغلم، درې ماشومان مې د ګاونډي کره د پلار او مور چیغې وهلې او ژړل یې، خاوند مې یې د جومات غسل کوتې ته یووړ، ځیګر مې وسوځېده او ژوند راباندې تیاره شوی وو.»
شکیلا او کورنۍ ته یې دغه پېښه په کابل کې ورپېښه شوې ده، هغه وايي، د طالبانو له پرپلپسې ګواښونو او اسانه لاس رسي په دلیل اړ شوه، چې له وړوکې کلیوالې تولنې و کابل ته کډه وکړي.
کابل کې د طالبانو حوزې څو ځلې له شکیلا د خاوند د وژل کېدو په اړه پوښتنې کړې، هغه وايي، طالبان له دې زیات چې د خاوند د مرګ لامل مې وپلټي، غوښتل یې د یوې احتجاج کوونکې ښځې په توګه مې د ځان لپاره بوټان جوړ کړي.
خو هغه د دوو خپلوانو په ضمانت د طالبانو له کله ناکله پوښتنو ګروېږنو خوشې شوه، په داسې حال کې چې زړه یې ټپي وو او د مېړه قضیه یې په هېره تېره شوه.
د شکیلا ترخه کیسه او مبارزه دلته پای نه مومي، بلکې هغه باید د یوې بلې مبارزې لپاره چې له دریو اولادونو یې ساتنه ده مټې رابډوهي.
د شکیلا په خبله وینا، اوس مهال پټ ژوند کوي، باید د خپلو زامنو لپاره مبارزه وکړی.
شکیلا کیسه څه داسې بیانوي، په افغانستان کې د ټولنیز حاکم دود پر بنسټ هغه اوس د خپلو اولادونو څېښتنه نه ده، د خاوند کورنۍ یې مټې رابډ وهلې، چې له شکیلا اولادونه واخلي:«کله مې چې خسر و ویل، چې ماشومان باید ما ته راکړې، او ته له هغوی سرپرستي نه شې کولی، احساس مې کړ چې په خدای مړه شوم، ماشومان مې زما د خاوند نښې دي، څنګه له هغوی پرته ژوند وکړم؟ خاوندې مې زما څخه د دفاع په لار کې ژوند قرباني کړ، اوس مې ماشومان هم رانه واخلي، نو نور به ما بدبختې ته څه پاتې شي.»
شکيلا تر اغېز لاندې نه شوه، د خاوند کورنۍ یې دوسیه د طالبانو محکمې ته کش کړه، د جدي تورونو سره، چې هر یو یې یوازې د طالبانو لپاره کافي دی، چې شکیلا په ړانده ډول د خپلو ماشومانو د ساتنې له حق څخه محرومه کړي.
هغې و ویل:« خسر مې په محکمه کې پر ما شاهدي ورکولوه، چې باید ماشومان مې رانه واخیستل شي، زه یوه بې باکه، معترضه او د بدکاره ښځو همکاره یم، د اسلامي امارت پر ضد فعالیت کوم او له خپلو ماشومانو ساتنه نه شم کولی.»
د شکیلا په وینا، د طالبانو قاضي هم لکه څنګه چې وړاندوینه کېده، له څنګه او ولې پرته د ماشومانو سرپرستي د خاوند کورنۍ ته ورکړه، همدا وو چې هغې په افغانستان کې په پټه له ژوند کولو پرته بله لار نه لیده.
ان د طالبانو له واکمنۍ وړاندې د میندو لپاره د ماشومانو ساتنه د رستم د اووه ویلو څخه د تېرېدو په څېر وه؛ خو بیا هم په داسې شرایطو کې چې د ښځو د ملاتړ لپاره لویې چترۍ وې، خو اوس د طالبانو په واک ته رسېدو سره، مستند راپورونه ښيي، چې ښخې عدالت ته له لاس رسي په بشپړه توګه محرومې شوې دي.
په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ، په خپل وروستي راپور کې ویلي، طالبانو «شریعت» د ښځو په وړاندې د واک د ټینګولو په وسیله بدل کړی او خپل عدلي او قضایي سیسټم یې «یو ظالمانه قانوني سیسټم ته راټیټ کړی ترڅو د ښځو ضد ایډیالوژۍ پیاوړې او وساتي.»
شکیلا اوسنی وضعیت ډېر سخت او ستونزمن بولي:«ډېری ورځې خپله وږې تږې پاتې کېږم، د مېړه له مرګ نه مې شپږ میاشتې تېرې شوې دي، همدا خور او ورور مې لږ مرسته کوي، چې ماشومان مې ژوندي پاتې شي، کاش امنیت مې درلودای چې یو ځای مې کار کړی وای، ان معلوم ځای نه لرو، د شپې یو ځای او د ورځې بل ځای وو.»
سره له دې چې وېره او ګواښونه شپه ورځ لکه سیورۍ له شکیلا سره دي، خو ښه بولي، چې د خپلو خبرو په پای کې د طالبانو د ښځو ضد سیاستونو او د افغانستان په ټولنه کې د حاکم دود په اړه خبرې وکړي:« دا د دې لامل نه کېږي، چې زه له مبارزې لاس په سر شم، تر څو مې خپل حق نه دی تر لاسه کړی، د طالبانو پر وړاندې به مبارزه کوم، له هېڅ شي نه ډارېږم، بې له هغې هم په دې هېواد کې یوازې ښځې قرباني ورکوي او خلاص.»







