تمنا تابان
په وچو هډوکو او ډنګر ځان له ځان سره په خبرو لګیا ده، داسې څه وايي، چې د پوهېدا نه دي، کله یې هم سترګې په یوه لرې ټکي غوټه کېږي، دا چې په فکر کې یې څه تېرېږي یوازې دا پرې پوهېږي.
په سپېره او رنځور مخ یې لا هم کولی شې د ځوانۍ او ښکلا نښې وګورې، ۳۵ کلنه مېرمن چې د چارچاپېر خلکو په وینا، کلونه کلونه یې کورني تاوتریخوالي رواني روغتیا په بشپړه توګه اخیستې او اوس کلونه کېږي چې د (لېونۍ په نوم) ژوند کوي.
د یوه خپلوان په وړاندیز یې چې دا ترخه کیسه کوي، د کورني تاوتریخوالي د بې پایه ارټ دغه قرباني د ربابې په مستعار نوم یادو، هغه د افغانستان د یوه مرکزي ولایت اوسېدونکې ده.
د خپلوانو د کیسې پر اساس یې ربابه ځوروونکی او غمجن برخلیک لري، هغه نجلۍ، چې ۱۰ کاله وړاندې یې ښکلی، بشپړ روغ رمټ او له هیلو ډک ژوند درلود.
خپله نه توانېږي، پرې د تېر شوي وضعیت په اړه څه ووايي، د همدې لپاره یې دوه نېږدې خپلوان او یو روغتیاپال چې څو ځلې یې ربابه لیدلې د هغې د رنځونو کیسه کوي.
د افغانستان نوم تل د هغه هېوادونو د نوملړ په سر کې دی، چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یې تجربه کړی دی، حکومتونه راغلي او تللي، ګڼ سیاسي او ټولنیز بدلونونه رامنځ ته شوي، خو هغه څه چې تل پاتې دي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بې رحمه او کرکجن ارټ دی.
د ښځو د حقونو د فعالانو په وینا، د ښخو پر وړاندې تاوتریخوالی افغانستان کې یوازې یوه ټولنیزه پدیده نه، بلکې د وخت په تېرېدو سره دا د ټولنې دود په یوه برخه اوښتی دی، هغه دود چې په چوپتیا کې قرباني اخلي او هره ورځ د ښځمنو پر بدن د زور زیاتي نوې بڼه تپي، په ځانګړې توګه نن چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، هغه ډله چې د ښځو سره تاوتریخوالی او ځپل یې نه یوازې د کړنلارو یوه برخه ده، بلکې رسمي باورنه او سیاستونه دي.
د ربابې خوښېده چې ژوند وکړي
هغه نجلۍ، چې د خپلوانو په وینا، غوښتل یې ژوند وکړي، خو اوس خپل ډېری چارپېره کسان نه پېژني او یا یې هم په سختی یاد ته راولي.
«زما تل په یاد دي، چې د ربابې څومره ژوند خوښېده، هغې هیله درلوده یوه ښه کورنۍ ولري او خپل اولادونه ښکلي او روغ وروزي، خو اوس د هغو هیلو یوازې سیوری پاتې دی، ربابه نور هغه نجلۍ چې ما پېژنده نه ده، هغه اوس د خپلې کورنۍ د اوږو بار شوې ده.» دا هر څه په (مستعار نوم) ګل نسا په داسې حال کې چې اوښکې یې روانې دي وايي، هغه مېرمن چې له کلونو راهیسې له نېږدې د ربابې وضعیت ویني، ګل نسا نه غواړي دې کیسه کې یې له ربابې سره تړاو په ګوته شي.
۳۲ کلنه ګل نسا د ربابې سره د تاوتریخوالي تر نړۍ مخکې ورځې داسې انځوروي:«هغه یوه ښکلې، کاریګره، پاکیزه او بیداره نجلۍ وه، زیات غوښتونکي یې درلودل، خو وروڼو یې داسې یوه کس ته واده کړه، چې تر دې ۱۰ کاله مشر وو.»
د ګل نسا په وینا، هېڅوک نه پوهېدل چې د ربابې مېړه یو له هغه کسانو دی، چې په ارامه څېره کې یې د تاوتریخوالي مخ پټ دی، له بل لوري دا د ربابې وروڼه وو، چې له ارزونې پرته یې د هغې برخلیک بدل کړ، په واقعیت کې ربابه له دواړو اړخونو د نرواکه پرېکړو قرباني شوه، یوه اړخ ښځه غوښتنه او بل اړخ یوازې دا غوښتلو چې په پېژندل شوي قول خپله خور په ښه نوم له کوره وباسي.
ګل نسا ویلي:«کابو یوه میاشت وروسته له هغې، چې ربابه د دویم ځل لپاره د وروڼو کره راغله، کیسه ورته کړې وه، چې خاوند یې ورسره ناوړه چلند کوي، د ربابې ورور هم له هغې وروسته څو ځلې د هغې خاوند ته ویلي وو چې بد چلند یې کم کړي، خو نتیجه یې نه درلوده، بلکې پر عکس ربابه به یې لا ډېره وهله ټکوله چې ولې دې خپل ورور ته ویلي دي.
ګل نسا په لړزېدلي غږ و ویل:«په وار وار مې لیدلي، چې د ربابې مخ ټوکل شوی یا یې هم لاس او پښې ټپي شوي دي، هغه له دې ورېده، چې خاوند یې پر دې خبر نه شي، چې دغه کیسه یې ماته کړې، کله مې چې له هغې سره خبرې کولې لیدل مې، چې څومره له د ننه زړه خوړینې او ماته شوې ده.»
د ګل نسا په وینا، د وخت په تېرېدو د ربابې د خاوند تاوتریخوالی هم زیاتېده، وضعیت دې حد ته ورسېده، چې ربابه به یې په درندو او کلکو شیانو په سر وهله:«تاوتریخوالی، وهل ټکول، ښکنځلې او بد نومونه نور د ربابې لپاره عادي شوي وو، هغه به چې هر کله د وروڼو کره راتله ماته به یې زړه تشاوه، راته ویل به یې… ربابې راته ویل اوس چې هر څه لاس ته ورشي پرې وهي مې، څو ځلې یې په ډبره په سر وهلې وه، یو ځل یې هم په کییه (هغه وسیله چې بوتي پرې وهل کېږي) په سر وهلې وه.»
ګل نسا وايي، د اووه کاله تاوتریخوالي زغمل وو، چې ربابه نوره ځان ګوښې او رواني شوه، وضعیت تر دې حده ورسېد، چې د هغې رواني حالت ډېر خراب شو، تر دې بریده چې ان اوس خپل اولادونه هم نه پېژني، د ربابې کار چې تر دې ځایه ورسېده، نو خاوند یې پرېکړه وکړه، چې طلاق ورکړي:«هغه د (ربابې خاوند) ویلي وو، ربابه لېونۍ شوې ده، د ربابې وروڼو ورته ویلي وو، زموږ خور تا لېونۍ کړه، خو خاوند یې په ځواب کې ورته ویلي وو، خور مو له سره لېونی وه او دا زه وم چې له دې لېونۍ سره مې اووه کاله ژوند وکړ.»
په افغانستان کې د ژورې ناپوهۍ له امله د رواني روغتیا په اړه د «لیوني» کلمه ډېری وخت د هغو کسانو لپاره د سپکاوي په توګه کارول کېږي، چې د رواني اختلالاتو سره لاس او ګرېوان وي. دا اصطلاح نه یوازې ډله ییزه ناپوهي، بلکې هغه کلتور هم څرګندوني چې د خواخوږۍ او درملنې پر ځای رد او بې پروايي رامنځ ته کوي.
ګل نسا دوام ورکوي:«د ربابې خاوند په اسانه هغې ته طلاق ورکړ او بله ښځه یې وکړه.»
ربابه وروسته له هغې چې ناوخته شوی وو، وروڼه یې د درملنې لپاره ډاکتر ته بیايي، تشخیص یې دا وو، چې هغې پر سر ګذار خوړلی او سخت زیان ورته رسېدلی دی. د ګل نسا له قوله:« ډاکتر وروسته له هغې چې د سر عکس یې پرې اخیستی وو، ویلي، مغز ته یې زیان رسېدلی او کوم کار نه شي کولی، هغه ویلي وو، ربابه باید تل درمل وخوري تر څو یې ناروغي پرمختګ ونه کړي، ښايي د درملو کارول یې ناروغي کمه کړي.»
ربابې دوه کاله درمل وخوړل، وضعیت یې څه ښه شوی دی، کم تر کمه خپل چارچاپېره کسان لږ او ډېر پېژني، هغه چې لا هم درمل کاروي، خو هېڅ کله یې بیا خپل اولادونه په یاد نه دي راوړي.
د ربابې د ژوند کیسه په افغانستان کې د ښځو د کړاونو څخه موټی نښه د خروار ده، تاوتریخوالی، رواني رنځ، د کورنیو له خوا نه ملاتړ او سل نور هغه رنځونه دي، چې هغوی له منځه وړي.
اصلي ستونزه دا وه، چې ربابې ته«د سرباري» په سترګه کتل کېدل، د وروڼو پر اوږو هغه اضافي بار چې نه یې په درد پوهېدل او نه یې هم درملنه جدي نیولې وه، د ګل نسا په قول، په داسې حال کې، چې لا هم ربابه تر درملنې لاندې وه او رواني حالت یې نه و ښه شوی، وروڼو یې پرته له دې چې وضعیت ته یې وګوري هغه بل مېړه ته ورکړه.
«په داسې حال، کې چې ربابه تر درملنې لاندې وه، وروڼو یې د دویم ځل لپاره په مېړه ورکړه، خو دواړه ځلې طلاقه شوه، ځکه د هغې وضعیت په داسې حال کې نه وو، چې وکولی شي د یوې نوې کورنۍ مسوولیت سرته ورسوي.»
دا د هغې ښځې چې د تاوتریخوالي او نه خواخوږۍ قربانې شوې د ژوند د ترخې کیسې یوازې یوه برخه ده، هغه نجلۍ، چې یو وخت یې له ښکلا، هیلو او مستۍ ډګ ژوند درلود، خو نن په یوه بې رحمه او کرکجنه نړۍ کې هېره او یوازې لالهانده ده، – داسې نړۍ چې هېڅوک ورسره مرسته نشي کولی.
د ربابې د ژوند کیسه، هغه نکل دی چې باید واورېدل شي تر څو بیا داسې ورځ رانه شي چې کومه بله نجلۍ د هغې په برخلیک اخته شي، یا دا چې ښايي خلک پوه شي، چې تاوتریخوالی څرنګه یوه مېرمن له د ننه سره پاشي، ښکلا یې ترې یوسي او راتلونکې یې باد ته سپاري.
په (مستعار نوم) د ربابې د تره لور ۳۸ کلنه پاکیزه هم د هغې د رواني او فزیکي حالت په اړه وايي، ربابه له تېرو شپږو کلونو راهیسې له خورا بد وضعیت سره مخ ده.
د پاکیزې په وینا، ربابه دغه حالت ته دوامداره کورني تاوتریخوالي را رسولې ده:«ربابه یې خاوند اووه کاله وربړوله، اووه کاله یې ورسره بد چلند وکړ، وهل ټکول او تر وېښتو کشول خو ورته بېخي عادي شوي وو، ما خپله درې ځله لیدلي، چې ربابه په سرو وینو (له وینو ډک مخ) د وروڼو کره ته راغلې ده.
پاکیزه وايي، ربابې دا ټولې سختۍ د خپلو اولادونو تر څنک پاتې کېدو په پار ګاللې، خو داسې ورځ راورسېده، چې هغه نور خپل اولادونه نه پېژني:«هغې خوراې ټولې بدبختۍ د خپلو اولادونو په خاطر زغملې، ان طلاق یې نه غوښت، خو دا چې خاوند یې ډېره بې رحمه وهلې ټکولې وه، وروسته لېونی شوه او ان خپل اولادونه لا نه پېژني، ګاونډیانو یې ماته ویل، خاوند یې ربابه په درندو او کلکو شیانو، لکه ډبره، کلنګ او یا ګلاس په سر وهله.»
په (مستعار نوم) ډاکتر مهرو صفري چې د رواني سلا مشورو په برخه کې فعالیت لري او د ربابې خپلوانو څو ځلې هغه د درملنې لپاره دې ډاکترې ته وروستې وه، د ربابې د وضعیت په اړه رخشانې رسنۍ ته و ویل:«په خواشینۍ سره د ربابې رواني حالت ډېر خراب دی، د هغې روحیه د هغې د مېړه له خوا د کلونو دوامداره تاوتریخوالي او ظلم له امله سخته زیانمنه شوې ده، او له بلې د هغه ډاکتر د تشخیص له مخې چې کابل کې یې کړی، د هغې دماغ ضربه خوړلې او زیانمن شوی دی.»
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین په خوندي چاپېریال او له ځواب ویلو پرته ژوند کوي.
د خپلواکو قضايي کړنلارو نشتوالی، د نرواکۍ دود حاکمیت او د مسؤلو ادارو بې پروايي د دې تاوتریخوالي د نه ختمېدونکي تکرار لپاره لاره هواره کړې ده. په ځانګړې توګه د طالبانو له واکمۍ وروسته لا ډېر بد شوی دی، په داسې یوه چاپېریال کې هغه نارینه چې په تاوتریخوالي لاس پورې کوي، ځان له سزا خوندي ګڼي او دا خوتدیتوب په خطرناک ډول تاوتریخوالی عادي او تکرارونکی کوي.
د ربابې د برخلیک په اړه د ډاکټر صفري قطعي نظر د یو تریخ حقیقت ویونکی دی، په ځانګړې توګه په هغه ځای کې، چې ټینګار کوي، ربابه لا ډېره ځانګړې او دوامداره پاملرنې ته اړتیا لري. دا په داسې حال کې ده، چې نه ټولنه روزل شوې او نه هم دومره پوهه لري، چې له رواني پلوه زیانمنو کسانو سره په انساني توګه چلند وکړي او نه هم په افغانستان کې د دې کټګورۍ ناروغانو لپاره د پاملرنې مرکزونو یا خوندي کورونو په څېر ملاتړي جوړښتونه شتون لري.
هغه ځای چې نه په کې د قربانیانو درملنه کېږي او نه هم درک او نه ان په ښه سترګه ورته کتل کېږي ډاکتر صفري و ویل:«په دوامدار پاملرنې او منظمه توګه درمل کارونې سره یوازې کولی شوو په څو کلونو کې د تاوتریخوالي اغېزې راکمې او د هغې حالت یو څه راښه کړو، خو دا چې دماغ ته یې زیان رسېدلی، قطعي درملنه نه لري او ښايي ربابه د عمر تر پایه په همدې حالت کې پاتې شي.»







