د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

له مطلقې بېوزلۍ د ښځو کیسه: د بدن غړو او اولادونو د پلور تر منځ  یو غوراوی

۱۲ زمری ۱۴۰۴
له مطلقې بېوزلۍ د ښځو کیسه: د بدن غړو او اولادونو د پلور تر منځ  یو غوراوی

آزاده تران

«خدای مې په سر دی، یوه اوونۍ کېږي اولادونو(ماشومانو) ته مې یوه اندازه وچه ډوډۍ له اوبو سره ورکوم. هغوی ما ته وايي، مورې کله راته دېګ پخوې، (اشپزي کله کوې) زه له چوپتیا او دلاسا کولو پرته بل څه د ویلو لپاره نه لرم.»

دا دې یوې ۲۸ کلنې مور کیسه ده، چې دسترخوان یې خالي دی، په (مستعار نوم) نازین د بامیانو پوهنتون له شرعیاتو فارغه او مېړه یې د کابل پوهنون له اقتصاد پوهنځې څخه.

نازنین د طالبانو په راتګ سره بې کاره او په کور کېناسته، مېړه یې د روان میلادي کال په سر کې په یوه نړیوال بنسټ کې دنده له لاسه ورکړه.

وروسته له هغه چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر له افغانستان او نورو هېوادونو سره پراختیایي او نورې مرستې ودرول شوې، په افغانستان کې ګڼ شمېر نړیوال مرستندویه بنسټونه د ۹۰ ورځو لپاره وځنډول شول یا ودرول شول.

 

د دغه پرېکړې په ترڅ کې ډېری کسان په کور کېناستل او بې کاره شول، له دې کسانو یو هم د نازنین مېړه وو، د څو میاشتو په تېرېدو اوس د نازنین پر کور بېوزلۍ سیوری غوړولی او چاړه یې پر هډ لګېدلې.

د نازنین په قول«ورځنۍ چاري دې حد ته رسېدلې، چې فکر کوم دوه ټاکنې لرم، یا مې خاوند خپله ګرده وپلوري او یا هم خپل ماشوم«زوی» وپلوري.

ان د دغه کلماتو یادول د نازنین لپاره اسانه نه وو، څه دا چې داسې یوه ورځ پرې راشي، چې له دې دوه انتخابونو یو غوره کړي.

نازنین وايي، خاوند یې د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځۍ لوستې او له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې یې له بېلا بېلو نړیوالو بنسټونو سره کار کړی دی. خو د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې بېکاره دی.

د هغه بنسټونو په نوملړ کې چې نازنین یې نومونه اخلي یو مهم بنسټ هم تر سترګو کېږي، د بېلګې په توګه د ۲۰۲۳ کال په شپږو میاشتو کې یې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) سره کار کړی دی، له هغې مخکې یې له ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۱۹ میلادي پورې د اکشن اېډ (ActionAid) او له ۲۰۲۰ څخه یې د ملي بڼوالۍ او څارویو پالنې پروګرام (National Horticulture and Program) سره کار وکړ.

نازنین خپله د طالبانو تر راتګ مخکې د پوهنځۍ لوستلو تر څنګ د بامیانو په قضا او څارنوالۍ کې دوه کاله د مدافع وکیلې په توګه کار کاوه، خو د طالبانو په راتګ سره په کور کېناسته.

هغه اوس د درې، ۶ کلن، ۴ کلن او ۴ میاشتني ماشومانو مور ده، له ۵ کسیزه کورنۍ سره د کابل په لوېدیځ کې په یوه کرايي کور کې ژوند کوي، د نازنین په وینا، بېوزلي او ناداري یې له هغه ځایه پیل شوه، چې خپله او خاوند یې د کار لپاره هره در وټاکاوه، خو منفي ځواب یې تر لاسه کړ.

 د نازنین په قول، ۹ میاشتې کېږي خاوند یې بې کاره دی او دوی د پور او کور د توکو د پلور په پیسو ژوند تېروي، د نازنین مېړه له یوه خصوصي بانک څخه ۵۱ زره افغانۍ د میاشتې په ۹ سوه افغانۍ سود په ورکړې سره پور اخیستی دی، معلومه ده، چې اوس یې د ورکړې توان نه لري.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو د یوې ښځې په ګډون ۳۸ تنه په دورو هلي دي

طالبانو غزني کې خوشحال راډیو خپرونې بندې کړې

نازنین وايي، دوی نه نور څوک لري، چې پیسې په پور ورکړي او نه هم کوم توکي ورپاتي دي، چې په پلورلو سره یې څو ورځې ډوډۍ د ځان لپاره پیدا کړي.

نازنین ادعا کوي، چې خاوند یې هرات او کابل کې له یو شمېر ډاکترانو سره د بډوډي د خرڅلاو خبره کړې او د وینې کتنه یې هم ورته کړې ده، خو د ټیټي بیې او یا هم د وینې ګروپ د نه برابرېدو له امله تر اوسه په دې نه دی توانېدلی.

نازنین د خپل خاوندې د دې ګام په اړه اندېښنه کوي ویې ویل:«له هغه وخته چې خبره شوې یم، مېړه مې خپله یوه ګرده خرڅوي، شپه ورځ ژاړم او خاوند ته مې زارۍ کوم چې دا کار مه کوه، که ګرده خرڅه کړي یو نیمګړی انسان به شي، داسې نیمګړۍ انسان چې نه د ځان او نه هم د ټولنې په کار راځي، دا مهال افغانستان تحصیل کړو ځوانانو ته اړتیا لري نه نیمګړو انسانانو ته، تل ژړا کوم چې روزګار موږ کوم ځای ته رسولي یو، چې اوس له اړمنۍ د بدن غړي خرڅوو.»

نازنین وايي، دا چې وتوانېږي د خاوند د ګردې خرڅولو مخه ونیسي، ورته یې وړاندیز کړی، چې خپل ۴ میاشتنۍ زوی وپلوري، خو خاوند یې دا خبره ورسره نه ده منلې، د نازنین لپاره د زوی خرڅولو کلیمه آسانه نه وه.

هغې داسې و ویل:«۲۰ ورځې وړاندې مې خاوند تایمني کې له یوه کلېنیک سره د دوه لکه او پنځوس زره افغانیو په بدل کې د ګردې خرڅولو په اړه خبرې کړې دي، زما مې د خاوند پر ځوانۍ زړه سوځي، اړ شوم، چې له اوښکو په ډکو سترګو او له درده ډک زړه دا وړاندیز ورته وکړم، چې خپل ۴ میاشتنۍ زوی وپلوري خو ویې نه منله، څو ځلې مې له ګاونډیانو پوښتنه کړې، چې څوک نه پېژني، چې یو ماشوم په زوی توب واخلي.»

هغه زیاتوي:« زما لپاره د زوی خرڅولو پرېکړه اسانه نه وه، مور هېڅکله د اولاد د لرې والي توان نه لري، خو اړ یم، دا چې مېړه مې نیمګړی کېږي، ښه به دا وي، چې زوی مې په یوه ښه کورنۍ وپلورم.»

نازنین په خواشینۍ سره هغه ورځې یادوي کله چې هغه اړ شوه، د یوې ګولې ډوډۍ  اخیستو لپاره خپل د کور سامانونه په لږو پیسو وپلوري:«هره ورځ به مې خاوند د کار موندلو په موخه دفترونوو هوټلونو، چارسو او هر ځای ته تله تر څو کار پیدا کړي خو خالي لاس به بېرته راتلو، اړ شوم چې هر شی په «نیمه بیه» وپلورم، د بېلګې په توګه قالینه مې وپلورله او څه وخت مې ماشومانو ته پرې دوډۍ ورکوله، بیا مې بخارۍ وپلورله د کور کرایه او د بانک ګټه مې ترې ورکړه، دغه ډول ټول لوښي مې وپلورل او اوس هر څه خلاص دي، اوس یوازې د خدای دربار ته پاتې یو.»

د نازنین په وینا، د وروستي ځل لپاره یې چې خپل څه خرڅ کړل هغه د خپلې نګور د واده بوټان و، چې زوی لپاره یې درمل پرې واخیستل،«زوی مې ناروغ وو، د درملو د اخیستو لپاره اړ شوم، د سلو افغانیو په بدل کې د خپلې نګور بوټان وپلورم او درمل پرې واخلم، یعنې تر دې حده اړ شو چې خپل ټول توکي مو وپلورل، نور مې ځواک او توان تمام شوی دی.»

د طالبانو په واکمنېدو سره په افغانستان کې پراخه بېوزلي حاکمه شوې ده، د نازنین د خالي دسترخوان کیسه یوازې موټۍ د خروار بېلګه ده.

د نړیوالو بنسټونو راپورونه دا دي، چې په افغانستان کې د لوږې کچه په بېسارې توګه پراخه ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د افغانستان په اړه په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې په هېواد کې د نړیوالو مرستو د کمښت او د بېوزلۍ د زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، په روان میلادي کال کې ۲۲.۹ میلیونه کسان په افغانستان بشري مرستو ته اړتیا لري، په دې راپور سره د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ (Save the Children) اعلان کړی، چې په افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو یو یې له سختې لوږې سره مخ دی.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې بېسارې لوږه، په خوارځواکۍ له هرو څلورو اخته ماشومانو یو درملنه کېږي
خبر

افغانستان کې بېسارې لوږه، په خوارځواکۍ له هرو څلورو اخته ماشومانو یو درملنه کېږي

۱۳ كب ۱۴۰۴
د ښځو په اړه د پوهاوی کمپاین (لومړۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

د ښځو په اړه د پوهاوی کمپاین (لومړۍ برخه)

۱۳ كب ۱۴۰۴
معترضې ښځې: څه چې پر افغان ښځو تېرېږي د نړیوالو اړخونو لرونکی انساني ناورین دی
خبر

معترضې ښځې: څه چې پر افغان ښځو تېرېږي د نړیوالو اړخونو لرونکی انساني ناورین دی

۱۳ كب ۱۴۰۴
بلخ کې معلولې نجونې: پیسې ګټو خو کور کې پرې واک نه لرو
دسته‌بندی نشده

بلخ کې معلولې نجونې: پیسې ګټو خو کور کې پرې واک نه لرو

۱۲ كب ۱۴۰۴
«نرګس رضايي» او د کاراټې نړیوال لوبغالي ته د رسېدو کیسه
دسته‌بندی نشده

«نرګس رضايي» او د کاراټې نړیوال لوبغالي ته د رسېدو کیسه

۹ كب ۱۴۰۴
د بشري حقونو شورا کې یوه رسنیزه فعاله: افغانستان کې پر ښځو او خبریالانو محدودیتونه زیات شوي
خبر

د بشري حقونو شورا کې یوه رسنیزه فعاله: افغانستان کې پر ښځو او خبریالانو محدودیتونه زیات شوي

۹ كب ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه